pxl
bismellah
News Archieve
pixl

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ او پښتو


Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us
About Us

Condemnation Statement
PTM-USA
Manzoor Pashteen: The young tribesman rattling Pakistan's army
When the man with the red cap speaks, thousands of Pashtuns listen
The Miranshah Jalsa
Abdul Qayum Mohmand, PhD
“Afghanistan – As Only Love Could Hurt”
Notes From A Broken Land
The Costs of War Taking Afghanistan as a Case Study
Full Report (PDF)
The Wrong Enemy in Afghanistan
Pashtun elders seek world’s help to banish terror
IS Taking New Strategy in Afghanistan

The Great Game Reconstructed
By: Abdul-Qayum Mohmand, Ph.D.

Security and Peace In Afghanistan Before and After 2014
By: Abdul-Qayum Mohmand, Ph.D.

Some Thoughts on Islamic Economics
Professor M. Siddieq Noorzoy
Relocate United Nations To Jerusalam To Harmonize Civilizations
By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar
The Nature of Statistical Data About The Afghan Economy and Their Problems
The Great Dangerous Game Revisit Afghanistan
THE PROSPECTS FOR ECONOMIC DEVELOPMENT IN AFGHANISTAN
An Open Letter to President Donald Trump Attending UN Meetings in New York
Abdul Haq: the Afghan commander who could have led to peace.

پښتو وروستي خبرونه

pixl
۱۴۰۱ لمريز کال
د
څو چې راغونډ پۀ يو مرکز يې نۀ کړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم

 
Sabawoon News Of the Day

د پاکستان ولسي جرگې خيبر پښتونخوا نوم ومانۀ

بي بي سي

د پاکستان د ولسي جرگې غړو د پنجشنبه په ورځ د هيواد په اساسي قانون کې هغه ماده تعديل يا ترميم کړه چې له نورو مسايلو سربيره د سرحد ايالت نوم په خيبر پښتونخوا بدلوي .

له درې ورځني بحث وروسته د ولسي جرگې له ٣٤٢ غړو څخه ٢٩٢ وکيلانو دا ترميم او تعديل ومانۀ .

هيچا له دې تعديل سره مخالفت ونه کړ او پاتې کسان يا حاضر نه و او يا يې هم په رايو کې برخه وانه خيسته .

د خيبر پښتونخوا له نامۀ سره ظاهرآ چجا مخالفت نه کاوه خو د ورځې په پيل کې پاکستاني رسنيو رپوټ ورکاوۀ چې شايد د خيبر پښتونخوا ايالت د هزاره ډويژن ځينې وکيلان له دې نامۀ سره مخالفت وکړي او د رايو په ترڅ کې يې رد کړي .
ضيا او مشرف ضد نارې

تر رايو وروسته د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني ملت ته د اساسي قانون د تعديل لپاره مبارکي وويله .

د حکومت مخالفې گوند مشر چوهدري نثار هم پرې خوښي وښوده او ويې ويل چې دوى له واکمن گوند سره په دې برخه کې مرسته کړې ده .

د رايو د پايلې د اعلان پر وخت په ولسي جرگه کې د جنرال ضيا الحق او جنرال پرويز مشرف پر ضد نارې واوريدل شوې .

اوس به دغه قانون د پاکستان د مشرانو جرگه څيړي چې د ډيرو په گومان به دا کار ستونزمن نه وي .

د مشرانو جرگې له منظورولو وروسته به ولسمشر زرداري پرې لاسليک کوي او رسمآ به قانون بدليږي .
نور بدلونونه

د پاکستان په اساسي قانون کې دا تعديل له خيبر پښتونخوا پرته د ولسمشر ځينې واکونه کموي او پارلمان ته ډير واک ورکوي .

ولسمشر به نور د پارلمان د نړولو واک نه لري او د پوځ د مشرتابۀ د ټاکلو واک هم ورڅخه اخيستل شوى دى .

د پاکستان پخوانيو ولسمشرانو څو ځلې د همدغه واک په کارولو ټاکلي حکومتونه او پارلمانونه ړنگ کړي و .

په پاکستان کې پښتنو ملتپالو گوندونو له ډيره وخته د سرحد ايالت د نامۀ د بدلولو غوښتنه لرله .

لږ تر لږه درې وارې د خيبر پښتونخوا ايالتي اسامبلۍ پريکړه وکړه چې د ايالت نوم دې بدل شي خو مرکزي حکومت ورسره نه وه منلې .

په زړۀ پورې خبره دا ده چې د صوبې پارلمان لږ تر لږه دوه وارې د داسې گوندونو په لاس کې وه چې ملتپالې پښتانه نه و .


فیفا او ولسي جرګې د ټاکنې د ادارې د مقاماتو ګوښه کېدو هرکلی وکړ

ازادي راډیو
د افغانستان د انتخاباتو د كميسيون د ریيس او د دغه كميسيون د دارلانشا د مشر استعفا د افغانستان ولسي جرګې او د ازادو او عادلانه انتخاباتو يا فيفا ټولنه له هركلى سره مخ شوې ده. د افغانستان جمهوري رياست د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د انتخاباتو د كميسيون د ریيس ډاكټر عزيز الله لودين او د انتخاباتو د كميسيون د ادارلانشا د مشر داوود علي نجفي د استعفا خبر وركړ.
د افغانستان د انتخاباتو د كميسيون د ريیس او د دارلانشا د مشر له استعفا څخه ورسته د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوى وايي، كه دغه دوه چارواكي په ريښتنې ډول د تير كال د انتخاباتو په درغليو كې لاس ولري بايد عدليي او قضايي ادارو ته وروپيژندل شي.

د ولسي جرګې دوهم منشي صالح محمد سلجوقي ازادي راډيو سره په خبرو كې د ښاغلي لودين او نجفي له استفا هركلې وكړ، ويې ويل، چې دوى به په يوه داسې مصوبه كار وكړي، چې د له مخې به يې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي په راتلونكي كې د باور رايه له ولسي جرګې څخه واخلي:

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريیس ډاكټر عزيز الله لودين او د دغه كميسيون د دارلانشا ریيس داوود علي نجفي د ۱۳۸۸ كال د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې په درغليو هم تورن دي، خو نوموړي دغه تورنه بې بنسټه ګڼي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان ولسي جرګه په داسې حال كې له ولسي جرګې څخه د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د چارواكو د باور د رايې د اخيستلو په اړه د نوې مصوبې د جوړولو خبره كوي، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د خپلواكو كمسيونونو او ادراو د مشرانو ټاكل د ولسمشر له صلاحيتونو څخه ګڼل كيږي.

دغه شان د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو يا فيفا ټولنه وايي، چې د ډاكټر لودين او نجفي د ځاى ناستو په ټاكنه كې بايد له ډير غور څخه كار واخيستل شي.

د دغې ټولنې اجرايوي مدير جانداد سپين غر وايي، چې د دغو دوو چارواكو په ګوښه كيدلو سره هيلې زياتې شوې دي:
"که چېرې د انتخاباتو تېرې پروسې ته وګورو چې ډېره جنجالي وه او د خلکو په وړاندې یې خپل اعتماد له لاسه وکړ، له دې اړخه د تاکنو د ادارې دغو دواړو مقامات لېرې کېدل کیدای شي یو امیدوار کوونکی اقدام اوسي.

خو دغه امیدوارۍ هغه وخت به اعتماد بدلېدای شي، چې د دوی ځای ناسي به څوک وي."

د افغانستان د ۱۳۸۸ كال د انتخاباتو په اړه بحثونه ورسته تر هغې تاوده شول، چې ملي او نړيوالو څارونكو په انتخائاتو كې د پراخو درغليو خبرې رامنځته كړې.

يو شمير زياتو كانديدانو او يو شمير پيژندل شويو بهرنيو څيرو د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسون په دغو درغليو كې ښكيل وګڼلو او د دغه كميسيون د ریيس او يو شمير همكارانو د ګوښه كيدلو غوښتنه يې وكړه.

دا معلومه ده، چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دغه دوو چارواكو ګوښه كيدل به د وږي د مياشتې د اووه ويشتمې نيټې د انتخاباتو په پايلو څه ډول اغيز ولري.


وحيد عمر: د کرزي څرګندونې د کابل او واشنګټن اړیکې نه خرابوي
خبریال: اکرام شینواری ـ کابل

د امریکا غږ
د افغانستان په چاروکی د امریکا او نړیوالی ټولنی د لاس وهنو په باب د جمهور ریس حامد کرزی د تیری هفتی د جنجالی څرګندونو ورورسته د چهارشنبی په ورځ د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر د هغه د څرګندونو نه دفاع وکړه خو ویې ویل چی د جمهورریس دا څرګندونی یوازی د تیرو انتخاباتو د وخت پوری مربوطی وی او په کار ندی چی دغه څرګندونی د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتژیکی اړیکو پوری وتړل شی.

