pxl
bismellah

pixl

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ او پښتو


Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us
About Us

Condemnation Statement
PTM-USA
Manzoor Pashteen: The young tribesman rattling Pakistan's army
When the man with the red cap speaks, thousands of Pashtuns listen
The Miranshah Jalsa
Abdul Qayum Mohmand, PhD
“Afghanistan – As Only Love Could Hurt”
Notes From A Broken Land
The Costs of War Taking Afghanistan as a Case Study
Full Report (PDF)
The Wrong Enemy in Afghanistan
Pashtun elders seek world’s help to banish terror
IS Taking New Strategy in Afghanistan

The Great Game Reconstructed
By: Abdul-Qayum Mohmand, Ph.D.

Security and Peace In Afghanistan Before and After 2014
By: Abdul-Qayum Mohmand, Ph.D.

Some Thoughts on Islamic Economics
Professor M. Siddieq Noorzoy
Relocate United Nations To Jerusalam To Harmonize Civilizations
By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar
The Nature of Statistical Data About The Afghan Economy and Their Problems
The Great Dangerous Game Revisit Afghanistan
THE PROSPECTS FOR ECONOMIC DEVELOPMENT IN AFGHANISTAN
An Open Letter to President Donald Trump Attending UN Meetings in New York
Abdul Haq: the Afghan commander who could have led to peace.

pixl
۱۴۰۱ لمريز کال
د
څو چې راغونډ پۀ يو مرکز يې نۀ کړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم

 
 
د علومو اکاډمۍ د څوتنو د بدلون تود خبر
 
د ټول افغان څخه په مننه
 
سباون سهر
: ليکنه

ويل کيږي چې د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کې د اتنو ګرافی کوم اطلس ليکل شوی چې په هغه کې هزاره ګانو ته توهين شوی دی . ددې ليکنې مولف وايي : ما چې څه ليکلي هغه مې د ( هزاره کاتب ) او ( حيات افغاني ) له کتاب نه نقل کړي چې دا څيړنې او تحقيق اصول دي .

په دغسې حالاتو کې حکومت دا حق لري چې کتاب سانسور او د ويش يا توزيع څخه يې ډډه وکړي . خونه پوهيږم چې ولسمشر صب څنګه دومره انقلابي حرکت وکړ چې دا موضوع يې د ټول ولس سره شريکه او څلور تنه يې له دندې لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړل .

ای کاشکې چې ولسمشر د کابل بانک لوي غله چې د ټول ملت سرمايه يې لوټ کړی او اوس هم سرې سترګې ګرځي، همداسې څارنوالۍ ته معرفي کړي وای . کاشکې ولسمش صيب د اوبو او برښنا وزير اسمعيل خان هم چې د ميلياردونو ډالرو د اختلاس دوسيه لري ، همداسې څارنوالۍ ته معرفي کړی وای ،

ايا کاشکی ولسمشر هغه جنايت کاران چې په کابل کې يې شپيته زره کسان وژلي او د خلکو په سرونو کې ميخونه ټکوهلي او ژوندي يې په کاتينرونو کې سيزلي او نن ورځ ټول په حکومت کې لوړې څوکۍ لري ، په زرګونو جريبه حکومتي ځمکې يې غصب کړي ، هر يو يې د ملياردونو ډالرو خاوندان دي هغوي هم څارنوالۍ ته معرفي کړي واي.

د کرزي صيب زور يوازې د قلم او کتاب په خاوندانو ډير ښه رسيږي . افسوس دې وي په داسې يوولسمشر او دهغه په مشاورينو چې د محقق او دهغه د دارودستې د خوشالۍ له پاره يې ددومره وړې مسلې نه دومره لويه هنګامه جوړه کړه .افسوس بيا هم افسوس


