pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

د پښتو بازار

 

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی
 

 

 

پښتانه لا اوس هم شته؟

د پښتنو د شته والي، شمير او تاريخ په هکله په افغانستان کې دننه او د افغانستان څخه بهر ډيرې خبرې او تبصرې روانې دي. ځينې يې شته والې په افغانستان کې بې ارزښته ګڼي، ځينې يې شمير په افغانستان کې د څلويښتو فيصدو څخه ټيټ بولي او ځينې يې د تاريخي قدامت څخه سترګې پټوي او د نورو پرديو قومونو پورې يې تړي.  سره له دې ټولو خبرو، زما د دې ليکنې موضوع د پښتنو شته والی، شمير او يا تاريخي قدامت نه دی، ځکه »لمر په دوو ګوتو نه پټيږي « او واقيعتونه څرګند دي. که دښمن هرڅومره پلمې جوړې کړي، مګر بيا هم د بري تر منزله  نه رسيږي او واقيعت رابرسيره کيږي.
                        پۀ دې ليکنه کې زما دعوه دا ده چې اصيل او رښتينې پښتانه د خاورو لاندې دي او دا اوسني خلک چې په پښتو ژبه خبرې کوي يواځې د ژبې په لحاظ پښتانه دي مګر د اصولو په لحاظ پښتانه نۀ دي.
                        پښتو ځانته خپل قوانين او اصول لري چې هغې ته پښتونواله وايي او همدا پښتواله ده چې د يو پښتون هويت ثابتوي او د همدې پښتووالې له کبله يو انسان ته پښتون ويل کيږي. که چيرې يو تن يواځې پښتو ژبه زده کړې وي او بې له کوم مشکل نه پرې خبرې کوي ترڅو چې په نوموړي تن کې د پښتونوالې اصول موجود نه وي هغه ته پښتون نشي ويل کيدای.
                        د بيلګې په توګه روسانو په مسکو او هندوستانيانو په ډيلي کې د پښتو ژبې زده کوونکو ته د پښتوژبي ليسانس، ماسټر او دوکتورا بري ليکونه ورکول چې ډيرو پښتنو د همدې هيوادونو څخه بري ليکونه ترلاسه کړي دي، مګر مونږ نوموړو روسي او هندي استاذانو ته پښتانه نشو ويلی .  همداراز نن سبا امريکايان او انګريزان د خپلو سياسي او نظامي ګټو پۀ خاطر د پښتو ژبې زده کړه کوي او ښايي ځينې يي پدې بريالي هم شي چې پښتو په مکمله توګه زده کړي، د پښتونوالې پۀ ډيرو مهمو رواياتونو، اصولو او اخلاقو ځانونه هم پوه کړي، مګر مونږ بيا هم دوی ته پښتانه نشو ويلی ځکه د پښتونوالې پۀ اصولو سمبال نه دي او د دې مکتب پۀ کړنلاره نۀ پوهيږي.
                        اوس به راشم دې ټکي ته چې پښتون په کومو خصوصياتو پښتون کيږي او دا خصوصيات ولې د اوسنيو پښتنو په مينځ کې نشته .   دا څوخصوصيات يواځې دبيلګې پۀ توګه راخستل شوي دي  .   پوره خصلتونه کولای شئ د محمدګل خان مومند پۀ (پښتو سيند) او صديق الله رښتين په (پښتني لارښود) کې ولولئ.
                        د پښتونوالې يو لوی خصلت د يو بل سره ښيګڼه کول دي .  ښيګڼه د خپل، پردي او ګاونډي سره »د پښتني قانون يو لوي صفت دی «   (صديق الله رښتين، پښتني لارښود، ٤ مخ).   پښتانه پۀ دې باندې مشهور وو چې د يو بل سره ښيګڼه وکړي او د دې ښيګڼې پۀ خاطر د خپلو شخصي ګټو څخه تيرشي.  پخوانيو پښتنو د ټولنې او ولس پۀ ښيګڼه کې خپله ښيګڼه ليده، مګر لۀ بده مرغه نن ګورو چې د پښتنو لۀ مينځ څخه ښيګڼې جامه ټو له کړې او د غريب، بيوزلي، ګاونډي او ولس سره د مرستې او نيکۍ ځای پيسې، خودخواهۍ او بدبينۍ نيولی .   هرڅوک پۀ دې هڅه کې دی چې څنګه ځان موړ او بل وږی کړي او خپل جيبونه ډک کړي. نني پښتانه پۀ دې هڅه کې دي، که د حرامې لارې څخه وي او که د حلالې لارې څخه، خپل ځانونه شتمن او قدرتمن کړي، پۀ نورو ظلم او تيری وکړي او د هغوی حق وخوري.