"د کابل او واشنګټن ستراتیژیکی اړیکی افغانستان سره د نړیوالی ټولنی دتعهداتو په چوکاټ کی همغسی په خپل ځای دی".

وحید عمر چی د رسنیو په مرکز کی یی خبریالانو سره خبری کولی وویل چی د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکی اړیکو په چوکاټ کی د لویو معادلو او همکاریو په ترڅ کی دغسی خبری ضرور راپورته کیږی چی د وحید عمر له نظره په کار دی ددغسی ستونزو د مخنیوی لپاره یو بل سره خبری وشی.

وحید عمر په ټینګار وویل چی ددوه همکارانو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره په کار دی چی یو لوری بل لوری ته په کمه سترګه ونه ګوری.

وحید عمر پدی برخه کی امریکا ته مشوره ورکړه چی د مطبوعاتو له لاری د افغانستان د دریځ د معلومولو په ځای دا کار نیغ په نیغه د دیپلوماتیکی چینلونو له لاری تر سره کړي.

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق په ځینو مطبوعاتو کی د جمهور ریس کرزی له خولی د هغه وینا په هکله چی که چیری ا امریکا ورباندی فشار زیات کړی دی به طالبانو ته واوړی د خندا وړ خبره وبلله په مطبوعاتو کی یی د دا ډول رپوټونو خپرول د افغانستان په خلاف د مطبوعاتو د پروپاګند یوه برخه وبلله.

وحيد عمر وويل چې د افغانستان دننه ځینی سياسي كړۍ او ځینی بهرنی كسان په يو ډول د جمهور ریس د وینا نه ناوړه ګټه پورته كوي، چې هغه دا کار د هیواد د ګټو پرخلاف وباله وویل چی هغوى دې پریږدې چې حكومتونه خپلې خبرې اترې ترسره كړي.

وحید عمر جمهور ریس کرزی ته د امریکا له خوا د وکړی بلنی د فسخ کیدلو په باب په خپرو شو رپوټونو د تبصری په وخت ویلل چی جمهور ریس کرزی ته دا بلنه امریکا له خوا ورکړل شوی او داچی دا بلنه اوس فسخ شوی پدی هکله ورته د امریکا له خوا اطلاع نده ورکړل شوی.

د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق پدغه خبری کنفرانس کی د انتخاباتو د قانون په باب چی جمهور ریس کرزی د یو تقنینی فرمان په ترڅ کی توشیح کړی او څو ورځی وړاندی د پارلمان له خوا په بشپړه توګه رد شو هم خبری وکړی وویل چی څرنګه چی مشرانو جرګی د ولسی جرګی پریکړه نده تاید کړی نو ځکه د وحید عمر په وینا دا نوی قانون نافذ دی.


اسلامي ګوند: د افغانستان کړکېچ يوازې خبرې هوارولای شي

حامد حليمي - بي بي سي

ظاهرا د اسلامي ګوند دغه ويناپاڼه د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس د وروستيو څرګندونو ځواب دی .

نوموړي شاوخوا درې اوونۍ وړاندې پلازمينې کابل ته د دغه ګوند د پلاوي له راتګ سره همهاله د امريکا د سنا يوې جرګه ګۍ ته ويلي و چې: ((د حکومت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو لپاره مناسب وخت نه دی.))

په وينا پاڼه کې کې راغلي چې په افغانستان کې د اوسني کړکېچ د ختمولو لپاره يوازېنۍ لاره خبرې او له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل دي.

خو د دغې ويناپاڼې خپرېدلو داسې پوښتنې راپورته کړې چې اسلامي ګوند ولې نژدې يوه مياشت وروسته د لوېديځ چارواکو څرګندونو ته غبرګون وښود؟

بله دا چې د اسلامي ګوند چارواکو پخوا په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړې وه چې د دوی له لوري د وړاندې شوې طرحې په مادو کې د تعديل شونتيا شته .

خو په تازه خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي چې د طرحې ټول بندونه يو له بل سره تړلي دي او له هر بند سره يې مخالفت له ټولې طرحې سره مخالفت دی.

له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د پلاوي له خبرو وروسته داسې ښکاري چې دې ګوند له حکومت سره په خبرو کې هغې پايلې ته نه دي رسېدلي چې تمه يې درلوده .

د خپرې شوې ويناپاڼې په تړاو د چارو د شنونکو نظرونه هم سره ويشلي دي.

شنونکی وحيد مژده په دې اند دی چې اسلامي ګوند له حکومت سره په بنسټيزو مسلو کې اختلاف نه لري بلکې دده په وينا دا لوېديځ دی چې په خپل دريځ کې يوه خوله نه دی او د ملکي او پوځي چارواکو د څرګندونو ترمنځ يې توپير ليدل کېږي.

د چارو بل شنونکی فضل الرحمن اوريا که څه هم له افغان حکومت سره د اسلامي ګوند د خبرو د پايلو په اړه د نوموړي ګوند د پلاوي نا هيلي ردوي خو وايي چې دا ويناپاڼه د اسلامي ګوند د غړو او پلويانو د معنوي ملاتړ د تر لاسه کولو په موخه خپره شوې ده.

دا ويناپاڼه تر هغه وروسته خپرېږي چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د اسلامي ګوند يو پلاوی کابل ته راغی او پر ولسمشر حامد کرزي سربېره يې له يو شمېر نورو افغان چارواکو سره هم وکتل.

له کابله تر مخه ښې وړاندې د اسلامي ګوند پلاوي له افغان چارواکو څخه خپله خوښي څرګنده کړې او ويلي يې و چې د دوی لخوا د وړاندې شوې طرحې په تړاو د ټولو غاړو دريځونه رغنده او جوړونکي و.


شمس: د دولتي بودجې ځنډېدل او د هغې ناوړه اغېړې
ازادي راډیو
د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د دولت د بودجى ځنډېدل، د دولت په روانوچارو، د مامورينو د تنخواګانو په وركړه او د لويو پروژو په پلي كېدو ناوړه اغيزه پرې باسي. د هېواد د يوزرو درې سوه نهه اتيايم لمريز كال بودجه څو ورځې مخكى د ولسى جرګى له خوا رد شوه او په كې يې د يولړ بدلونونو راوستل ضروري وګڼل.
د افغانستان د ماليي وزارت وايي، د ولسى جرګى له خوا، د روان لمريز كال د بودجې ردېدل، د دولتي ارګانونو په ورځنيو چارو او د لويو پروژو په پلي كېدو ناوړې اغيزې غورځولى شي.

د دې وزارت وياند عزيز شمس د پنجشنبى په ورځ ازادي راډيو ته وويل، سره له دې چې د انكشافي بودجې ډيره برخه د مرستندويو هېوادونو او بهرنيو موسسو له خوا تمويليږي او د دولت په واك نه ده، خو بيا هم د ماليې وزارت هڅه كړې ده، چې پراختيايي پروژې، د خلكو او سيمو د غوښتنو او اړتياو په پام كې نيولو سره ترتيب او بودجه ورته ځانګړې كړي.

خو دا چې ولسى جرګه يې له ځينو برخو سره موافقه نه ده، دا مساله هرومرو د بود جې تصويب له ځنډ سره مخا مخ كوي.

"زموږ عادي بودجه د دولت د مامورينو د تنخواګانو او همدارنګه د ضروري موادو د اخيستلو لپاره ده او انكشافي بودجه مو د لويو پروژو د پلي كېدو لپاره ده.

د دواړو بودجو ځنډېدل، د چارو د پرمختګ او د پلان شويو ضروري پروژو د پلي كېدو مخه نيسي."

ښاغلي شمس وويل، د ۱۳۸۹ لمریز انكشافي بودجه دوه اتيا نيم ميليارده او انكشافي بودجه يې يوسلو پنځه لس ميليارده افغاني په پام نيول شوې ده.

د افغانستان ولسي جرګې كابو يوه مياشت د روان كال پر بودجه بحثونه وكړل او بالاخره د چهارشنبې په ورځ يې رد كړه او د يولړ بدلونونو راوستل يې په كې ضروري وګڼل.

كارپوهان هم دبودجى ځنډېدل، د دولت د روانو چارو او د پراختيايي پروژو د پلى كېدو په زيان بولي.

