pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
افغانستان او سترې ستونزې

پوهنمل ډاکټر عبدالقيوم مومند

سـريــزه

افغانستان د سترو سياسي، اقتصادي او پوځي ستونزو سره مخ دی چې اوسنئ ټاکنيزې مبارزې او امنيتي تړون د لاسليک کولو مسئلې د افغانستان سیاسي او امنيتي حالت نور هم کړکيچن کړی دی. لۀ دې کبله افغانستان د يوې داسې ناڅرګندې راتلونکې پۀ لور روان دی چې نۀ پکښې د سولې لپاره کوم تدبير نيول شوی دی، نۀ د اقتصاد او خلکو د ژوند د پرمختګ لپاره کوم پلان شته او نۀ هم دا ‌ډاډ شته چې اوسنی نيمګړی او کمزوری امنيت به پرځای پاتې شي. ددې ټولو ستونزو پۀ نظرکې نيولو سره اړينه ده چې د اوسنيو حالاتو څيړل پۀ لاندنيو برخو وويشل شي.
لومړی: د ولسمشر لپاره نوماندو کسانو د افغانستان ملت ته تراوسه پورې کومه مؤثقه سیاسي، اقتصادي، نظامي او سولې راوستلو طرحه نۀ ده وړاندې کړې. ټولې خبرې او وعدې يواځې شعاري بڼه لري چې پۀ ظاهر کې ډيرې خوږې دي، خو کومه محتوی نۀ لري.
دويم: کۀ د امريکا متحده ايالاتو سره د تړون محتوی پۀ غور سره ولوستل شي نو دا څرګنديږي چې د تړون ستره موخه د امريکا متحده ايالاتو د اقتصادي او نظامي ګټو خونديتوب او پرمختيا ده او د افغانستان لپاره پکښې کومې رغوونکې اقتصادي او نظامي ګټې نشته.
دريم: پۀ هر هيواد کې چې يو دولت او حکومت پۀ واقعي توګه د خلکو استازيتوب کوي او د خلکو لخوا منل شوی وي، د هغې هيواد ولسمشر د ولس د معنوي پلار حيثيت لري او د ولسمشر ميرمن د دې ملت د معنوي مور حيثيت لري. آيا د افغانستان مسلمان ولس به دا ومنلی شي چې د دې ملت معنوي مور دې مسيحي او يا يهوده وي؟
موثقې سیاسي، اقتصادي، نظامي او د سولې طرحې
          پۀ ټاکنو کې يو نوماند ته د رای ورکولو څخه وړاندې د افغانستان مسلمان ملت بايد پۀ دې پوه شي چې نوماند کسان څوک دي، د شخصي او کورني ژوند حالت یې پۀ کلتوري او معنوي لحاظ څنګه دي، نوماند او د کورنۍ غړي یې څومره پۀ اسلامي اصولو برابر روان دي، سوابق یې څۀ دي، څومره جرمونه یې کړي دي، شتمنۍ یې لۀ کومه پيداکړي دي، څومره رشوتونه یې اخستي دي، او څومره پردئ شتمنۍ او دولتي ځمکې یې غصب کړي. ددې ترڅنګ داهم حياتي ارزښت لري چې افغانان پۀ دې پوه شي چې نوماند کسان د راتلونکې افغانستان لپاره څۀ پلانونه او پروګرامونه لري. آيا ټولتاکنو ته نوماند کسان د قراني لارښودنې او اسلامي حکومتدارۍ ځانګړتياوې لري، پۀ دې ځانګړتياوو پوهيږي او د دې اصولو پۀ رڼاکې چارې پرمخ بوتللای شي او کۀ نه؟
          ولسمشر لپاره نوماندو، د هغوی مرستيالانو او د ټاکنيزو هلوځلو (کمپاين) مسئولينو، فعالو او وياندو لاتراوسه افغان ولس ته داسې کوم سياسي، اقتصادي، زراعتي، پوهنې، تعليم او سولې کوم پلان نۀ دی وړاندې کړی چې ملت پرې ډاډمن شي چې د دې نوماندو پۀ راتلونکې حکومت کې به پۀ سوله او سوکالۍ کې ژوند تير کړی شي. ملت ته لا تراوسه دا نۀ دي ويل شوي چې هر ځانګړی نوماند د افغانستان د ملي حاکميت ټينګولو، د هيواد د امنيت او دفاع د بنسټونو د تحکیمولو او ملي پوځ پۀ اسلامي او ملي روحيه سمبالولو او روزلو لپاره کومې انګيرنې او لارې چارې لري.
