په پخوا وختونو کښی چه یو وزیر ، د وزیر مرستیال ، والی او یا حتی یو ریس به مقررشو ، نو هغه ته به خلکو ډیرپه قدر کتل او زیات احترام به یی کاوه . او هغه مقرر کس به هم دخپلی چوکی په نظر کی نیولو سره په رښتنی ټوګه د خلکو په خدمت کښی ولاړ وو او له خپله توانه سره به یی د خلکو لپاره کار کاوه . د تاجک ، ازبک او پښتون موضوع مطرح نه وه . داچی په هغه وخت کی هم دولتی چوکی لمړی په خپلو رشتدارانو ډکیدلی او بی واسطی اسانه نه وه چی څوک دولتی چوکی اشغال کړی ، پر دی موضوع به خبری نه کوو ، ځکه دا کار د کلونو راپدیخوا د افغانستان په خټه کی پروت وو . اما بیا هم به هغه مقرر شوی کس دخلکو په نظر کی زیات اهمیت درلود او عزت به یی کیدی .
وختونه تیر شوه، پاچاهان نسکوره شوه ، کمونستان راغله ، توپکماران راغله ، جنایتونه وشوه ، ملایان راغله ، د خلکو لاسونه او پښی پری شوی ، ښځی ډبرباران شوی ، نارینه په دار وځړیده . دا ټولی نا خوالی زموږ پر بی وزله اولس تیری شوی او اوس تر ټولو لویه بدبختی یانی دیموکراسی راغله . بد بختی په دی مانا چی ولس خو څه کوی حتی ولسمشر مو هم خپل اختیار نلری . اوس هغه څوک دولتی چوکی اشغالوی چه و کولای سی و ولسمشر ته غاښونه وچیچی . د نړی په مخ کی افغانستان ولسمشر لری . هغوی زموږ د هیواد ولسمشر د خپلو ولسمشرانو سره مقايسه کوی او دا فکر کوی چی دلته د جمهورریس طاقت او قدرت په هماغه اندازه دی لکه هغوی چی یی په خپلو هیوادونو کښی پیژنی . لیکین هغوی ته دا مالومه نه ده چی د افغانستان ولسمشر فقط په نامه دی او دهغه واک یو سمبول دی او بس . په نړی کی نور هیوادونه هم ولسمشران لری ، اما هغوی هیڅ وخت داسی د بی بسی پریکړی نه کوی لکه د افغانستان ولسمشر.
راځم اصلی ټکو ته :
څو موده مخکی د افغانستان پارلمان د کرزی د کابینی دوه کلیدی وزیران عبدالرحیم وردک او بسم الله محمدی بی اعتماده وګڼل . کرزی د پارلمان پریکړه ومنل او دا بی باوره وزیران یی له خپلی کابینی وشړل . هغه زوړ ناورین لا سوړشوی نه وو چی عبدالرحیم وردک د و لسمشر سلاکار وټاکل شو او اوس بسم الله محمدی بیا وهغه پارلمان ته د باور د رایولپاره معرفی کیږی چی هغوی دا کس لنډه موده مخکی بی باوره ګڼلی وو . د کار پوهانو په اند خو نه به پارلمان غلطه پریکړه کړی وی او نه به ولسمشر هغوی سهواً له کابینی شړلی وی . دا دبسم الله خان تیری کړنی وی چی هغه یی و داسی حالت ته ورساوه. نو اوس چه هغه د دفاع دوزیر په توګه بیا و پارلمان ته معرفی کیږی ، مانا ددی کړنی داده چی دا کار ولسمشر نه کوی بلکه هغه ته غاښونه چیچل شوی دی او په هغه داکړنه کیږی . دا اوسنئ جمهوری ریاستی سیستم چی په افغانستان کی جاری دی ، په کال ۲۰۰۱ کی د طالبانو تر شړلو وروسته د محترم کرزی صاحب هیله وه چی په افغانستان کی داسی سیستم راولی لکه د امریکا . دا ځکه چی کرزی صاحب پدی هیله وو چی د افغانستان د ولسمشر قدرت به هم د امریکی د ولسمشر د قدرت په پیمانه وی او درنی پریکړی به کولای شی . خو نن ورځ یی وطنوال وینی چی په افغانستان کی ولسمشرد څو تنو لپاره کارکوی نه د ملت لپاره .
