پـوهـه ښکلا ده او نـا پـوهـي بـلا ده
د کـندهار پوهـنتون په څـیـړنـغـوڼـډه کې زما ګـډون
|
۱۳ دسمبر ۲۰۱۳ |
لیکوال: ډاکتر رحمت ربـی ځـیـرک یـا ر
|
زه (ځیـرکیار) له امریکې نه په کنـدهـار پوهنتـون کې «د څلویښت کالو له تاریخي پیښو څخه زده کـړې» په سرلیک څـیـړن غـوڼـډې ته وربلل شوی وم . موخه (هدف) یې داوه: « د خپل تاریخ او ملي مسایــلو په اړه د حـقیـقت ځلانــده ډیــوه د راتلونکو نسلونـو مخ ته» کـیـږدي. کندهار چې چې زمـوږ ټــولو افغانــانو د نیکه او بابا (میرویس نیکه او احمدشاه بابا) ټــاټـوبی دی، په واقعـیت کې پــه ټـول افغـانسـتان کې د ملي دولت سازۍ مـرکز هم دی. دغه څیـړن غوڼـډه په کندهارپــوهنتون کې هغـه مهـم علــمي، روزنــیـز او ملي ابـتکار و چې زه یې د دغــه پــوهـنـتـون مشـر پــوهاند حضــرت میر طوطاخیل ، د پوهـنتون نـور مشرانو، ښـوواندانو، د باچاخان د څیـړنیزمرکز مشر شیرشاه رشاد، او پـوهیدونکو (محصلینو) ته د بریالیتوب شابسی وایم. زه ډاډه یم چې د دغې درنې څــیـړنـغـوڼـډې په عـملي کیدلـو کې بــه د کــندهـار د والي ډاکتـر توریالی ویسا مشورو او مرستو روغ رول لوبــولی وي. لــه دې املــه ورتــه زه د زړه له کــومي کــورودانی وایم. دغه شان زه د ډاکـتر رشـاد له پټـو پټـو روغـو مشورو نـه ډیـر منـنـدوی یــم. باید ووایم چې د څیـړن غــوڼـډې په عـملي کیدلو کې د کـندهار د ملي تـاجــرانو وڼــډه هــم د ستایــنې وړ ده. ګــونـدې د افغـانستان نور ملي تاجران هم د کندهار د ملي تــاجـرانو له اخلاص او ګـډون نه زده کـړه وکــړي.
د کـندهار په هـوایي ډګـر کې
مـوږ څلور تـنه (ډاکتر تره کي له فرانسې نه ، ډاکتر درمانګر له سویس نه،، یو بل ځوان استاد له لـندن نه، او زه ځیـرکیار له امریکې نه) د ۲۰۱۳ زیــیـز دنومبر په ۴ د کنــدهـار پـه هــوایي ډګر کې د سهـار په اتــه نــیمو بجــو کــوز شــوو. دوه درې وسله وال عسکـر اخـوا دیخوا ګـډوډ او ګـړندي ګـرځیدل. ما فکر کاوه چې يـو څه به پــیښ شـــوي وي. «ودریـږه» او «درځـه» هغه امرونه وو چې ځما اندیـښنه یې لا پسې وپـړسـوله. ځما وار چې راورسیــد او د «درځـه» مهـرباني رابانــدې وشوه، د غـشي په شان نیغ له تم بـریــد نــه تیـرشوم او اخوا دیخوا د خپل بکس په لټه کې شوم . یو کڼـډر غـوندې ځای ته ور تیر شوم: پـه یوه جګـه ریـړه کې د ټـولو راغلو مسافرو بکسونه د یـوبل په سـر پـراته وو. خپل بکس مې ولید چې د دوه نــورو لانـدې درونـد خـو سرچــپه پـروت و. زما پــه کــوپـړۍ کې لا اوس هــم د «ودریـږه» او «درځـه» ټکــو ټــوپـونـه وهـل. یـو ځوان هـلک پــه خـپـل بکـس پسې ریـړې تـه وروخـوت او ویې میـند. زما په هیله یې زما بکس هـم را کــوز کــړ. له کـڼـډر نـه بیـرته سـیب (تعمیر) ته ور ننوتــلم او خپل غټ خـوســرټـیټی او بل کــوچنی خــوسـر لــوړی بکــس مې د ایکـســرې لــه سمڅـې نــه پــه خــیــر ســـره