          افغانستان د نړيوالو او ګاونډيو هيوادونو د کلتوري او اخلاقي يرغل او ناتار سره مخ دي او د افغان ملت ملي مقدسات او ملي ارزښتونه د کمزورتيا پۀ حال کې دي. دا نوماندان د دې يرغل د مخنيوي او د ملي اصيلو افغاني ارزښتونو، دودونو او عنعنو د ساتنې، روزنې او پالنې او ملي فرهنګ د غښتلي کولو لپاره کوم ځانګړي پروګرامونه لري؟
          پۀ تيرو ديارلسو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره کوم داسې ګام نۀ دی اخستل شوی چې د افغانستان اقتصاد پۀ خپلو پښو ودروي او د پرديو لۀ خيرات څخه یې خلاص کړي. د خيرات پۀ پيسو ځينې مصرفي کارونه ترسره شوي چې د خيرات پۀ پای ته رسيدو سره به هغه هم لۀ مينځه ولاړ شي. د آزاد بازار پۀ نوم غريب خلک لوټ شول. نۀ يواځې د خلکو پۀ ژوند کې کوم د نظر وړ مثبت بدلون رانغی، سربيره پردې د خلکو اقتصادي ستونزې نورې هم ډيرې شوې. آیا دا نوماندان به د آزاد بازار مرض همداسې جاري وساتي او کۀ د کوم مختلط اقتصادي نظام پر لور به ګامونه واخلي؟
          د هيواد د ځمکې لاندې زيرمې د زورواکو د ولجې لاندې دي. ګاونډيو او د سيمې ځينو هيوادنو د خپلو ګټو پراساس د افغانستان سره ځينې تړونونه لاسليک کړي، چې بيا کتل او ځيرنه یې پۀ کار ده. د هيواد پۀ ميلونونو جريبه زراعتي او نورې ځمکې د چارواکو او زورواکو لخوا غصب شوي دي. دې نوماندو لاتراوسه ملت ته نۀ ده څرګنده کړې چې دوی به د ځمکو د غاصبینو څخه ځمکې څنګه بيرته اخلي، ځکه ځيني نوماند او د هغوی مرستيالان خپله غاصبين دي. دوی لاتراوسه ملت ته دا هم نۀ ده څرګنده کړې چې دوی به د ځمکې لاندې زیرمو څخه د ملت لپاره څنګه موثره ګټه واخلي او اقتصادي زيربناوو ته به څنګه وده او پراختيا ورکړي. د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، سوداګرۍ او صنعت پۀ هکله د دوی ځانګړي پلانونه څۀ دي؟ آيا دوی د امريکا سره تړون لاسليک کوي؟ او داسې نورې ‌ډيرې پوښتنې.

امريکا متحده ايالاتو سره تړون
د امريکامتحده ايالاتو او افغانستان ترمينځ د تړون لاسليک او د ۲۰۱۴ زيږديز کال څخه وروسته د امريکايي پوځونو پاتې کيدل د افغانستان او سيمې سياسي حالات نور هم کړکيچن کوي او د افغانستان سياستوال یې د يو ستر ګواښ سره مخ کړي دي. کۀ د تړون محتوی پۀ غور او ځيرنې سره ولوستل شي نو دا څرګنديږي چې د تړون ستره موخه پۀ افغانستان او سيمه کې د امريکامتحده ايالاتو د ليرو او نيږدو ګټو ساتنه او خوندي کول دي. امريکامتحده ايالات غواړي پر افغانستان اغيزمن پوځي حاکميت ولري او لۀ دې خاورې څخه د سيمې هيوادونو پوځي هاند او پرمختګ تر څار لاندې ونيسي. پۀ اقتصادي لحاظ به د امريکامتحده ايالات پر دې بريالي شي چې د سيمې د نفتو او ګازو راويستل، ترانسپورټ، پلورل او توزيع کول پۀ لاس کې ونيسي او د روسيې، ايران او د سيمې نورو هيوادونو ګټو ته تاوان ورسوي.