دكابل پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو كارپوه استاد حميداله فاروقي وايي:

"په مجموع کې دغه مشکلات د افغانستان د خلکو په ضرر دی، بودجه ځان مقیدات لري، چې په خپل وخت او زمان باندې پلي شي، په وخت او زمان باندې منظور شي او د هغو نورو معیاراتو، چې په هغو کې د اجتماعتي عدالت تامین دی، د توازن او تعادل په سکتوري لحاظ او جغرافیايي لحاظ ضرور دی، چې باید ولري او په عین زمان کې په عام او پروژو بودجه کې باید په شفافیت سره مطرح شوی وي.

نو دغه ملاحظات باید مخکې له مخکې په نظر کې ونیول شي او پارلمان باید له دې څخه ډډه وکړي، چې بودجې سره ساسي برخورد ونه شي او هغه اختلاف چې د پارلمان او حکومت ترمنځ موجود دی، باید د خلکو منافع او ملت منافع د سوال لاندې رانه ولي."

د ماليې وزارت دا هم وايي، چې سږكال يې د تېرو كلونو په نسبت د بودجې په ترتيب كې ډېر دقت كړى دى او هڅه كوي، چې په رد شوى بودجه د ملى شورا د دواړو جرګو په مشوره بياهم غور وكړي او په لږه موده كې تصويبېدو ته چمتو كړي.

د ماليى وزارت چارواكي دا هم وايي، چې په وروستيو اتو كلونو كې د انكشافي بودجې يوازې شل په سلو کې د دولت په واك كې وه او دوى د لندن په كنفرانس كې له مرستندويو هېوادونو غوښتي دي، چې د انكشافي بودجې لږ څه زياته اندازه دې افغان دولت ته وركړي.

خو د ولسى جرګې غړي دا هم وايي، چې يوشمېر وزارتونه نه دي توانيدلي چې د بودجې زياته اندازه ولګوي.


کرزی: طالبان وروڼه دې له بهرنيو جنګیاليو جلا شي

بي بي سي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د لوېديځوالو په اړه د خپلې وروستۍ وینا دفاع وکړه.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي یوځل بيا د لوېديځ پرضد د خپلې قهرجنې دفاع وکړه او وايي دی پرخپلې دې خبرې ولاړ دی، چې د تېر زمري د ۲۹ مې په ولسمشريزو ټاکنو کې درغلي افغانانو نه وه کړې، بلکې د لوېدېځوالو لخوا شوې وه.

ښاغلي کرزي د افغانستان په جنوبي نارامه ولایت کندهار کې له بي بي سي سره په خبرو کې دا خبره رد کړه، چې ګني د ده خبرو د افغانستان او لوېديځ ترمنځ اړيکو ته سخت زيان اړولی دی .

ولسمشر کرزي په خپله وينا کې له طالبانو د وسلو اېښودو او د سولي له بهير سره د يوځای کېدو غوښتنه وکړه .

نوموړي وويل چې طالبان يې وروڼه دي، او له دوی يې وغوښتل چې له بهرنيو جنګياليو ځانونه جلا کړي.

بلخوا د حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزی وايي د فساد موضوع بايد د پرمختګ پروړاندې خنډ ونه ګرځي.

احمد ولي کرزي بي بي سي ته وويل : ''هلته فساد شته، هلته ځينې ستونزې شته، خو دا ټول بايد هغه پرمختګونه چې په تېرو اتو نهو کلونو کې ترسره شوي، تر خپل سيوري لاندې رانه ولي. تاسو پوهېږﺉ چې په کندهار کې هره ورځ جګړه ده او پلان شوي بريدونه ترسره کېږي. دلته ستونزې شته خو موږ پرمختګونه هم کړي، نو موږ به هغو کارونو ته دوام ورکړو، چې بايد ويې کړو، او په دې توګه به په سم لوري پرمخ درومو. ''

د بي بي سي خبرياله ليزدو سيت چې تازه له کندهار ولايته کابل ته ستنه شوې ده، وايي د لوېديځ په اړه د کرزي سخته او اوږده وينا په تېره بيا د واشنګټن د سختې ناخوښۍ او نارامۍ لامل ګرځېدلې ده.

سپينه ماڼۍ لاهم دغه څرګندونې ناهيلۍ کوونکې ګڼي .

ښاغلي کرزي بي بي سي ته وويل لوېديځ ته يې دا ګواښنه که چېرې خپلو کړنو ته بدلون ورنه کړي، نو ښايي د يرغلګرو په سترګه ورته وکتل شي ، ويې غوښتل چې دا پيغام ورته ورسوي چې د افغانستان او ملګرو هېوادونو ترمنځ د ملي حاکميت لرونکو اړيکي سره ټينګ دي.

ولسمشر کرزی وايي د ناټو غړي هېوادونه شتمن دي، افغانستان بې وزله دی، خو ځواکمن تاريخ او هويت لري.

د افغانستان ولسمشر په افغانستان کې د ناټو امريکايي ځواکونو له قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل سره په کندهار کې د خپل دوه ورځني سفر په درشل کې په ليدنو بوخت و.

د بي بي سي خبرياله وايي له ښاغلي مکرېسټل نه مو وپوښتل چې ایا په دې وخت کې کندهار ته راتګ نامناسب نه دی؟

هغه په ځواب کې راته وویل که ولسمشر په دې سفر کې بلنه نه وای ورکړې، نو رښتيا به هم داسې وای، او يا هم تر دې بد تره .

"افغانان نه غواړي چې خپل مشران د بل چا په لاس کې د نانځکې په څېر وويني."
حامد کرزی

ښاغلي مکرېسټل وويل دا بلنه پر ګډې همکارۍ د ټينګار نښه ده .

نوموړی جنرال وايي هغه څه چې له ښاغلي کرزي سره د خبرو او له هغه سره د راټوکېدلو اندېښنو په اړه خپرېږي، په پام کې نه نيسي او هڅه کوي خپله تګلاره د يوه پوځي قوماندان په توګه متمرکزه او ټينګه وساتي.

په افغانستان کې د ناټو امريکايي ځواکونو د قوماندان څرګندونې دا ښيي که څه هم د ولسمشر کرزي څرګندونې نهيلي کوونکې دي، خو متحدين يې لاهم لازمه ګڼي چې له هغه سره د ګډ کار کولو لارې چارې ولټوي.

ډېرې پېښې د رامنځ ته کېدا په درشل کې دي. ولسمشر کرزي او د ناټو قوماندان کندهار ته په داسې حال کې سفر کړی، چې هلته د طالبانو پرضد د پراخه عملياتو تياری نيول کېږي .

دا په حقیقت کې يو ستراتيژيک او ارزښتمن کمپاين دی.

جنرال سټېنلي مکرېسټل وايي که دا کمپاين بريالی شي، د دې توان لري چې له دې لارې دې د افغانستان ټولو خلکو ته یو ستر پيغام ورسوي.

بل خوا سپينې ماڼۍ د کرزي پر وروستيو تندو څرګندونو غبرګون ښودلی .

د امريکا سي ان ان تلوېزيوني شبکې د سپينې ماڼۍ د وياند رابرټ ګېبس له خولې ويلي"رښتيا هم د کرزي وینا پاروونکې وه."

کرزي په کندهار کې قامي او سيمه ييزو مشرانو ته وويل تر هغه به په کندهار کې د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات نه کېږي، چې د خلکو خوښه نه وي.

کرزي زياته کړه "افغانان نه غواړي چې خپل مشران د بل چا په لاس کې د نانځکې په څېر وګوري. "


د کندهار غونډه: په حکومت کې بډو رسمي بڼه غوره کړې

بي بي سي

ولسمشر حامد کرزی او په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټينلي مکريسټل په سوېل کې د لويو پوځي عملياتو د مقدمې د يوې برخې په توګه کندهار تللي دي.
د دوی دسفر موخه دا بلل شوې چې په سيمه کې د بالقوه کېدونکو عملياتو لپاره ولسي ملاتړ را خپل کړي .خو خلکو له ولسمشره غوښتي چې عمليات دې نه کېږي.

ښاغلي کرزي هم د خلکو يوې لويې غونډې ته د وينا پر مهال له هغوی سره ژمنه وکړه ددوی له خوښې پرته به عمليات ونه شي.

ولسمشر کرزی له جنرال سټينلي مکريسټل سره کندهار ته ددې لپاره تللی و چې دغلته دکېدونکو لويو عملياتولپاره ولسي ملاتړ راخپل کړي .

