pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

د پښتو بازار

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی
 

 

 

قسيم فهيم: طالبان هومره پياوړي نه دي لکه پخوا

ببرک احساس بي بي سي

نن چهارشنبه په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو د عملياتو د پيل له ورځې سره برابره ده .

د 2001 زېږدي کال په د اکتوبر په اوومه امريکايي او برېتانوي ځواکونو په امريکا کې دسپټامبر د 11مې دبريدونو په ځواب کې په افغانستان يرغل وکړ او ورسره جګړه پيل شوه .

د (( تلپاتې ازادۍ )) په نوم ددغو عملياتو موخه دا وه چې اسامه بن لادن او د القاعده شبکې لوړ پوړي چارواکي ونيسي او محکمې ته يې راکاږي .

دغه راز دوی غوښتل چې القاعده شبکه او د طالبانو رژيم چې ددغې شبکې مشرانو ته يې پناه ورکړې وه له منځه يوسي .

ددغو علمياتو په پيل کې امريکايي او بريتانوي ځواکونو هوايي بريدونه کول او ځمکني عمليات يې پخوانيو مجاهدينو چې دا مهال د شمالي ټلوالې په چوکاټ کې راغونډ شوي پر مخ بېول .

د ولسمشر پخوانی مرستيال او ددفاع پخوانی وزير محمدقسيم فهيم چې دشمالي ټلوالې دمشرانو په کتار کې راځي په دغې جګړه دطالبانو پر ضد د ځمکنيو عملياتو مشري کوله .

امريکايانو تر دې مخکې چې عمليات پيل کړي پنجشېر ته ولاړل او هلته يې دشمالي ټلوالې له مشرانو سره وکتل .

ښاغلی محمدقسيم فهيم له ببرک احسا س سره په يوه مرکه کې له امريکايي چارواکو سره دخپلې لومړۍ ليدنې کيسه داسې کوي :

وړاندې تر دې چې امريکايان په افغانستان کې د طالبانو او ترهګرو پر وړاندې جګړه کې ښکېل شي د افغانستان ملي متحدې ټلوالې مقاومت کاوه او سيمې يې تر کنټرول لاندې وې.

د سپټمبر د يوولسمې له پېښې وړاندې ددغې مياشتې په نهمه نېټه احمد شاه مسعود ووژل شو او د مقاومت د جبهو مسوليت ماته را وسپارل شو.

کله چې د سپتمبر د يوولسمې پېښه وشوه په لومړي سرکې امريکايان په خپلو کورنيو ستونزو بوخت و او حالت ورته ډېر پېچلی ښکارېده.

وروسته هغوی متوجه شول او پرېکړه يې وکړه چې بايد د القاعدې او ترهګرۍ مرکز ته پام واړوي.

په دې اړه هغوی بايد افغانستان ته مراجعه کړې وای او په لومړي سر کې يې زموږ له ټلوالې سره اړيکي ونيول.

د هغوی يو استازی د ازبکستان له لارې پنجشېر ته راغی او موږ ورسره وکتل.

دغه پلاوي چې مشري يې جنرال ګېري کوله وويل چې نړيواله ټولنه او امريکا غواړي د ترهګرۍ او القاعدې پر وړاندې جګړه وکړي، تاسو په دې برخه کې څه مرسته کولای شیء؟

موږ ورته وويل چې پنځه کاله کېږي د طالبانو او القاعدې پر وړاندې جنګېږو او وروستی زيان يې چې موږ وګاله هغه د آمر صېب وژل کېدل و، نو نن چې نړيواله ټلواله جوړېږي او نړۍ دې ته تياره ده چې راشي د طالبانو د ماتولو لپاره له موږ سره مرسته وکړي، موږ يې هر کلی کوو.

په دې توګه په يوه روښانه فضا کې همغږي وشوه او کار پيل شو.

پوښتنه: په يو شمېر اسنادو کې چې امريکايانو خپاره کړي ويل شوي په لومړيو ورځو کې چې امريکايان راغلل او له تاسو يې د همکارۍ غوښتنه وکړه ستاسو يو شمېر همکارانو او په ځانګړې توګه تاسو ته يې ډېرې زياتې پيسې درکړې، آيا تاسو ددې همکاري په بدل کې ځانګړي شرايط لرل؟

ځواب: په دې اړه چې هغوی پيسې ورکړي، ځواب دادی چې هو دا کار شوی، خو څنګه يې دا پيسې ورکولې؟

کله چې موږ نقشې ته کېناستو او پروګرام مو جوړ کړ او په دې پروګرام کې يوې خواته له امکاناتو برخمنه امريکا او نړۍ وه .

