د تیرو درې کلونو څخه طالبانوته د ادرس ورکولو خبره کیدله ، دحکومت ، امریکا او ناټو مشرانو تر غوږونو په بېلابېلو ډولونو داخبره رسول کیدله چې طالبانو ته باید ادرس ورکول شي. ترڅو له هغوی سره په ځینو مسئلو مخامخ خبري ؤشي. بل خوا دولت پلوه سیاسي او نظامې لوړ پوړو چارواکو امریکايې او ناټو مشرانو ته مشوره ورکوله چې په طالبانو او حزب اسلامي باید نظامي فشار زیات، بمبارد او دهغوی نیونه، وژنه او له هیواده وتلو ته مجبوره کیدو ته لازیات زور ورکول شي ترڅو طالبان دحکومت اساسي قانون ومني، وسلي په ځمکه کیږدي او د دولت د سولي او پخلاکیدو له پروګرام سره یوځای شي.
بل خوا طالبانو له دولت سره د زور دلاري یو ځای کیدل د تسلیمیدو په معنی وګڼل او ورځ تربلي په هیواد کې دننه جنګ جګړو زوراخیست.
له یونیم کال راهیسي طالبانو ته په قطر او یاهم بل ورته هیواد کې ددفتر ورکولو په سر خبرو عملي بڼه ونیوله. ناټو چې په سر کې يې امریکا ده طالبانو ته د ادرس ورکولو اړتیا درک او پدې یې موافقه وکړه چې دطالبانو سره پدې اړه خبري کول اړین او د وخت ضرورت دی.
په روان کال کې څو ځله د رسنیو څخه طالبانو ته په قطر کې د دفتر ورکولو اوازې خپرې شوې. داځل په ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۰ داخبر د نور وخت په پرتله په قوي ډول د هندي رسنیو له خولي څخه واوریدل شو. تیر وختونه چې به د قطر د دفتر خبره کیدله، د افغانستان دولت به يې پخلی نه کاؤ او یواځي دابه يې ویل چې موږ هم په جریان کې نه یو. همداډول طالبانو به هم پدې اړه له څه ویلو څخه ډډه کوله.
په قطر او یابل هیواد کې طالبانو ته ددفتر ورکولو څخه وړاندې، افغان حکومت او نړیوالو له سعودي عربستان څخه غوښتنه وکړه چې د طالبانو، افغان حکومت او ناټو ترمنځ د سولي منځګړتوب وکړي. سعودي عربستان ته ټولو لورو خپل استاځي واستول او هري ډلي جلاجلا د سعودي له چارواکو سره ولیدل. خو دسولي د مذاکراتو دغه پروسه ځکه ډیر ژرپه ټپه ودریدله چې سعودي عربستان طالبانو ته د سولي د مذاکراتو لپاره ځیني شرطونه وړاندي کړل چې له هغي جملي څخه یو پکې داؤ چې طالبان اعلان وکړي چې نور له القاعدې سره خپل ټول اړیکې پرې کوي. دافغانستان اساسي قانون ته درناوي، او ځينې نور ورته شرائیط.
د سعودي عربستان شرطونه د طالبانو لخوا څخه ونه منل شول او هغوی د سولي مذاکراتو ته دوام ورکول پدې شرط منل چې وار له مخه د مذاکراتو لپاره شرطونه کیښودل ناسم دي.
دسعودي عربستان لخوا د طالبانو اوحکومت ترمنځ منځګړيتوب پاکستان ته هم دمنلو ؤ او پاکستان يې مخالفت ونکړ. ځکه چې سعودي عربستان او پاکستان یو له بل سره ډیرښه او نږدې اړیکي لري. او پاکستان په سعودي خپل اغیز دومره شیدندلی چې په هغه هیواد کې اردو ویل ددوهمي ژبي په شان ده، د ډیرو لوړ پوړو ، عرب تجارانو، او عامو عربو اردو زده او پري خبري کولای شي. په سیاسي او نظامي برخه کې یو دبل سره مرستندوی هیوادونه بلل کیږي.
کله چې طالبانو د سعودي عربستان شرطونه ونه منل نو ډیر ژر د سعودي حکومت اعلان وکړ چې د سولي مذاکرات په مخ نه وړي.