تـیـرکــړل. شکـر مې وویـست چــې د «نـړۍ وال نــظام» له بیـلابیــلو سفــري عــذابــونو نـــه پــه بــریالـیتــوب سره راووتــلم! یو څــو ګامونه چې وړاندې لاړم خوښې څیــرې مې ولیدلې: زه د خـوښۍ له لاسه پــه جامــو کې نـه ځایـدلم ځکه چې د کــندهـار پـوهــنتون د پوهــیدونکــو او نــورو میلمه پالونکو له خوا زموږ دروند ښه راغلاست وشو او په هواي ډ ګر کې د سباناري خونې ته یې موږ څـلور تنــه بـوتــلو. د جنایــي پولــیس پـه شــان مې د سباناري د خــونــې هـر اړخ ته وکتل . سترګې مې د احـمد شــاه بـابـا پــه رســم ونــښتلــې او زړه مې پـرې ټکـور شــو ځکــه چې مــلي پټکی یـې پــه ســر و. خـو، ښي اړخ تــه مې چې وکــتل، د لــومــړي ځــل لـپاره مــې د «جـلالت چـپـن»(حامد کــرزي) عــکــس ولــید چـې د قـــره قــل پـر ځای یــې پــټکــی وهــلی و. دې چــم تــه سیـاسـي مــداریتــوب ویــل کيـږي. دغـه شـان د کـندهار په هوایـي ډګـر کې زیاتې لــوحې په فــارسي وې او لــږې پـه پــښتــو!؟ هــسک څــښتــن دې د صفـوي مــزاجـه پـښتنـو پــه کــرغــیـړن حــالــت ورحمـیـږي. هـــلتـه مــو یـوه ګـيـڼـټــه دمـه او یــو ښـه سـباناری وکـړل. او ورپـسې د امــنیــتي قــواو په بــدرګــه ســره د کـنــدهـار ښــار پــه لــوري وخـوځیــدلو اود کـنــدهـار ښارتــه د ورنــنـوتـلــو په مهــال مـا د لــومـړي ځــل لــپاره د «عــینـو مــيـنـې» نــــوم واوریــده.
عــــیــــنـــو انـــا اوعـینـو مــیــــنــــــــــــه
احـمـد شـاه بـابـا(۱۷۷۲-۱۷۲۲زییز) د خپل لښکر سره له هند نه نه راستون شو. د کندهار د ښار پـولو ته چې د ماښام په خړه کې راورسید، د خپل لښکر سره یې هم دلته د شپـې تیرولو پریکـړه وکــړه. احمد شاه بابا غـوښتل چې د لمرخاته سره سم لښکر د کندهار د ښار په لوري وخوځوي، د دې لپاره چې په رڼـا ورځ یې ښاریـان تماشې او ښـه راغلاست ته راووځي. ټول لښکر د ښار په پـولـو کې د شپــې استراحت وکړ،. خو د لښکر یو غـړی بې له اجازې د ماښام په تیاره کې د خپل کـور په لوري و خوځید. د خپل کور دړه (دروازه) یې وټکوله. میرمن یې د دړې له څټ نه پرې غــږ وکړ چې د دړې ټکــوونکی څــوک دی؟ هغـه ورغبـرګه کړه چې میـړه یې دی. میرمنې یې ورتـه دړه بـیـرتــه نکــړه او ورته ویې ویل چې میـړه یې د احمدشاه بابا د لښکر ســره دی! مـیـړه یـې مجبـور شـو چې خــړستـرګی ځــان بــیـرته خــپل لښکـر تــه ورسـوي. هــلــته چــې ورسیـد، مــوظــف لښکــري وروســته لــه تحــقـیقـه احمد شـاه بـابـا تــه ورســاوه او مــوضوع یــې ورتــه واورولــه. پخـپـله احمــد شـاه بــابــاخـپل تښتـیــدلــي لښکـري تــه وویـل چې د میـرمنې پـریکــړه دې روغــه وه! د تښـتیدلـي لښکــري د میـرمنې نـــوم «عـینـو» و. احمـدشاه بابا غـیـرتي عـیـنو ته
