|
زه دي پېژنم تور مخې خو....؟ |
|
|
|
پايندخان خروټی |
: ليکنه |
که چيري يو اشپز د يوې چمچي وريجي خوړلو څخه د ټول دېګ ذائقه معلومولی شي، که يو جالاوان د يوې ډبري په غورځولو باندي د اوبو د ژوروالي اندازه لګولی شي او که چيري يو څهره شناس د انساني څهرې Facial Expression د مشاهده کولو څخه د سړي اندروني کيفيت پېز کولای شي نو بيا موږ ولي د انسان د رويو او انداز ګفتګو څخه د هغه سړي ورېجنلټي ته نه شو رسېدلی؟ موږ په ډېره اساني د خپل چار چاپېر حالات واقعات پر هراړخيز څېړنه او مشاهده باندي د راتلوونکي وخت انځور فريم کولای شو.ممکنه ده چي د خپل ځاني عقل يا تجربې پر بنسټ يوه رائې جوړل د ټولنيز جديد علم و عقل سره هم سمون وخوري. دا هم کېدای شي چي ستا نوې خبر دټولني نورو وګړو ته منظور هم نه وي. په دواړو صورتو کي د تقليداو تکرار عادي خلګو ته دا خبره په ډانګ پېيلې کېدای شي. چي دا د يوشتمي پېړۍ ديو نوي انسان يوه نوې رائې ده. هسي هم په دې ککړ او ګډوډ ماحول کي خپل جداګانه حيثيت او امتياز بر قراره ساتل دهربرغوسړي کار هم نه دی.
ډېر څه مي وليده د ځان په ليدو
ما پخپل ځان کښي ټول جهان وليدو
د سړو پېژندنه پخپله يو غټ علم دی. انسان شناسي د درسي کتابواوروايتي سندونو محتاجه نه دی. د مردم شناسي زدکړه د علم وعرفان ځلا او شکلا غواړي د انسان باطن لټولو د پاره ځانګړې سترګي ضروري وي په تش خبرو يا ليکلو باندي دغه د دانايي کاروان پر مخ نه ځي .
انسان د خپل جسماني او ذهني ارتقا په بېلابيلو پړاوونو کي د خپل ژوند اوژوندون د ډېرو Ups & Downsسره مخامخ کيږي. دسړود پېژندني په هکله ترازو، ټي وي کيمره او آئينه خو د انسان وزن، قد، شکل او صورت معلومولی شي مګر اصل څهره نه. چي کله انسان په کوچني شيانو کي ځان راګير کړي نو بيا لوی قيمتي شيان د ده له لاسه ووځي . هم دغه وجه ده چي د سړو په پېژندنه او د صلاحيت په بنياد کار اهل کار ته سپارلو کي د علم و سياست خاوندان هم د سړي حقيقت ته په رسېدو کي ګوډه ويي. دشعراوادب خاوندان په ټولنه کي د آئينې داعوه کوي مګر د ايليټ کلاس پټي څېرې او دسيسې خو پرېږده هغه ظاهره هم نه بربنډه کوي. شاعر, اديب، صحافي او سياستدان وغيره چي بت شکن اوعهد شکن نه وي بيا څه معنا لري؟ او ولي کاغذ،قلم،وخت اوتونائي ضايع کوي؟ دخپلو جذباتو ترجماني ته ټولي ټولني ترجماني نوم ورکوي. د هشنغر د ګني او غني فرق معلومول د عالم يا اديب څخه د زياتي مطالعې نه بلکې د ژوري مشاهدې تقاضه کوي. خپل ملي ارمان سر ته رسول دغټانوسره ربط اوتعلق نه بلکه دخپل کرداراوشخصيت پاکوالی اواظهارجرات غواړي. په ټولنه کي خپل پهچان پيدا کولو لپاره خپل ذهن دپردي علم ومعلومات ګودامInfo Dump جوړول نه بلکې په خپل تحقيق او تخليق باندي يقني کيدل شي. هسي هم ادب دحقيقت ژبه نه ده. ادب خو د نقل نقل Imitation of Imitationدی.زياتره اديبان دخپل ژوندحقيقت دبل چا په پخوانو کتابوکي لټوي نوکه څوک دخپلي ميني کولو دپاره داقبال لاهوري يا شېخ سعدي وغيره کتابونه ګوري نو دي بياځان پوهـ کړي چي لامبوهيڅ کله په کتابتون کي نه زده کېږي.