          د افغانستان لپاره دا تړون ناڅرګند دی ځکه چې نۀ پکښې د افغانستان لپاره د مالي او پوځي چارو د هاند پۀ هکله کوم ځانګړی پلان او وړانديز شته او نۀ پکښې دا څرګنده شوې چې د امريکامتحده ايالات به د افغانستان مالي او پوځي لګښتونه او پرمختګ څنګه ترسره کوي. پۀ تړون کې د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او امنيتي لومړيتوبونو کومه څرګندوينه نۀ ده شوې، نۀ ورته کوم تدبير شته او نۀ کوم پلان. لۀ دې کبله دا ويلی شو چې دا تړون به يواځې د امريکا متحده ايالاتو موقف پۀ افغانستان کې د يو ځيرک او چټک لوبغاړي پۀ توګه خوندي کړي، ترڅو پۀ سيمه کې د حالاتو، پيښو او امکاناتو څخه ګټه واخلي او خپلو پالیسيو ته د سيمې د اقتصادي، سياسي، او ستراتيژيکو واقيعتونو پۀ رڼاکې بدلون ورکړي.
          خلک داسې فکر کوي او داراز تبليغات هم روان دي چې تړونوال به د دواړو هيوادونو د ګډو ګټو، یعنې، سولې، امنيت، دفاع او پخلاينې پۀ برخو کې پراخه او د اوږدې مودې ستراتيژيک کار وکړي. مګر کۀ تړون پۀ غور سره ولوستل شي نو دا څرګنديږي چې د هيواد څخه دفاع، د دفاعي چارو پرمختګ او پۀ هيواد کې د سولې او امنيت مسئوليت ټول د افغانستان د حکومت پرغاړه اچول شوی او د امريکامتحده ايالات د يو ناظر پۀ توګه چلند کوي. پاکستان د افغانستان پر خاوره د کلونو راهيسې پوځي تيري او يرغلونه کوي چې وروستۍ بيلګه يې د کونړ پۀ غازي اباد کې د ۲۱ تنو افغاني سرتيرو وژل دي، مګر د امريکامتحده ايالاتو نۀ پخوا او نۀ هم  اوس دا اړينه وګڼله چې د دې تيريو او يرغلونو پۀ مقابل کې کوم غبرګون ښکاره کړي او يا يې مخنيوی وکړي.
          پۀ تړون کې خپلواکۍ ته احترام او د دواړو هيوادونو د مساوات او برابرۍ پۀ هکله خبرې کيږي. د قانون حاکميت ته احترام، د افغانستان اساسي قانون او نورو ټولو شتو قوانينو ته سالمه او روڼه وفاداري او پۀ هغې عمل کول، د تړون د بنيادي ټکو څخه ګڼل شوي دي او دواړه هيوادونه به د افغانستان خپلواکۍ، استقلاليت، د خاورې بشپړتيا او ملي يووالي ته ژمن وي. مګر کۀ د خبرې بنيادونه راوڅيړو نو افغانستان د امريکامتحده ايالاتو لخوا يرغل شوی او نيول شوی هيواد دی. د نړيوالو نورمونو پراساس خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا هغه وخت لۀ مينځه ځي چې يو هيواد د بل هيواد د پوځونو لخوا ونيول شي او پوځي واک د نيوونکي هيواد پۀ لاس کې وي. سربيره پر دې، کله چې د امريکامتحده ايالات د ډيورنډ د کرښې نه بله غاړه پښتانه وژني نو د افغانستان ځمکنۍ بشيړتيا تر پښتو لاندې کوي. کۀ چيرې خبره دا وي چې امريکايان د ډيورنډ د پولي بله غاړه خاوره، خيبرپښتونخوا او بلوچستان، د افغانستان خاوره ګڼي، نو بيا دوی د افغانستان د ځمکې بشيړتيا تر پښتو لاندې کړې نۀ ده.