زمکـه ورکـړه، او عـینـو په ولس کې پــه «عـیـنـو انـا» نـوم وویـست او زمکې یـې پــه «عـینـو مــینـه». د امریکې د نـیـواک په نـنـدارتـون کې تــاریخي عـینــو مــینه د «جـلالت چـپـن» حــامــد کـرزي د ورور محمـود کـرزي د کـورسـازۍ پـه تجــارتي پـروژه واوښـتـله چې د ښار په شمالي ګـوټ کـې پـلـنه شـوې ده. پـه پـروژه کې شـل زره کــورونــه پلان شــوي وو. په عــیـنو مینه کې امــنیت بــرلاسی دی، او ځکه خــو پکې ګـڼ شمیــر لـوړرتبه حکومتي ماموران او ماړه تــاجـران استــوګــن دي.
The Aino Mina is a new housing project for up to two million people on the northern edge of the city. Originally called the Kandahar Valley and started by Mahmud Karzai, it was announced that the project would build up to 20,000 single-family homes and associated infrastructure such as roads, water and sewer systems, and community buildings, including schools. It recently won 2 awards, the Residential Project and Sustainable Project of the Year at the Middle East Architect Awards. Many of the high-ranking government employees and civil servants as well as wealthy businessmen live in this area, which is a more secured community in Kandahar. [4 December 2013].
درې ورځنئ څیـړن غـوڼــډه
د ۲۰۱۳ د نومبر په ۴ له ماپـښین نه وروسته، راغلي میلمانه یو بل ته ور وپیژندل شول، او ورپسې موږ ټـولو د کندهار پـوهـنتون بیلابیل پوهنځي وکـتل. سبا د نومبر په ۵ څیـړن غــوڼـډه د کندهار پوهنتون په تالار کې د قـرآن مجید په ویلو پـیل شوه او درې ورځې دوام یـې وکړ. غـوڼـډه پــه منظـم ډول پر مخ تلله او هـر څیـړونکي د خپلې وینا لپاره شل دقیقې وخت لاره. ما خــپله وینا (« په افـغـان دربار کې ولې افغـاني نـشته؟») په اتـلس نیمو دقـیقـو کې واورولـه.
په غوڼډه کې میرمنو هم ګډون لاره. ګومان کوم چې اکثریت یې د کندهار پـوهـنتون پـو هیدونکې
(محصلینې) او ښوواندې (استادانې) وې. د دوی په خوا کې د ټول افغانستان د ملي ژبې پښتو نومیالۍ شاعره میـرمن پروین ملال هم ناسته وه چې پخوا په کراچۍ کې اوس په پـیښور/پښتونخوا کې د افغانستان د قـونسلګرۍ د کلتوري چارو مشره ده . زما له وینا وروسته یوه میرمن راغله او دوه عکسونه یې راسره واخیستل. په کابل کې د عــلومو د اکا ډیمۍ مشــرې ثــریــا پـوپـل په غوڼډه کې وینا په پـښتو کې واوروله. هغه ښځې چې ځانونه یې په «جلباب؟» کې پټ کړي وو، زما «السلام علیکم» ېې وا نه خیـست. جلباب بـشپـړ حجاب دی: هغه اوږد کمیس دی چې د ککـرۍ له څـوکې نه د پـښو د ګـوتـو پـورې ( د سترګو او پــزې په شمول) د ښځو ټــول وجود یې پټ کړی وي؟ دوه ښځې چې جلباب یې د غــوڼــډې په تــالار کې اغـوستـلی و، د تـفـریح پــه مهال ماته مخامخ راروانـې وې. ما هرې یوې ته «السلام علیکـم» ووایه، خو یوې هم راتــه« وعلیکـم الســلام» و نه وایه.
