pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د طالبانو د بریا پټ راز په څه کې دی؟
     
الیاس خان
بي بي سي

لس کاله وړاندې زرګونه طالب جنګیالي افغانستان کې له واکه وشړل شول او له پوځي ځایونو وتښتېدل او تر یوې مودې وروسته په غرونو کې د بهرنیو ځواکونو پروړاندې د جګړې لپاره راڅرګند شول.

دغه نیمه پوځي ځواک بیا پر یوه داسې پیاوړي جنګیالي ځواک واوښت، چې افغان حکومت او د هغه بهرني ملاتړي یې تر پزې راوستل.

په داسې حال کې چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره مهال وېش ټاکلی، طالبانو په دې وروستیو کې یو شمېر مهمې بهرنۍ او افغان موخې په نښه کړې.

نو، ایا د طالبانو د بریا پټ راز په څه کې دی؟

د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له لوري د طالبانو د دولت تر ړنګېدو درې کاله وروسته، دغې ډلې افغانستان کې ډېر محدود فعالیتونه پیل کړل.

د پاکستان په شمال لوېديځ کې د امنيتي چارو مخکنی چارواکی محمود شاه وایي: ''افغانستان کې په لومړي سر کې خلکو د جګړې د پای ته رسولو په هیله د طالبانو تود هرکلی وکړ، خو د هغوی د سختو قوانینو په پلی کولو سره خلک ورو- ورو ترې شاته شول.''

د محمود شاه په خبره ''خلک د امریکایانو په راتګ خوشاله شول؛ ځکه چې هغوی یې د ازادۍ نښه وبلله. هغه مهال د طالبانو د سم لاسي بېرته راستنېدو ځای نه و.''

پر دې سربېره، تر ۲۰۰۶ کال پورې، طالبانو د افغانستان په سوېل کې، په ځانګړې توګه زابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې ډېر نفوذ وکړ او بریدونه یې ډېر شول.

له ۲۰۰۸ راهیسې، طالبانو خپل فعالیتونه دوه برابره کړل او ان تر کابل پورې یې بریدونه ورسېدل.

ښاغلی محمود شاه په دې باور دی چې امریکایانو سختې تېروتنې وکړې.

نوموړی وايي: ''دوی افغانستان کې د ثبات او پرمختیايي چارو پرځای، خپلو پوځي موخو ته ډېر پام وکړ، بل دا چې په لومړيو کې یې د عراق پر جګړې پام ورټول او افغانستان ته یې چندان پام نه کاوه.''

د محمود شاه په خبره، د امریکایانو له لوري د افغانستان د بیارغاونې لپاره د یوه پروګرام نشتوالي او په افغان جګپوړو چارواکو کې د فساد ډېرېدو د اورپکو د پیاوړي کېدو لپاره زمینه برابره کړه.

یو شمېر شنونکي د طالبانو په بېرته ستنېدو کې د پاکستان رول مهم بولي؛ او وايي چې په ۱۹۹۴ کال همدغه هېواد طالبان وزیږول او په ۲۰۰۱ کې یې ګڼ مشران هم دغه هېواد ته وتښتېدل.

ګڼ په دې اند دي چې افغانستان کې د تازه تاوتریخوالو اصلي سرچینه د پاکستان په قبایلي مېشت وزیرستان کې ده.

تر ډېره شنونکي په دې اند دي چې د پاکستان امنيتي سازمان د طالبانو د ځپلو وس درلود، خو په وزیرستان کې یې هغوی ته د پټن ځایونو د جوړېدو زمینه برابره کړه.

دفاعي شنونکی ډاکټر حسن عسکري رضوي وايي: ''زما په اند، د پاکستان پوځ د طالبانو پر سر دوه سیاسته غوره کړل. هم یې هغوی زغمل او هم یې مرسته ورسره کوله.''

ایتلافي ځواکونو افغانستان کې لومړي تلفات د افغانستان په سوېل ختيځ کې ولیدل، چې د پاکستان له وزیرستان سره ګډه پوله لري.