                        پۀ وعده باندې وفا کول نه يواځې دا چې يو اسلامي رکن دی بلکې د پښتونوالې پۀ اصولو کې هم لوړ مقام لري. لوی څښتن (ج) پۀ پاک قران کې امر کړی دی: »و اوفو بعهد الله اذا عهدتم و لا تنقضوا الايمان بعد توکيدها وقد جعلتم الله عليکم کفيلا ان الله يعلم ما تفعلون « (النحل، ٩١ آيت)
ژباړنه :  او وفا کوئ تاسي پۀ عهد د الله کله چې پۀ خپلو منځونو کې سره عهد وتړئ او مۀ ماتوئ تاسې عهدونه خپل وروسته د محکم کولو د هغو حال دا چې پۀ تحقيق ګرځولی دی الله پر خپلو ځانونو شاهد؛ بيشکه الله ته معلوم دي هر هغه څه چې تاسې يې کوئ.
                        بل ځای پۀ قران کريم کې راغلي دي : » . . . واوفو بالعهد ان العهد کان مسئولا « (بنی آسرائيل، ٣٤ آيت) ژباړنه :  او وفا کوئ پۀ عهد، بيشکه چې عهد دی پوښتيدلی شوی. 
                        کله به چې پښتون د چا سره وعده وکړه نو پۀ خپله وعده به يې وفا کوله او هغه به يې پرځای کو له. »بې وعدې او بې ژبې سړي ته پۀ پښتني ټولنه کې هيڅ ارزښت نۀ ورکول کيږي. «   (صديق الله رښتين، پښتني لارښود، ٥ مخ).  د پښتنو د ژوند ټولې چارې د ژبې او وعدې پراساس ولاړې دي، مګر له بده مرغه نن ګورو چې پښتانه نۀ يواځې دا چې د خپلوخلکو، ولس او خاورې سره يې وعده پرځاې نکړه بلکې دخپل کهول د چاپيريال سره هم په ټګۍ روان دي.
                        رښتيا ويل او پۀ صداقت سره معامله کول هغه احکام دي چې لوی څښتن (ج) د هغو يادونه او امر په قران عظيم الشان کې څو څو ځله کړې ده.  د همدې رښتيا او صداقت څخه عدالت رامينځته کيږي او عدالت د اسلامې ټولنې بنياد او د پښتني قانون پۀ اصولو کې لوړ ځای لري.  مسلمانانو ته د رښتيا ويلو، پۀ صداقت سره معامله کولو او د عدل پرځای کولو امر شوی دی. خدای (ج) پۀ سپيڅلي قران کې فرمايلي دي :  »يايهاالذين امنو کونوا قوامين الله شهدآ بالقسط ولا يجر منکم شنان قوم علی الا تعدلوا اعلوا هو اقرب للتقوی واتقوا الله ان الله خبير بما تعلمون « (المآئده، ٨ آيت)
ژباړنه :ای هغوکسانو چې ايمان موراوړی دی اوسئ تاسې محکم ولاړ (پۀ حق باندې) لپاره د الله (اوسئ تاسې) شاهدان پۀ قسط (عدل او انصاف) سره او نه دی باعث کړی تاسې دښمني د يو قوم پۀ دې باندې چې عدل او انصاف به ونه کړئ تاسې، عدل وکړئ تاسې، همدا (عدل) ډير نږدې تقوی ته، او وويريږئ تاسې له الله، بيشکه چې الله ښه خبردار دی پۀ هغو اعمالو چې کوئ يې تاسې.
                        پښتنو د پښتونوالې پۀ قانون کې رښتيا او صداقت ته لوړ مقام ورکړی او دا يې د غورو او منلو صفتونو لۀ جملې څخه ګڼلي دي.  پښتنو دروغو او ناروا ته پۀ سپکه سترګه کتلي دي او دا يې ډير ناوړه خويونه ګڼلي دي.  پښتانه دا مني او وايي چې حق د خدای نوم دی »نو ځکه د حق او صداقت منل او رښتيا ويل د خدای(ج) د خدايي رښتيانی منښت دی. « (صديق الله رښتين، پښتني لارښود، ٩ مخ)
                        که د نننيوپښتنو چلند ته وکتل شي نو څوک به داسې پښتون پيدا نکړي چې د بل پښتون او يا مسلمان سره د رښتيا او صداقت د خصوصياتو پراساس معامله وکړي.  دنيايي خواهشاتو او خودغرضيو د پښتنو سترګې پۀ دې اندازه ړندې کړي دي چې پرته د دروغو او دوکې بل څنګه معامله نۀ کوي. خپل او پردي ته ټګ وي. د ورور او د کاکا د زوی نه تربور جوړ کړي. پۀ دې هڅه کې وي چې خپل ورور، عزيز، ګاونډي او بل پښتون، افغان  او مسلمان ته څنګه دسيسه جوړه کړي، څنګه د بل پۀ مال قبضه وکړي او څنګه بل ته تاوان ورسوي.