          پۀ تيرو يوولسو کلونو کې د امريکامتحده ايالاتو پوځيانو د افغانستان قوانينو ته نۀ احترام کړی، نۀ یې پرې عمل کړی او نۀ یې د افغانستان قوانينو ته کوم ارزښت ورکړی. د دې هم کومې نخښې نښانې او ضمانت نشته چې د ۲۰۱۴ زيږديز کال څخه ورسته به امريکايان د افغانستان د قوانينو کومه پروا ولري او يا به پرې عمل وکړي. د افغانستان او نړيوالو قوانينو پرخلاف، هره ورځ او پۀ منظمه توګه بيګناه افغانان د امريکايانو لخوا پرته د کوم قانون او محکمې څخه وژل کيږي او زندانونو ته اچول کیږي، مګر د امريکايانو څخه هيڅوک هم دا پوښتنه نشي کولای چې ولې؟ هيڅ امريکايي ګناهګار چې بيګناه افغانان یې وژلي، بنديان کړي او نور راز راز جرمونه يې کړي، نۀ چا محکمې ته کش کړ او نۀ ترې چا پوښتنه وکړای شوه چې دا جرمونه يې ولې کړي دي.
          مالي مسئوليتونه يوه بله ستره مسئله ده چې تړون یې پۀ هکله کومه څرګندونه او روښنايي نۀ لري. دا څرګنده نۀ ده او نۀ چيرته ليکل شوي دي چې د افغانستان د پوځ او امنيتي قواوو لپاره به پيسې لۀ کومې خوا څخه راځي او څوک به دا پيسې افغانستان ته ورکوي. افغانستان ته د نظامي، ټولنيزو او اقتصادي مرستو پۀ هکله کوم مشخص وړانديز، مشخصه لار، او کوم مالي ضمانت نۀ دی ورکړل شوی او نۀ واضح شوې چې دا مرستې به څنګه او لۀ کوم ځاي نه افغانستان ته ورکول کيږي. بهرنيو هيوادونو سره مرسته کول د امريکا د کانګرس او سنا د منلو او نۀ منلو پورې تړاو لري. پۀ افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شتون سره د امريکا د ولس او سياستوالو پۀ مينځ کې مخالفت دومره ډیرشوی چې د هيڅ راز مرستو تمه نشي کيدی.  دا هرڅۀ پۀ وضاحت سره څرګندوي چې د مرستو کوم تضمين نشته، يواځې تشې وعدې دي.
          پۀ تړون کې د امريکامتحده ايالاتو د موخو پۀ هکله روښانه تګلار نشته. تړون دا نۀ څرګندوی چې د امريکامتحده ايالات خپل شتون پۀ افغانستان کې څنګه تمثيلوي. تړون د افغانستان دفاعي او امنيتي قوتونه د امريکايي فوځونو او د هغوی د عملياتو پۀ مقابل کې بيواکه کړی. پۀ افغانستان کې د امريکايي پوځيانو چارې د امريکايي قانون پۀ چاپیرچل کې عملي کيږي او د افغانستان قوانين پکښې کوم ځای نۀ لري چې دا د افغانستان خپلواکي او اسقلاليت د پوښتنې سره مخ کوي.
