pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

د پښتو بازار

 

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی
 

 

 
  A Political Nightmare
یــو سـیاسـي ترهـه ناک خوب
 
ژباړن او مفسر: ډاکټر رحمت ربی زیرکیار
   
لیکوال: بروس ګ. ریچاردسن

ژوند سخت دی. ځینې کارونه خو ټول زړه سواندتیا، منطق، اسـتد لال او تفاهم د پـښو لاندې کوي ـ په ځانګړي ډول د ټول افغان ولس لپاره چې جنګ ـ ځپلی هیواد یې د پرله پسې محاصرې لاندې په کړاو اخته شوی دی

د شوروي ـ افغان جنګ (۱۹۸۹-۱۹۷۹) له پیل راهیسې، د افغانستان په سیاسي منظره کې د هغو افغانانو هیلې او خوبونه یرغمل شوی دي چې د یرغلګرو پوځونو، اجیرو ملیشو ، هیواد ـ دښمنه همکارانو، جنګي ډلو، او د نورو سیاسي موجودیتونو د جنګ په څلور لاری کې ښکیل شوي دي. شمالي ټلواله («شمالي ډالروله») له هغو ایرو نه راپورته کیـږي چې دوی یې په خلق کولو کې لاس لاره. دغه ډالرواله چې په ناراحت کوونکي، نګران کوونکي، او ټیټ او سپک تاریخ کې غښتلی مقام لري ، هڅانـده ده چې یو ځل بیا ځان راژوندی کړي. د ولسمشرۍ هیله من ډاکټر عبدالله عبدالله چې په واقعیت کې عبدالـډالر عبد الـډالر دی، یو څه وړاندې په مطبوعاتي کانفرانس کې داسې نیوکه کړې وه:«حکومت لږ څه کړی دی چې اقتصاد غښتلی کړي، مواصلاتي جال وغځوي، او خلک له هغه پرله پسې غربت نه راوباسي» چې د کرزي د لس کلنې واکمنۍ په پیر کې یې په برخه شوی و. خو د ارمانجنو سیاستوالو شرمیدلی منطق،عـذابناکه وینا او تشې چغـړبې د رټل شوو ، محروم شوو او سپک شوو پرګنو زویرګي نشي در مل کولی ـ په تیره د هغو سرټـیــټـو سیاسي مــداریانو بې خــونده او بې ژمنې چغـړبې چې کــه جــنایي پـړ پـړه (دوسیه) یې نه وي رامنځته شوې یا څر ګنده شوې لږ تر لږه خو مشکوک شخصیت لـري. شمالي ټــلواله یایې سیـورې (ملی اتلاف ) د روسیې، ایران، او د بوش او اوباما د ادارو لپاره اجیر او مطلوب سیاسي موجودیت و او دی. دغه جوړښت په خپل دلال رول کی د شوروي یرغل او نیواک مرسـتندوی او مخلص سازمان و ، او اوس د امریکې د یرغل او نیواک لپاره د خپل شوروي تـجـسد او تجـسم په مـهند سۍ کې لګیا دی. ولـولئ
B. Khan, “Afghanistan’s Troubling Political Landscape”, Asia Times(11/02/2011), page 13A.