دا څلور تنه بسم الله محمدی ، اسدالله خالد ، غلام مجتبی پتنګ ، او حاجی دین محمد چی کرزی صاحب و پارلمان ته د رایو اخیستلو لپاره معرفی کوی ، څوک یی په فساد او ناخوالو ککړانسانان دی چی فقط یا د خپلو جیبونو او یا د پردیو لپاره کار کوی .، څوک یی بی کفایته او ضعیف دی . فقط غلام مجتبی پتنګ یو با استعداده او مسلکی سړی بلل کیږی . وطنوال شاهدان دی چی دا هر یوه پر خپل ځای او په خپل وار د قانون ضد کړنی کړیدی او بیا به یی هم وکړی . که کرزی صاحب ددی کسانو په تیرو کړنو خبر وی او پر هغه سربیره بیا هم هغوی خپلی کابینی ته را بولی ، نو داسی اخیسته کیدای شی چی کرزی صاحب نه د واک خاوند دی او نه دده خبره د اوریدو ده . دولسمشری چوکی یو ډیر پیاوړی او په ځان باوری کس ته اړتیا لری ، نه هغه چا ته چی د بل په خوله کړنی کوی . راشی چی ددی څلورو کسانو ژوند ته لنډ نظر واچوو او وګورو چی هغوی د افغان هیواد لپاره څه کړیدی :
اول – بسم الله خان محمدی :
ښاغلی مل پاسوال بسم الله خان محمدی د کورنیو چارو د وزارت په دوره کی له یوی خوا خپل جیبونه ډک کول او له بله پلوه یی د جمعیت اسلامی او د شمال د اتحاد لپاره کا رکاوه او هغوی یی پیاوړی کول . د نړیوال او وطنوال رسنیو په حواله ښاغلی محمدی د سردار داودخان د روغتون په بیا رغونه کی څه د پاسه ۲۸ میلیونه ډالره اختلاص کړی او وخپل بانکی حساب ته یی نقل کړی دی چی ددی درغلیو انځورونه په کرتو د وطن رسنیو او ناټو پلټلی دی . له بله پلوه ښاغلی محمدی د شمال په ایتلاف کی شامل یو کس دی چی د افغانستان د تجزیی لپاره مهم ګامونه پورته کوی او د شمال ایتلافی کسان تر کال ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د تجزیی لپاره پیاوړی کوی .د بسم الله خان د وزارت په دوره کی په شمالی ولایاتو کښی امنتی مقرری ټوله پنجشیریان او یا تاجک وه . د ثبوتونه له مخی ویل کیږی چی د محمدی صاحب د وزارت په دوره کی نه په کابل کی او نه په شمالی ولایاتو کښی هیڅ د یو بل قوم سړی هم په امنیتی چارو کی مقرر شوی نه دی . د بسم الله خان په دوره کی د کورنیو چارو په وزارت کی سمت پرستی ، قوم پرستی او تجزیه پرسی یو عام کار وو او هر چا ته څرګند حقیقت وو. ددی کړنو نه څرګندیږی چی بسم الله خان د ټول افغانستان لپاره نه بلکه فقط د شمال لپاره کار کاوه . ښاغلی بسم الله خان پدی هم تورن شوی وو چی هغه پر ننګرهار باندی د پاکستان د بریدونو جوا ب ځکه ندی ویلی چی دی په باطنی حالت کی د پښتنو ضد دی او غواړی چی د پاکستان سره دډیورنډ پر کرښی خبری وکی . د کار پوهانو په اند د پاکستان سره پر ډیورنډ خبری کول مانا یی ددی کرښی په رسمیت پیژندل او د پښتنو نیمایی حالت ساتل دی . ښاغلی کرزی د بسم الله خان په دی کړنو پو هیدی ، اما بیا هم هغه دد فاع دوزیر په توګه و پارلمان ته معرفی کوی . داسی یو شخص که د افغانستان ددفاع وزیر وټاکل شی ، نو دافغانستان په تاریخ کی به د اوسنی ولسمشراو پارلمان بی کفایتی لیکلی پاته شی .