د کندهار والي ډاکتر توریالي ویـسا دوه ماښامه د غـوڼـډې ګډون کـونکي اود کـندهار نـور مشران پـه خپـل میلمستون کې میلمانه کـړل. په دوهم ماښامي کې د ولایت په تالار کې لومړی یوه په زړه پـورې پـښتو مشاعـره وشـوه چې میرمن پرویـن ملال اوعبدالغــفـور لیـوال هم پکې برخه واخیستـه. ورپسې یـوه خورا لڼـډه خـو په مطلب کوټـلې پـښتو ډرامه وړانـدې شــوه چې د کندهــار پـو هـنتون یو ویـښ او حساس پـوهیـدونکي (محصل) يـواځې پخپــله تمــثـیل کــړه. د دغې (نږدې درې دقیقه يزې) یوکسیزې ډرامې په پای کې، زما په شمول د تماشا کوونکو خورا غټ اکثریت سـرونه ځوړند کړل ځکه چې له سترګو یې اوښکې تویـدلې. له ستــرګـو وښکې و څـڅیدلې ځکه چې د ښــوونځي د زده کـوونکي (لوبغـاړي) ټوله کـورنۍ بمبار شوې وه. ما سـبا د ډرامې لوبغـاړی ولیـد. په غـیـږ کې مې و نیـو او شابسی مې ورکړ. ده راتـه وویل چې ډرامه یې د وخت د کمــوالي له امله لـڼــډه کـړې وه. ګونــدې څوک دغــه ډرامه په انګریزي واړوي او ویب سایـټـونو او خاصتَا د لویــدیـزې نړۍ ټلـویــژنونـو ته یې ولیـږي.
د درنـو پـه درنــاوي کې
مـوږ په کــندهارکې د میــرویس نــیکه او احمـد شــاه بابا او خرقې شریفې، او پـه ارغـنـداب کې د بـابـا ولـي زیارت وکـړ.هـلته مـو د ټــول افغــان ملت لپاره د خـپـلواکۍ ، نیکمـرغــۍ او ســر لــوړۍ دُعـاګانــې وکــړې. په ارغنداب کې د بابا ولي د زیات غـوڼـډۍ د میلو ځای ښکاري. ماته یې د کابل لپاره په اوړي کې د پغمان مقام را په زړه کـړ. د با با ولي مقبرې ته نږ دې د امـریکې پـوځي اډه پلنه شوې ده. دغه شان د کندهار د ښار او د با با ولي په منځ کې د سړک په غاړه د ملا محّمد عمر اخوند په وروستني استوګنځای باندي جګ او پيـړ سیمـټـي دیـواال راچاپيـر شوی دی او دځایــزو معلـوماتو له مخې د امریکې خاصو قـواو (سپـیـشل فـورسیز) پکې د نیواک له لومړئ ورځې راهیسې اړولي دي. نه پـوهیـږم چې دا به همغه امریکایي اډه وي چې د بابا ولي مقبرې ته نـږدې جـوړه شوې ده، او کــه دوهمه امـریکایي پـوځي اډه به وي.
