pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 


بسم الله الرحمن الرحيم
د سباوون خپرونې محترمو کار کونکو ته سلا مون وړاندۍ کوم د الله(ج) څخه ټولو ته ښه روغتيا غواړم
هيله ده چې لاندې ليکنې ته په خپلو خپرونو کې ځای ور کړۍ مننه به مو وي
په در ناوي



څه د پاسه له دولسو کالو څخه راپدې خوا د امريکا په مشرۍ د نا ټو د تړون هيوادو د غټ شمير پوځيان او ملکي وګړي د تريليونو امريکایي ډالرو سره يو ځائ افغانستان ته وليږل تر څو د خپلې خوښې سيا سي ټينګښت، خونديتوب او پر مختګ د دوی په ژبه را منځته کړي، هغه وو چې يرغلګرو حامد کرزئ د يوه انتقالي باوري مشرپه توګه په افغانستان باندې د تيري څخه د مخه ( ۲۰۰۱ ميلادي کال) کې خوښ کړ.ور پسې په ۲۰۰۴ م ک يې د ټاکنو په پلمه نړۍ او خپلو خلکو ته ور وپژند تر څو يرغلګر وکولئ شي چې د جنګ ستراتيجي او نور ناوړه اهداف او لاسته روړنې په ښه توګه تر لاسه کړي په داسې حالکه چې د پردې شا ته نور شيان را ووتل .
د ۲۰۱۳م ک د اکتوبر په ۸ د ناټو ځواکونو په کنړ باندي د يوه هوایي بريد په ترڅ کې کرزي تند غبرګون وښود په کوم کې چې د پنځو کوچنيانو په شمول ښځې هم په شهادت ورسيد لې. کرزي و ويل چې د ناټو کړني (عمليات ) افغانستان ته ډير مرګ ، ژوبله او تاوان رسولئ دئ نه کومه ګټه په افغانستان کې کوم خونديتوب او امن نشته د پوره پوهې او معلوماتو لپاره لاندې ويب پاڼه ليدلئ شۍ.
Mailonline.com
د ۲۰۱۳ م ک د جون د مياشتې د ولس پوښتنې په نتيجه کې ۶۷ په سلو کې امريکايانو و ويلABC د
چې جنګ کومه ګټه نلري د امريکا يرغل په افغانستان باندي يوه لويه تير وتنه وه او په همدې ډول د يوې بلې ولس پوښتنې په نتجه کې چې په ۲۰۱۰ م ک په سهيل لوديز افغانستان کې تر سره شویې ده په سلو کې له ۹۲ څخه ډير افغانان وایې چې ولې امريکا او انګريز په افغانستان يرغل را وړئ دئ ټول افغانان د جنګ ختميدل غواړي.
د کابل او واشنګټن پاليسي (کړنلا ره)جوړاونکي په کابل کې د قمبر سیمې ته ورشي د هغو بې ځایه شويو کډوالو سره د خبرې وکړي او د دوی خبرو ته دې غوږ ونسي کوم چې د هلمند، کندهار او روزګان څخه د شپې او ورځې هوایي او مځکنیو بريدو څخه بې ځایه شوي او کابل ته یې پنا راوړیې ده. په همدې ډول ورته پوښتنې د امريکا لوړ پوړو مقاماتو، د پارلمان غړو، انجينرانو، قانون پوهانو د پوهنتون استاذانو، عسکري پوهانو( د دفاع پخوانئ وزير رابر ګيټ او دامريکایې پوځيانو پخوانئ قوماندان ډويډ پيتريوس) او داسې نورو د جنګ ختميدل غوښتي دي چې په لاندې بريښنا ليک کې د دې غيرې قانوني او افغان ولس ضد او نا سور جنګ په هکله پوره پوهيدلئ ښئ.