خو د کندهار اوسېدونکو او قومي مشرانو له ښاغلي کرزي څخه وغوښتل چې عمليات دې وځنډول شي. ولسمشر کرزي هم له هغو زرګونه کسانو سره چې دده د وينا اورېدلو ته ناست وو ژمنه وکړه چې عمليات به تر هغه مهاله نه کېږي چې خلک يې و نه غواړي :

''ولسه ښه راته غوږ شه''

''خارجيان او زموږ حکومت په کندهار کې د عملياتو خبرې کوي، زه په دې پوهېږم چې تاسو په دې عملياتو پرېشانه ياست، چې پرېشانه ياست ولسه، تر هغې ورځې به عمليات نه کېږي چې تاسو پرېشنانه ياست. ''

"ما ورته وويل چې په تېرو اتو کلونو کې هېچا ته سزا ورنه کړل شوه، او نه مکافاتو وال ته مکافات ورکړل شوي، په دې اداره کې يوازې کاغذ پراني ده، او هېڅ اجرآت نه کوي."
حاجي فدا محمد

د غونډې برخوالو پر ولسمشر له دې امله نيوکې وکړې چې په حکومت کې يې فساد ډېر او امنيت نشته . دغه راز دوی وويل چې په حکومت کې خپلوي پالنه کېږي، بډو پکې رسمي بڼه غوره کړې او په پوليسو کې فساد مخ پر ودې روان دی.

ځينو قومي مشرانو په دولتي ادارو کې له بيروکراسۍ څخه شکايت و کړ.

د کندهار د ولايتي شورا يو غړی حاجي فدا محمد وايي ولسمشر کرزي ته يې ويلي چې بايد په ادارو کې د کار په بدل کې مجازات او مکافات دود کړي :

''نو ما ورته وويل چې په تېرو اتو کلونو کې هېچا ته سزا ورنه کړل شوه، او نه مکافاتو وال ته مکافات ورکړل شوي، په دې اداره کې يوازې کاغذ پراني ده، او هېڅ اجرآت نه کوي.‎''

خو ښاغلي کرزي د امنيت د را تلو لپاره د ولس مرسته اړينه وبلله.

ده پر خلکو غږ وکړ چې خپل بچيان د افغانستان امنيتي ځواکونو ته ورکړي او دا يې په کندهار کې د امنيت د راتلو شرط وباله:

''تر هغې ورځې پورې کندهار ته امنيت نه راځي چې ټول کندهار په يوه غږ د کندهار په خدمت کې ونه درېږي، بچی يې پوليسو ته ورکړي، بچی يې عسکرو ته ورکړي، بچی يې وروزي او زده کړې ورباندې وکړي.''

خو د ښاغلي کرزي غوښتنې ته دقومي مشرانو ځواب بل ډول و.

د کندهار يوه قومي مشر حاجي اغا لالي د نوموړي دا وينا و ننګوله ، او د خپلسرو عملياتو په اړه ژوره اندېښنه وښوده.

کندهار د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هغوی تر ټولو پياوړی مرکز او د هغوی له ماتې وروسته افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو يو پياوړی مورچل پاتې شوی دی.

دغلته په نورو ستونزو سربېره ويل کېږي چې دولتي ادارې په بې کچې ډول کمزورې او فاسدې شوې دي. ښاغلي کرزي له خلکو سره ژمنه کړې چې ددغو ستونزو د هواري لپاره به ګام اخلي .

خو د سياسي چارو شنونکی وحيدالله غازي خېل وايي چې په کندهار کې د ادارې سمون به ولسمشر ته گران وي:

فوق العاده ډېر فساد

''زه په دې باور نه کوم چې افغان ولسمشر دې په دې وتوانېږي چې په کندهار کې دې سمه اداره رامنځ ته کړي، څولاملونه لري، يو خو کندهار يو داسې ولايت دی، چې له کندهار سره ګډه پوله لري، او بل لوی علت يې دا دی چې په کندهار کې د نورو ولايتونو په تېره بيا د مرکز کابل په پرتله فوق العاده زيات دی، بله خبره چې هلته لوی خنډ ګرځي د ولسمشر کرزي ورور دی، هغه ځينې داسې خپلسري کارونه کوي چې نه په اداري لحاظ سم دي نه په اقتصادي لحاظ او نه هم په سياسي يا حکومتي لحاظ. '

اوريدل د کندهار په غونډه کې د کرزي پر ادارې کلکې نيوکې وشوې

کندهار ته د ښاغلي کرزي سفر د نوموړي له هغې ناندريزې وينا يوازې څو ورځې وروسته کېږي چې د ولسي جرګې له لوري د ټاکنو نوی قانون چې ده ورته د تقنيني فرمان په توګه استولی و، رد شو.

ده پخپلې دغې وينا کې بهرنيان تورن کړل چې د افغانستان تېرې ټاکنې يې په لوی لاس په درغليو ککړې کړې .

خو ولسمشر کرزي په کندهار کې راټولو شويو مشرانو ته وويل چې پخپله ده ته هم ډېر کارونه پراته چې بشپړېدل غواړي.او البته هغه څه چې د کندهار په دې غونډه کې په لوړ غږ واورول شول دا و چې :

دده خپل حکومت هماغومره يوه ستونزه ده چې طالبان دي.


ولسشمر کرزي د روانې اونۍ څرګندونې وغندلې
ازادي راډیو
ویل کیږي چې حامد کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې د ولسې جرګې یو شمیر غړیو ته ویلي چې د امریکا متحد ایالات د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او که وضعیت همداسې روان وي له طالبانو سره به یوځای شي.
د حامد کرزي د دې څرګندونو په اړه ناټو د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په وروستیو کې د افغان ولسمشر څرګندونې په افغانستان کې د خلکو په ذهنیت کې د ناټو پوځي هڅې بې ارزښته معرفي کوي.

د ناټو ویاند جیمز اپاتورای وویل، نړیواله ټولنه د ایساف د ځواکونو په ګډون خپلو جدي هڅو او قربانیو ته د افغانانو د ملاتړ لپاره دوام ورکوي څو په دغه هیواد کې ترورستان بیا ځاله ونه کړي.

د ناټو ویاند په خپاره کړې بیان کې زیاتوي چې هیله لري د دغه تړون هڅې افغانان او د افغانستان چارواکي له پامه ونه غورځوي. جیمرز اپاتورای وروسته تر دې دا بیان خپور کړی دی چې ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ولسمشرۍ په تیرو انتخاباتو کې بهرني په لاسوهنه تورن کړل.

په افغانستان کې په ایساف کې د څلور څلویښت هیوادونو عسکر راټول شوې دي چې د دغو ځواکونو شمیر تقریبا نوي زرو ته رسیږي.

د ناټو ویاند وویل، موږ له افغان حکومت سره مشارکت لرو، دا مشارکت موږ عملا ښکاره کوو څو د افغانستان خلک پرې پوه شي او نړیوالې ټولنې ته هم څرګند وي .

وال سټریټ جورنال امریکایۍ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ولیکل چې حامد کرزي د ملي شورا یو شمیر غړیو ته ویلې دي چې امریکا د افغانستان په چارو کې مداخله کوي او که چیرته دغه مداخله بنده نه شي نو طالبان به په یوه قانوني مقاومت تبدیل شي.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشر کرزي د ملي شورا غړیو ته په شخصي ناسته کې دا هم ویلې دي، که چیرته ولسې جرګه د انتخاباتو د کمسیون په برخه کې د ده د هڅو ملا ونه تړي نو ښایي دی په خپله له طالبانو سره لاس یو کړي.

د حامد کرزي دغو خبرو د امریکا او ملګرو ملتو جګپوړي چارواکي هم په قهر کړې دي.


حامد کرزی ولې پر لویدیځ انتقادونه کوي ؟
ازادي راډیو

رویټرز خبري اژانس وايي د افغان ولسمشر حامد کرزي وروستۍ پارونکې څرګندونې به چې پر لویدیځ يې سخت انتقادونه کړي نه یوازې دا چې د متحده ایالاتو د کانګریس پر وړاندې د اوباما د ادارې دریځ کمزوری کړې بلکې د افغانستان د جګړې په اړه به د خلکو پر ملاتړ هم منفي تاثیر ولري.
رویټرز خبري اژانس وايي په داسې حال کې چې په راتلونکې نومبر میاشت کې د کانګریس انتخابات کیږي د واکمن دیموکراټ ګوند زیات شمیر غړي په دې باور دي چې نه یوازې اقتصادي مسله به د انتخاباتو پر نتیجو تاثیر ولري بلکې دا به هم مطرح وي چې ایا په افغانستان کې روانه جګړه د کولو ارزښت لري او که نه.