داسې بریښي چې یو څوک له بد او ترهه نا ک خوب نه راویښ شوی وي او ګوري چې شمالي ټلواله چې مستعار نوم یي ملي اتلاف دی، د امریکې د ادارې له خوا د دې لپاره روزل شوې ده چې په افغانستان کې یې دقدرت چپنه په اوږو ور واچوي. د بشر دحقوقو د څار (هیومن رایټس واچ) له مخې، په ۲۰۰۹ زییز کی لږترلږه اویا(۷۰) نومانــدانو (کانـدیـدیـتانو) چې د شمالي ټــلوالې ســره یې اړیکې لــرلې ځانونه د ولسمشرۍ د کــرســۍ لپاره ښودلي وو. د انتخاباتو قـوانینود هغو نومانـدانو مخه ونیوله چې د غــیر قـانوني وسله والو ډلو سره یې اړیکې پالـلـې. د کرزي حکومت نږدی پنځــوس (۵۰) تنه نور اشخاص منع کړل چې د غـیرقانونی وسله والو ګروپـونو د غــړو په څیر پیژندل شـــــوي وو. خو د غټو قدرتمنو جنګسالارانو له جملې نه ډیرو دغه ممانعت شـڼـډ کړـ په دې ډول چې خپلې ملیشې يې د شخصي امنیتي کمـپنـیـو په نوم را جستر کړې. کـرزي ته د نږدې او غــټو متحــدینو له جملې نه ډیر یې په دې تورن شو ي ووچې د بشر د حقوقو په تجاوز او د جنګ په جنایتــونو کې یــې ارت لاس لاره. د بشر د حقوقو څار غوښتنه کړې وه چې مرستیال ولسمشر کریم خلیلي او پخوانی لوي درستیز عبدالرشید دوستم (مشهور په« ګیلم جم») د ې دجنګ د جنایتونو د اتهام له امله خاصې محکمې ته را وغوښتل شي. خلیلی د زرګونو بیګناه انسانانو په وژنه تورن شوی دی. د کرزي بل مرستال ولسمشر قسیم فهیم او دغه شان د انرجۍ د چارو پخونی وزیر اسماعیل خان ته د بشر دحقوقوسازمانونو ګوته نیولې وه چې د خورا بدو مرتکبانو په ډله کې شمیرل کیـږي. په مارشال فهیم باندې تور لګول شوی دی چې پخوا یې د کمونیستي مخفي پولیسو د مشر په څیر خدمت کړی و، په ۱۹۹۰ کلونو کې یې دجنګ بندیان وژلي وو اود انسانانو په تښتولو او نورو جنایتونو کې یې برخه اخیستې وه. ولولـئ

“Post-Taliban Afghanistan”, Afghanistan: A Search for Truth. By Bruce G. Richardson (2009), pages 270-273.
امریکایي بروس جي ریچارد سن چې په افغانستان کې لا د روان ۳۲ کلن جنګ او د دغه سـپـیره پـیر د سیاسي ډلو ټـپلو د ګډوډیو او د خپل هیواد(امریکې) د کرغیـړنو سیاستونو په اکله کره (دقیق) معلومات لري، په حقیقت پسې لالهـند متـقاعد لیکوال او ژورنالست دی. پخوا یې لیکنې په د ې امریکایي مهالـیزو کې خپرید لې: نیویارک ټایمز، لاس انجلیس ټایمز، واشنګـټـن پوست، او والستریت جورنل

مارشال فهیم په دې هم تورن شوی و چې د نشه یي موادو په راشه درشه کې اړیکې لري. نوموړي په ۲۰۰۱ کې په افغانستان باندې د امریکې د یرغل په مهال د سي آې أئ (سینترل اینتـیلـیجنس ایجنسي) سره هغسې نږدې همکاري کوله لکه د شورویانو سره چې یې په افغانستان کې دهغوی دجنګ په مهال کړې وه. د بهرنیو یرغلګرو قواو سره دغسې هـملا سـتیا یوه نمونه ده ، یو سرمشق دی چې د « شورای نظار صفحات شما ل» مشر «امر صاحب» احمد شاه مسعود پکې نوم ویستلی و. لاندې لیکنې ولولئ
Richardson, ibid. Also, Bruce G. Richardson, Afghanistan: Ending the Reign of Soviet Terror (1996, first edition), 106 pages