www.patriatsQuestions9/11.com
www.911Truth.org
www.9/11Truthmovement.com


د ۲۰۱۲م ک د امريکا او ناټو د شيکاګود مې په دوه ورځنۍ( ۲۰او۲۱ )غونډه کې پريکړه وشوه چې د ۲۰۱۴ م ک د ډ سمبر تر اخيره پورې ټولې خاريجي پوځي قواوې له افغانستان څخه ويستل شي پداسې حالکه چې د ډيرو هيوادو قواوې په يستلو لګيا دي. امريکا او ځنې ناټو هيوادونه پدې هڅه کې دي چې د دوو اړخيزو ملګرتيا تر نوم لاندې تر ۱۰۰۰۰ پورې پوځيان په ۹ اډو کې د اوږدې مودې لپاره د ښونې او روزنې تر نوم لاندې تر هغه وخته وساتي تر څو د دوی په ژبه غلچکي (تروريست) له منخه ولاړشې
اوس امريکایي مقامات دکرزي څخه خپلو پوځي او ملکي وګرو د سر او مال د خونديتوب لپاره د افغانستان دقانون په چوکاټ کې د تړون لاسليک غوښتنه کوي کوم چې امريکا کابو ۷۳۰ اډې په نړۍ کې د سر او مال خونديتوپ سره لري. ولې عراقيانو دا مريکا اوانګريز د خونديتوب تړون ونه منو.
د امريکا لوړ پوړي په پرلپسې توګه کابل ته په منډو را منډو لګيا دي تر څو وکولئ شي چې د ستراتيجيک تړون د لاسليک کولو په صورت کې به په سيمه کې هم خپل اهداف تر لاسه کړي او هم به افغان ولس د ۲۰۰۱ م ک د نيويارک د پيښې پړه وبولي. دافغانستان سره د امريکا د تړون د ۲۰۱۳ م ک د اکتوبر يه ۱۲ د کرزي او کري د ګډې خبري ناستې په ترڅ کې ځنې ټکي چې لاس ليک شوي دي بربنډ شوه چې دامريکا په دولتي ويب پاڼو کې یې ليد لئ شئ. يوازي د عسکرو د خونديتوب ټکئ تر لویې جرګې پورې ځنډول شوئ. چې د ۲۰۱۳ م ک نومبر په شلمه او يويشتمه د صبغت الله مجديدي په مشرتوب به غونډه وکړي که څه هم ښاغلي مجديدي د دې کال د نومبر په نوناسمه يوې خبري ناستې ته و ويل چې جرګه به د کورانيو بهرانيو تر زور او فشار لاندې پرانستل شي له بله پلوه د روان کال د اکتوبر په څلورويشمه په بروکسيل کې د ناټو په غونډه کې د کابل د ادارې د دفاع وزير بسم الله خان غونډې ته ډاډ ورکړ چې دوه اړخيز تړون به د لویې جرګې له خوا لاس ليک شي. د دې څخه څرګند يږي چې دستراتيجيک تړون لاسليک لپاره ډيرې لاس وهنې او د سيسې روانې دي.
افغان او نړيوال پوهان پدې نظر دي چې د امريکا او افغانستان دوه اړخيز ستراتجيک تړون به يوه لويه تاريخي تيروتنه وي کوم چې کابو ۳۴ کاله پخوا د ۱۹۸۸ م ک د اپريل په ۱۴ د روسي پوځيانو د وتلو تړون په جينيوا کې د روسانو سره د پاکستان او دهغه وخت د کابل د کمونستي ادارې له خوا لاس ليک شو افغان مجاهيدينو او نور افغان ولس ته کومه پاملرنه ونه شوه د سولې په راوړلو کې یې نه يوازې کومه مرسته وکړه بلکې په هيواد کې ګوندي او قومي جګړې پيل شوې. که څه هم د کابل کمونيستي اداره د روسانو په ملاتړ تر ۱۹۹۱ م ک پورې پاتې شو.
د امريکا سره په ستراتيجيک تړون کې افغان ولس او جهادي مقاومت (اسلا مي حزب او طالبان) له نظره غورځول شوي دي چې سولې ته لوئ تاوان اړاوي. که څه هم افغان ولس په خپل هيواد او ټوله نړۍ کې سوله او هر اړخيزې اړيکې چې د هر هيواد مځکنۍ بشپړتيا ، استقلال او خونديتوب ته پاملرنه غواړي، په دې دولسو کالو کې وليدل شوه چې د ګران هيواد افغانستان استقلال، تاريخي پولو (بريد)، عقيدې او سنتي رواجونو ته درناوئ ندئ شوئ هرڅه پيمل او تر پښو لا ندې شوي دي او پيمل کيږي.
نړيوالو او هغو افغانانو ته چې د تړون ملاتړ کوي او هم د مشورتي جرګې ګډون کونکو ته بايد په کوته شي چې رابلل شویې جرګه افغان مجاهد ولس ته يوه قانوني او منل شویې جرګه نده. د دې جرګې په هکله ډيرو رسانو هم خبر ورکړ چې نوموړیې جرګه نومول شویې جرګه ده، نه ټاکل شویې. د يادونې وړ ده چې د کابل د ادارې په مشرانو او ولسي جرګه کې هم د چا په ژبه د لویې مشورتي جرګې په هکله ډير مخالفت را منځته شو.
افغان ولس په دې پوهيږي چې نوموړیې جرګه او يا هم دې جرګې ته ورته جرګې د افغانانود ملي جرګو بد نامول او د افغانانو سنتي تاريخي رواجو ته لوئ تاوان او ټکان دئ.
افغان ولس بايد د ۲۰۱۲ م ک د مارچ د مياشتې يولسمه د پنجوایې غمجنه پيښه په ياد ولري چې د امريکایې پوځي روبرت بيل شپاړس افغانان د کوچنيانو په شمول و وژل او بيا یې شهيدانو ته اور واچاوو چې ونه پژندل شي چې دا ډول قاتل ته د امريکا په قانون کې هم په مرګ محکوم کيږي د پيښې ځائ ته په ډيره چټکۍ سره د امريکا د وخت دفاع وزير پانيتا پرته لدې څخه چې دکرزي د ادارې سره دپيښې په هکله خبرې وکړي وژنکئ یې له افانستان څخه ويست تر اوسه ندئ محکمه شوئ او دشهيدانو کورنۍ په پر لپسې توګه د عدالت غوښتنه کوي. د ولسي جرګې
غړیې شکيبه هاشيمي هم نوموړیې پيښه را پورته کړه د څيړنې او محکمې غوښتنه یې وکړه.