داچې دطالبانو سره د اړیکونیولو لپاره ادرس ته اړتیا لیدل کیدله، ویل کیږي چې ټولو اړخونو(امریکا، افغان حکومت او طالبانو)پدې توافق وکړ چې باید طالبانو ته له افغانستان څخه بهر په کوم بل هیواد کې رسمي دفتر او ادرس ورکول شي.
طالبانو په پټه له امریکا، جرمني، فرانسي او ناټو مشرانو سره دبندیانو دتبادلي په اړه خبري وکړي، چې وروسته دواړو لورو دخبرو کول ومنل، دخبرو په ترس کې طالبانو ته د ادرس او رسمي دفتر لپاره ترکیه، امارات او قطر وړاندیز ؤشو. داډول جاپان هیواد هم حاضر ؤ او هم یې غوښتل چې طالبان په ټوکیو کې دفتر ولري.
طالبانو غوښتل او غواړي چې له ترکیې سره ښه اړیکې ولري او ترکيې ته په رغنده نظر ګوري خو داچې ترکیه د ناټو ترقومندې لاندي په افغانستان کې پوځیان لري نو ځکه يې په ترکیه کې د دفتر لرل ونه منل. داډول هغوي ورته دلیل د اماراتو په اړه درلود، امارات يو له هغو دریو هیوادونو څخه ؤ چې دطالبانو اسلامي امارت يې په رسمیت پیژندلي ؤ. خو داچې اوسمهال د ناټو ترمشري لاندي په افغانستان کې پوځیان لري نو ځکه طالبانو په اماراتو کې درسمي دفترمنل ردکړل. که په افغانستان کې دناټو تربیرغ لاندي داماراتو دپوځیانو دشتون مسئله نه واي نو ترټولو ښه اوپه ځای ا نتخاب ؤ، ځکه چې له هیواده لنډه فاصله لري او تګ راتګ ورته اسانه کیدلای شي. دجاپان په اړه ویل کیږي چې که څه هم جاپان افغانستان کې نظامي حضور نلري او پوځیان يې د ناټو تر مشري لاندي په هیواد کې نشته خو هغوی په افغانستان د حملي په وخت کې د ناټو لوژیستکي مرسته وکړه. اوبل دلیل دادی چې جاپان له افغانستان څخه ډیر لیري پروت هیواد دی او نږدې ۱۲ ساعته د الوتکي سفر دی.
ولي دسولي پروسه او دسولي خبري هرځل له ستونزو سره مخ کیږي؟ او کوم لوری سولي ته ژمن ندي؟
دسولي او ملي پخلایني لومړنی پروګرام چې د ناټو، ملګرو ملتونو او افغان حکومت لخوا څخه پیل شو، له لومړي سره دولت ځکه دي پروګرام ته ژمن نه ؤ چې په رأس کې يې حضرت صبغت الله مجددي راؤست، او حضرت مجددي ددي په ځای چې د سولي لپاره ریښتونی کار وکړي، برعکس يې اعلان وکړ چې طالبان او حزب اسلامي دي سلاح په ځمکه کیږدي، د سولي له پروسي سره دي یوځای شي او موږ به په بېلابېلو پرمختیايې پروژو کې ددوي لپاره د کار زمینه برابره کړو.
همدارنګه لدې وروسته افغان حکومت چې په رأس کې يې ښاغلی کرزی دی د سعودي عربستان څخه د سولي او مذاکراتو د منځګړیتوب غوښتنه وکړه، خو د ناټو او افغان حکومت په اشاره سعودي عربستان وارله مخه د مذاکراتو لپاره شرطونه کیښودل. چې بیا هم د سولي لپاره ريښتونتوب او ژمنتوب تر سوال لاندي راولي.
په دریم قدم کې ناټو او افغان حکومت د سولي د عالي شوری پلان جوړکړ ترڅو لدې لاري په هیواد کې سوله راشي او د سولي عالي شوری به له طالبانو او حزب اسلامي سره د سولي لپاره په ګډه کار کوي. افغان ولس تمه درلودله چې د سولي عالي شوری غړي به ناپېلي او بې طرفه وي. خو دغه هیلي هغه وخت په ناهیلي بدلي شوي چې کله د سولي عالي شوری لپاره ښاغلي کرزي استاد برهان الدین رباني د رئیس په صفت معرفي کړ. استاد برهان الدین رباني هغه څوک ؤ چې کلونه کلونه له طالبانو او حزب اسلامي سره د قدرت او واک په سر جنګیدلی ؤ. او هیڅ داسي تمه نشوای کیدای چې طالبان او حزب اسلامي به په استادبرهان الدین رباني اعتماد او باور وکړي.
