|
پۀ ټولنه کې د پرديو اغيزې |
|
د هرې ټولنې کورنی چاپيريال د هغې ټولنې د ولسي، کلتوري او ديني ارزښتونو پر بنسټونو ولاړ وي چې د ملي ارزښتونو پۀ نوم ياديږي. دا بنسټونه او بنسټيز ارزښتونه دي چې يوه ټولنه پرې ژوندۍ وي او پۀ پيلاوي او بنسټيز پرمختګ کې سترې دندې ترسره کوي.
پر افغاني ټولنه او د دې ټولنې پر ټولنيزو ارزښتونو تيری د پرديويرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو لخوا د تير لنډ تاريخ پۀ بيلابيلو دوروکې شوی دی او دا کوښښ شوی چې د دې ټولنې بنسټيز ارزښتونه لۀ مينځه ويوړل شي او پرځای يې پردي او نه منل شوي ارزښتونه پلي کړی شي، خو دواړه بهرني او کورني دښمنان پۀ خپلو کرغيړنو هڅو کې بري ته نۀ دي رسيدلي.
انګريزانو د خپل زاړه ښکيلاک د تلنلارې پۀ اډاوڼه (طرح، چوکاټ) کې د شاه شجاع پۀ جامه کې وغوښتل چې د افغانستان ټولنيز او ولسي بنسټونه له مينځه يوسي. شورويانو (روسانو) د زيارکښو، کارګرو او بزګرو د حقوقو تر نوم لاندې ډيرې خپلواکه ټولنې د خپلو سياسي او ټولنيزو تاثيراتو لاندې راوستلې وې، او هڅه يې کو له او غوښتل يې چې پۀ افغانستان کې هم د خلکو ديني، کلتوري او ولسي ارزښتونو اوعقيدې ته زيان ورسوي. شورويانو (روسانو) غوښتل چې افغاني خوی اوسړيتوب د شوروي(روسي) خوی او کړو تراغيزې لاندې راولي او پۀ ورو ورو سره افغاني خوی او سړيتوب پۀ شوروي (روسي) خوی بدل کړي اوپدې توګه دافغانانو ترمينځ ولسي تړونونه وشلوي، مګر دوی هم د ماتې سره مخ شول.
پۀ ١٩٩٢ زييځ کال کې د افغانستان د اسلامي دولت د رامينځته کيدو نه وروسته د افغانستان سياسي ډګر د ايران د حکومت دپاره چمتو او برابر ښکاره شو. ايران چې افغانستان ته يې تل د يو فارسي ژبي هيواد پۀ سترګه کتل، کوښښ وکړ چې د فارسي ژبې د ادبياتو، کلتوري اړيکو، او مالي او نظامي مرستو لۀ لارې د افغانستان ملي، ولسي او کلتوري ارزښتونه پۀ ايراني ارزښتونو بدل کړي . دجميعت اسلامي مشر برهان الدين رباني، جنګسالاراحمدشاه مسعود او د دوی د ملګرو لخوا پدې هکله د ايران سره هرراز مرستې وشوې . دې پردي پالو عناصرو غوښتل چې پۀ افغانستان کې افغاني خوی او سړيتوب لۀ مينځه يوسي، ځکه د دوی پۀ فکر افغاني خوی او سړيتوب يواځې د پښتني خوی او سړيتوب مانا درلوده. دوی لومړی پۀ هيوادکې د افغان ولس لخوا د ځينو هغو منل شوو نومونو پر بدلولو د پښتو ژبې څخه فارسي ژبې ته پيل وکړ، چې د کلونو راهيسي پۀ افغانستان کې مروج وو. بيا يې پۀ دولتي څانګو، پوهنې او مطبوعاتو کې د ايران اغيزې ته پۀ پراخه پيمانه ځای ورکړ.
د دې بنسټيز او کلتوري يرغل نه وروسته پاکستان وغوښتل د طالبانو د سيورې لاندې کوښښ وکړي چې افغانستان پۀ سياسي، کلتوري او ټولنيز لحاظ خپلې خواته واړوي . دې هلوځلو پۀ لومړي سر کې اغيزې هم وکړې، مګر د پاکستان ناکامي پۀ دې کې وه، چې پاکستان پخپله کوم داسې ټولنيز ارزښتونه نۀ درلودل چې هغې ته پاکستاني وويلی شي. د پاکستان رسمي سياسي، ټولنيز او اداري ارزښتونه پۀ انګريزي بنسټونو ولاړ دي. له دې کبله پاکستان کوم ځانګړي ارزښتونه د پاکستاني ارزښتونو پۀ نوم نه درلودل او د پنجابي، سندي، پښتني او بلوڅي ارزښتونو ګډ پلی کول پۀ يوه پردئ ټولنه کې ګران کار بريښيد.