خو د رویټرز اژانس په وینا د لویدیځ په اړه د ولسمشر کرزي وروستۍ سخته لهجه به د کانګریس د انتخاباتو پر نتیجو اغیزه ولري.

افغان ولسمشر په کابل کې لویدیدځ سفارتونه تورن کړي چې د ولسمشرې په انتخاباتو کې يې درغلۍکړي دي .

سپینې ماڼۍ د کرزي دا څرګندونې نه یوازې بې اساسه بلکې خواشینونکي يې هم بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیپ کراولي وویل:
((مونږ د افغان ولسمشر د تیرې اونۍ له ځینو څرګندونو نا راحته شوي یو.مونږ دا خبرې له نوموړې سره مطرح کړي دي . په عمومي توګه کله چې له لرې نه څرګندونې کیږي ممکنه نه ده چې کلمه په کلمه هغه خبرې ومنل شي .پریږدﺉ چې افغان ولسمشر په خپله د خپلو څرګندونو سپیناوی وکړي. مونږ د تیرې اونۍ د څرګندونو په اړه خپله اندیښنه په کابل کې د خپل سفیر له لارې ښاغلي کرزي او د هغه حکومت ته رسولې ده او له هغې وروسته کرزي د خپلو خبرو د توضیح کولو لپاره د بهرنیو چارو وزیرې ته تیلیفون وکړ.افغان ولسمشر په خپلو دغو خبرو کې په ځانګړي ډول وویل چې د هغه د څرګندونو هدف متحده ایالات نه دي.))

یوه لوړ رتبه امریکايي مقام چې نه يې غوښتل نوم يې ذکر شي رویټرز اژانس ته وویل د حامد کرزي وروستۍ څرګندونې به د افغانستان دننه هم تاثیر ولري خو د متحده ایالاتو پر کانګریس به يې اغیزه لویه وي.

دغه امریکايي مقام ویلي په داسې حال کې چې مونږ هڅه کوو له کانګریس نه د افغانستان لپاره مالي مرسته ترلاسه کړو او د کانګریس سیاسي ملاتړ له ځانه سره ولرو د حامدکرزي دا څرګندونې به ښې ونه ګڼل شي.
حامد کرزي په کندهار کې

حامد کرزي د یکشنبې په ورځ قومي مشرانو ته په وینا کې وویل افغان چارواکي باید په خپلو چارو کې بهرنیانو ته د لاس وهنې اجازه ورنه کړي .

د رویټرز خبري اژانس په وینا راتلونکې اونۍ کله چې د کانګریس غړي له رخصتیو بیرته ستنیږي د افغان ولسمشر دا څرګندونې به په دقت سره وڅیړي.

د مقالې لیکونکی وايي د امریکا لپاره د اندیښنې وړ خبره د حامد کرزي د څرګندونو وخت دی چې کابل ته بارک اوباما له سفر لږ وروسته راپورته شوې .

د امریکا د استازو په جرګه د یوې سترې کمیټې مشر ډیویډ اوبې چې د افغانستان لپاره پیسې ځانګړې کوي رویټرز اژانس ته وویل :

د حامدکرزۍ د کار څرنګوالی دا ښيي چې ولې مونږ دا پوښتنه کوو چې ایا د افغانستان په حکومت کې د باور وړ داسې کوم شریک شته چې په سیمه کې زمونږ پالیسۍ عملي کړي او که څنګه؟

د کانګریس د استازو د جرګې بل غړی ایک سکیلټون بیا له افغان ولسمشر غواړي چې د خپلو څرګندونو سپیناوی وکړي خو په عین حال کې پیشنهاد کوي چې امریکا هم باید په دې اړه له حد نه زیات عکس العمل څرګند نه کړي.

نوموړی وايي مونږ باید پرینږدو چې د افغان ولسمشر دغه سختې خبرې چې په اصل کې د داخلي سیاسي اهدافو لپاره دي پر هغې ستراتیژۍ تاثیر وکړي چې د امریکایانو د امنیت لپاره مهمه ده.

رویټرز خبري اژانس د کتونکو په حواله لیکي :

ددې لپاره چې په سیمه کې د تروریزم پر ضد د امریکا ستراتیژي کامیابه شي واشنګټن د حامد کرزي او د هغه د حکومت ملاتړ ته اړتیا لري .

دنړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی انتوني کورډسمن وايي په اوسني وخت کې امریکا او د کرزي حکومت دواړه سخته لوبه کوي خو ستونزه داده چې دواړه خواوې له بیل بیل نظر او زاوېې څخه دا لوبه کوي.

دامریکا د پرمختګ د څیړنیز مرکز کتونکی بریان کاتولیس رویټرز اژانس ته وویل:
کرزۍ به د راتلونکو پینځو کلونو لپاره له امریکا سره وي او که چیرته د اوباما اداره دغه شان پر نوموړي فشار راولي نو زه فکر کوم چې مخ ته تګ به ګران کار وي.

نوموړی هم په دې باور دی چې د حامد کرزي وروستۍ څرګندونې د داخلي سیاسي اهدافو لپاره دي.


 
خيبر پښتونخوا غوره نوم دى ؟
سرپاڼه    
بي بي سي

د پاکستان د پارلمان يوې گډې کمېټې د سرحد ايالت نوم په خيبر پښتونخوا بدل کړ .

اوس به د پاکستاني پارلمان گډه ناسته په دغه وړانديز غور کوي او شايد ژر يې ومني .

د پاکستان د ولسي جرگې او مشرانو جرگې له خوا تر منلو وروسته به د سرحد ايالت نم رسمآ خيبر پښتونخوا شي .

د پارلمان د گډې کمېټې له پريکړې وروسته له خيبره تر کراچۍ مېشتو پښتنو خوښي وکړه او دا يې يوه مخکينۍ هيله او غوښتنه وبلله.

د پاکستان نور ايالتونه د هغو سيمو د اسيدونکو په نامۀ دي خو د پښتنو ايالت ته يې د سرحد نوم ورکړى و .

د پاکستان ملت پالو پښتنو گوندونو له ډيرو کلونو راهيسته دا غوښتنه درلوده چې د سرحد نوم دې بدل شي .

نشنل عوامي گوند په ټاکنو کې تر برخې اخيستو وړاندې ژمنه کړې وه چې د سرحد نوم به بدلوي .

د پيپلز گوند مشر او د پاکستان اوسني ولسمشر اصف علي زرداري هم ژمنه کړې وه چې د سرحد نوم به بدلوي .

په اسلام اباد کې د سرحد ايالت په نامۀ رسمي دولتي ودانۍ واردمخه د پښتونخوا په نامۀ وه او ولسمشر زرداري يو نيم ځل په خپلو ويناو کې هم دغه سيمه پښتونخوا بللې وه.

خو که اوس د پاکستان د پارلمان گډه غونډه رايه ورکړي او د سرحد نوم خيبر پښتونخوا کړي نو په رسمياتو کې به هم د دغې سيمې نوم بدل شي .


 
کرزی: د بهرنیو د لاسوهنو دوام به د دوی د اشغال په معنی تلقي شي
سرپاڼه    
ازادي راډیو

د افغانستان ولسمشر حامد كرزي نن د انتخاباتو د خپلواك كميسيون څخه ليدنه وكړه او د دغه كميسيون د كاركونكو د غوره فعاليتونو ستاينه وكړه. په عين حال كې ښاغلي كرزي د نړيوالې ټولنې له هاغو فشارونو څخه هم يادونه وكړه، چې دی او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون غړي ورسره مخ وو. ښاغلي كرزي همدارنګه د ولسي جرګې د تيرې ورځې پرېكړې ته په اشاره وويل، چې وكيلان نه بايد په انتخاباتو كې د بهرنيانو لاسوهني ته لاره پرانيزي.
افغان ولسمشر حامد كرزی وايي، كه څه هم دوی د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د بهرنيانو له زياتو فشارونو سره مخ وو خو د ملي شورا په انتخاباتو كې به دوی ته د لاسوهنې اجازه ورنه كړي.

ښاغلي كرزي چې د پنجشنبي په ورځ يې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له غړو سره تر ليدنې وروسته په يوې خبري غونډه كې د بهرنيانو ځينو هغو فشارونو او لاسوهنو ته اشاره وكړه، چې د ده په وينا تر اوسه پټ وو.

ولسمشر زياته كړه، كه بهرنيان خپلو دې لاسوهنو ته دوام وركړي نو په افغانستان كې به د دوی حضور د اشغال په معنی تلقي شي.