څلورم ځل دسولي پروسه هغه وخت لا ټکنۍ شوه چې افغان حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو پرځای له پاکستان سره خبري کول غواړي ، پاکستان او آی ایس آی ( ISI)له ډیره وخته ددي خبري لپاره هلي ځلي کولي چې یوځل بیا د مجاهدینو د حکومت د وخت په څیر دترازو پله په خپل لوري درنه کړي، د سولي په نوم کریډیټ واخلي، خپلو موخو ته ځان ورسوي او وښيې چې طالبان ددوي ترکنټرول او تسلط لاندي دي. طالبانو له لویه سره په پاکستان کې د دفتر غوښتل رد کړي ؤ او نه يې غوښتل چې یو ځل بیا د مجاهدینو دوخت اشتباه تکرارشي کوم چې په ژنیو کې د مجاهدینو په ځای پاکستان له روسانو سره خبرو ته کیناست. خو ښاغلي کرزي او دده اداري د آی ایس آی د غوښتنو په پوره کولو کې مرسته وکړه، او هغوی ته یې شین څراغ ولګاؤ.
پنځمه اشتباه داوه چې په دودیزه لویه جرګه کې د امریکا او افغانستان د ستراتیژک تړون سره په اجنډا کې د سولي موضوع هم ځای په ځای شوه. په لومړي سر کې ویل کیدل چې دودیزه لویه جرګه به د افغانستان اوامریکا ترمنځ د ستراتیژک تړون په اړه پریکړه کوي. کله چې د ډیرو سیاسي احزابو، قومي او فرهنګې ټولنو، د ولسي او مشرانو جرګو دځینو وکیلانو او سناتورانو، او دا ډول د عام افغان ولس لخوا د ستراتیژک تړون مخالفت ؤشو. د ښاغلي کرزي اداري اعلان وکړ چې دودیزه لویه جرګه د تړون په اړه پریکړه نه کوي بلکه حکومت ته به مشوره ورکوي. لیږ وخت وروسته د دودیزي لويې جرګي اداري د ویاندي آغلي صفیه صدیقي لخوا رسنیو ته داهم وویل شول چې ددویزي لویې جرګې غړي به جمهور رئیس ته د تړون او سولي په اړه مشوري ورکوي. دوه متضاد او مخالف موضاعات (د امریکا سره سترتیژک تړون او له طالبانو او حزب اسلامي سره سوله).
د بهرنیانو په شتون کې طالبانو د سولي خبري رد کړي، خوافغان حکومت د شتون سربیره امریکا ته اوږدمهاله نظامي اډي ورکوي او ورسره یوځای داهم اعلانوي چې موږ له طالبانو سره سوله کوو. دوه مخالف کارونه شوني کوي. ته به وايې چې اور په تیلو وژني.
شپږمه او اوسمهال اخرنۍ اشتباه داده چې دافغان حکومت لخوا د قطر هیواد کې طالبانو ته ددفتر ورکولو مخه نیول، پاکستان او ISI ته پدې موضوع کې د افغان حکومت لخوا واک ورکول دي.
د بن کنفرانس څخه مخکې د جرمني هیوادځیني افغانان او پاکستاني سیاست کوونکې برلین ته ددي لپاره دعوت کړي ؤ چې په افغانستان کې د سولي د راوستلو په اړه دهغوی نظرونه واوري. د افغانستان څخه شپږ تنه چې احمدضیا مسعود او محقق هم پکې ؤ. خو دپاکستان څخه محمود خان اڅګزی او اطهرعباس ؤ.
کله چې د جرمني د پارلمان د کمیټو رئیسانو په افغانستان کې د سولي اړوند د ډلي نظر وغوښت، محمو د خان اڅګزی چې د اطهر عباس په څنګ کې ناست ؤ. وویل : که نړیوال غواړي چې په افغانستان کې سوله راولي نو د سولي راوستلو لپاره دي اصلي ځای او اصلي کسان لومړی پیدا او بیا دي وروسته دهغوی پواسطه په طالبانو زور واچوې چې د سولي شرایط ومني. د خبرو په مهال چې کله به اڅګزي ویل چې اصلي ځای پیداکړئ نو مخ به يې د اطهر عباس په لوري واړاؤ او یو ډول نامرئي اشاره به يې کوله چې هدف يې د پاکستان پوځ دی. د جرمني د پارلمان د کمیټو رئیسانو پوښتنه وکړه، آیا د پاکستان پوځ کولای شي چې په طالبانو فشار راولي او د سولي شرایط پرې ومنۍ؟ محمود خان وویل چې د دوی پواسطه کولای شئ چې اصلي کسان پیداکړئ. بیا جرمن وکیلانو وویل چې ستا مطلب آی ایس آی دی؟ محمود خان وویل چې اوس مو اصلي ځای پیداکړ.
