pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د ميوند ملالۍ او د مردان ثنا
     
ډاکټرعبدالقيوم مومند

د پښتنو تاريخ د حماسو او کارنامو څخه ډک دی چې لويه برخه يې نارينه جوړوي. د ښځينه برخه کۀ د شميرې پۀ لحاظ کمه ده، مګر د مانا پۀ لحاظ يې ارزښت د نارينه څخه ډير دی. پۀ داسې يوه ټولنه کې چې د ښځې ژوند د کور او ماشومانو پورې محدود او تړلی وي، پۀ هغې ټولنه کې چې کله ښځه د غيرت، پښتو او ميړانې ميدان ته راوځي نو نۀ يواځې دا چې پۀ ټولنه کې روغ بدلون رامينځته کوي، بلکې د ټولنې د ستر وياړ سبب هم ګرځي.
موږ پۀ خپله ټولنه کې د ميوند ملالۍ د غيرت، همت او مړانې کيسې د تاريخ پۀ کتابونو کې لوستې دي. پۀ خپلو ټولنو، مجلسونو او ليکنو کې يې ترنن ورځې پورې پۀ وياړ يادونه کوو. دا وياړ يواځې زموږ او یا زموږ د پلرونو او نيکونو نۀ دی بلکې زموږ پۀ راتلونکو نسلونو کې به هم دا وياړ ژوندی وي.
زموږ نيکونه نيکمرغه وو چې پۀ خپل وخت کې یې د ميوند ملالۍ درلودله، خو موږ هم نيکمرغه يو او وياړ کوو چې زموږ پۀ ژوند کې بله ملالۍ راپيدا شوه. داسې يوه ملالۍ چې د خپلو وروڼو سره اوږه پۀ اوږه پۀ هر ميدان کې شپه او ورځ ولاړه ده. داسې يوه ملالۍ چې نۀ د پيغورونو نه ويريږي، نۀ د خبرو نه ويريږي، او نۀ د بند نه ويريږي. دا ملالۍ پۀ خپله ژبه وايي چې« نۀ د دوی د ملنډو نۀ تښتو، نۀ د دوی د دړکو نه تښتو، نه د دوی د سپکو نه تښتو او نه د دوی د پروپاګندي نه تښتو.» دا ملالۍ وايي چې مرګ انسان ته يوځل راځي او چې د انسان د مرګ وخت راغی نو پۀ هرځای کې چې وي نو مرګ به وررسيږي. د يوې عقيدتمندې مسلمانې پۀ توګه وايي چې «مرګ او ژوند د خدای پۀ لاس کې دی، نۀ د پاکستاني رياست پۀ لاس کې دی او نۀ د ای ايس ای پۀ لاس کې دی.» دا ملالۍ د خپلې خاورې او خپلو خلکو د حق، سوکالۍ او پرمختګ لپاره پۀ زړه کې کومه ويره او ډار نه لري او وايي چې: «زه خو د ويرې پۀ ورځ نۀ يمه پيدا.» دا ملالۍ بل څوک نه بلکې زموږ لور او زموږ خور ثنا اعجاز ده.
ثنا خپل د آرام او سوکالۍ ژوند پرېښی او د پښتون قوم او افغان ملت لپاره د خپلو وروڼو سره يوځای پۀ کلو، سيمو او ولسونو ګرځي، د هغوی د حال نه ځان خبروي، پۀ درد او غم کې يې ګډون کوي او د ژړيدلو سترګو اوښکې پاکوي. ثنا وايي چې: «موږ غمونه او دردونه ليدلې دي. مونږ د پښتنو ښځو ژړاګانې ليدلي دي. زما د زړه نه د هغو ښځو د ژړاګانو او درد نۀ وځي.»
ثنا پۀ پښتون قوم کې د ويښتيا او زيرکتيا غوټۍ راسپړي. ثنا پښتنو ته احساس ورکوي چې خپل ځان وپېژني او خپل تاريخ وپيژني. نور پۀ پرديو خلکو پسې پۀ پټو سترګو تلل پۀ کار نۀ دي. ثنا د پښتون قوم راويښيدل غواړي او وايي چې: «مونږ بايد د خپل تاريخ نه ځان خبر کړو. مونږ داسې قوم نۀ يو، څنګه چې دوی زمونږ نه جوړ کړ. د ګډو پۀ شان مو شړي او مونږ هم پۀ پټو سترګو روان يو، پۀ تيارې کې روان يو. رڼا به ځانته خپله جوړوئ وروڼو او خويندو، دوی يې تاسې ته نۀ درکوي.»
ثنا پۀ پښتنې ميرمنو غږ کوي چې د کور او ماشوم د روزنې او پالنې ترڅنګ، د ټولنې پالنې او روزنې ته هم پاملرنه وکړي. دا يو تاريخي واقعيت دی، هغه پښتانه چې نن سرې سترګې ګرځي، د تاريخ پۀ دوران کې يې مغل، انګريز او روس ته ماتې ورکړې او نن امريکا او پنجاب ته هم ماتې ورکوي، هغوی د يوې حياناکې او غيرتمنې پښتنې مور پۀ غيږه کې لوی شوي او روزل شوي دي. د پښتون پۀ دې ټولو وياړنو کې د پښتنې مور لويه برخه ده. پۀ اوسني تحريک کې د خپل حق د لاسته راوړلو او پښتون د راويښلو لپاره ضروري ده چې ښځه د نارينه سم ګډون وکړي او د نارينه سره پۀ دې مبارزه کې يوځای کښينې. ثنا وايي: «د پښتون قام د ترقي لپاره د ښځې ناسته ضروري ده.»