                        پت او عزت ساتل د پښتنو ستر خصوصيت دی چې پښتنو د پت او عزت پۀ ساتنه سرونه ورکړي. پت او عزت ساتل پۀ پښتنو کې يواځې د کورنۍ، کهول او کلي پۀ سطحه نۀ، بلکې د هيواد او ولس پۀ سطحه دی. نن ګورو چې پښتانه پۀ انفرادي توګه د خپل ځان او کورنۍ د پت او عزت نه دفاع کوي مګر پۀ ولسي او ملي سطحه بيغمه ناست دي.  کله چې د پښتون د هيواد پۀ هرګوټ کې د پښتون پت او عزت ته سپک کتل شوي دي، پښتون د هغې پۀ مقابل کې پاڅيدلی او د خپل پت او عزت نه يې دفاع کړې ده، مګر نن ګورو چې پۀ ټول هيواد کې د افغانانو پت او عزت د خطر سره مخ دی، تيري پرې کيږي مګر پښتانه يې پۀ مقابل کې کوم عکس العمل نه څرګندوي.
                        که د پښتنو تاريخ ته وکتل شي نو د پښتنو چارې پۀسلامشورې او جرګو سره کيدلې او د پښتنو ټول کړکيچونه لۀ دې لارې څخه حل کيدل.  د مشر او کشر ځای معلوم و، خبرې ته غوږ ايښودل يو مهم اصل و او تړه او تړون موجود و او ټولنيز ارزښت يې درلود. پۀ نننيو پښتنو کې داسې حالات راغلي دي چې د سلا او مشورې ځای شخصي، ډله ايزو او ګوندي ارزښتونو او د جرګې ځای سياسي لوبو نيولی دی.  کشران د مشرانو لارښود شوي دي، د مشر خبره کومه مانا نه لري او تړه او تړون د پرديو پۀ ملاتړ بدل شوي دي.
                        دلته د يادونې وړ ده چې د پښتنو او پښتونوالې خصوصيات او اصول پۀ دې څو ټکو نه خلاصه کيږي، دا ځانته يو جلا بحث دی. د پورتنيو مهمو خصوصياتو د يادونې مقصد د اوسنيو پښتنو پۀ مينځ کې د دې ټکو کمزوره کيدو ته ګوته نيول دي.  د دې خصوصياتو کمزورتيا پۀ اوسنيو پښتنو کې دا ثابتوي چئ پښتانه پۀ اصولي لحاظ نشته او يواځې د ژبې پۀ لحاظ ژوند کوي.
                        د يو انسان پيژندنه د هغه د هويت پراساس کيږي. کله چې يو انسان هويت ونلري هغه پيژندنه هم نلري.  همدا هويت دی چې يوې ټولنې ته ژوند او بقا وربخښي.  کله چې يوه ټولنه خپل هويت لۀ لاسه ورکړي نو کيدی شي چې پۀ فزيکي لحاظ به ژوندۍ پاتې وي، مګر پۀ معنوي او واقعي لحاظ له مينځه ځي.
                        که پښتانه غواړي چې پۀ رښتينې سره پښتانه پاتې شي نو دوی بايد د پښتونوالې اصولو ته راستانه شي او پۀ دې جامه ځان سمبال کړي.  د پښتنو بقا پدې کې ده چې د پښتنو، افغانانو، مسلمانانو او انسانانو سره ښيګڼه او نيکي وکړي، پۀ خپله وعده وفا وکړي او پۀ رښتيا او صداقت سره چلند وکړي. د ظلم، ناروا او تيري پۀ مقابل کې ودريږي او خپله پښتونواله ثابته کړي.  که چيرې دوی پۀ دې لار روان شي نو نۀ يواځې دا چې د پښتونوالې اصول به يې پوره کړي او سر ته رسولي وي، بلکې خدايي اوامر به يې هم پرځای کړي وي.
اوس د بيمورده او بيځايه جګړو، وژنې، مرګ ژوبلې، ټوپک، تربګنيو او دښمنيو وخت تللی دی .   اوس بايد پښتانه حالات وپيژني، لکه د خپلو پلرونو او نيکونو پۀ څير پۀ خپلو مينځو کې سلامشورې ته کښيني، د مشر او کشر ځای، حق او صلاحيت معلوم کړي، او خپلې چارې د جرګو او مرکو لۀ لارې حل کړي..  يواځې لۀ دې لارې څخه به پښتانه وکړی شي چې خپل پت او عزت وساتي او پۀ نړۍ کې سرلوړی ژوند وکړي.  *
 
اخستن ځايونه
قران کريم (١٣٦٥ لمريز)، کابلی تفسير: پښتو ترجمه او تفسير، پيښور ښار :   تاج محل کمپنۍ .
صديق الله رښتين (١٩٩٩ زييځ)، پښتني لارښود،  کليفورنيا، د امريکا متحده ايالات :  سباوون .


سرپاڼه

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2018 Sabawoon. All rights reserved.