که څه هم د محمود خان خبري په هغه غونډه کې د ځینو افغانانو د لوري څخه رد شوي، او پرطالبانو يې د آی ایس آی اغیز د سولي په راوستلو کې رد کړ. چې په وروسته مجلسونو کې محمود خان هم له خپلي خبري څخه دفاع ونکړه. خو لدې او ورته څرګندونو څخه معلومیږي چې پاکستان غواړي لوبه پخپله ګټه تمامه او دغوره لوبغاړي نوم او ستاینلیک ترلاسه کړي. او یوځل بیا د نويېموکلونو پشان چې دافغان جهاد په وخت يې د تنظیمونو د خپلمنځي اختلافاتو او سیاسي پوهي کموالي له امله کریډیټ واخیست داځل بیا نړۍ وغولوي او د طالبانو د وجود، شتون او مقاومت څخه ناسمه ګټه ترلاسه کړي.
داسي معلومیږي چې طالبان پدې سلاح شویدی چې په قطرکې دفتر پرانیزي.او نه غواړي چې په پاکستان کې رسمي دفتر ولري، خودا چې خنډونه مخکې شته او ډیر لوري يې په پټه مخالفت کوي چې وروسته به څرګندشي. نو د دفتر د پرانستلو لپاره به وخت ته انتظار وکړو.
پاکستان چې له سعودي عربستان سره دوستانه اړیکي لري، او هر وخت په سیاسي پریکړو کې ددواړو هیوادونو دریځ یوشان وي. داځل بیا هم دواړه هیوادونه په قطرکې طالبانو ته د دفتر ورکولو سره مخالفت لري.
سعودي عربستان چې ځان داسلامي نړۍ مخکښ او د اسلامي نړۍ دمشرې دعوه کوي. او خاص ډول د عربې هیوادونه مشري خپل حق او میراث بولي دانشي زغملای چې په یو وړوکې عربي هیواد قطر کې دي طالبان نمایندګي ولري چې د سعودي له اغیز څخه خلاص هیواد دی.
قطر چې په ورته داډول نورو قضیو کې يې د دریم ګړي په صفت ښه رول لوبولی دی، او بل خوا داسلامي کنفرانس مرکزدي. د اسلامي کنفرانس مشر یوسف قرضاوي پکې اوسیږي. د غرب سره ښه اړیکې لري، دالجزیري نړیوال تلویزون يې شهرت لازیات کړی دی، ځان ته حق ورکوي چې پرته د سعودي له مشوری په داډول د جوړجاړي کارونو کې رغنده رول ولوبوي.
ایران چې د قطرهیواد سره مذهبي او سیاسي ستونزي لري، په قطرکې د طالبانو لخوا د دفتر په پرانستلو به خوشحاله نه وي، ځکه قطر هغه هیواد دی چې دایران له اغیزڅخه خلاص او ایران به ونه توانیږي چې د قطرپه موجودیت کې له موضوع څخه سیاسي ګټه ترلاسه کړي.
روښانه شوه که چیرته طالبانوته په قطرکې دفتر ورکول شي، نو طالبان به مخامخ له امریکا او اروپا سره بې لدې چې په خبرو او مذاکراتو دپاکستان ، ایران ، او شمالي ټلوالي اغیز وي ډیالوګ پیل کړی.
داچې په قطرکې طالبانو ته د رسمي دفتر خلاصیدلو سره دپاکستان، ایران، افغان حکومت او خاص ډول دشمالي ټلوالي ګټي له خطرسره مخ کیږي، ټول لوري به هڅه وکړي چې ددغه ډول دفتر مخنیوی په قطرکې وکړي. او لا له وړاندې پاکستان داهڅه کړي، که دپاکستان د ISI مسئله نه وای نو فکر کوم چې د روان کال د روژي میاشت کې د استاد رباني تر مړيني مخکې به لادغه کارعملاُ شوی وای.
