pxl
Logo

Home
News
Articles (New)
AfghanPedia
Contact Us

زما پرمختګ او زما پرمختللي
رڼـــــا
بـدلــون
 

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال


pixl

 

 

 
 
له پيښور څخه تر تورخم پورې
     
پوهنمل ډاکټر عبدالقيوم مومند

د  ۲۰۰۴ زئيز کال د جون د میاشتې وروستي ورځې وې.  په پيښور کې د خپلوانو او دوستانو د ليدلو وروسته د ننګرهار په لور روان شوم.  د ښاري بس نه په کارخانو کې ښکته شوم او د تورخم د موټرو پوښتنه مې وکړه.  زه په دې هڅه کې وم چې فلائينګ کوچ ميني بس او یا لوی بس پيداکړم، مګر راته وويل شو چې هغه موټر د مرکزي هډې څخه ځي او له دې ځای څخه يواځې ټويوټا کرولا موټر تورخم ته ځي.  زه عادتاً په کرولا موټر کې سفر نه کوم ځکه موټرچلوونکي یې بې دريغه تيز او د خطر نه ډک چلول کوي.  چاره څه وه.  پل موټر نه و او مجبور شوم چې په کرولا کې کښينم.  موټرچلوونکې راته وويل چې مشره راشه مخکښې کښينه.  ما ورته په ځواب کې وويل چې زه په وروسته څوکۍ کې ځان آرام احساسوم.
په وروسته څوکۍ کښیناستم. موټر څو شيبې وروسته ډک شو او يو ځوان چې عمر به یې د ۲۲ او ۲۵ کلونو په شاوخوا کې و، موټر ته راپورته شو او په منځنۍ څوکۍ کښيناست.  کله چې کښيناست، پښې یې دومره ارتې (آزادي) کړې چې زه او هغه بل کس چې په وروستي سيټ کې ناست و، دواړه یې په تنګ کړو.  ما ورته وويل چې ځوانه لږ غونډ او جوښت کښينه چې موږ هم لږ آرام او آزاد کښينو.  ځوان ته زما خبرې کوم خاص خوند ورنکړ، مګر څه ناڅه یې ځان راټول کړ.
کله چې موټر حرکت وکړ نو د موټرچلوونکي ترڅنګ کس په وروسته سيټ کې د بل ناست کس سره خبرې شروع کړې او ځوان چې د موټرچلوونکي پيژندګلوی وو د هغه سره یې خبرې او مجلس شروع کړ.  د ځوان او موترچلوونکي د خبرو داسې معلومه شوه چې ځوان د تورخم په ګمرک کې مامور وو.  موټرچلوونکي ته یې د ورسره اسنادو يادونه هم وکړه. ما یې چې لاسونو ته وکتل نو اسناد یې په لاسونو کې نيولي وو. د ځان سره مې وويل چې څنګه د افغانستان د حکومت محرم اسناد پاکستان ته وړي.  زړه مې و چې پوښتنه ترې وکړم، مګر د ځوان د خبرو انداز مې چې واوريد، د پوښتنې څخه تير شوم.  هغه متل راپه یاد شو چې وايي: شيخ فريده پټه خوله دې بهتري ده.
  ټولو سپرليو يو له بل سره خبرې کولې او زه يواځې پاتې وم. تر يو وخت پورې مې د جمرود وچو ډاګونو ته کتل، مګر له هغې نه هم ستړی شوم. جيب ته مې لاس کړ خپلې سترګۍ (عينکې، چشمې) مې له جيب نه راوویستې او په ټوټه مې پاکې کړې.  د پاکولو ټوټه مې بيرته د سترګيو په بکس کې واچوله او بکس مې په جيب کې واچاوه.  ځوان ته زما د سترګيو بکس، په هغې کې د پاکولو ټوټه او زما د پاکولو طريقه نوې غوندې ښکاره شوو.  زه یې د سترګو لاندې ونيوم.  ما هم ورته د سترکو لاندې کتل.  ورسته مې د جيب نه یوه ليکنه چې په انګريزي ليکل شوې وه راوويسته او په لوستلو مې شروع وکړه.  ځوان چې زه ولیدم چې د پکول، څپليو او پټو سره انګريزي مضمون لولم، ورو ورو یې ځان راغونډ کړ او سم جوښت کښيناست.  دلته ماته خندا راغله، مخ مې د ښيښې خواته واړاو او مسکې شوم.
د ځان سره مې وویل چې څومره د خفګان او افسوس خبره ده.  کله چې ما د ځوان څخه د يو مسلمان په ټوګه، د يو افغان په ټوګه ، د يو پښتون په ټوګه او د یو سپين ږيري په ټوګه غوښتنه وکړه چې جوښت او غونډ کښينه، هغه يې ونه منله، مګر په انګريزۍ ژبې د یوې وړې ليکنې په يواځې ليدلو سره یې د هغې نه ډير څه وکړل چې ما ترې غوښتنه کړې وه.  بيا مې هم د ځان سره وويل چې موږ څومره خپل دښمنه او پردي پالي يو.  لوی څښتن د ې په موږ ورحميږي او زموږ په زړونو کې دې د خپلو مينه او احترام واچوي.

سالت ليک سيتي، يوټا، د ۲۰۱۲ زئيز کال د سپټمبر ۵ نيټه

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.