"بهرنيان بايد په دې وپوهيږي، چې په خود سريو سره يې او دا چې د افغانستان د اساسي قانون پرخلاف دريږي او په افغانانو كې د بې اتفاقي اور ته لمن وهي، نو هر څه له امكان څخه ليري نه دي او كيدای شي، چې هر څه معكوس شي، بيا به د بهرنيو دا همكاري په اشغال باندې تلقي شي، د افغانستان مشروع حكومت به په نوكر باندې بدل شي او ياغيتوب او بغاوت به په ملي مقاومت باندې بدل شي."

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د تېر كال د زمري د مياشتي په ۲۹ نېټه ترسره شول، چې د درغليو د ادعاو له امله دغه انتخابات دوهم پړاو ته وغځول شول او بلاخره حامد كرزی د دغو انتخاباتو ګټونكي اعلان شو.

افغان حكومت د ملي شورا په انتخاباتو كې د بهرنيو د لاسوهنې د مخنيوي او همدارنګه د انتخاباتو د بهير د شفافيت لپاره اوس اوس د انتخاباتو په قانون كې ځيني مهم بدلونونه راوستل.

خو د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر تقنيني فرمان چې په دې اړه صادر شوی و د رايو په اتفاق رد كړ.

ولسمشر د ولسي جرګې دغه اقدام غير موجه وباله او له وكيلانو يې وغوښتل، چې بهرنيو ته دې د لاسوهني موقع نه برابروي.

"بهرنيان بهانه كوي او نه غواړي، چې پارلماني انتخابات ترسره شي، دوی غواړي چې پارلمان هم زما په څير وټكوي، تر څو د دوی په وينا يو نامشروع ولسمشر زه واوسم او يو نامشروع پارلمان دوی وي او په همدي توګه خپلي سلسلي ته دوام وركړي ولې له بده مرغه ملي شورا دې ته متوجه شوي نه ده او له همدې امله يې د اساسي قانون خلاف دغه تعديلات رد كړل.

كه بهرنيان ووايي، چې موږ پيسي نه وركوو نه بيا د افغانانو ګټه په دې كې ده، چې انتخابات ترسره شي.

ولسمشر دغه راز هوډ څرګند كړ، چې د ملي شورا راتلونكي انتخابات به د روان كال په مني كې يعني په خپل ټاكلي وخت ترسره شي.

دا انتخابات، چې ټاكل شوې وه د روان كال په پسرلي كې ترسره شي د ځينو امنيتي ستونزو او د كافي بوديجې د نشتوالي له امله راتلونكي مني ته وځنډول شول.


 
کرزی: د تقنيني فرمان ردول د قانون خلاف کار دی
سرپاڼه    
بي بي سي

افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې له لوري دده د هغه تقنيني فرمان ردول له اساسي قانون سره مخالفت وباله چې د ټاکنو قانون به وڅخه جوړېده.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې ولسمشر کرزي د ټاکنو نوی قانون د يوه تقنيني فرمان په توګه منظور کړ چې د ولسي جرګې له تصويبه وروسته به يې د ټاکنو د پخواني قانون ځای نيو.

خو ولسي جرګې تېره ورځ دغه قانون د رايو په اکثريت رد کړ .

جرګې ددې کار لامل په قانون کې يو شمېر نيمګړتياوې په ګوته کولې .

خو ولسمشر کرزي په خپل لومړي غبرګون کې د ده د تقنيني فرمان ردېدل له اساسي قانون څخه سرغړونه وبلله.

ښاغلي کرزي په تونده ژبه پر ولسي جرګه غږ وکړ چې د بهرنيانو خبرو ته غوږ و نه نيسي.

دغه راز ده بهرنيان تورن کړل چې په دغې پريکړه کې لوى لاس لري، خو په ځانګړي ډول يې د کوم هېواد، ډلې او يا شخص نوم وانه خيست .

نوموړي وويل د فرمان له ورکولو وړاندې لا نړيوالو ورته ګواښ کړی و ، چې که په فرمان کې د هغوى نظرونو ځاى نه کړي نو هغه به رد کړي.

خو ده ګواښ وکړ چې که بهرنيان د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنو ته دوام ورکړي ښايي دغلته يې پر وړاندې نفرتونه لا زيات شي.

د ټاکنو نوی قانون تر پخواني هغه څو مادې زيات دی او تر ټولو نانديزه مسله پکې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د غړو ټاکنه ده .

د نوي قانون له مخې به ددغه کمېسيون پېنځه واړه غړي د ولسمشر له لوري به د ملي شورا د دواړو جرګو له ريسانو او دسترې محکمې له مشر تر سلامشورې وروسته کېږي .

دغه راز به ددغه کمېسيون ټول غړي د تېر په خلاف افغانان وي چې دغې پرېکړې په کور د ننه او بهر يو شمېر اندېښنې راوپارولې.

تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې د ولسمشر کرزي بل ګام به څه وي؟ ايا په قانون کې به بدلونونه راولي او که به لاره غوره کوي.

دا مهال د ولسي جرګې تر ټاکنو پورې ډېره لږه موده پاتې ده او نومليکنه به شاوخوا دوه اونۍ وروسته پيل شي.

ډېر کارپوهان په دې باور دي چې په دومره لږه موده کې نه شي کېدای چې په قانون کې سمونونه او بدلونونه راوستل شي .

دوی دې کار ته د افغانستان د ټاکنو د ناندريو ديوې بلې پاڼې په سترګه ګوري .


 
ولسي جرګې د ټاکنو نوی قانون رد کړ
سرپاڼه    
بي بي سي

ولسمشر حامدکرزي شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د يوه تقنيني فرمان په توګه د ټاکنو نوی قانون چې تر پخواني هغه نهه مادې پکې زياتې شوې وې منظوراو تصويب لپاره يې ولسي جرګې ته ولېږه.

د اساسي قانون له مخې ولسي جرگه د خپلې تقنيني دورې په وروستي کال کې د ټاکنو پر قانون بحث په خپله کاري اجنډا کې نه شي نيولای ، خو تصويب يا رد واک يې لري .

د ولسي جرګې مرستيال مشر ميرويس ياسيني وايي د جرګې غړو له خپلو ارزونو وروسته د ټاکنو په قانون کې د يو شمېر نيمګړتياوو له امله په اکثريت سره هغه رد کړ:

(( زموږ د تقنين اختصاصي کمېسيون په دې کې يو سلو دوه دېرش وړې او غټې نقصې پيدا کړې چې مهمې يې دا وې چې که د ښځينه قشر څوکۍ له منځه ولاړه شي ايا له هغه وروسته به نارينه کانديد راځي او ښځينه دا خبره مبهمه وه .

بل دا چې د شکايتونو دکمېسيون سرنوشت مبهم و، ولسي جرګې وپتېيله چې دا قانون نه د اصلاح وړ دی او دوی پکې بدلون را وستلای شي او دوی ته دوه لارې پاتې وې چې يا يې تصويب کړي او يا يې رد کړي نو ولسي جرګې په ټولو رايو دغه فرمان رد کړ چې د ټاکنو قانون يې احتوا کاوه . ))

خو د ولسي جرګې له لوري د ټاکنو د قانون د ردولو مانا څه کېدلی شي؟ ښاغلی ياسيني يې دا ډول تشريح کوي :

(( ددې د رد دا مانا ده چې موږ پخوانی قانون لرو او د پخواني قانون له مخې دولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې شوې دي نو اوس په دې لنډه موده کې چې موږ نوم ليکنې ته شل ورځې لرو ډېره ستونزمنه به وي چې شورا ته بل قانون راوړاندې شي او وکيلان پر هغه بحث وکړي او يا يي په اجنډا کې داخل کړو.

بله مسله دا وه چې د مجلس له فحوا او متن نه داسې انتباه اخيستل کېدله چې ولسي جرګې په دې ټينګار کاوه چې پر پخواني قانون دې کار وشي او هغه مرعي الاجرا دی . ))

تر دې وړاندې د ټاکنو په قانون کې ادعا شويو نيمګړتياوو او په ځينو برخو کې د نه وضاحت موضوع په کور دننه او بهر د سياسي کړيو ترمنځ تاوده بحثونه و پارول.