امریکې د خپل بربــڼـډ یرغل لپاره یوه ګلالئ ادعا راوویستله او هغه داچې د افغانستان «مظلوم خلک» د دمــوکراسۍ په نعــمت ښاد کــړي!؟ د افغانستان نااهــله زوزات (اجیرانو او دلالانو) د امریکې یرغل، په کابل کې په رڼا ورځ د «اهسـته بـرو» په خـوږه کلتوري سـندره ونازاوه. د افغانانو غټ اکثریت د قدرت دلالان رټي
او نفرت ورنه لري! ولې؟ ځکه چې دا سر ټـیټـي اجیران د شورویانو سـره همغاړي وو ( ۱۹۸۹-۱۹۷۹)، نن د امریکی د زړه بریښوونکي او بې حیا یرغل او نیواک سره همـغږي او هملاسي دي، د بشر حقوق یې د پښو لاندې کړي دي، د ولس په ناموس تجارت کوي، د غیرت ګل او پیسه ګل په ماهـیت نه پـوهـیـږي، د استنجا په مها ل ورنه ډالرې او پوڼـډونه تویـیـږي، له خــپل پـرتوګ نه یې د دمــوکراسۍ جـڼـډه جــوړه کړې ده، او په دې ډول یې دواړه دمـوکــراســي او ګړبیــدلی افــغانستان پـه خـپل « چـور ابـاد» اړولــــی دی .که امریکې نوکې حیا او شخصـیت لـرلای، د بې حیا خلکو سره به یې په ازادي بـښونکي افغانستان شریکه معامله نه کولای ـ په هغه
افـغانــستان چې د خپل زوزات په وینو یې د برلـیـن رټلی دیوال رانسکور کړ، ختیزې اروپا ته یې دخپلواکۍ زیری ور کړ ، او د ناټـو موجودیت یې بې هدفه وښود . د دغو اجیرانو او دلالانو د ماهیت په اکله ولولئ
ډاکټر رحمت ربي زیرکیار، د نوي سیاست ا لجبره ( پـیښور، ۲۰۰۶)؛ زیرکیار، شمالي ډالرواله د یو نوي کتاب په تله کې (په ویبسایټونو کې خپره شوې کره کتنه: ۲۹ جون۲۰۰۹ )؛ زیرکیار، شــمالــي ډالرواله په څلور کتابونو کې: « بُلشیت» (سپک) سیاست ( دا لیکنه په ویبسایټونو کې خپره شوې ده):۳۱ـ۷ـ۲۰۰۹

که په ۲۰۰۹ کی د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکو هڅو لپاره یونیک فال و، نو د ۲۰۱۴ په انتخاباتو کې به دا ځانګړتیاوې بې آغیزه نه وي: کړکیچو (مات ګوډ) امنیت، د رای ورکوونکو کمزورې علا قـمندي، اوپه غټه کچه انتخاباتي تـقـلب چې یو شکل یې ‎انتخاباتي پـړسوب(تورم) دی- په دې ډول چې یو رای ورکوونکی به پکې سربیره په خپله رای زیاتې راې ورکوي. ویل کیـږي چې د امریکې مرکزي استخباراتو (سي آې أئ) په افغانستان کې د ۲۰۰۹ په انتخاباتو کې انتخاباتي پـړسوب ( بَلټ سـټفـیـنګ) د دې لپاره کارولی و چې حامـد کــرزی پکې ګـټـندوی شــي. طالبانو د دغو انتخاباتو تحریم اعلان کړی و او د «صلیـبیانو دپروګرام» ټاپه یې پرې لګولې وه
B. Khan, op. cit.

که د انتخابي ماموریت لپاره د یوه نوماند (کانـدیـدیت) په کفایتونو فکر وکړو، باید نوماند ‎په دې غټو ځانـګړتیاو سمبال وي: باید هیواد دوست وي، د جنګ د جنایتونو او د بشر په حقوقو د تیري د نشتـوالي کره لاس وندونه (تصدیق شوي شواهـد) وښئ، او د ولــس د اقــتصادي، ټولــنیزو او کـلتوري اړتــیاو واقعا اغــیزمــنه پــوهه ولــري . د شمالي ټلوالې/ملي اتلاف هغه اشخاص چې د ۲۰۱۴په انتخاباتي دوره کې لالهند دي، د پورتنیو لازمي کفایتونو خاوندان نه دي. یو شمیر افغانان به د جلا لـت چـپـن حامد کرزي د «قدرت» په پای اوښکې توي کړي، خو لا لږ افغانان به هغو کسانو ته رای ورکــړي چې د شــمالي ټلوالې ، جمعیت، شورای نظار او ملي اتلاف په نوم د افغانستان د اشغال په دوام کې خپـلې ملت- دښمنې «شمالی–جمعیتي– اتلافي ګټې» ویني