چي ونه وهې په دواړو لاسو توره
چا ملکونه په ميراث نه دي موندلي
چي تر سر او مال تېر نه شې په عشق کښي
څوک د انجونو په پلنګ نه دي ختلي
زه منم چي ډېر خلګ د علم او رتبې په هکله په ټولنه کي ځانګړتياوي لري مګردانسانو پهچان نه لري. په سياست کي دخوشامد اوچاپلوس په خبرواوروايتي رپورټو باندي ډېرزرغوليږي. ځيني ياران دغوږوډېرکچه وي لکه دملېشې (ايف سي)آفيسرچي هرفريق مخ ته ځان ورورورسوي نو بيا به دويم فريق ضرور توبه ګاره کيږي کنې...... ؟
نن سبابياډپلوميسي، مصنوعي پن، رياکاري، سيلف پروجيکشن اوغوړمالي دومره زياته شوې ده. چي د سپين سپېڅلو او ښاغلو خلګو پهچان کول ډېر ګران کار شو. هغه اسانه او ساده انساني ژوند ډېر ګنجلک او ګران جوړ شوی دی. هر سړي لس رنګه خولياني په سر کړي وي او خپل مزل او منزل يې شکاره نه وي.عشق کوي خو معشوقه يې معلومه نه وي. چي خبر يې واورې د سړي زړه وغواړي چي په لاس يې مچ کړي مګر چي په Untold Storiesيې خبر شې نو بيا سړی وايي چي غبرګ لاسونه يې په خاردار تار ور وتړه. دخپل خپلوانو مخ ته يو ډول وي ددوستانو مخ ته يې چال چلن بدل شي او متعلقه کاروباري خلګو سره بيا لږ زيات بربنډه شي. دخبري مطلب مو دادی چي دا خلګ خپل نوم او کردار د موقع په مناسبت بدلوي.د دواړو فريقو څخه خپل خپل کميشن اخلي مګر خپله نظريه او عقيده يې ...؟ په سياست، ادب او صحافت کي داسي مفاد پرسته طبقه په ګوته کول ضروري وي ځکه دا سوداګران همېش د بل په ټکټ سينما ته ځي. داسي برابرزيان ډېر زر د هيرو څخه زيرو ثابته شي. داسي دومخه خلګ په ظاهره ډېر ښايسته او په حقيقت کښي ډېر لړلي وي. ځيني د مقدس او پاکيزه خون په نامه خو خلګ غولوي مګر په ډېره پليدګۍ باندي خپل مطلب باسي دا دخپل مخلص دوستانو سر او وږه بطور ځينه په کار راولي.
څومره جونګړو ته دي اورورته کړو
چي خپل محل ته دي رڼا راوسته
وس به څه وو وايو د هغه بالادستي طبقې زردار او زوردار ته چي د بل څخه حق او انصاف غواړي مګر خپل زير دست ته حق او انصاف نه ورکوي. بل ته په ډانګه پييلې سپيني خبري کوي مګر د ځان او د خاندان متعلقه بيا رښتيا خبري نه اوري، د بل عيب د کلي منځ مګر خپل عيب د خپلو اوږو منځ ورته ښکاري. وس خبره نوره ډهنډوره شوې ده چي په خوله څه وايي هغه کوي نه او چي څه کوي هغه بياوايي نه. په داسي حلاتو کي د انسان شناسي ، مشاهده او تحقيق ضرورت يو په دوه شوی دی. د بالادستي طبقي په ظلم ، جبر، در غلي او استحصال باندي زموږ ټول اهل علم ودانش خبردي خواظهارجرات ورسره نشته. رنګين دعوت، مخلوط محفل او ربط و تعلق ختمول هم ګران کار وي او د تور ګل خاطر هم نه ورماتوي.
