pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
دکانديدانو په وړاندي دڅرگندونوپه هکله احتياط پکاردئ
 
حبيب الله غمخور - دبينوا لیکوال - سویډن


هيوادوالو په ځانگړې توگه ځوانو قلموالوته دوستانه وړانديز!
پدې ورځو اوشپو کښي دجمهوري رياست اوولايتی شوراگانو لپاره دکانديدانودسياليو بازار ته چي گورم ډير گرم ښکاري .هر چيري اوهر لوري په ډله ايزو رسنيوکي همدايوه خبره چې څوک به راتلونکی جمهوررئيس شي اوريدل کيږي . سره له دې چې تراوسه افغانان پديی باورنه دی چې کرزی مقام پريږدی ؟
دوي وايي،که یې پريږدی نو دحاکميت په ورستيو وختوکي دا هڅې ئې دددې لپاره دې چې ، دده لپاره دکابل په ښار کي ارگ ته څيرمه يوه ښکلې بنگله جوړه سي اوداسي اوريدل کيږي چې دته به ددې تر څنگ ددي ملت ديوبل مصنوعی باباي ملت لقب ورکول کيږي .ځکه خودې خوا او هاخوامنډی وهې تر څودا جگړه ځپلی ملت يو ځل بيا دنوي چارواکي په شتون کي وغولوي ترڅو دمهاجرت له خواريوخلاص اودده دورورپه وينا، هغه ته يوبل عالي دولتی اوياټولنيز عالي مقام ورپارل سي ترڅودهغه په مټ او بهانه دادملت رټلی يوځل بياپر ملت په افتخاری نامه وتپل شي ؟
ښه ! دابه هغۀ وخت گورو؛
همدا اوس داسی خبرې هم زمو ږترغوږ وکيږي چې که دده دخوښی خلاف يوڅوک جمهوررئيس سونوهغه به دانتقالي عدالت دپلي کولوپروسه له همدي ښاغلي کرزی نه پيلوي اودده دحاکميت ددي ديارلس کلن ناورين او افغان وژنې ،دنړيوالی ټولنې مالي مرستوبي ځايه لگونې اوياخپلو جيبونوته اچونې په هکله به پوښتنې اوگرويږنې ترې هرو مرو پيليږي .
غواړم همدلته دايوه خبره همدا او س وکړم ،هر څوک چې دافغان ولس دجمهوررئيس په توگه حاکم شی اوهغه وغواړي چې دافغان ولس زړنوته په رشتيانۍ اويادروغجنه بڼه لار پيدا کړی بايد کرزی دخپل حاکميت ددوارن دشاوخوا دولس کلنو ناخوالوپه اړوند پوښتنوجواب ويلوته ديوې محاکمې له لاري حاضر کړي ،يعنې که نن وي اويا سبادټولوښکلو ماڼيوسره چې همدا اوس ورته جوړيږي اويا دخپلی خوښی دراتلونکي چارواکي دټاکلو لپاره هڅی کوي يوه ورځ و رنه پوښتنه کيږي .
په همدې دليل دجمهوری رياست مقام ته دسياليو ديگدان دومره توددی چې ډوډۍ پرې پخيږي .پدې ورستيوکي جنجال دادی چې له لمړئ سره ۲۷ کسانو ځانونه کانديد کړه ،خو د ټاکنو کميسيسون دخپل طرځ العمل له مخې داليست لسو کسانوته راټيټ کړ ،چې اوس دهمدي لسو کسانو دسياليوپه هکله دخبروبازارتود دی ،سره له دي چې هغه هير سوی پدې پريګړ ه خوښ نه دي اودځان په هکله پريکړه غير قانوني بولي . دا ډول ججالو نه اودقانون تر پښو لاندي کول ، دولتی مقامونوته دټاکنو په وخت کي زموږ په هيواد کي يوعادي اومعمولی خبره ده . ځکه دلته قانون په نوم شتون لري اودهغه نه مراعت کول اوهغه نه پلي کول دکرزی نه تر کښته پوري يوه معمولي کار دی .
درنو هيوادوالو !