داچې افغان حکومت له قطر څخه خپل سفیر د احتجاج په ډول پدې پلمه راوغوښت چې حکومت د خبرو په اړه په جریان کې ندي اچول شوی. ډول ډول پوښتني راپورته کوي.آیا افغان حکومت لدې خبرو څخه ناخبره ؤ؟ آیا په رښتیا هم حکومت سوله نه غواړي؟ آیاپه افغان حکومت د ایران او پاکستان اغیز دومره زیات دي چې په کورنیوچارو کې دهغوی اهداف له نظره نه غورځوي؟ آیا دسولي عالي شوری پدې خفه ده چې ددوی له لاسه مالي امکانات ؤځي؟
دګوانتانامو د بندیانو د خلاصون موضوع د ناټو، افغان دولت او طالبانو ترمنځ یوه بله ستونزمنه مسئله ده. امریکا او طالبانو منلي چې دګوانتانامو د بندیانو د خلاصون او تبادلي په اړه ددوی خبري په جرمني کې شوی دی. خو لاهم نتیجي ته ندي سره رسیدلي. او س چې په قطرکي طالبانو ته دفتر ورکول کیږي. داسي ویل کیږي چې دګوانتانامو افغان طالب بندیان به هم قطر ته راوستل کیږي او هلته به له خپلو کورنیو سره یوځای کیږي او په قطرکې به اوسیږي. امریکا چې د ګوانتانامو د زندان له امله په نړیواله کچه تر نیوکو لاندي ده او اوبا ما يې د انتخاباتي کمپاین پرمهال د تړلو وعده کړي وه. خو تر اوسه پکې پاتي راغلی دی، داښه بولي چې افغان طالب بندیان له ګوانتانامو څخه خلاص شي او داسي ځای ته انتقال شي چې بیاځل د نورو ګوانتانامو څخه راخلاص شویو بندیان په ډول ددوی پوځیانو ته تهدید نه وي.(ملاعبدالقیوم ذاکر چې په ګوانتانامو کې بندي ؤ له بندڅخه تررا خلاصیدو ورسته یې د طالبانو په لومړیو لیکو کې له امریکا او ناټو سره سختي جکړي وکړي، اوسمهال د ملا محمد عمر آخند نائیب او د ټولو طالبانو نظامي مشر دی، ملاشهزاده آخند چې له ګوانتانامو څخه راخوشی شو، سمدسي یې په کندهار کې عملا د امریکا په ضد په لومړیو لیکوکې مقاومت پیل کړ چې وروسته دامریکايې جاسوسانو (دده سره ملګرو) لخوا د جنګ پرمهال وویشتل شو).
کرزی صاحب ډیر جالب او په زړه پوري دلیل وړاندې کوي، وایې: زه نه غواړم چې افغان طالب بندیان له ګوانتانامو څخه راخلاص او بیايې په قطرکې بندیان کړم. زه غواړم چې هغه کابل ته راشي او دلته له خپلو کورنیو سره ارام او هوسا ژوند ولري.
هغه بندیان چې له ګوانتانامو څخه راخلاص شوي، اوکابل ته راوړل شوي دي،ډیری يې دلته یوځل بیا دپلچرخي زندان ته ننویستل شوی او له ډول ډول کړاو سره مخ شوی دي، دګوانتانامو بندیان چې لدې خبر شوې چې کابل ته له وړلو وروسته به د پلچرخي میلمستون ته وړل کیږي لدې ډډه کوي چې له ګوانتانامو څخه راووځي (وګورئ له حجري ترپنجري دګوانتانامو ترخي خاطرې).
ویل کیدل چې د بن په کنفرانس کې به دوې مهمي موضوع ګاني هم په اجنډا کې ونیو ل شي.
اول: داچې په ۲۰۱۴ کال کې واک په بشپړ ډول حکومت ته سپارل کیږي او بهرني قواوي به ؤځي، د تغیر او امید ډلي او نورو د حکومت سیاسي مخالفو ډلو غوښتل چې په بن کې پریکړه ؤشي چې په حکومت کې به هم بدلون راځي او واک به د کرزي څخه اخستل کیږي او کوم بل شخص ته به سپارل کیږي.