که د دې ټولو څخه تير شو او لنډو پيښو ته نظر واچوو نو دا به څرګنده شي چې د امريکا متحده ايالاتو او د دوی پۀ زور سره پۀ قدرت کښينول شوو کسانو پۀ افغانستان کې غلط حساب کړی دی. امريکا، حامدکرزي او د وخت »اتحاد شمال « دا فکر کاوه چې د طالبانو لۀ مينځه تګ سره سم به افغاني ټولنه د طالبانو د سختيو او زياتي د عکس العمل پۀ ځواب کې د لويديځې نړۍ او پۀ ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالاتو کلتوري او ټولنيزو ارزښتونو لمنې ته وغورځيږي . پر خپلو ديني، ټولنيزو او ولسي ارزښتونو به پښې کيږدي او لويديځ او امريکايي ارزښتونه به خپل کړي. ځينې محدودو پرديپالو عناصرو دا کار وکړ،مګر د ملت اکثريت دا هر څۀ رد کړل.
امريکايانو او د حامدکرزي د حکومت ډلې ټپلې دا فکر کاوه چې د امريکايانو د تګ سره سم به د افغانستان اوپۀ ځانګړې توګه د کابل ټولې ښځې بهرراووځي، خپلو بورقو ته به اور واچوي، لويديځه جامه به خپله کړي او لوڅې يا نيمه لوڅې به پۀ بازارونو کې وګرځي . سره له دې چې امريکايانو او نورو لويديځو هيوادونو د افغانستان د کلتوري مشخصاتو پۀ هکله څۀ ناڅۀ مطالعه درلوده، مګر د »اتحاد شمال « او حامدکرزي لخوا نه امريکايانو او لويديځې نړۍ ته داسې ښودل شوې وه چې بورقه د طالبانو لخوا يو جبري نوی دستور و او کوم پخوانی ټولنيز بنسټ يې نۀ درلود. مګر کله چې رښتيا رابرسيره شوه، نو لويديځو هيوادونو ته څرګنده شوه چې د بورقې اغوستل د طالبانو د سياسي غورځنګ د رامينځته کيدو نه پۀ پيړيو وړاندې رواج درلود . همداراز پۀ يوې ټولنې کې چې يو دين د ديارلسو پيړيو څخه ډير حاکميت درلودلی وي او بيا يو ولس د دې دين پۀ خاطر پۀ بيلابيلو وختونو کې پاڅونونه کړي وي، د هغې دين او اخلاقو لۀ مينځه وړل او يا کمزوري کول د بمونو، ټانکونو او نوي پردي فيشن د قدرت څخه وتلې خبره ده.
امريکايانو پۀ افغانستان کې سياسي او اقتصادي اهداف درلودل او لري يې . داراز اهداف تل د امريکا د اقتصادي او سياسي معيارونو پر بنسټونو باندې ولاړ وي او د وخت د سياسي او اقتصادي پاليسيو څرنګوالی څرګندوي . د سپتمبر د يوولسمې پيښې څخه وروسته د امريکا د ولس ذهنيت د سياست د لوبغاړو او مطبوعاتو لخوا دې حد ته رسول شوی و، چې دوی پرته لۀ بدل څخه بل هيڅ نه ليدل . دې کړنلارې نۀ يواځې دا چې امريکا يې پر دې بريالۍ نکړه چې د سپتمبر د يوولسمې پيښې اصلي تورن کسان ونيسي، بلکې افغان ولس ته يې ډير مالي او ځاني تاوانونه هم ورسول . د بيلګې پۀ توګه، طالبانو او القاعدې سره د جګړې پۀ نوم بيګناه افغانان او خصوصاًپښتانه پۀ کلو او بانډو کې ووژل شوو. د نړيوالو خبري څانګو او نړيوالو بشري حقوقو ټولنو د معلوماتو لۀ مخې، تراوسه پۀ زرګونو افغانان وژل او ټپيان شوي دي . دې مرګ او ژوبلې نۀ يواځې دا چې امريکايان يې پر دې بريالي نکړل چې بن لادن او ملګري يې ونيسي بلکې پۀ افغانستان کې يې نوې سياسي او ولسي کړکيچونه هم رامينځته کړل.