د یو چا دا عمل چې سیاسي موجود ته بله څیره ورپه سرکړي یا بل نوم پرې کښیـږدي، کومه موخه لري؟ هدف یې دادی چې د خپل قدرت تیر عیبونه، ناوړه عملونه، سپک سلوکونه، او جنایتونه د رای ورکوونکو له کلک شک او کره (دقیق) غور نه پټ کړي. ټول افغان ملت ته ښه په یاد دي چې د اتحادشمال-جمعت - شورای نظار ولسمشر برهان الـدین رباني د ۱۹۹۹ د دسمــبر په ۲۵د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته رکوع وکړه اود جـنګ-خـوړلي افغانسـتان دا مـشروع حـق یې مارچه کړ چې د یرغـلګر شـوروي ا تحاد له وارث (روسیـې) نه د جــنګ تاوان وغــــواړي- په دې ډول چې د دغه تاوان د بخښنې په بدل کې له روسې نه د طالــبانو په ضد وســلې لاســته راوړي! پوتین ته د رباني د ټیټ او سپک لیک ټکي په ټکي کوپي د بـروس ریــچاردسـن پــه ذکــر شوي کتاب کــې ( افغانستان : د حقیقت لپاره یـــوه لــټـــه ، مخونه: ۱۵۱-۱۵۰) لوستلی شئ
Afghanistan: A Search for Truth, op. cit., pages 150-151

د شمالی ټلوالې يو بل وتلي شخصیت او پخواني مرستیا ل لومړي وزیرعبدالرشید دوستم («دو» ستم )په داسې جنایتونو کې لاس لاره چې د اندازې له مخې افسانوي دي. په «ضرب مومن» کې د یوې تازه لیکنې له مخې، هغه په ۱۹۹۷ زیـیز کې په بلخ او دشت لیلیي کې د جنګ د بندیانو د اته زره څلورسوه پنځوس (۸۴۵۰) تنو د ټول وژنـې مسول دی. د جنګ دغه بندیان د دوستم د مرستیال عبدالملک د امر په واسطه د عام قتل خوراک شول. دغه فجایع په پیل کې د وګړیزو رسنیو او د بشر د حقوقو لپاره د ملګروملتونو د کمیسیون ( یونایـټـید نیشـنز کمـیشن فور هیومن رایټـس) له خوا ډ ڼـډورو (پروپاګـڼـډ) ته راټـیټ شول. ناشونې به نه وي چې دغه کمیسیون به ذکر شوي جنایتونه د کره تحقیق لاندې ونیسي. د شمالي ټلوالې او د دوي د بهرنیو حامیانو له خوا، دپښتنو د تصفیې په مــنظــور د دوی ټــول وژنــه مــشهوره ده او په تصدیق شـوي ډول راجـستــر شوې ده. ولــولئ د ریچاردسـن پـــورتــنئ اثــر(۲۰۰۹) ، مخونه: ۲۷۳-۲۷۰
ایزابیل خان چې د ملګر و ملتونو دبشر د حقوقو په کمیسیون کې کارکوي، غوښتنه کړې ده چې د افغانستان لپاره دې د جنګ دجنایتونو محکمه جوړه شي. لکه مخلید چې یې کیده، د بهرنیو چاروپخواني وزیر داکتر عبدالله عبدالله اعلان کړه چې باید د جنګ جنایتونه دې د طالبانو په رژيم پورې منحصر وي. ده وویل چې « موږباید تیر هـیر کړو او دراتلونکی په خوا وخوځـیـږو». ولسمشر بارک اوباما دوه کلونه وړاندې د«بشر د حقوقو لپاره ډاکترانو»(فیزیشن فور هیومن رایتس) سره ژمنه کړې وه چې دی به «د دې فاجعې په اکله لاسوندونه راغوڼـډ کړي او د میندلو له مخې به یې یوه پریکړه وکړي»، یانې
President Obama said that he “would collect evidence of this atrocity and make a decision based on the findings.”
لا تر اوسه ولسمشر اوباما په خپله ژمنه کې پاتي راغلی دې چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ کې د خپلو پخوانو متحدینو(شمالي ټلوالې) د اعمالـو د تحقیق ابتکار وکړي. د جنګ د جنایتونو په اړه داکتر زیرکیار نږ دې دوه نیم کالونه وړاندې په ۲۰۰۹ کې واشنګټـن دیته رابللې و چې خپل مسولیت ادا کړي: « د ٢٠٠١ زییز کال د ٩١١ له بخولې نه نهه ورځې وروسته د سپتمبر په شلمه د امریکې دمرکزی استخباراتو ( سي آې أئ ) خا ص ټیم ( جابریکر ) د شمالی ټلوالې سیمو ته ورننوت . زبرځواکې امریکې اووه لس ورځې وروسته د اکتو بر په اووه مه ورځ په افغانستان بر بنډ یرغل وکړ چې په اوږد و کې یې د جنگ جنایتونه شوی دی ( د شبرغان ښار په خوا کې د د شت لیلي ټول خخــونه، ماَس گریوسایـټ ). د دغو جنایــتونو په مهال، د جنگ متحـد ین شــــته وو : پخــپله امــریکه او شما لي ټلواله . د شمالي ټلوالې مشران د امریکې د عسکري، مالي، سیا سي، تخــنیکي، او تبــلیغاتي ملاتړ نازولي و . د دغــسې هراړخیز ملاتړ د زور په برکت، امریکې دواړه قد رت او مسولیت لــرل چې د خپل متحد یانې شمالي ټلوالې جنایی عــملیات کنټرول کړي، مخه یې ونیسي،او ثــبت یــې کـــړي . د خپل متحد د جنایتونو پټول او د هغوی لاسوند ونه ( شواهد ) له مینځه و ړل او گوتې پکې وهل پخـــپله د جنگ جنایت د ی .» ( زیرک یار، شمالي ډالر واله په څلور کتابونو کې، ۳۱ جولای ۲۰۰۹. دا لیکنه په ویبسایټونو کې خپره شوې وه). ډاکټر زیرک یار په خپله دې لیکنه کې په څلور مهمو کتابونو کې د شمالي ټلوالې پــه ا کله معلومات وړانـــــدې کړي دي. دوه کــتابونه امریکایي جنرالانو خپاره کړي دي او دوه نور یې د امریکې د مـــرکزي استخاراتو د ایجـنـټانو له خــوا خــپاره شوې دي. سـر بــیره د جنګ په جــنایـــتونو چې پاس یې ادعا شوې ده، د شمالـــي ټلوالې ډیرو غړو په بـیلـیونونو ډالرې څـنګ ته کړې دي-هغه بیلیونونه ډالرې چې له بیلابیلو بهرنیو حامیانو نه یې د خــپل اسـتخـدام په دوره کې را غــوڼـډې کړې وې او د هــغوي غـټه برخه یې پــه مــتحـد عـــرب امـــاراتو کې په کاراچـــولې ده