"هغه کسان چې دغسې کار کوي او په دې توګه غواړي چې هغه نيمګړی قانون بېرته نافذ وي او پر بنسټ يې ټاکنې وشي ، اصلا دا خلک غواړي چې د ځان لپاره شرايط برابر کړي . دا هغه کسان دي چې غواړي يو ځلې بيا ولسي جرګې ته راشي او وکولای چې په درغليو ټاکنې وګټي. "

نوی قانون چې اوس ولسي جرګې رد کړی 61 ماده يې تر ټولو حساسه ماده چې د شکايتونو کميسيون لپاره نوى ترکيب وړاندې کوي.

د ولسمشرۍ د نوماندانو لپاره شرايط هم تر پخوا سخت شوي دي چې نوماند اړ دی د خپلو يو لک پلويانو لاسليکونه راټو او پېنځوس زره ډالره نغدې پيسې د ضمانت په توګه کېږدي .

د ولسي جرګې له لوري د نوي قانون له ردېدلو سره جوجت په سياسي کړيو کې يو لړ ګنګوسي راپورته شول .

د سياسي او حقوقي چارو يو شمېر شنونکي وايي و لسي جرګې دا کار ځکه کړی چې د نوماندانو لپاره د پخواني قانون شرايط د اوسني په پرتله ډېر اسانه دي.

اټکل داسې دی چې د ولسي جرګې ډېری اوسني غړي به د يوې بلې دورې لپاره هم ځانونه نوموي او پخوانی قانون له دوی سره د نوماندۍ په برخه کې ډېره مرسته کولای شي .

د سياسي چارو شنونکی وحيد مژده وايي :

(( هغه کسان چې دغسې کار کوي او په دې توګه غواړي چې هغه نيمګړی قانون بېرته نافذ وي او پر بنسټ يې ټاکنې وشي ، اصلا دا خلک غواړي چې د ځان لپاره شرايط برابر کړي .

دا هغه کسان دي چې غواړي يو ځلې بيا ولسي جرګې ته راشي او وکولای چې په درغليو ټاکنې وګټي. ))

په رامنځته شوي حالت کې به حکومت ته گرانه وي چې د پارلماني ټاکنو تر کېدو وړاندې د قانون داسې يوه طرحه تصويب ته وړاندې کړي چې اکثريت ورته د تاييد رايه ورکړي.

د ټاکنو قانون او په ټوله کې د ټاکنو مسله له څه باندې يو نيم کال راپدېخوا د افغانستان په سياسي بهير کې پر يوه ناندريزه مسله اوښتې ده .

تېر کال د پخواني قانون له مخې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې وشوې چې وروسته پکې د پراخو درغليو ادعاوې وشوي او په هېواد کې يې سياسي ترينګلتيا رامنځته کړه .

خو په دغو ناندريزو ټاکنو کې بريالي شوي ولسمشر حامدکرزي له ټاکنو څو مياشتې وروسته د ټاکنو نوی قانون په دې پار منظور کړ چې ګوندې په راتلونکو ټاکنو کې د درغليو مخه ونيسي .

خو اوس چې ولسي جرګې ورسره دغه قانون و نه مانه داسې ښکاره چې د ټاکنو نانديزه مسله به نوره هم اوږده شي .


 
م. م : د نړۍ تر ټولو ډېر چرس افغانستان توليدوي
سرپاڼه    
محمود کوچی
بي بي سي

په افغانستان کې ملگري ملتونه وايي په نړۍ کې تر ټولو هېوادونو زيات چرس په افغانستان کې کرل کېږي .

دغه اداره وايي د هغو شمېرو له مخې چې دوى يې لري دغلته په شاوخوا اويا زره هکتاره ه ځمکه کې بنگ کرل کېږي.

دغه اداره وايي چې په نوموړي هېواد کې دغه بوټى په اسانۍ سره کرل کيږي او له کرل شويو بوټو نه په ډيرې اسانۍ سره چرس لاس ته راځي .

افغان حکومت په دې اړه خواشيني څرگنده کړې او له ملگرو ملتو يې غوښتي چې د دغه توکي په مخنيوي کې د دوى سره مرستې وکړي.

د ملگرو ملتو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضز اداره يو ان او ډي سي وايي هغه شميرې يې چې په دې وروستيو کې د شلو ولايتونو نه تر لاسه شوي مالومه شوي چې په اوولسو ولايتونو کې په پراخه کچه او خلاص مټ بنگ کرل کيږي .

"له دې سره جوخت د افغانستان د نشه يي تومو پر ضد د مبارزې وزارت پر نړيوالو مرستندويانو غږ کوي چې تر دې وروسته دې نړيواله ټولنه د کوکنارو د مخنيوي تر څنگ د افغان دولت سره د بنگو د کر په مخنيوي کې هم د دوى سره لازمې مرستې وکړي ."

په سوېل کې کندهار، هلمند زابل او هلمند، په شمال کې جوزجان بلخ کندز، بدخشان او په لوېديځ کې نيمروز هغه ولايتونه دي چې دغه توکي په کې زيات توليدېږي .

د دغې ادارې خبره ده چې په يادو ولايتونو کې پر شا وخوا اويا زره هکتاره ځمکه بنگ کرل کيږي چې هر کال د ١٥٠٠ نه واخله بيا تر ٣٥٠٠ ټنو پورې د کرل شويو بوټو نه چرس تر لاسه کېږي .

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت په دې اړه خواشيني څرگنده کړې ده ، د نوموړي وزارت مرستيال ابراهيم ازهر په دغه کچه په يادو سيمو کې د بنگو د کر ستر لامل د کمزورو حکومتي ادارو شته والى يادوي :

(( دغه بوټى په اوولسو ولايتونو کې کرل شوى او د اوولسو نورو ولايتونو نه رپوټ نه دى رارسيدلى چې هلته کرل شوي که نه او دا د هغو واليانو او ولسواليانو د ادارو سره هم تړلې خبره ده چې په دغو ولايتونو کې چارې پر مخ بيايي ، په هغو ولايتونو کې چې دولت ټينگه واکمني لري هلته کنترول شوي او شاوخوا ۵۰ يا ۶۰ په سلو کې د هغو سيمو نه رپوټونه ورکړل شوي چې هلته کوکنار کرل کېږي ، دا د نا امنيو سره تړاو لري . ))

ملگرو ملتونو هم پخپل دغه رپوټ کې کاږلي چې د افغانستان په ځينو سيمو کې روان کړکېچ او جنگ جگړو په پراخه کچه د بنگو کرلو ته لاره پرانيستې او دا يې هم ويلي چې د بنگو د بوټو نه په اسانۍ سره چرس لاس ته راځي او په مارکيټونو کې يې لوړې بيې کرونده گر دې ته اړ ايستي چې په خلاص مټ دغه برټى وکري .

دغه اداره دا رنگه وايي چې افغان دولت او بهرنيو ملاتړو يې د کوکنارو د کر مخنيوي ته ډير پام اړولى نو په وينا يې ځکه دا مهال د بنگو کر هم زيات شوى او هم په ډېرو ولايتونو کې د دودېدو په حال کې دى .

په همدې حال کې د نشه يي تومو پر ضد د مبارزې وزارت پر نړيوالو مرستندويانو غږ کوي چې تر دې وروسته دې نړيواله ټولنه د کوکنارو د مخنيوي تر څنگ د افغان دولت سره د بنگو د کر په مخنيوي کې هم د دوى سره لازمې مرستې وکړي .

په افغانستان کې د بنگو د کر د زياتوالي خبره داسې مهال راپورته کېږي چې هم افغان حکومت او هم يې نړيوال ملاتړي د کړکناو د کر، توليد او قاچاقو په مخنيوي کې پاتې راغلي او د ملگرو ملتونو د سازمان په وينا لا هم افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو په توليد کې تر ټولو وړاندې دى .


 
ایا خلک د ترانسپورت او هوايي چلند له خدماتو خوښ دي؟
سرپاڼه    
ازادي راډیو

د افغانستان د ترانسپورت اوهوايي چلند وزارت وايي، چې د ملكي هوايي ترانسپورت په اړه په هېواد كې مهم پرمختګونه شوي او هڅه كيږي چې خلكو ته په لوړ معيار ترانسپورتي خدمات ترسره شي. له دې سره جوخت خلك او مسافرين وايي، چې د افغانستان د ملكي هوايي ترانسپورت په برخه كې د هېواد په دننه او بهر كې ډيرې ستونزې شته او بايد چې د هوارولو لپاره يې په جدي توګه اقدام وشي.
د يوه ښه او معياري هوايي ترانسپورت موجوديت په هرهېواد كې ضرورى دى، خو افغانستان تربل هرهېواد ځكه ورته ډيره اړتيا لري، چې بحر ته لاره نه لري او په وچه كې پروت دى.