يو انسان پۀ خپله پيژندنه (هويت) باندې پيژندل کيږي. کله چې يو انسان پيژندنه ونلري، هغه ارزښت هم نۀ لري. پيژندنه ټولنې ته ژوند او بقا وربخښي، مګر کله چې يوه ټولنه خپله پيژندنه لۀ لاسه ورکړي نو کيدای شي چې پۀ فزيکي لحاظ به ژوندۍ پاتې وي، مګر پۀ معنوي او واقعي لحاظ لۀ مينځه ځي. هر هغه قوم او ملت چې خپله پيژندنه ونلري، د وخت پۀ تيريدو سره هغه قوم او ملت له مينځه ځي. د ملت ارزښتونه او د ملت ځانګړتياوې د يو انسان د پيژندنې اصلي بنيادونه دي. يوه ټولنه هغه وخت پرمخ تللای شي چې خپل ځان وپيژنې، خپله خاوره وپيژني، خپل کلتور او ارزښتونه وپيژني او د خپل تاريخ نه ځان خبر کړي. ثنا پۀ دې برخه کې د خپلو پښتنو نه ګيله منده ده. ثنا پښتانه او پۀ ځانګړې توګه ځوانان تاريخي پوهې ته رابلي او وايي چې: « زمونږ ځوانان زمونږ د مشرانو نه خبر نۀ دي، زمونږ د اتلانو نه خبر نۀ دي، زمونږ د تاريخ نه خبر نۀ دي. کله چې ورته دا خبرې کوو نو هرڅه ورته نوي ښکاري او يا ورته پروپاګندي ښکاري.»
ولسونه، ملتونه او هيوادونه هغه وخت پرمختللی شي چې پۀ هغوی کې يووالی او اتفاق وي. يووالی او اتفاق هغه وخت رامينځته کيږي چې ولسونه پۀ هرځای او هرو حالاتو کې خپل ځان او خپل هيثيت پۀ خلکو وپيژني، خپله خاوره او خپل هويت وپيژني. ثنا وايي چې: «مونږ ته پۀ سوشل ميډيا باندې وايي چې افغانستان ته ولاړ شئ. دا خو زمونږ تاريخي خاوره ده او افغانستان هم زمونږ خاوره ده. چيرته چې مونږه ناست يو دا پۀ پاکستان کې بيا شامل شوی دی، اول زمونږه خاوره ده. مونږ پۀ خپل افغانيت قطعا نۀ شرميږو. ټول پښتون پۀ حيثيت قام افغانان دی. مونږ د چا نه ويريږو نۀ کۀ مونږ ته افغانان ووايي. خپل د حق غوښتنې څخه نۀ شاته کيږو.»
موږ پۀ کتابونو کې لوستې دي چې پښتنو کوم کوم ځايونه ونيول او کومو کومو يرغلګرو ته يې ماتې ورکړې، مګر دا مو نۀ دي لوستي چې دې فتحو او برياليتوبونو د پښتون پۀ ژوند کې کوم بدلون مثبت راوست. جنګ پښتون ګټلی، فتحی پښتون کړې، مګر ګټه يې نورو ته رسيدلی ده. مړي پښتنو ورکړي، مګر قدرت او منصبونه نورو ته رسيدلي دي. پښتون تل د خپل زيار، زحمت او قربانۍ له ګټې څخه بې ګټې پاتې شوی دی. پۀ دې کې د بل چا ګناه نۀ ده. ګناه خپله د پښتون ده ځکه چې د خپل حق غوښتنه او هڅه يې نۀ ده کړې. هرڅوک چې خپل حق ونۀ غواړي پۀ ژوند کې يې پرمختګ او سوکالي نۀ راځي، او تل به پرې ظلم او تيری کيږي. ثنا وايي: پۀ دې کې زمونږه خپل قصور دی. څومره چې پۀ مونږ ظلم کيږي، مونږه يې زغم او برداشت کوو. نۀ ورته ودريږو او نۀ ورته وايو چې دا ظلم او جبر دی. دا څه چې ته کوې، دا غلط دي. ثنا پۀ پښتنو غږ کوی چې د ظلم او ناروا پۀ مقابل کې ودريږي او وايي چې: «مونږ به د دې ظالم رياست پۀ مقابل کې اودريږو، پۀ ښکاره به اودريږو او ويره به نۀ کوو. ترڅو چې مونږ د پاکستان رياست ته د هغوی پۀ ژبه ځواب ورنکړو او دې رياست ته خپل نارينه، ښځې او ماشومان پۀ کلکه ونۀ دروو، مونږ دا خپل ملي غورځنګ پرمخ نشو بوتللی.»
د ميوند ملالۍ خو مې ليدلې نۀ وه خو کارنامې يې ما لوستلې دي. ځان بختور ګڼم چې ثنا اعجاز هم ګورم او هم یې خبرې اورم او دا مې ژمنه ده چې کارنامې به یې زه د راتلونکې نسل دپاره ليکم.
لوی څښتن عالم او لارښود دی


ډاکټرعبدالقيوم مومند
                    سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۱۹ زيږديز کال د مارچ اوه ويشتمه( ۲۷)

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.