pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

د پښتو بازار

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
راتلونکی افغان حکومت؟!!
     
نظرمحمد مطمئن

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
قدرمنه! تاسي او ټولو ملګرو ته له الله عزوجل څخه د خوشحاله ژوند او روغتیا غوښتنه کوم.
د (راتلونکی افغان حکومت؟!!) ترسریک لاندې لیکنه درته استوم، هیله ده چې ستاسي په پاڼه به د خپریدو ویاړ ولري.
مننه


دمجاهدينوخپلمنځې جنګونه پيل شوې وه، په کابل کې شوری نظار، په کندهار کې ګل آغا، ملانقيب، اميرلالی، استاد عبدالحليم او حاجي سرکاتب، په هرات کې تورن اسماعيل خان، په بلخ کې عبدالرشيد دوستم او استاد عطاء محمد، په ګرديز کې د مولوي منصور صاحب او مولوي جلالدين حقاني ډلي،په کندز کې اسلامي حزب او شوری نظار، په ننګرهار کې د حاجي قدير په مشرې مشرقي شوری (حاجي قدير، استاد سازنور، فضل الحق مجاهد، قومندان شمالي خان، انجنيرمحمود او حاجي زمان)) حکومت جوړ کړی وو، په يادو شوو ځايونو کې چې د موقعيت له امله يې اهميت درلود اوس مهال هر پورته ياد شوی ولايت د زون مرکز دی، په خوست کې مولوي جلال الدين حقاني، اسلامي حزب او اتحاد اسلامي (تر ټولو ځواکمن قومندان په جنوب ختيځه سيمه کې مولوي جلال الدين حقاني وو)، او داډول په باميانو کې د اهل تشيع حکومتونه موجود وو، په پکتيکا کې مولوي فريد الدين محمود او په هلمند کې لومړيو وختونوکې اميرحفيظ الله خان او وروسته ملامحمد رسول آخند واکمن وه.
د ننګرهار او هرات څخه پرته په ټولو سيمو او له زون سره څيرمه ولايتو کې د مجاهدينو ترمنځ خپل منځي جګړې رواني وې، هرات کې هم په هغه وختونو کې د تورن اسماعيل او پښتون قومندانانو ترمنځ کله ناکله نښته کيدله، خو بيا هم د نورو ولايتونو په پرتله د امن او ارام ولايتو په کتار کې وو.
ننګرهار يواځنی ولايت وو چې د مجاهدينو له راتګ څخه وروسته تر ډير وخت پوري ارام وو، او دننګرهار خلکود سولي کور نوم ورته ايښی وو.
دمجاهدينو له کاميابې او د نجيب د حکومت له نسکوريدو وروسته د ننګرهاراسلامي پوهنتون د کانکورازموينه لدې امله وه چې پدې ولايت کې د مجاهدينو ترمنځ خپلمنځي جنګونه او مخالفتونه نه وه. دننګرهاراسلامي پوهنتون حزب اسلامي ته په ونډه کې رسيدلی وو او د طب پوهنتون د مولوي خالص صاحب د اسلامي حزب په ونډه وه.
۱۳۷۱ ل کال وو، د جلال آباد ښار څخه تورخم ته موږ دوه ملګري د يو سيټ لرونکې ډاډسن په مخکې چوکۍ کې د ډاډسن له چلوونکې سره ناست وو. د افغانستان د خلکو عادت ګرځيدلی چې هر ځای سياسي بحث کوي. له لنډ مزل وروسته موږ چلوونکې ته وويل چې له خبرو او په مسايلو له پوهاوي، د جامو له پاکوالي څخه څرګنديږي چې ته موټروان نه يې؟ هغه موږ ته په ځير ځير وکتل، ويې ويل چې تاسي محصلين ياست، نو ځکه ستاسي سره خبري راته په زړه پوري دي، له نورو سپاريانو سره زه هم ډيري خبري نه کوم.