له بلې خواته موږ، هغوی له موږ وغوښتل چې څه اړتياوې لرو، موږ ورته وويل چې موږ بل څه ته اړتيا نه لرو، يوازې د مقاومت د جبهو د دومره سرتېرو تيارول او د هغوی په خواکې د نورو سرتېرو په کار ګومارل لوژستيکي امکاناتو ته اړتيا لري، هغوی ومنله چې په دې اړه تيار دي له موږ سره لوژستيکي مرستې وکړي چې موږ ستونزه ونه لرو.

په ريښتيا هم د مقاومت جبهو په دې کچه چې د امريکا ملګرتيا دې وکړي او جګړه دې پيل کړي هغومره مادي امکانات نه لرل. کومې پيسې چې هغوی ورکړې د جبهو د جوړولو او په کار اچولو په لاره کې ولګول شوې.

پوښتنه: دغه عمليات تاسو څنګه همغږي کړل، د امريکايانو امکانات څه و او څنګه مو پيل کړل؟

ځواب: په هغه وخت کې دوه ډوله فعاليتونه کېدل. په لومړي پړاو کې امريکايانو د عملي جګړې په اړه شک درلود، له دې امله چې پاکستان او د پاکستان استخباراتي ادارې آی اس آی ډېره هڅه کوله امريکا پوه کړي چې جګړه ونکړي او پاکستان ژمنه کوله چې ترهګر به ژوندي په لاس ورکړي او داسې نور.

دې خواته موږ هم هڅه کوله له هغو امکاناتو چې نړۍ کې منځته راغلي و ددې لپاره چې زموږ دښمن له افغانستانه ورک شي هغوی مو هڅول چې مخامخ جګړه کې ښکېل شي.

په لومړي سر کې امريکايانو وغوښتل چې د هوايي بريدونو له لارې پرمخ ولاړ شي او مثبتې پايلې ته ورسېږي، په دې پړاو کې ډېره جدي همغږي نه وه رامنځته شوې.

خو څو ورځې وروسته چې هغوی په بېلابېلو ځايونو او ښارونو بمباري وکړه څه لاسته راوړنه يې نه لرله او له خپل کار نه يو ډول نهيلي شول.

وروسته ما د هغوی عمومي قوماندان جنرال تومي فرانکس ته بلنه ورکړه او هغه دوشنبې ته راغی. ما له هغه سره د هغه په خپله الوتکه کې چې د قوماندې مرکز يې هم و خبرې وکړې او په دې مې راضي کړ چې د طالبانو ټول امکانات او ځواک د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او د جبهې شاته څه نه لري.

له همدې سره چې طالبان په لومړۍ کرښه کې مات شي د هغوی تر مرکزه چې کندهار دی نه شي ټينګېدلای.

هغه وويل چې تاسو په څو جبهو کې د بريد لپاره تيار ياست؟

ما ورته وويل موږ کولای شو په يوه وخت د مزار شريف، تالقانو او کابل په جبهو کې عمليات وکړو.

امريکايانو د جګړې لومړيو کرښو ته نژدې بريدونه پيل کړل او موږ لومړی د مزار شريف له جبهې نه خپل مخامخ ځمکني عمليات پيل کړل.

په تخار کې هم ښار ته ننوتو او د کابل په جبهو کې هم جګړه پيل شوه.

د طالبانو د جګړې پياوړې کرښه د کابل جبهې وې، چې په يوه شپه کې يې مقاومت پای ته ورسېده او مجاهدين کابل ته ننوتل.

پوښتنه: کابل ته ستاسو د ننوتو په اړه ويل کېږي چې له امريکايانو سره يو ډول تفاهم شوی و.
په دې توګه چې امريکايانو له تاسو غوښتي وو يوازې د ښار ترڅنډو به ځیء او کابل ته به نه ننوځیء او واک به نه نيسیء، آيا داسې څه هوکړه شوې وه؟

ځواب: په هېڅ صورت داسې کوم تړون نه و شوی، خو په دې هوکړه شوې وه او موږ خپله هم په دې فکر و چې بايد وسله وال ځواکونه کابل ته دننه نه شي.

خو کله چې د طالبانو د جګړې کرښه په بګرام او باريکاب کې ماته شوه، هغوی بې له ځنډه له کابله ووتل، مجاهدين له کابله د طالبانو د وتو د سبا تر ماسپښينه هم ښار ته ننه نوتل.

طالبانو چې کله د کابل فضا تشه وليدله بېرته يې ښارته د راتلو هوډ وکړ.

موږ ددې لپاره چې د لوګر لخوا مو بېرته ښارته د طالبانو د راتګ مخنيوی کړی وي اړ شوو چې کابل ته ننوځو او له کابل نه د دفاع کرښې جوړې کړو.