همداراز پۀ کلتوري او اخلاقي لحاظ باندې هم پۀ افغانستان کې نوي کړکيچونه رامينځته شو. د نړيوالو خبري منابعو د خبرونو پر اساس چې د طالبانو سره د امريکايانو د جګړي پۀ لومړيو ورځوکې د افغانستان څخه خپريدل، لومړني تصويرونه چې د کابل پۀ ښار کې رواج شو او پۀ پراخه پيمانه هرځای د خرڅلاو دپاره وزړول شول، د هندي فلمونو د ښځولوبغاړو وو چې څه يې لوڅ او څه يې نيمه لوڅ وو. دا تصويرونه پۀ افغانستان کې د آزادۍ ستره نمونه وه. همداراز د امريکايي او نورو لويديځو خبرلوڅو د خبرونو پراساس د کابل ښار پۀ رستورانتونو کې امرکايي، لويديځ او د نورو هيوادونو نيمه لوڅ لپړفلمونه (Soft Core Porn ) او د ميلمستونونو پۀ لويو هرکلځايونو (Hotel Lobbies and Halls)کې پوره لو څ لپړد بيحيايې نه ډک فلمونه (Hard Core Porn) ښودل کيده. د شرابو خرڅيدل د کابل پۀ ښار او حتی نورو ولاياتو کې يو عام شی شوی دی . دمسيحيت د جشن پۀ ورځوشپو کې د مسيحي جشن (Christmas )دپاره د نمانځنې ونې او نور وسايل او اسباب (Christmas Trees ) پۀ پراخه پيمانه پلورل کيږي.
پۀ افغانستان کې د بهرنيو هيوادونو څخه ورغلې مسيحي مؤسسې چې د بشري حقوقو او مرستې تر نوم لاندې کار کوي، پۀ ډيره چټکتيا سره افغانان د اسلام دين څخه اړوي او مسيحيت پرې مني. د ځينو معلموماتو پراساس تراوسه پورې د ديرش زرو افغانانو څخه زيات پۀ پټه او ښکاره توګه مسيحيان شوي دي.
دلته دا پوښتنه رامينځته کيږي چې د دې ټولو نوښتونو او بدلونونو عواقب به څۀ وي؟ ځينې کسان دا وايي چې داراز اخلاقي فساد پۀ نورو هيوادونو کې هم شته، کۀ پۀ افغانستان کې هم وي نو فرق به يې څۀ وي؟ د دې دليل پۀ مقابل کې بايدوويل شي کۀ چيرې نورهيوادونه بدکارونه کوي او پۀ غلطو لارو روان دي، نو ضرور نۀ ده چې د افغانستان ولس هم بايد پر غلطو او نارواوو لارو روان شي. کۀ ځينې هيوادونه د خپلو ملي، ولسي، کلتوري او ديني ارزښتونو پروا نۀ لري، نو ضرور نۀ ده چې د افغانستان ملت، چې د پورتنيو ارزښتونو پۀ خاطر يې پۀ شلمه پيړۍ کې هم جهاد کړی، ددې ارزښتونو پروا ونلري . کۀ ځينې هيوادونه د خپل هيواد او ولس سره دښمني کوي نو ضرور نۀ ده چې افغانان هم بايد د خپل هيواد او ولس سره دښمني وکړي. هر هيواد ځانته خپل کورني، ولسي، کلتوري او ديني معيارونه لري او پر هغې ژوند کوي.
بله پوښتنه دا ده چې آيا د افغانستان د ولس د هلوځلو، سرخندنو او قربانيو ټو له غوښتنه همدا وه چې پر حيوانيت سره تمامه شوه. آيا د افغانستان د ولس غوښتنې دومره ټيټې وې چې پۀ يوڅو بې مانا مادي او پردي پالو ارزښتونوباندې پای ته ورسيدې . کۀ سړی د افغانستان د ټولني ديني، ولسي او ټولنيزو ارزښتونو ته وګوري نو دا فيصله کولای شي چې پورتني پردي ارزښتونه د افغانستان پۀ ټولنه کې ځای نۀ لري او خلک ورته د کرکې پۀ سترګه ګوري.
کيدای شي د افغانستان اوسني واکمنان داسې افغانستان وغواړي چې پۀ هغې کې دې اسلامي ارزښتونه او اخلاق نۀ وي، اسلامي شرعه دې د ټولنې پۀ جوړښت کې کوم ځای ونلري، افغاني اخلاقو او کړو وړو ته دې پۀ سپکه سترګه وکتل شي، مګر افغان ولس به هيڅکله هم داسې يوه ټولنه جوړول ونۀ غواړي چې پۀ هغې کې دې اسلاميت او افغانيت نۀ وي. *