          پۀ تړون کې امريکايي پوځونو ته دا واک ورکړل شوی چې امريکايي پوځيان او پوځ پورې تړلي ملکي کسان او قرارداديان به پرته لۀ ويزې، پاسپورت، اجازې او نورو مقرراتو څخه افغانستان ته تګ راتګ کوي. دوی حق لري چې پرته لۀ کومې پوښتنې او اجازې د افغانستان د هوايي کرښو او ځمکنيو لارو څخه د ترانسپورټ لپاره استفاده وکړي او د افغانستان حکومت د دوی د الوتکو او ځمکني ترانسپورتي وسایطو د تالاشۍ او پلټنې حق نۀ لري. امريکايي پوځيان او پوځ پورې تړلي ملکي کسان او قرارداديان حق لري چې پرته د پوښتنې او محصول څخه افغانستان ته واردات وکړي او د افغانستان څخه صادرات وکړي. پۀ تړون کې ليکل شوي کۀ چيرې کوم امريکايي پوځي او یا د پوځ پورې تړلی ملکي کس پۀ افغانستان کې کوم جرم وکړي، د افغانستان حکومت د هغه د نیولو، بندي کولو او محاکمې حق نۀ لري. دلته پوښتنه راپیداکيږي چې کله يو هيواد او یا يو حکومت دومره واک ونلري چې پۀ دې پوه شي چې څومره بهرني پوځونه او هغوی پورې تړلي کسان پۀ هغې هيواد کې ژوند کوي او یا تګ راتګ لري، يو هيواد او یا يو حکومت چې دومره واک ونلري چې د خپلو هوايي کرښو او ځمکنيو لارو د تګ راتګ پوښتنه وکړای شي، يو هيواد او یا يو حکومت چې دومره واک ونلري چې پۀ خپل هيواد کې د بهرنيانو څخه د وارداتو او صادراتو پۀ هکله پوښتنه وکړای شي، يو هيواد او یا يو حکومت چې دومره واک ونلري چې پۀ خپل هيواد کې د بهرنيانو څخه د جرم پوښتنه وکړای شي، نو دا هيواد او حکومت د کومې خپلواکۍ دعوه کوي. آیا داسې يو هيواد ته خپلواک ويل کيدای شي؟ داسې يو قراداد به دې خاورې او دې ملت ته پرته لۀ غلامۍ بله څۀ مانا او څۀ ګټه ولري؟

نوماند او ملت
د افغانستان د اساسي قانون پۀ دوه شپیتمه ماده کې ولسمشرۍ ته د نوماند لپاره لاندې شرایط ليکل شوي دي:
۱- د افغانستان تبعه، مسلمان، لۀ افغان مور او پلار څخه زيږيدلی وي او د بل هيواد تابعت ونۀ لري؛
۳- د محکمې لخوا د بشري ضد جرمونو، او جنايت پۀ ارتکاب او يا لۀ مدني حقوقو څخه پۀ محرومۍ محکوم شوی نۀ وي.
          د دې مادې پۀ دریم ټکي به لومړی لنډې خبرې وکړم او د لومړي ټکي به پوره تفصيل ورکړم. کۀ ولسمشرۍ ته د نوماندو کسانو او یا دهغوی د مرستيالانو نوملړ ته وکتل شي نو ترنيمايي څخه ډير یې نۀ يواځې داچې پۀ افغانستان کې د بشري ضد جرمونو او جنايت پۀ ارتکاب پيژندل شوي دي بلکې پۀ نړيواله کچه هم د بشري ضد جرمونو او جنايت پۀ ارتکاب پيژندل شوي کسان دي، مګر هيڅوک هم ترې پوښتنه نشي کولای چې څنګه او پۀ کومو سترګو دوی ولسمشرۍ او یا مرستيالۍ ته نوماند دي. نۀ يواځې دا چې دوی پۀ خپلو کړو پښيمانه نۀ دي بلکې ستاينه یې هم کوي. د دوی سپین سترګۍ او جرأت ته سړی حيران پاتې کيږي.
          د دوه شپيتمې مادې لومړی ټکی ډیرې پوښتنې رامينځته کوي چې پۀ ځينو یې د ټاکنو پۀ هکله خبرې کول
 دلته اړين دي. کۀ د نړۍ پرمختللو ډيموکراسيو ته، د کومو پۀ لار چې افغانستان تلل غواړي، وګورو نو د ولسمشر او ولسمشر د مرستيال لپاره ځينې ځانګړي شرايط شته چې پرته لۀ هغې ولسمشرۍ ته د نومانديدو پۀ هکله فکر هم نشي کيدی.