 
غوایی حلال نه خانک په سر
 
 
داکټرګل مر جان منګل
: ليکنه

د کرزی پرونۍ عجلآ پریکړه چی د علومو اکاډومۍ څلور کارکونکی یی په دی پلمه له دندی ګوښه او عدلی اورګانون ته یی معرفی کړل چی ګویا د افغانستان د قومونو جوړښت انځوریزاطلس کی د هیواد ځینی قومونو ته سپکوی شوی دی ، ډیره ظلمانه او نه بښونکی عمل دی چی د ملت په وړاندی یی کړی ده. د کرزی دا عمل به په هیواد کی د ستونزو د لا ډیرولو لار هواره کړی او همدا رنګه به د قومونو تر منځ واټن زیات کړی. دا ځکه چی د افغانستان د علومو اکاډمی یوازینۍ ارګان دی ده چی تر اوسه پکشی مسلکی او په کار پوهه اشخاص او افراد خپلی دندی پر مخ وړی.
د کرزی همدغه بی وخته پریکړه زما په نظر په لاندی دلایلو عجلآ، ړانده او بی اساسه ده.
لومړۍ هغه متل دی چی وایی غوایی حلال نه ښنک په سر.مطلب دا چی د کرزی پریکړه ډیره عجلآ ده او ډیره وړاندی ده او دا د افغانستان د اساسی قانون په رنا کی پخپله قانون تر پښو لاندی کول دی. دا ځکه چی هغه اشخاص او یا قومونه چی په ياد شوی کتاب( د قومونو د پیژندلو اطلس ) کی که داسی څه لیکل شوی وی چی هغوی یی د خپل قوم لپاره توهین بولی مهربانی د وکړی او په عدلی اورګانونو کی د عارضه وړاندی کړی. او کله چی عدلی اورګان د کتاب ترتیب کونکی مجرم وپیژنی پس له هغه دوی له خپلی دندی لری او د قانون په رڼا کی ورته جزآ ورکړی. نو نه پلټنه شوی نه محکمه دایره شوی نه قانون پلی شوی ولی کرزی په غیری مسولآ ډول پریکړه کوی، د انصاف او عدلت څخه لری خبره ده. او که چیری کرزی په خپله قانون تر پښو لاندی کوی او له سازش څخه کار اخلی او همدا زورواکان چی ورته هر څه وایی کرزی یی ومنی دا به نه د درد دوا شی او نه د حل لاره، بلکی د قومونو تر منځ به واټن ډیر او بلاخره به په هیواد کی د کورنۍ جګړی لپاره شرایط برابر یا تیار کړی. دا ځکه چی که د حقیقت ویل او لیکل جرم وی، حق غوښتل جرم وی، د اکثریت حقوق تر پښو لاندی کول قانون وی دا به هیڅ چا ته هم د منلو وړ نه وی ځکه نو زور ازموینه به وی نه عدلت .
دوهم دا چی د کرزی کړی پرکړه ځکه ړنده ده چی اصلآ یی په افغانستان کی حقایقو ته پام ندی کړی او یا خو د افغانستان له تاریخ او جغرافی څخه خبر نه لری. زه د افغانستان ټولو وګړو ته د یو ډول مساوی حقوقو طرفدار یم دا هیواد د قزلباش، پشیی، بلوچ،،ترکمن،اوزبک ،هزاره، تاجک او پښتنون ګډ کور دی او ټول یو ډول حقوق لری خو په نړۍ کی داسی هیواد نشته چی په هغه کی د مشر او کشر نه وی معلوم، یعنی اکسریت او اقلیت د پکشی نه وی. اکثریت او اقلیت مثله په ټوله نړۍ کی وجود لری او له دی څخه موږ په افغانستان کی هم سترګی نه شو پټولی. که موږد نړۍ هر کونج ته لاړ شو د هری ټولنی ملی هویت او ملی ژبه معلومه ده او دا هغه څه دی چی یوه ټولنه پری پیژندل کیږی. ولی له ورځی بلی ته ددی اصل اهمیت زموږ به ګران هیواد افغانستان کی کمیږی او برعکس د اکسریت په مقابل کی چی هغه پښتانه دی په داسی سترګه ورته کتل کیږی لکه چی د هیواد ته را مهاجر شوی وی.
که له موضع نه بیرون نه شم نو په ټوله نړۍ کی، که هلته دیموکراسی وی او یا دیکتاتوری د اکثریت او اقلیت اصل په نظر کی نیول کیږی، یعنی که دیموکراسی وی خو د ولس نمایندهګان د ولس په خوښه ټاکل کیږی نو چی هر څوک ډیر وی طبعآ له هغوی ډیر ټاکل کیږی او څوک چی لږ وی نو لږ . او بیا هم دغه د ولس نمایندهګان دی چی د ولس د خوښی سره سم قوانین تصویب او یا یی رد کوی معلومداره خبره ده چی قوانین باید د ولس له خوښی سره سم جوړ شی او د ولس د ژوند ټول اړخونه په نظر کی ونیسی هغه که ملی هویت دی، ژبه ده ،کلتوردی، او داسی نور. او که چیری دیکتا توری وی بیا هم میدان له اکسریت څخه څوک نه شی ګټلی معنی دا چی شین زور به وی او چی څوک ډیر وی هغوی به میدان وړی.نو هیله ده چی زموږ په هیواد کی اجتماعی عدلت پلی شی او د هر وګړی چی کوم حق دی هغه هم هغه ته ورکړل شی او که داسی ونه شی نو مشکلاتونه به خلاصیږی نه بلکی لا به ډیریږی.
دریم دا چی د کرزی فیصله چی د افغانستان د علومو اکاډومۍ کارکونکی یی له کاره ګوښه کړی بی حده بی بنسټه او د ټولو قوانینو سره په ټکر کی ده دا ځکه چی یو جاهیل، قاتل او د هیواد او ولس دښمن را ولاړیږی او د یو اکادومیک شخص علمی څیړنی تر سوال او ځان ته توهین شمیری د منلو نه ده. مخ کیک را والاړیږی او د هغه چا څیړنو او لاس ته راوړنو ته د انتقاد ګوته نیسی چی په کا لونو کالون یی ژوند په علمی ډګر کی تیر کړی وی او اکاډومیک شخص وی.
کرزی باید لومړی د مخکي دوستم او احمدضیا څخه د دوی د تیرو ګناهونو، مرګونو ،جګړو، د ولس د شتمني د لوټولو او ورپسی د هغه پلانونو پوښتنه کړی وی چی د افغانستان تجزیه کول غواړی نه دا چی د همدغه خاین په خوله د اکاډومیکو شخصیتونو له دندی ګوښه کول.
کرزی که دا ته وی او دا دي د پښتنو سره د دی نا اهله او کثیفو انسانانو په اشاره دښمنی وی تاریخ به د حتمآ تا محکمه کړی ا وکه له داسی محکمی ځخه بیا ځان ژغورل غواړی نو لږ ځان وپیژنه او خپل ولس وبیژنه په ولس تکیه وکړی او دا ځناوران نو له ځانه لری کړه..