چلوونکې خبروته دوام ورکړ او ويې ويل: د جهاد په وخت کې قومندان وم، مجاهدين مې درلودل، الحمدلله په کلي او کور کې ښه نوم لرم، د سرخرود د عربانو(ځايې افغان عربان) څخه يم، اوس مې هم کليوال او پخواني مجاهدين قدر، عزت او احترام کوي، کله چې مجاهدين کامياب شول ، د نجيب حکومت نسکور شو، په ډيرو سيمو کې خپلمنځي جنګونه پيل شول، مانه غوښتل چې په دغه ډول جګړو کې ورګډشم. له کاميابي وروسته مې ټوله سلاح او څه چې مې درلودل، خپلو مشرانوته تسليم کړل، ومې ويل چې زموږ هدف د الله عزوجل رضا او د اسلامي حکومت راتګ او د کمونستي نظام له منځه وړل وو. اوس چې هيواد ازاد شو، نور خپله غريبي او مزدوري کوم چې اولادوته حلاله ګوله ډوډۍ پيداکړم. هغه وويل چې الحمد لله ډيرخوشحاله يم. ډاډسن د جلال آباد – تورخم په لاره چلوم او خپلو بچيانو ته حلاله روزي ګټم.
پخواني قومندان اوسني موټروان يوه تاريخي او نه هيريدونکې کيسه وکړه، هغه وخت ماته د کيسي ارزښت او اهميت دومره نه ښکاره کيدی لکه چې په وروسته وختو کې زه د هربدلون په ليدو د کيسي ارزښت او په ځای لګيدو ته متوجه شوم.
موټر چلوونکې وويل: د جهاد د وخت وروستي وختونه وو، مجاهدينو پرله پسي برياوې درلودې، مجاهدين او مهاجر خوشحاله وو چې هيواد ته به ستنيږي ، د اتلانو په ډول به يې ښه راغلاست او احترام کيږي، په هيواد کې دننه به ارام او سوکله ژوند ولري.
يوه ورځ په پېښور کې يوه وتلې او نامتو عالم ته ورغلم. مازيګرمهال وو، ورسره کيناستم. زه هم د نورو مجاهدينو او مهاجرو په څير خوشحاله وم. چې هيواد مې د ازادۍ په درشل کې دی، فاتحان به هيواد ته ستنيږو، هلته به ارام له قدر او عزته ډک ژوند کوو. همدغه بحث د مهاجرو په ديرو او حجرو کې هر ځای کيدی.
وتلې او نامتو عالم راته وويل چې قومندان صاحب! مه خوشحاله کيږه، ما په کتاب (کيدای شي کوم تاريخي کتاب چې د راتلونکي په اړه به يې وړاندوينه کړی وي او يا هم د کوم پوه نظربه يې په کتاب کې ليدلی وي او قومندان ته به يې ويلی وي) کې ليدلي دي چي:
روسان به په افغانستان کې ماتي خوري، او ددوی ګوډاګی حکومت به له منځه ځي، مجاهدين به کاميابيږي، حکومت به ددوی لاس ته ورځي، خو مجاهدين به له کاميابيدو وروسته په خپلو منځو کې جنګونه پيل کوي، او هرځای به جنګونه وي، هرځای به بېلابېل حکومت وي، له ولس او خلکو سره به يې چلند ناوړه وي. خلک او ولس به له مجاهدينو څخه په تکليف وي، ددوی د ځينو ناوړه عملونه به ولس ته د زغملو نه وي، اوسني ځينې مجاهدين به (ددوی د بدوعملو له امله) ډير زيات بدنام شي او دمجاهداوسنی نوم به نور(دمجاهد په نوم د ناوړه کړنو له امله) د سپيڅلتيا او پاکي استازيتوب نه کوي، خلکو ته به دغه نوم د مجاهد په نوم د ناروا کړنو له امله منفور او بد معرفي شي. له دغو ټولو بديو او ناوړه کړنو سره سره به مجاهدين بيا هم دومره ځواکمن وي چې د هيچا به زور او وس پرې نه رسيږي، ولس به يې له کړنو څخه ناارامه وي خو د بدو عملو څخه د مخنيوي توان به يې نه لري. ورځ تربلي به دغه حالت خرابيږي او هيواد به د انارشي او بد اخلاقي په لور روان وي. افغانان به له دغه ډول بد حالت څخه سخت مأيوس شي، د حل لاره به يې هم ورته نه معلوميږي، ځکه چې واک او ځواک به له همدغو توپک لرونکو سره وي. پاک او سم مجاهدين به پدغه وخت کې په کورونو کې ناست وي، هغوی به هم د عام ولس په ډول د مجاهدپه نوم د بدو اوناوړه کړنو مخنيوی نشي کولای او له دغه ډول حالت څخه به ځوريږي خو زور به يې نه رسيږي.