د شمالي ټلوالې سره د روسیې، ایران او هند ملاتړ پوره مستند دی. ویل کبږي چې داکتر عبدالله عبدالله د روسیې او هند سره کلکې اړیکې لري په داسې حال کی چې دشمالي ټلوالې/ملي اتـلاف نور اشخاص هم ورته هــمدردي او هـمغـږتیا په خپلو زړونو کې پالي. په دې ډول، پوښـتـنه دا ده: که له تاریخ نه زده کړه کیـږي،ایا د شمالي ټلوالې نوماندان ( کانـدیــدیتا ن) به چې اوس یې د ملي اتلاف په بـڼه غوټۍ راسپـړلې دي‎ د افغانستان ، روسیــې، هـند یا د ایــران د ګټو استازي شي او وبـه یې پالي؟ که د جهاد د دورې تاریخ ته وګورو چې د راتلونکو نسلونو لپاره ثبت شوی دی او د سیاسي نمونې په څــیر کار ورکوي، جواب کړوونکی خو څرګند دی. که ملي اتــلاف په افــغانــستان کې قدرت تــه ورسیـږي، لکه چې بریـښي بې له شــکه به د تــشد د او زورزیاتي پرله پــسې کــړۍ ماته نـشي ځــکه چې د افــغانــستان ملـت یــې نه شي زغملی

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2018 Sabawoon. All rights reserved.