          د افغانستان پۀ اساسي قانون کې دا پوښتنه راپیداکيږي چې ولسمشر ته د نوماند لپاره ولې د نوماند د ميرمنې د تابعت او دين ذکر نۀ دی شوی. آيا د افغانستان مسلمان ملت د دې حق نۀ لري چې د دې ملت معنوي مور د افغانستان تابعت ولري او ګټې یې پۀ نورو هيوادونو پورې تړلي نۀ وي. آیا دا ملسمان ملت د دې حق نۀ لري چې پۀ دې پوه شي چې د دې ملت معنوي مور دې بايد مسلمانه وي.
          دا خبره د څو اړخونو څخه څيړل پۀ کار دي. کۀ چيرې د افغانستان پر مسلمان ملت دا منل کيږي چې د دې ملت د ولسمشر ميرمن مسيحي او يهوده کيدی شي، آیا دا پرمختللي لويديځ ډيموکراتيک هيوادونه دې ته چمتو دي چې د خپلو هيوادونو د ولسمشر او يا لومړي وزير ميرمن د يوې مسلمانې پۀ توګه قبوله کړي. کۀ د اروپايي هيوادونو د سياسي جوړښتونو او ولسي مقراراتو او اصولو پۀ هکله خبرې وکړو، حتی داراز فکر هم نشي پیدا کيدی، عمل خو یې ليرې خبره ده، او نۀ د دې پوښتنې ځای پیداکيږي چې د دې هيوادونو د ولسمشر او یا لومړي وزير میرمن دې مسلمانه وي. را به شو امريکا متحده ايالاتو ته چې د افغانستان د اوسنۍ ډيموکراسۍ ټيکه داران د هغوی پيروان دي. کله چې ولسمشر اوباما د لومړي ځل لپاره د امريکا د ولسمشر پۀ توګه نوماند شو نو د هغه، د هغه د مور او پلار او د هغه د دين پۀ هکله لويه غوغا راپورته شوه. سره لۀ دې چې د اوباما مور اوباما ټينګ او ولاړ مسيحي روزلی و، مګر هغه ملسمان وبلل شو ځکه د مسلمان پلار او مسيحي مور څخه زيږیدلی و. دا هم وويل شو چې اوباما پۀ ماشومتوب کې پۀ ايندونیزيا کې پۀ اسلامي مدرسه کې زده کړه کړې وه، نو لۀ دې کبله بايد مسلمان وي. دا غوغا تر هغه وخت پورې روانه وه ترڅو چې اوباما څو ځلې اقرار وکړ او ثابته یې کړه چې نۀ هغه مسلمان دی، نۀ یې میرمن مسلمانه ده او نۀ یې بچي مسلمانان دي. اوباما پۀ دې د امريکا ولسمشرۍ ته نۀ پريښودل کيده چې پۀ ماشومتوب کې یې د اسلام سره کمزورې اړيکې درلودې، اروپايان د يو مسلمانې ميرمنې پۀ هکله حتي فکر هم نشي کولی، مګر د افغانستان د مسلمان ملت څخه غواړي چې د راتلونکې ولسمشر مسيحي او يهودي ميرمنې قبولې کړي. پۀ دې مسئله کې د اروپايانو او امريکايانو څخه ډیر د افغانستان ملت ګرم دی. هغوی خو خپل کار کوي، مګر ملت هم خپل رسالت نۀ ترسره کوي. ملت ولې دا پوښتنې نۀ مطرح کوي؟
          کۀ د ولسمشر ميرمن او یا د ولسمشر د مرستيال ميرمن د داسې يو بهرني هيواد تابعت ولري چې دې هيواد سره د افغانستان سياسي اړيکې خرابې شي او د دواړو هيوادونو ملي ګټې مطرح شي نو دا ميرمن به د افغانستان د ملي ګټو څخه دفاع کوي او کۀ د هغه هيواد څخه د کوم چې نوموړې تابعت لري؟ کۀ څوک پۀ يو هيواد کې پيداکيږي او يا د يو هيواد تابعت مني نو نومړي کس د دې هيواد د ملي ګټو د ساتنې، پالنې او دفاع مسئوليت لري او د دې دندې نۀ عملي کول خيانت ګڼل کيږي.  نوموړې ميرمن به پۀ داسې حالاتو کې څۀ کوي؟
          دا چې ولسمشر بهرنی تابعيت ونلرې او د غيرافغان مور او پلار څخه نۀ وي زيږيدلی ډيره مهمه خبره ده، مګر ددې ترڅنګه داهم مهمه ده چې ولسمشر بايد بهرنۍ او غيرمسلمانه ښځه ونلري. افغانستان يو اسلامي او عنعنوي هيواد دی چې د دولت او حکومت مشران او د هغوی کورنۍ ځينې ديني او کلتوري چارې او مراسم ترسره کوي او د ملت وګړو سره پۀ ښه او بده کې شريکيږي. يوه مسيحي او یا يهوده ميرمن او اولادونه به څنګه وکړای شي چې پۀ اسلامي چارو او مراسمو کې فعاله برخه واخلي او د دې ملت پۀ ديني او کلتوري ضرورتونو پوه شي.