دوهم: په بن کنفرانس کې به نړیوال په یوه خوله پریکړه کوي چې طالبانو ته په قطر کې عملاً د دفتر پرانستلو اجازه ورکول شي.
دواړه پورته خبري د کرزي د اداري لخوا څخه له اجنډا څخه وایستل شوي. او پدې اړه هیڅ ډول پریکړه هم ونشوه.
ویل کیږي چې ترپردي ترشاه د ښاغلي کرزي او امریکا ترمنځ جوړجاړی شوی دی. کرزی به په افغانستان کې امریکا ته نظامي اډی ورکوي او امریکا به کرزی په قدرت کې پریږدي. چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم انتخابات نه کیږي او یوځل بیا به د لویې جرګي له لاري د کرزي د واک موده وغزول شي.
کله چې د طالبانو نظام د امریکا لخوا څخه ختم شو او په ځای يې موقته اداره د کرزي په مشري رامنځته شوه. ډیری نظامي، اداري او سیاسي طالبان په کورونو کښیناستل او بیرته خپلو کلیو ته دژوند کولو په نیت ولاړل. د امریکا او موقت اداري لخوا څخه د ناسمو او پخوانیو توپکسالارانو په دندو ګمارل، دهغوی لخوا څخه د طالب او القاعدي په نوم په کورناست طالبان او عام ولس ځورولو افغانان مجبور کړل چې مقاومت پيل او ځان، کور او ناموس څخه دفاع وکړي. چې د حکومت ددغي ناسمي پالسي له امله وژني، نیونه، جنګ جګړي او بې کوره کیدل ورځ تربلي زیاتیدل.
بل خوا ناټو د حکومت او قدرت غوښتونکو دناسمو مشوروله امله په عام ولس بمباري، د شپې لخوا تلاشي، نیوني او ډول ډول ځورني پیل کړي. چې دغه ټول ددي لامل شول چې جګړي ته قوت ورکړي او دافغانانو نفرت او کرکه له حکومت سره زیاته کړي.
روښانه شوه چې چارواکي د خپل ځان د واک او قدرت ساتلو لپاره د سولي لپاره ريښتوني ندي. داسي هم ویل کیږي.استاد رباني او کرزي یو دبل سره وعده کړي وه چې کله دانتخاباتو وخت راورسیږي استادرباني به جمهور رئیس کیږي او کرزي به صدراعظم ټاکل کیږي. استاد رباني چې نړیوالو ته هم دمنلو ؤ. امکان ؤ چې دغسي یوه کړنه ؤشي. اوس چې استاد رباني پدې نړۍ کې نشته، ویل کیږي چې کرزي غوښتل له مارشال فهیم سره دغه ډول جوړ جاړی وکړي. داچې قسیم فهیم نړیوالو ته دمنلو نه ؤ. نو له هغه وروسته کرزی صاحب پدې فکر کې شو چې خپلي کورنۍ څخه کوم تن د راتلونکې جمهوري ریاست ګټلولپاره کاندید کړي. دده مشر ورور قیوم کرزي يې غوره کړ او هڅي يې پیل کړي چې سر له وخته لا دهغه لپاره دجمهوري ریاست کمپاین وکړي. ولي داسي بريښي چې کرزی په آخرکې وتوانیدی چې د امریکا او نړیوالي ټولني ځینو غړو اعتماد او باور ترلاسه کړي ترڅو له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم په واک او قدرت کې پاتي شي.
داچې دکرزي په قدرت کې پاتي کیدل په هیواد کې په ناامني او امریکا ته نظامي اډو ورکولو پوري اړه لري نو فکر نه کیږي چې افغان حکومت دي ريښتوني سولي ته ژمن وي.
طالبانو او حزب اسلامي ته پکار ده چې له تیرو سیاسي تیروتنو څخه درس واخلي او یوځل بیا بهرنیانو ، زورواکو او توپک سالارو ته ددي وخت ورنکړي چې دهغوی شتون نور هم د ناامنیو، خپلمنځي اختلافاتو، په عام ولس کې د ډار او ویري له امله اوږد شي.
داډول ناپيېلو او بې طرفه سیاسي او د هیواد په درد دردمنو ته پکار ده چې د سولي په مخ کې د پرتو خنډونو په لیرې کولو کې له ټولو لورو سره مرسته وکړي. ترڅو زموږ مظلوم ملت د ارام څاه واخلي.
پای
۲۴ لیندۍ ۱۳۹۰