يوه ډله مسلمانان به هغه وخت راپيداشي چې ولس او ټولنه او په کور ناست پاک او سپيڅلي مجاهدين نور د مأيوسي بد حالت ته رسيدلې وې، دغه ډله به ډيره وړه ډله وي، د بې لاري شوو مجاهدينوسره به جګړه پيل کړي، هغه مجاهدين چې د زيات ځواک او زور خاوندان وي دهمدغي وړي ډلي لخوا به پسي اخستل کيږي، دغه ډله به د ولس له منځه راپيداکيږي او دوي به دومره قوي شي چې ټول دغه بې لارې شوي خلک به پسي واخلي او ماتي به ورکړي.
کله چې نوموړي ډله قوي شي، او په خپل منځ کې جنګ کوونکې مجاهدين له منځه يوسې، دوی به حکومت جوړکړي، ددوی حکومت به دومره قوي وي چې داځل به د هيچا وس هم پري نه رسيږي، او دابه خاص ډله وي، موده وروسته به په دغه ډله کې هم ځينې خراب او بې لاري خلک پيدا شي، ولس به ځوروې، او له ولس سره به ناسم چلند کوي.
دا ډله به دومره قوي وي چې دولس ځينې ناراض، شړل شوي او بې لارې شوي مجاهدين او توپک لرونکي به يې د مقابلي توان نه لري. دوی به اسلامي حکومت جوړ کړي او ستونزی به هم لري. داچې په هيواد کې دننه او د ګاونډيو هيوادو له مخالفت سره سره به بيا هم په دغه ډله د چاوس او قدرت نه رسيږي او دابه يوه قوي ډله وي.
د همدغي ډلي د له منځه وړلو لپاره به ملګري ملتونه (نړيوال قوتونه) په افغانستان حمله کوي او دغه قوي ډله به په ډير لږ وخت کې له منځه يوسي، د دغي ډلي له منځه وړلو وروسته به بيا په هيواد کې جنګونه پيل شي، او جنګ به دوام وکړي، پدغه وخت کې به سم او ناسم ښه وپېژندل شې ( هغه کسان چې دمجاهدينو او ورستنۍ ډله کې دکمزوري ايمان لرونکې وي هغوی به له خپلو ډلو څخه جلا اونړيوالوقوتونو ته به غاړه کيږدي، هغه ريښتيني مجاهدين او د ورستنۍ ډلي اهدافو ته ژمن مجاهدين به ارام کښېنني د نړيوالوسره به جهاد پيل کړي). د نړيوالو قواوو راتګ به مجاهدين چاڼ کړي، سم او تکړه به يولوري ته ، کمزوري او ناسم به بل لوري ته شي. کله چې دغه کار ؤشي، سم ناسم ښه چاڼ شي، نړيوال قوتونه به په افغانستان کې ماتي خوري او له هغه وروسته به د چاڼ شوو مجاهدينو چې د ټولو ګوندونو ريښتني مجاهدين او اسلامي اهدافو ته ژمن کسان به پکې وي سوچه او قوي اسلامی حکومت په افغانستان کې منځته راځي.
موټر چلوونکی د ساده جامو لرونکی د مجاهدينو قومندان وو، دهغه پورته کيسه په ۱۳۷۱م ل کال کې ماته دومره د پام وړ نه برېښېدله، فکر مې کاوو چې دا به هم د حضرت صاحب د خواخوږو په ډول د هغه د خوشحاله کولو په نيت د دده دلارويانو د شپې د ځانه له جوړو شووخوب ليدو په ډول وې.
کله چې په ۱۳۷۳ ل کال کې دکندهار په ولايت کې طالبان راپيداشول، دا باالکل همهغه وخت وو چې نور نو ولس او پخواني په کورناست مأيوس مجاهدين د بې لاري مجاهدينو(ټوپک والو) څخه تر پوزي راغلي وو، هغوي هرډول ناسم چلند او ناسمه کړنه د ټولني او ولس له خلکو سره وکړه، ددوي له منځه وړلوته يوې وړي ډلي طالبانو مټي را ونغښتلي دافغان ولس او اسلامی ارزښتونو ته ژمنو ځوانانو په مټ يې په ډيره تيزي سره د هيواد ۹۵٪ ځمکه تر خپل کنټرول لاندې راوستله، دغه ډله په ډير لږ وخت کې دومره قوي او ځواکمنه شوه، چې دچا په خيال کې هم نه را ګرځيدل چې دا ډله به په اساني سره له منځه ولاړه شي، دا ډول د ګاونډيو هيوادو (ايران،پاکستان، هند، چين ، تاجکستان، ازبکستان او روسيې) سره يې هم په اړه تشويشونه پيداشول. د يادو شوو هيوادونو وروسته د طالبانو په اړه د نږدې ټولي نړۍ سره تشويش وو، چې په سرکې يې امريکا، روسيه او اروپا وه.