پوښتنه: کله چې امريکايان راغلل او افغانستان ته ننوتل هدف يې د طالبانو د حکومت پرځول او د القاعدې او تره‍ګرو تعقيبول او له منځه وړل و، اوس موږ وينو چې هم طالبان په ډېر توان سره او هم القاعده له ډېر ګواښ سره شتون لري، په دې اړه تېروتنې په لومړيو کې وشوې، که وروسته؟

ځواب: هغه پوځي کړنلارې چې په لومړيو ورځو کې ترې ګټه واخيستل شوه بريالۍ وې، طالبانو ماتې وخوړه او ووتل، القاعدې ګوزار وخوړ او ډېری کسان يې ووژل شول او د افغانستان له پولې ووتل.

له پوځي پلوه هېڅ ستونزه نه وه.

د مجاهدينو او تکنوکراتانو ترمنځ يو پياوړی ګډ حکومت جوړ شو.

دلنډ مهالې ادارې په شپږو مياشتو او د منځمهالې ادارې په دوه نيمو کلونو کې چې ټول درې کاله کېږي په افغانستان کې آرامي او ډاډ حاکم و او د القاعدې او طالبانو هم څرک نه لګېده.

هغه مهال هره موضوع يا معامله چې وه نور يې په موږ افغانانو پورې تړاو نه درلود او بايد خارجيانو او امريکا له پاکستان او د دغه هيواد له سرحدي سيمو سره کړې وای، خو له سياسي اړخه يوه ستونزه رامنځته شوه، هغه داوه چې تکنوکراتانو، ولسمشر کرزي، امريکايانو او د هغوی لوېديځو ملګرو په حکومت کې د مجاهدينو د شتون اړتيا هېره کړه او هوډ يې وکړ چې په يوازې سر له مجاهدينو اود هغوی په اصطلاح له جګړه مارانو پرته د ټاکنو او ډيموکراسۍ پر لورې ولاړ شي.

هغوی د ملي دفاع وزارت پوځ چې مجاهدين او د پخواني پوځ پاتې شوني په کې و پرته له دې چې پرځای يې څوک راشي لغوه کړ.

دې خپله بې باوري رامنځته کړه.

په دويم پړاو کې مجاهدين له سياسي تشکيلاتو لرې وساتل شول.

نه يوازې داچې د مجاهدينو مشران چې موږ، زموږ وزيران او ملګري و له صحنې ووتو، بلکې تر ټيټو پوړو هڅه وشوه چې په ټاکل شوي حکومت کې مجاهدينو ته ځای ورنکړل شي.

پوښتنه: تاسو څنګه دا ادعا کولای شیء، په داسې حال کې چې د ولسمشر مرستيال اوس هم د احمدشاه مسعود ورور دی، ډېری وزيران پخواني مجاهدين دي، پارلمان له پخوانيو مجاهدينو ډک دی، څنګه دوی له نظامه ووتل؟

ځواب: زما هدف هغه مجاهدين دي چې دښمن، طالبان او القاعده يې ماته کړې وه او مقاومت يې کړی و.

هڅه وشوه چې هغوی له صحنې وباسي کنه که مجاهدين وايو خپله ښاغلی کرزی هم مجاهد دی، خو تر ډېره زما هدف د مقاومت ځواکونه دي، نن تاسو ګوری‌ء چې د افغانستان حالت کړکېچن دی.

پوښتنه: او نه يوازې داچې کړکېچن دی، بلکې د نړۍ د دوه څلوېښتو پياوړو هېوادونو پوځونه چې چې په افغانستان کې دي په دې اتو کلو کې د نهيلۍ ښکارندويي کوي او وايي ښايي موږ مات شو.

فکر نه کویء چې دغه ماتې به يوازې نړۍ ته نه بلکې افغانستان ته هم ډېر ه ګرانه پرېوځي؟

ځواب: زه فکر نه کوم چې نړيوال ځواکونه به په افغانستان کې مات شي يا خدای ناخواسته افغان حکومت به و پرزېږي.

طالبان هغومره پياوړي نه دي لکه پخوا يې چې جبهې لرلې، مشرتابه يې لاره او جګړه يې کوله، ستونزه داده چې اوس په افغانستان کې همغږي نشته، اړتياوې او کارونه نه دي پېژندل شوي.

د افغان او بهرنيو ځواکونو او په خپله د بهرنيو ځواکونو ترمنځ همغږي نه ليدل کېږي.

دا ټول هغه لاملونه دي چې دلته يې کارونه يې له ستونزو سره مخامخ کړي.

ددوی لويه تېروتنه داوه چې د افغانستان پوځ يې لغوه کړ، تېروتنه له همدې ځايه پيل شوه او له دې وروسته ورته ډېر جنجالونه جوړ شول.


 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2018 Sabawoon. All rights reserved.