د مطبوعاتو ریاست، وړکتون، او د کمپـیوټـرې زده کړو ښځینه اکاډیمي
پــه کند هار کې دمطبوعاتو ریاست ته هـم ورغــلو. ښایسته ډیرکــتابونه یې راټول کړي وو. دغـه شان دیوالونه یې هـم په انځورونوګلالي کړي وو. وروسته له دې وړکتون ته ورغلو. دوه ښوونکې یې لرلې. دواړه مخلـوڅې وې خو اوږدې جامې یې اغوستلې وې. ما دواړه ښوونکې وپو ښتـلې چې زه د دوی هرې یوې او/یا دواړو سره غبرګ عکس اخیستلی شم؟ دواړو راغبرګه کړه چې دوی زما سره د عکس اخیستلو مخالــفې نه دي، خو د کــوم بل بې اعتباره چا سره عکــس نـه اخلي. ماشومان ګلالي او ښه پاک وو او جامې یې هم پاکې وې. مخکې له دې چې په وړکتون کې د غـرمې ډوډۍ وخورو، ماشومانو راته په زړه راښکونکـو تنکو غـږونو کې د وطن تـرانه واوروله:« دامو د دادا وطن/ دامود بابا وطن». ماته یې پخــوانئ خپـلواک افــغانســتان را پــه زړه کــړ. د وړکــتون مشـر ماته یو ګلالئ پــټکی هــم راپه ســر کــړ. وروســته لــه دې مــو په کندهــار کې د کمپـیـو ټــر د زده کــړې ښځـینه اکاډیمــي هــم وکــتله. د دغې اکاډیـمۍ د کنـفرانس په تـالار کې ښځـینه زده کـوونکې را غـوڼـډې شوې وې او زموږ نه یې پوښتنې وکړې. زما په اټکل، په تالار کې د زده کـوونکـو غټـه برخه پیـغلـوټـو(۱۵تر ۱۸ کلنوجینکـیـو) جــوړه کـړې وه. یـوې زما نه هیله وکړه چې که په پنځه دقیقو کې د امریکې په اړه معلومات ورکړم. ما د هغې په هیله وینا وکړه. غوڼـډه چې پای ته ورسیدله، د اکاډیمۍ غـولي ته په ما پسـې دوه جینکۍ راغلې او هـیله یې رانـه وکړه چې د دواړو په منځ کې ودریـږم او عکــسـونه(تصویــرونـه) ورســره واخـلـم. نورې ګڼ شمیر جینکیانې هم زموږ مخامخ زموږ د سیل لپاره ولاړې وې. ما د دوی دواړو په اوږو لاسونه کیـښودل او زموږ دوه عکسونه واخیستل شول. زه نه پوهیدلم چې څنګه ورسره مخه ښه وکړم. خو زما کیڼې خوا ته ولاړې جینۍ زه حیران کړم، ځکه چې په انګریزي یې راسره په یوه ډیره درنه او خوږه جمله مخه ښه وکړه. زه چې ورته ګورم لـه دغې تکړه جـینۍ نه به یـوه ډیره زړه وره او په پـوهــه غــښتلې میـرمن جوړه شي. پـه پای کې د کــندهار پوهـنتون له پوهیدونکـو نه ډیـره مننه کوم چې په غـټ مهارت سـره یې زما نوم په روغه پښتو راوښود: زه به وروسته له دې د « زیـرک یا ر» په ځای «ځـیـرک یا ر» کاروم.
د کوټې/ سهیلي پښتونخوا پـوهـان
په څـیـړن غـوڼډه کې د کــوټې/پـښتونخــوا منلــو وروڼو ( پوهاند سیال کاکړ، ډاکتر عبدالروف رفیقي،محّمد صادق ژړک او زهیــر) ګډون لاره او له دې امله یې په غـوڼـډه کې د ټـول افغان جڼـډه لکه کړه. د منلي ژړک کتاب (د فخرافغان ځانګړنې ، ۲۰۱۲) په ۱۹۲مخونو کې د باچا خان د بې تاوه پاڅون ګـړندې او ګټـور لارښود دی. زه له منلي ژړک نه مننه کوم چې په ما یې د دې کتاب پیرزوینه وکړه. ژړکه ! ګوره چې هغه بله موضوع ( د پښــتو مترقي شعـرلــه خـټکــه تــر ژړکـه) درنـه هـــیــره نـه شـي. زه ستاسې په څـیـړنیـز زور او د دغـې مـوضوع سـره ستا پـه مـیـنه پـوهـیـږم، او لــه دې املــه پــه ډاډه ســره ویــلی شــم چــې دغــه درنـــه عـــلمــي او مـهــمه ملــي مــوضــوع بـــه ښــه ډاڼـــډ س کـــړئ.