د جنت ستوري په خوب ويده دي
امريکایې مقاماتو د دې په خاطر چې افغانان او نړيوال یې غولولي وي د محکمې په وخت کې یې د شهيدانود کورنيو يو خپلوان او د شهيدانو نږدې وارث په نوم د مولایي کمال الدين چې يولس د کورنۍ غړي یې له لاسه ور کړي وو د پيښې او مړيو په هکله یې د خپلو سترګو ليدلئ شاهدت هم ورکړ ولې بياهم قاتل ندئ محکمه شوئ چې پوره متن یې ۲۰۱۲ م ک د نومبر په لسمه د نيويارک ټايم په ورځ پاڼه کې خپور شوئ دئ نوموړیې پيښه د يوې نمونې په توګه ياده شوه دي ته ورته په زرهاوو د بشر ضد جنايتي پيښې د یرغلګرو له خوا په افغانستان کې تر سره شویې دي لکه د شهيدانو ښکليو اوپاکو مخو ته سپکوئ او یا هم د شهيدانو ګوتې، مړوندونه د اولمپک د بلنډې (مشعل) په شکل نيول او داسې نور.
افغانانو د تاريخ په اوږدو دبدو په هکله اول سوله که نه غچ یې اخستئ دئ. نو پدې اساس د امريکا ولس مشر اوباما د خپلو پوځي اوملکي کارکونکيو د سر او مال خونديتوب ته د افغانستان په قانون کې ځای ور کول غواړي که نه خپل پوځيان به له افغانستان څخه وباسي که څه هم د عسکرو يستل د افغانانو او نړيوالو په منځ کې ډار او تشويش اچولئ دئ چې د امريکایي قواوو په وتلوسره به يو ځل بيا د ۱۹۸۹ م ک پشان له روسي قواوو د وتلو څخه ورسته په ګران هيواد افغانستان کې به ګوندي او قومي جنګونه رامنځ ته شي .
هو!
د نړيوالو اوافغان ولس انديښنه په ځای ده، ولې د حل لاره یې د ستراتيجيک تړون لاسليک نه؟ بلکې د ټولو افغانانو ملي يوالئ د افغانيت په چوکاټ کې د افغانستان او افغان ولس د ملي ګټو د خونديتوب لپاره هڅې او اړيکې پيل شي. اوس افغان ولس او نړيوالوته څرګنده شوه چې د۲۰۰۱ م ک د اکتوبر ۷ يرغل په افغانستان باندې بر سيره په وژلو، شهيداولو،ويجاړيو، افغاني ټولنيزو اړيکو او اقتصاد ته لوئ تاوان اړاولئ دئ. چې د کابل د ککړې ادارې څو بيلګې په ګوته کيږي.
د ۲۰۰۱۲ م ک د سيتمبر په ۲۲ ڼيټه د د حفيظ الله معروف له را پوره چې له کابل څخه یې ور کړئ وو.
کرزي :( د بهرانيانو په وتو به د فساد سرچينه وچه شي) ( د پارد يو په شتون سره په افغانستان کې د ژوند شرايط ورځ په ورځ مخ په خرابيدو دي). دلته سوال پيده کيږي چې کرزيه! نو ولې د ستراتيجيک تړون لاسکيک کوې؟ او يا هم ولې د لویې جرګې په را بللو سره بر سيره پر دې چې د هيواد خپلواکې تر سيوري لا ندې راوړي ،سولې ته لوئ تاوان رسيږي. د افغانانو تاريخي او سنتي ګټور رواجونه بد نامه کوې؟
د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې ۳.۵ ميليونه کډوال په بهار او نيم ميليونه پوري يوازې په کابل کې