له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۶ پورې، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جګړې ټول پام پر جنوب ختيځ بیا په شمال ختيځ یعنې کونړ، باجوړ او موند ایجنسۍ ته څېرمه پر سیمو و، چې دې ټولو له پاکستان سره ګډه پوله لرله.

په دغو سیمو کې جګړې ددې لامل شوې، چې د پاکستان په بلوچستان کې د طالب جنګیالیو د راغونډېدو مخه ونیسی.

خو طالبانو په اسانۍ له کوتې، چاغي او چمن څخه زابل، کندهار او هلمند ولایتونو ته نفوذ وکړ.

په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۴ کلونو کې، د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښتې وشوې چې پایله یې ددغې ډلې او پاکستاني پوځ ترمنځ د سولې د یوه تړون په لاسلیکېدو تمامه شوه.

په دې سره، د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان ګنې قبایلي سیمې د طالبانو د نفوذ ځای وګرځېد.

لوېديځ چارواکي په دې ګمان دي چې تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو پورې، د افغانستان په سوېل کې ایتلافي ځواکونه د هغو سیمو د لاندې کولو توان نه درلود، چې طالبانو ته ډرې مهمې وې.

لکه د کندهار او هلمند ځينې ولسوالۍ؛ ځکه چې هلته طالبانو ماینونه جوړول، د وسلو زېرمې یې پکې وې، او هلته یې د ځان لپاره دفاعي کرښه جوړه کړې وه.

'پنجاپي طالبان '

په ۲۰۱۰ کې، د امریکايي ولسمشر بارک اوباما له خوا، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د ډېرولو له اعلان راهیسې تر اوسه ایتلافي ځواکونه کندهار او هلمند د طالبانو په شا ته کولو و توانېدل.

خو لاهم اورپکي ډېره شوه او کابل ته څېرمه او ان د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونو ته هم ناامنیو سر وکړ.

اوسمهال، داسې ښکاري چې د طالبانو جنګیالیو پر ډله ییزو ځانمرګو بریدونو او پر امریکايي دپلوماتیکو موخو خپل بریدونه ډېر کړي.

همدارنګه، پاکستان کې تازه روزل شوي اورپکي –په ځانګړې توګه وزیرستان کې- تر پوځي روزنې وروسته جنګیالي افغانستان ته استول کېږي.

یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې دغه اورپکي معمولاً پاکستانیان دي چې پخپلو سیمو کې یې ''پنجابي طالبان'' بولي.

دوی ته په بمي بریدونو، وسلو او بم جوړولو کې مسلکي روزنه ورکړل شوې، چې تر ډېره د حقاني له شبکې سره تړاو لري چې په وزیرستان کې روزن ځایونه لري.

په سیمه کې د پاکستان یوې پوځي سرچینې له دغو اورپکو سره د همکارۍ په اړه شک ښودلی، خو د پوځ ویاند اطهر عباس دا موضوع ''جوړه شوې دسیسه'' بللې ده.

هغه پخپل وروستي لیکلی پیغام کې ماته لیکلي وو چې: ''څه چې ویل شوي، پوچ دروغ دي.''

په داسې حال کې چې امریکايي چارواکي په کابل کې د وروستیو بریدونو پړه د حقاني پر شبکې اچول شوې او وايي چې آی ایس آی مرسته ورسره کړې، افغانستان کې له جنګېدونکو اورپکو سره د پاکستاني پوځ د مرستې په تړاو شکونه او ګڼې پوښتنې راپورته شوې دي.

په لوېديځ کې ګڼ خلک په دې اند دي چې افغانستان کې د سولې اصلي لاره باید د پاکستاني پوځ له لوري وموندل شي.

په راتلونکو څو میاشتو کې به دا موضوع او دا چې پاکستان به د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته څومره زړه ښه کړي، تر ډېره په ډاګه کړای شي.

د بي بي سي د سرچینو په حواله، له ۲۰۰۹ کال راهیسې دغه اورپکي د افغانستان پولې ته د پاکستان په پوځي ګاډو کې راوستل کېږي چې د امریکايي څارګرو الوتکو له بریدونو افغانستان ته خوندي ورسول شي.

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.