د پښتنو پهٔ مقابل کې د پاکستان د پوليسو، فوځ، آی ايس آی او حکومت ظلم، وهل رټل او سپکاوی نن يوې نوې مرحلې ته ورسيد. پښتانهٔ د پاکستان حکومت، آی ايس آی، پوځ او پوليسو ووژل، بنديان یې کړل، ژوندې يې بيدرکه کړل، د پښتنو پر حريم يې تيری کول وغوښتل، مګر پښتنو يې پهٔ مقابل کې هيڅ هم ونکړل او يا يې ونکړای شول او ټول ظلمونه، تيري او ناروا يې وزغمل.
د پښتون څخه جامې ويستل، بيا د هغه بربنډ فلم جوړول او پهٔ ټولنيزو رسنيو کې خپرول، د هغه د وژلو څخه ګران او دردناکه کار دی. کيدای شي پنجابی به پهٔ دې کار عادت وي او تجربه يې هم لري، ځکه هندوستان پهٔ ۱۹۷۱ زيږديز کال کې د دوی د زرګونو پوځيانو څخه کميسونه او پطلونونه وويستل او لغړ يې کړل، مګر پښتون ته دا کار د زغملو وړ نهٔ دی.
دا چې پاکستان څهٔ کوي او پښتون څنګه سپکوي او څنګه يې وژني دا د هغهٔ کار دی، ځکه پښتون ته پاکستان حکومت او دولت د دښمن پهٔ سترګه ګوري او د دښمن لهٔ مينځه وړل د هغهٔ کار دی. د سياست پهٔ دنيا کې دا معمول هم دی چې دښمن بايد کمزوری کړی شي او لهٔ مينځه ويوړل شي. پوښتنه دا ده چې دا کارونه ولې کيږي او هغه پاکستان چې د افغان د نوم له ډار څخه به خوب نهٔ ورتللو نن څنګه دا هرڅه پهٔ سرو سترګو او هسکه غړۍ کوي؟
دا هرڅهٔ ځکه کيږي چې د پښتون او افغان د پوښتنې څوک نشته. افغانان د ترهګر پهٔ نوم ووژل شول، چا يې پوښتنه ونکړه، د پښتنو جرګې، ودونه او جنازې بمبارد شوې او پهٔ زرګونو پښتانه پکې ووژل شول، چا يې پوښتنه ونکړه، افغانان د کفر او سلام پهٔ نوم ووژل شول، چا يې پوښتنه ونکړه، د پښنتو کورونه د پاکستان د پوځ لخوا وران کړای شول، ځمکې يې ونيول شوې او پر کورونو او ځمکو يې پاکستانۍ تاڼې جوړې شوې، چا يې پوښتنه ونکړه، د افغان پر زړه اغزن تار کښيښودل شو، چا يې پوښتنه ونکړه. کله چې دا هرڅهٔ کيږي او څوک يې پوښتنه نهٔ کوي نو پښتون او افغان خو به خامخا سپکيږي او جامې به ترې ويستل کيږي.
ای پښتونه! ای افغانه! تهٔ ښهٔ پهٔ دې پوهيږې چې پرته له تا څخه بل څوک ستا د پوښتنې نشته. پهٔ کوز وطن کې محکوم يې او پهٔ بر وطن کې دې د واک پر چوکيو ناست ټيکه داران ستا پهٔ غم کې نهٔ دي، هغوی د خپلو جيبونو ډکولو پهٔ غم کې دي. ستا د کابل حکومت تش پهٔ کميسونونو بسيا کوي، ځکه پهٔ هغې کې هم د پيسو د غلا لارې برابريږي. د ملت پهٔ کور کې دې د ملت استازي نهٔ، بلکې د ملت دښمنان ناست دي. نور سياستوال دې د خپلو شخصي، ګوندي او ډله ايزو ګټو پهٔ خاطر معاملې کوي. يو حکومت او دولت چې دومره کمزوری، بېمسووليته او بيکفايته شي چې د خپلو خلکو او خپلې خاورې پوښتنه پهٔ هيواد کې دننه د زورواکو او هيواد څخه بهر د بهرنيو هيوادونو څخه ونکړای شي نو د هغهٔ څخه تهٔ څهٔ تمه لرې.
ترڅو به دا ظلم، ناروا، مرګ او بېکوري زغمې؟ ګله به راويښيږي؟
ډاکترعبدالقيوم مومند
سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۲۰ زيږديز کال د جون ۲۶