ډيرځله مې د موټر چلوونکې پورته کيسه د طالبانو لوړ پوړو او ټيټ پوړو کسانو ته کړي وه، او ويل مې چې د روسانو ماتي، د کمونستي نظام نسکوريدل، د مجاهدينو کاميابې، دځينو بې لاري مجاهدينو خپلسري او ناسمي کړني اوپه ولس او ټولنه کې يې منفوريدل، د طالبانو پيداکيدل او ددوی لخوا د بې لاري مجاهدينو له منځه وړل خو رښتيا شول. دا چې وروسته به څه پيښيږي وخت به يې ثابتوي، خو ډاډه وم چې دغه مرحلي به يو په بل پسې تکراريږې.
د امريکا په مشري د ناټو (نړيوالو قواوو) راتګ او زموږ په هيواد يرغل يې هم موږ په سترګو وليدی، که نړيوالو قوتونو زموږ په هيواديرغل نه وای کړی، دهغه وخت او شرايطو په پام کې نيولو سره داسي نه بريښده چې په طالبانو دي کومه ډله بريمن شوې وای.
کله چې امريکا او ملګرو يې په ۲۰۰۱ز کال کې زموږ په هيواد يرغل وکړ،له ډيرو بدبختيو، ورانيو، وژنو، نيونو او بې ګناه افغانانو زنداني کولو سره سره يې زموږ لپاره يوه ښه لاسته راوړنه چې وړاندوېنه يې شوی وه دا وه چې سم او ناسم (ريښتينې او ناريښتينې مجاهدين ، اسلامې اهدافو، ولس او هيواد ته ژمن مسلمانان) يې چاڼ او سره بېل کړل.
وروستنۍ مرحله را روانه ده ، د لوی ازميښت مرحله ده، د امريکا په مشرې ناټو ماتي خوړلي، انشأالله لېري نه ده چې د ناټو قواوو وتل به هم د روسي قواوو په څير ووينو.
د نړيوالو يرغلګرو قوتونو تر ماتي او وتلو وروسته به په رښتيا هم د ټولو ډلو (پخوانيو ريښتينو مجاهدينو، طالبانو، په ولس کې دننه اسلامې اهدافو، هيواد او ولس ته ژمنو) چاڼ شوو مسلمانانو لخوا په ګډه يو محکم او سوچه اسلامي حکومت جوړ او دغه ډلي به يو بل ته غيږې خلاصي کړي که نه؟
د طالبانو وروستنۍ رسمي اعلاميې ښيې چې په راتلونکې افغان حکومت کې به حکومت منحصر نه وي او ټولو معتقدو، اسلامي اهدافو ته ژمن، اهل نظر او اهل علم کسانو ته په حکومت کې ځای شته او ددوی له تجربو څخه به د هيواد په ګټه کار اخستل کيږي.
د اسلامي ګوند مشر ښاغلي حکمتيار هم په خپلو ويناو او ليکنو کې څرګنده کړي ده چې يوه شيبه ازادي تر سل کاله غلامي ښه ده، او دايې هم څرګنده کړي که په هيواد کې اسلامي نظام او حکومت وي، نو د سل کلن انتظار حوصله لري، خو د يوې شيبي لپاره د غلامي او نړيوالو يرغلګرو قوتونو سره يوځای کيدو حوصله به ونه لري.
دواړو ډلو په خپلو اعلاميو کې څرګنده کړی ده چې خپلو پخوانيو تيروتنو ته يې پام کړی او په راتلونکې کې ددغه ډول تيروتنو دمخنيوې لپاره لاس په کار دي.
وخت به وښيې چې د مقاوت د ډلو حوصله او لمن به دومره پراخه وي چې ټول پخواني ريښتيني مجاهدين، مختلفو لورو ته په هيواد کې دننه او بهر منسوب، په هيوادکې د ننه ولس او خاوري ته ژمن به د يوه قوي راتلونکي اسلامي حکومت په دايره کې را ټول او ومني.
پای
۳۰ مرغومى ۱۳۹۰

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2017 Sabawoon. All rights reserved.