ددې لنډې ليکنې نه مې موخه ستاسو سره دزړه خواله دي ،بله کومه موخه نلرم ،ځکه تراوسه دکوم کانديدپه هکله کوم معين نظر نلرم اوتراوسه راته ستوزمنه ده چې ديوه ژمن افغان په توگه دچاپلوی وکړم .دا،ددي معنا نلري چي ستاسو ښاغلو او اغلو په ځاگړې توگه زلمو دنظرسره مخالفت لرم ،نه هيڅکله هم نه. ،زه پدې وياړم چي زموږ دا اوسنۍ نسل دخپل هيواد دراتلونکي په هکله بيله کومې ژبنۍ،سمتی ،مذهبي،قومی اويابلې سمپتۍله مخې يوازي او يوازي ددې جگړه ځپلي هيواد داوسيدونکو دراتلونکي په هکله چې دا څلورلسزيزي په يوه اوبل نامه دجگړې په اورکي سوځې ملي گټي په نظرکي نسي اودهغه چاپه پلوی دريږي کوم چي په رشتياسره دهغو په شتون کي زموږ دا ټول افغان ولس داکه ( پښتون،تاجک،هزاره،ازبک،ترکمن،چهارايماق،بلوڅ ،عرب اونوردي) ځانونه دهغه دحاکميت په سياسي هنداره کښي ووينی .
پوهيږم چې دجمهوری رياست او ولايتی شورا لپاره دټاکنو پر سر دسياليو ديگدان هره ورځ ډير توديږي ، داطبعی ده په هر هيوادکښي دټاکنو دسياليو په بهير کې دې ته ورته خوپه پرمخ تللو هيوادونوکي په پر مختللې بڼه سيالۍ رواني وي .
تاسو ځوان قلموال راته گران ياست،خو ما تاسوته په خپلو ټولو ليکنو او ويناوکي دا خبره کړې چي ترهرڅه وطن او افغان ولس بايد درباندي گران وي .پدې ډاډه يم چې داوسنيو کانديدانوپه وړاندي ستاسو داډول له احساساتونه ډک نظر دوطن او ولس سره دهمدې رښتيانۍ مينې بيلگه ده .خوزه غواړم تاسو له بې ځايه اودملي گټو خلاف احساساتونه دجمهوری رياست اوسنيو کاندانو په وړاندي راکښته کړم،ځکه هغوي اوس لکه چي معمول دی ستاسوله پاکو احساساتونه استفاده کوي ،خو سباچي واک ته ورسيدل تاسو اوستاو شعارونه یې دچپل حاکميت دسياسي اوټولنيزوچارودپر مخ بيولو لپاره هيريږي .داچي اوس ستچاسو سره گرمی ليدني اوکتني رواني دي ،ستاسودمينه وال تر ټاکنې وروسته دهغه تاسعو هير ياست .ځکه خو گواړم دې ټکې ته تاسو متوجه کړم چې دخپلې سمپتۍ دڅرگندولوپه وخت کې له ډير احتيات نه کارواخلی .له هر چاسره چې تاسو سمپتي لرئ ویې لرئ ؛دهرچانه چې ملاتړ کوئ وئې کړئ ،اميد چې ټوله هڅه مودملي گټوپه ترازو کي تللې وي اوپدې هکله خپل هر حرکت په همدي ترازوکي تل وتلۍ .
زه یې گورم چې پدي ورستيو ورځوکي ستاسو دسمپتئ څرگندولوپه ليکنوکښي له کمبلې نه يوڅه پښې غځوئ !!!
دا بايد تاسو ته په گوته کړم چې ستاسو په هر هغه ليکنه کښي چې ديوکانديددستاينې په هکله موکړې،که دهغه په هکله ټولو پښتنو اوياهمدا ډول ،تاجکو،ازبکو،هزاره گانو،ترکمنواونورقومونواستازودقلموالو نظر ستاسوله نظر سره موافق نه وي ،نوتاسو سمدواره پر ټول قوم دجاهل قوم حکم مه کوئ . يوقوم په هيڅ صورت ټول جاهل کيداي نسی اونه هم څوک حق لري چې يوقوم ته دجاهل قوم خطاب وکړي . سره له دې چې پدې پوهيږم ،کله ،کله به ستاسو له خولې نه ستاسودپاکو احساساتو اوخپل قوم سره دټينگواړيکوپر بنياد داډول دنفرت له احساس نه دکه خبره کيږي،خوزه پدې باور يم چې ددې ټولو قومونو يو شمير مشرانوخپل قوم او ټبردجاهل قوم په نوم معرفی کړی، ترڅو دوي دهمدې عالم ،پوه او وياړلی قوم پرسر کوم مقام ته ورسيږي .دبيلگې په توگه دپښتنودستر قوم ددې قوم پر سر دسياسی سوداگرو ډير کسان کله چپنې اوکله لنگۍ اوتسبوته اړکړی.خوتراوسه داستاسو په اصطلاح جاهل قوم رايه دغو نازل سوو ښاغلوته نده ورکړې .ځکه خو دوي تل دبل په زور پر افغان ملت رانازل اوتپل سوی دي .داچي پر ځوکۍ گمارل یې څنگه تجليل کړې ؟ دابيله خبره ده .پدې پوهيږم چې دانوی چارواکی به هم ځان دملت استازی معرفی کړياودتيرپشان به خپله بريادملت داستازي په نوم ولمانځی خو . . . . !!!