زه نن ستاسو ټولو څخه يو څو پوښتني کول غواړم په دې هېله چي تاسي هر څوک ياست ماته به د جواب په ورکولو کي د روشن ضميري ثبوت راکړی. نن د خپل روايتي موډ مخالف ، دخپل درباري بادارترخاطربالاتر په نوي اندازجواب راکړی.
۱)ماته د هغه سړي نوم راوشيه چي ته د هغه په غير موجودګي کي هم په هغه جائزه تنقيد نه شې کولې؟
۲)د هغه سرکاري ملازم نوم راوشياست چي تنخوا يې کمه اوسرمايه وجائيداد يې زموږ تر خان هم زياته وي؟
۳)د هغه سپين پګړي نوم راوشياست چي تر پارونده پوري به يې نعرې ويلې زيره راوړه خيريوسې، نن د خپل نس د چربي کمولو لپاره لندن ته ځي؟
۴) د هغه چوغه پوش نوم راوشياست چي د خپل کرداراووقارپرځای يوازي د خاندانيت په نوم ګدي نشين دی؟
۵) دهغه تور ګل نوم راوشياست چي پاروند يې د فرنګي دپاره او نن د تور ګل دپاره اېجنټ کار کوي؟
۶) د هغه کنجوس خان نوم راوشياست چي دخپلي سرمايې مالک نه بلکې چوکيدار دی ؟
۷) هغه څوک دی چي په خپل کور کي بې کوره وی؟
۸) هغه کوم خلګ دي چي د جومات د يوې جوړې غل د جومات په ګيټ تړي مګر د قامي خزانې غټ غل ته بياګونګه خوله نيولې وي؟
۹) علم ته خوتاسي طاقت واياست مګر دغه طاقت که بيا د طاقتور ظلم و استحصال مخته خاموشي اختيار کړي بيابه علم ته څه نوم ورکوی؟
۱۰) دلته شريف خلګ ولي يوازي هغه خلګو ته وايي چاته چي د بدمعاشي او غلا موقع نه ده په لاس ورغلې؟
هر بلبل به دي ثناکړه که ته ګل شې
په خپل ځان خپله ثنا څه په کار ده
نو ګرانو ويونکو او ليکوالانو دهوشيار دپاره اشاره کافي وي مګر د بې وقوف دپاره.....؟ نن ټوله پښتونخواوطن له درياامو څه نيولې بيادمارګلې تر کنډو پوري په اور اووينو کي ژوند تېروي . خپل او پردي زموږ پر سر تجارت کوي. زموږ د يتيمانو او کونډو پروينو پيسې اخلي . زموږ د شرم وحيا پيکر هغه پښتنې چي چا يې پلو نه ووليدلی نن په خېبر او کوږک کي خيراتونه ټوله وي.هر څه چي له موږ سره کيږي يا يې څوک کوي دا صرف زموږ د خپلي کمزوری او نااهليت په وجه دي. موږخپل دوست اودښمن نه پيژنو. خپل دښمنان دځان ائيډيل بولو.که چيري په موږ کي انسان شناسي وای بيابه خلګو په مقدسو نعرو او نومونو باندي نه غولوولو .راځی چي دقام اووطن د ننګ او ناموس په هکله په يوه خوله اويو زړه دا نعره اوچته کړو چي موږ به په ګډه دخپلو غرو درو څخه هغه خاينان اوايجنټان ختمه وو.دلته يو شاعردهغه بارنی شاماراوکورني بروکر اينډ ايجنټ په داسي انداز په ګوته کوي:
زه دي پېژنم تورمخې خو ملت مي نه پوهيږي
پښتون ستاله لاسه وران دی کابل ستاله لاسه چوردی