پايله
هره ورځ پۀ خبرونو کې اوريدل او ليدل کيږي چې نن د فلاني نوماند پۀ ملاتړ پۀ فلاني ولايت کې غونډه جوړه شوه او ګډ‌ون کوونکو د نوماند څخه خپل ملاتړ څرګند کړ، مګر پۀ يوه غونډه کې کې هم ګډون کوونکو دا څرګنده نۀ کړه چې د دوی نوماند کومې ځانګړتياوې او ښيګڼې لري چې لۀ نورو څخه ښې او ګټورې دي، او د دې نوماند تګلار ولې د نورو نوماندو څخه ښه ده. ټولې غونډې يواځې شعاري بڼه لري او اغلباً داسې ګومان کيږي چې راټول شوي اکثره کسان دې د پيسو پۀ مقابل کې راټول کړی شوي وي. سره لۀ دې چې نوماندان دا مسئوليت لري چې هرڅۀ ملت ته پۀ څرګنده توګه ووایي او ليکلي یې د خلکو مخې ته کيږدي، مګر ملت هم مسئوليت لري چې پرته د نوماندو پۀ فکر او موخو پوهيدو، ټولټاکنو ته ولاړ نشي او پۀ هغې کې برخه وانخلي، کۀ نه نو د خپل ځان او افغان ملت سره به یې لويه جفا کړې وي او د افغانستان لپاره به نوې ستونزې راپيدا کړي. پۀ ټولټاکنو کې برخه اخستل د افغانستان د راتلونکې او بقا د مسئوليت اخستل دي. کۀ چيرې څوک دا مسئوليت پۀ غاړه اخلي نو بايد پۀ رښتيا او ايماندارۍ سره يې سرته ورسوي، کۀ نه نو دوی به هم د هغۀ چا سره يوځای د مسئوليت پۀ ليکه کې ودريږي چا چې رای اخستې ده.
          هغۀ چې پۀ جومات، مدرسه او ښوونځي کې ليک او لوست نۀ وي کړی، د افغانستان پۀ اساسي قانون، د انتخاباتو پۀ قانون او نورو مربوطه قوانينو پوه نۀ وي، د افغانستان سیاسي حالات او اوضاع ونۀ پيژني او د سيمې هيوادونو، ګاونډيو هيوادونو او نړيوالو هيوادونو پۀ سياسي لوبو پوره پوه نۀ وي، هغه به د افغانستان د ولسمشر، د ولسمشر مرستيال، وزير، د ولسي جرګې غړي، د ولايتي شورا غړي او یا بل چارواکي پۀ توګه د دې هيواد او ولس چارې څنګه پرمخ بوځي او دې هيواد او ملت ته به یې څۀ ګټه ورسيږي.
لوي څښتن عالم او لارښود دی.

سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۱۴ زيږديز کال شپږويشتمه

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.