خودابه هغه استازی وي چې ملت تري خبرنه دی،چي دجمهوري رياست مقام ته دکانديدوپه وروستۍ ورځ دادکابل ښاراوسيددونکوپر وړاندي دواټونو دتړلواوډيروناروغانو،روغتون ته پرلاري دمرگ ژوبلی او نورو ستونځولامل همدا ښاغلي وگرځيدل ؛ځکه دوې په وروستۍ ورځ عاجله لرل چې ځانونه دټاکنو په دفترکي دراتلونکی خدمتگار په دروغجن نوم ثبت کړي .پدې ورځ چې دې ښاغلودتيرې شپې ترمنډوترړواوچنو وهلو وروسته دځان ښودنې په موخه ددولتی ادارودمامورينوپه گډون په دولتی اوشخصۍ موټروکې ځانونه دټاکنې دکميسيون تردفترپوري ورسول اوياپه بله اصطلاح دځانښودنې مارش ئې تر سره کاوه ،ټول حيران وه اودايوه خبره یې کول چې لمړۍ ورځ ئې پدې بڼه وي،دانوري ورځې به دوي څنگه دکابل په ښارکي تگ راتگ کوي ؟
داپداسي حال کښي چې په همدې دځانښودني اوسياسی سيالۍ په ورځ دکابل ښاريانوو نسوه کولاي ديوه ځاي نه بل ځاي ته دحياتی سوتونزودحل لپاره تگ راتگ وکړی .پدې ورځ دکابل ښار ټول واټونه دکابل ښاريانو پر وړاندي بند وه اوداښاردهيواد دراتلونکوچارواکو دقدرت ښودنې په نندارتون باندي بدل سوی وو .طبعې دې چې دنندارتون په ليدوکې عاجز انسانان ترپښو لاندي کيږي اوژونددلاسه ورکوي. په همدغه ورځ هم دکابل عادي او عاجزه ښاريانو همدا حال درلود .دادتلوار سياسي لوبه ځکه په ورستيو ورځوکي پيل سوه چې لمړئ دويته امر نه وو سوئ چي ځان کانديد کړي اودوهم دامر ترلاسه کولو وروسته دوې په ډيره بيړه په مرستيالانو او پلويانو پسې دکابل ښار په واټونواو دجنگسالاروپه پټو جونگړوکي گرځيدل .که څوک رانه خفه نسی دايوه کانديدهم دافغانستان شل ولايتونه چې دوې بايد له هغونه دخپلو پلويانو نوم ليست راټول کړئ واي نه دی ليدلی اونه هم هلته تللی دي .داچي تاسوپرې وياړئ که هلته تللۍ وي ،نوهغه بل وخت وو. هغه وخت دا کسان دحاکميت اونړیوالی ټولنې ترحفاظت لاندي په ځانگړو الوتکوکي يواوبل نامه دافغانستان يو شمير ولايتونوته سفر کړی ،چاداسفردامنيتی مسوليت د انتقال دپروسې په نوم اوچابياپه بل نوم دبلې کومي دولتی دندې د سرته رسيدوپه موخه داسفرکړی.
دټاکنودقانون له مخې هغه سفرونه دخلکوداستازيتوب اوملاتړ ترلاسه کولودهڅو په نوم هيڅوک نسي نومولاي .اوس دي دا ښاغلي دغو ولايتونوسفر وکړئ اوهلته دې دخلکو ،داملاتړ اونوم ليک ترلاسه کړی کوم چي دکابل ښار په غريبتون اودکډوالو په کمپونوکښي ئې دغوکسانود نومونه راټولولوپه نوم ترلاسه کړی ،چې دکابل په شاوخواکي دجگړې دناورين له امله دافغانستان له مختليفو ولايتونونه راکوچيدلي اودلته دخواری اوغريبۍ ژوند تيروي .
ددې ليستونو جوړونکۍ په هیڅ صورت دانسی ويلاي چې هغوي دملت استازيتوب کولاي سي .
پدې هيله چې يوه ورځ افغان ولس په رشتيانۍ بڼه دخپل نظر دڅرگندولواوحق غوښتنې صلاحيت پيدا کړي .پاي

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.