نا څرکند راتلونکي ته سترګې غړاوي او ډ ير ځوانان د ناوړه شرايطو له وجې نورو هيوادوته د کاراو پناه اخيستلو په خاطر يونان،ايتاليا او اندونژيا کې استرليا ته په سفر په اوبو کې غرق شول.
افغان ولس هره ګړۍ د خارجي او افغان قواوو له خوا په وسلو، سپيو او داسې نورو ځوراول کيږي.
د کابل د ادارې د څرګندنو له مخې ۶۰ په سلو کې افغانان په راواني ناروغيو اخته دي او افغانستان له ۱۷۸ هيوادو څخه ۱۷۲ غريب هواد دئ. د نړيوالو راپورو له مخې تر ۴ ميليونه امريکایي ډالره پورې په دفترو کې بډې اخستل شویې دي.
د ۲۰۱۳ م ک د اکتوبر په ۱۹ د کابل د ادارې ولسي جرګې ته ۱۶۰۰۰ نومونه وړاندې شوي دي په کومو چې د ولت او خلکو جايداد یې غصب او لاندې کړئ دئ. د ۲۰۱۳ م ک د جون په ۳ ګلستان شينواري له کابل په يو خبر کې و وېل چې د کابل د ادارې په ولسي جرګه کې شيرولي وردګ و ويل چې په تيرو ۱۲ کالو کې تر يو نيم ميليونه ډيره مځکه د داسې زورواکو لخوا لاندې شویې چې تر شا یې دولتي ملاتړي دي، ولې د ځنو معلوماتو له مخې د خلکو او دولتي تر ۴.۴۴ ميليونه جريبه پورې مځکه د زورواکو او دکابل د ادارې د لوړ پوړو له خوا نيول شویې.
د دې پر ځائ چې سولې راوستلو لپاره هڅې او کړن لاره وموندل شي يو ځل بيا د نړيوالو په مرسته د ۲۰۱۴ م ک د اپريل په ۵ د ولس مشرۍ ته هغه څوک ولاړ دي چې یا یې لاسونه د ولس په وينو ککړ دي او يا هم د پراد یو سره لار او پټې معملې لري.
په خواشپنۍ په ګوته کيږې چې ۲۰۱۳ م ک داکتوبر په ۲۵ سناتور کارل ليوين چې د امريکا په سنا کې د نظامې چارو مشر دئ او سناتور جک ريډ يه ګډه يه کابل کې کرزي ته و ويل چې که چيرې ستراتيجيک تړون د امريکا سره لا سليک نشي امريکا به خپلې مرستې ودراوي. د دې پرځای چې د سولې په هکله خبرې وشي وينې تويونه بنده شي د سراتيجيک په فکر کې دي متل دئ چې وایې
بز د ر جانکندن است قصاب در غم چربي.
افغان ولس ته اوس ښه څرګنده شوه اوبايد وپوهيږي چې هدف تروريزم او القاعده ندئ بلکې د پردې شا ته ډير ناوړه اهداف کرول کيږي. افغانان خپل ګډ کور(افغانستان) پخپله د افغانانو لپاره جوړ کړي.
په ګران هيواد افغانستان د سولې د راوستلو او ټينګښت لپاره دافغانستان دسولې او اصلاح اسلا مي حرکت په ويب پاڼه کې شته.



www.AfghanPRM.org
info@AfghanPRM.org


په ګران هيواد افغانستان او نړۍ کې د رښتينیې سولې په لور.
د افغانستان د سولې او اصلاح اسلا مي حرکټ.

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.