لكه څنګه چې ليدل كيږي په تيرو څو كلنو جګړو كې د افغانستان هوايي ملكي ترانسپورت ډېرزيانمن شوى، خو په تيرو اتو كلونو كې ويل كيږي، چې د افغان حكومت او نړيوالو له خوا، د فعالولو او معياري كولو لپاره يې د پام وړهڅې هم شوي دي.

دا چې د افغانستان هوايي ترانسپورت دا مهال په څه حال كې دى او د نړيوالو په مرسته افغان حكومت په دې برخه كې څه پرمختګونه كړي؟ د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند ننګيالى قلاتوال يې په اړه وايي:

"زه د تيرو كلونو په مقايسه د هوايي ترانسپورت وضع ښه بولم، ځكه چې په تيرو كلونو كې موږ ډيرې ستونزې درلودې، له دوبۍ او هند پرته نه د اريانا افغان هوايي شركت او نه هم خصوصي شركتونو بهر ته پروازونه درلودل خو له نيكه مرغه اوسمهال ډېرشمير بهرنيو هيوادونو ته پروازونه كيږي.

دغه راز دا مهال د هوايي شركتونو ترمنځ ښه هماهنګي او سالم رقابت يا سيالي هم موجوده ده، چې د هوايي ترانسپورت د پرمختګ مهمه بېلګه بلل كيږي."

د ترانسپورت وزارت وايي، چې دامهال لس كورني اونړيوال هوايي شركتونه په هېواد كې د پست، اموالو او اجناسو او د مسافرينو د ليږدولو په برخه كې فعاليت لري،خو يوشمير خلك د دغو شركتونو له خدماتو څخه خوښ نه دي او بيلابيلو ستونزو ته ګوته نيسي.

د كابل دوه تنه اوسيدونكي په دې اړه وايي:

"۱- وايي، چې هوايي ډګر ته راشي، چې نیم یا یو ساعت وروسته الوتکه پرواز کوي، خو له بده مرغه بیا مسافرین ۲ یا ۳ ساعته په تمه پاتې کیږي.

باید چې په الوتکه دننه مسافرینو ته ښه سهولت او خدمات برابر شي.

۲- یو لړ ستونزې شته، په ترمینل کې دننه مسافرین ډېر ځنډیږي او د الوتکو الوتنه په ټاکلي وخت نه ترسره کیږي."

د افغانستان له هوايي ترانسپورت څخه په بهر كې هم شكايتونه موجود دي، يوه تن په هند كې په دې اړه خپل شكايت داسې څرګند كړ:

"یوه اونۍ کېیږي، چې زموږ ټکټ نه اوکې کیږي یا دې موږ ته خپلې پیسې راکړي، د هوټل کرايه دوه، دوه نیم زره روپۍ ده او ناروغان مو هم ډېر په غذاب دي."

خو د اريانان افغان هوايي شركت عملياتي مرستيال كيپټن ځاځى وايي، چې دوى هڅه كوي د افغانستان په دننه او له هيواد څخه بهر په هوايي ډګرونو او د پرواز په مهال مسافرينو ته د خدماتو سطح لوړه كړي.

كيپټن ځاځي په هند كې د افغان مسافرينو د ستونزو په اړه وويل:

"تر یو حده په هند کې زموږ مشکل حل دی، ځکه موږ د خپلو وطنوالو لپاره څلور پروازه نیولي دي، پخوا به موږ په وړو الوتکو کې ډهلي ته تلو، اوس زموږ ایربس ۳۱۰ ډوله الوتکه ځي، چې شاوخوا ۲۱۰ تنه په یو پرواز کې انتقالوي. نو دا چې مسافر زیاد او یایې غوښتنې زیاتې دي، موږ وته رسیدګي کړې ده."

ده وويل د اريانا افغان هوايي شركت په وروستيو درېيو كلونو كې ډېر پياوړى شوى او له خصوصي هوايي كمپينو سره په رقابت كې هڅه كيږي، چې هم دا شركت او هم خصوصي هوايي كمپنۍ خپل فعاليتونه منظم او خدمات معياري كړي.

خو د افغانستان د هوايي ترانسپورت په برخه كې له ډيرو كلونو راهيسې، چې يوه ستونزه موجوده ده هغه د هوايي شركتونو د ټكټونو لوړې بيې، د بيمې او خونديتوب نشتوالى او په تګ راتګ كې د مسافرينو د اموالو سم نه ليږدول دي.

غلام فاروق هم دې ستونزې ته اشاره كوي او وايي چې بهر ته په تګ راتګ كې يې څو ځلې دا ډول ستونزې ګاللي دي:

"د ترانسپورت وزارت باید په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان مسافرینو ته اسانتیاوې برابرې کړي، لکه څنګه چې ما ولیدل د دوبۍ په هوايي ډګر کې یواځې له افغان مسافرینو څخه سل ډالري اخلي او هغه څه چې له ځان سره لېږدوي هغه دومره ارزښت نه لري."

د ترانسپورت هوايي چلند وزارت چارواكي هم دغه ستونزې او شكايتونه پرځاى بولي او وايي، چې دوى هڅه كوي ډېر ژر د كورنيو او بهرنيو پروازونو د ټكټونو بيې را كمې او د بيمې او خونديتوب سيسټم هم رامنځ ته كړي.

د دې وزارت وياند ننګيالي قلاتوال څرګنده كړه، چې د هوايي شركتونو له مسوولينو سره جدې خبرې رواني دي، چې په تګ راتګ كې د مسافرينو مالونه او اجناس په وخت او خوندي ډول انتقال شي.

خو له دې سره جوخت بيا ځينې كسان او متخصصين وايي، چې په افغانستان كې د هوايي ملكي ترانسپورت اړتيا ته په كتوسره د هوايي ترانسپورت د پياوړي كولولپاره لكه څنګه چې لازمه ده هڅه نه ده شوې.

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند پخوانى وزير حميدالله فاروقي هم ورته نظر لري او وايي، چې بايد د ملكي هوايي ترانسپورت د تقويې لپاره له موجوده امكاناتو څخه ډيره ګټه پورته شي:

خو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواكي وايي، چې دوى په يوه داسې ميكانيزم كار كوي، چې له عملي كېدوسره به يې په افغانستان كې د ملكي هوايي ترانسپورت خدمات په نړيوالو معيارونو برابر شي.

د دې وزارت وياند ښاغلى قلاتوال:

"د هوايي ترانسپورت په برخه كې د موجوده ستونزو د حل لپاره وزارت جدي كار پيل كړى، د هوايي شركتونو له مسوولينو سره موغونډې درلودې ترڅو په پروازونو كې نظم راشي، د خدماتو سطح لوړه شي او د هوايي شركتونو فعاليتونه ښه وڅارل شي.

د هوايي ترانسپورت د پياوړي كولو لپاره هم وزارت اقدام كړى او

په دې برخه كې ځينې مهم پلانونه شته، چې ډيرژر به عملي شي."

په عين حال كې د ځينو خصوصي هوايي شركتونو مسوولان وايي، چې دوى ترډېره هڅه كړې، چې په كورنيو او بهرنيو پروازونو كې له هره پلوه لوړ خدمات ولري خو دوى څرګندوي، چې په افغانستان كې لاهم د دوى د فعاليتونو لپاره لكه څنګه چې لازمه ده شرايط نه دي برابر.

دوى وايي، چې د هوايي شركتونو ترمنځ سالمه او ګټوره سيالي او رقابت هم نه دى رامنځ ته شوى او د دوى په خبره افغان دولت بايد په دې برخه كې مهم او ګټور ګامونه اوچت كړي.

خو خلك او مسافرين غوښتنه كوي، چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او نور دولتي چارواكي بايد د ملكي هوايي ترانسپورت په برخه كې د دوى ستونزې ژر حل او د افغانستان د هوايي ترانسپورت اهميت ته په كتو سره د دې څانګې فعاليتونه او خدمات په رښتيني توګه په نړيوالو معيارونو برابر كړي.


 
سرپاڼه    

 

 

Intersting Readings
Probe launched over $500M spent on Afghanistan planes now sitting idle
Controversy Over Afghan-US Deal
A Proposal for Peace in Afghanistan
What The 'Zero Option' Would Look Like In Afghanistan
Obama’s Afghanistan Specialists Stumped on Basic Facts
Why the U.S. Paid Karzai's Top Aid
نو په مړو او معدومو به شميريږو
که دا يو چې په همدې شانې اوسيږو
ګورئ دا سيلاب چې راغی لاهو کيږو
 
راځئ هلئ چې لاسونه سره ورکړو

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.