ډاکتر عبدالروف رفیقي په دې پسې ملا تړلې ده چې د ټول پښتون د تاریخ دحقایقـو تل ته ورکوز شي، پـیښې راوسپـړي او خپل ولس ته یې وړاندې کړي. ډاکتر رفیقي د کویـټې په کاسي سړک کې « د ډاکتـر رفیقي څیـړنیـز مرکـز» چلـوي چې د نیول شوي افغانستان د ډالـرمـآب او جلالت چــپــن رژیــم خـړستـرګی شعــور ورنــه پـټـیـږي. ډاکتــر رفیقي ټــول افغان ملت تــه پـښتــو «اکـبرنـامـه» او د فارسي «سـراج الاخبار» (لومړی ټوک) ډالۍ کړي دي. اکبرنامه چې اصلا پـه فارسي کې مُلا حمیدالله کشمـیري د فـردوسي په څیرو پیښو لیکلې وه، په غــازي محّمــد اکــبرخان را چاپیـره ده. دغه منظومه ورپسي مـحّمـدشریف جانان کاکړ کـندهـاري په پـښتو نظم واړوله او ورپسې ډاکتر رفیقي په خپلو سموَنــو، څـیـړنو او تعلیقاتـو کـوټـلې کړه. پوهاند فضل رحیم مروت ورباندې په انګریزي یوه ګټوره څلورمخیزه بـډیـره (تبصره) لیکلې ده. پښتو اکــبــرنامــه ټـول ټـال په( +۶۶۷ ) مخونو کې پـه ۲۰۱۱زیـیـز کې د لاس ارتــي محّمــد اصغــر خـان اڅــکـزي په لګـښت چاپ شوې ده. دغه شان ډاکتر رفیقي په «افغانستان کې د ژورنالیزم د پلار» محمود طرزي د «سراج الاخبار» د سلمې کـلیزي په مناسبت د دغـه اخبار لومړی ټوک بــیـا پـه ۲۰۱۱ زیـیـز کې خـپورکړ. د نوې خـپرونې راټـولـونکی او څیـړونکی ډاکتر رفـیقـي دی او د چاپ لګـښت یې پـه کـویـټـه/پـښتونخـوا کې د افغانستان کونسل الحاج غـلام محّمد بهـادر ورکړی دی. دلته يو ځل بیا وینو چې ډاکټر رفیقي د ټـول افغـانستان د تاریخ په څیـړنه پسې اړم شـوی دی او پــه (+۳۴۷ ۳۰ ) غـټـو مخــونو کې یې د سراج الا خبار لــومــړی ټوک بــیــا خـپـور کـړی دی. زه هریو منلي ژړک او ډاکتر رفـیقي ته د زړه له کومي کورودانی وایم
و دې شي چې د کندهار پـوهـنتون په ۲۰۱۴ زییـز کې د رټلې « ډیـورنـډ لیکې» په اکله دوهمه څیـړن غـوڼـډه جوړه کړي او د ټـول افـغــا نـستـان ملي مشران او عـلمي شخصیـتونه ورته راوبلي. زما په اند، کندهار پوهنتون د تیرې څیـړن غوڼـډې د بریالئ تجربې له لارې دا مقام ګټلی دی چې په راتلونکو کالونو کې هم مسلکي او علمي کنفرانسونه جوړکړي اوله دې لارې د ټــول افـغـانـستـان د مشرانو او پـوهانو ترمنځ د پخې راشې درشې ورشو برابره کړي. ځیـرکیا ر