دویم – اسدالله خالد :
اسدالله خالد پخوانی د کندهار والی او د سرحدونو او قبائلوپخوانی وزیر ښه اړخونه دادی چی دی د پاکستان ضد سړی دی او د پاکستان حکومت و ملی امنیت ته دده په را بلنه زیات خواشینی دی . خالد د کرزی صاحب سره نزدی اړیکی لری او دی هره خپله کړنه د کرزی صاحب د مشوری سره سم کوی . اما اسدالله خالد د خپلو ښو اړخونو په بغل کی په دی تورن شوی دی چی د کندهار د ولایت په دوره کی یی زیات انسانان ځورولی او شکنجه کړی دی ، نو ځکه دده د نامه نه زیات وطنوال کرکه کوی او لعنت ورته وایی . له بله پلوه پر اسدالله خالد د بشر حقوقو د څار ډلی له خوا تورونه لګولی شوی دی چی له یوه پلوه د نشه توکو په قاچاق کښی ښکیل دی او له بله پلوه یی په کندهارکی شخصی بندی خانه جوړه کړی وه او هلته یی بی ګناه افغانان په ورځو ورځو په ځینځیرونو تړلی او تر شکنجی لاندی وژلی دی . د بشر حقوقو ډلی له پارلمان نه غوښتنه کړیده چی اسدالله خالد ته د اعتماد رایه ور نه کړی. چا چی داسی کړنی کړی وی او د بی ګناه انسانانو په وژنه تورن وی ، نو بیا د هغه ټاکل د ملی امنیت د مشر په توګه د عقل نه لیری کار دی او مانا یی داده چی هغه دانسانانو پر ژوند او مرګ مسلط کول دی .
دریم – غلام مجتبی پتنګ :
د غلام مجتبی پتنګ په باره کی د وطن او نړیوال رسنی له یوه پلوه او وطنوال له بله پلوه رضایت ښکاره کړی دی او هغه یی یواځنی شخص بللی دی چی په رښتنی ټوګه د وطن لپاره چوپړ وهی او کوم داسی کړنه یی نده کړی چی نیوکه باندی وشی . اټکل کیږی چی هغه به دپارلمان اعتماد تر لاسه کړی .
څلورم – حاجی دین محمد :
حاجی دین محمد پخوانی د ننګرهار او کابل والی یو متدین سړی او د پیژندل شوی کورنی نه دی ، خو په دولتی چارو کښی یی ښه کړنه نده ښکاره کړی او ددولتی چوکیو لپاره وړ سړی نه بلل کیږی . ویل کیږی چی کرزی صاحب ځکه حاجی دین محمد نومولی دی چی هغه د ولسمشری په ټولټاکنو کښی د کرزی پر څنګ ولاړ وو او د هغه لپاره یی ښه کمپاین کړی دی .
دا څلور واړه د پارلمان رایی ته اړ تیا لری . د اوسنی حالت نه داسی څرګندیږی چی په پارلمان کی به ددی کسانو په رایه ورکولو کښی پوره تاو تریخوالی رامنځ ته شی . له بله پلوه سوال پدی ځای کی دی چی په افغانستان کی بل داسی شخصیت وجود نلری چی دداسی حساسو دندو ښایستګی ولری . د افغانستان لوړ پوړی چوکی د کرزی صاحب په ولسمشری کی داسی شکل نیولی دی لکه دکوردروازه چی بنده پاته شی او دکور خاوند زړی او زنګ وهلی کیلی تر هغه وخته پر ګوری تر څو یا دروازه خلاص شی اویا د کورد خاوند یقین شی چی نور نو باید نوی کیلی پر جوړه شی . ښاغلی کرزی ددی کسانو په نومولو سره نه یواځی د افغانستان ولسی جرګی ته سپکاوی کوی بلکه خپل ځان هم بی باوره ثابتوی .
المان