 
د محقق په اشاره له پښتون قوم سره د حامد کرزی نه هیریدونکې تاریخی جفا
 
 
میرویس عمرخیل
: ليکنه

درنو ملګرو د کرزی لخوا د علومو اکاډمی غړی څارنوالی ته معرفی شول.
ددوی ګناه دا و چې (پښتانه په افغانستان کی اکثریت دی )

ښاغلی تش په نوم پښتون مشره تانه څو پوښتنی لرم ؟

۱ - دپښتون ماشوم د مور په غیږه کې ولی وژل کیږی؟
۲ - دپښتنو د جنوسایډ نسل وژنی عاملین ولی نه محکمه کیږی ؟
۳ - پښتنو ملی مشرانو ته سپکاوی کیږی ، ولی دا کسان نه محکمه کیږی ؟
۴ - لطیف پدرام ، حفیظ منصور ، بهزاد ، هره ورځ پښتون قوم ته کنځلی کوی ولی دا کسان نه محکمه کیږی ؟
۵ - په میدان وردکو کې د ایرانی جاسوسانو لخوا مظلوم کوچیان په شهادت رسیږی او له کورونو ویستل کیږی ددی عاملین څوک محکمه کړی ؟
۶ - په ننګرهار ، قندهار ،لغمان ، هلمند ، پکتیا ، خوست ، کنړ ، اروزګان ، پکتیکا ، زابل ، فراه ، غزنی کې هره ورځ د بی ګناه ښځو ، ماشومانو او نارینو وژونکی څوک محکمه کړی ؟
۷ -ایا تاسې پوهیږی چی ستا د ارګ ملګری د پښتنو پر ضد هره ورځ یوه توطیه او دیسه جوړوی دا کسان باید څوک محکمه کړی ؟
۸ ـ هره ورځ ستا نیکه پلار او نورو مشرانو ته مفسد ، خاین او تروریست خطاب کیږی ، دا کسان باید څوک محکمه کړی ؟
۹ - تاسی ولی دومره له محقق او کریم خلیلی نه ډاریږی چی دهغوی هرې خبرې ته سر ټیټوی او له هغوی نه مو بادارن جوړ کړل ؟
۱۰ - ایا تاریخ او پښتانه به ستاسی په دوره کی له پښتنو سره شوی جنایتونه او ظلم حیر کړی ؟
۱۱ - لږ فکر وکړه چی ستا په حکومت کې د ښو او پاکو خلګو ونډه څومره ده او په مقابل کې د غلو ، ټوپکوالو ،قاچاقچیانو ، او پښتنو ضد اشخاصو ونډه څومره ده ؟

ښاغلی کرزی د خدای (ج) او قران لپاره نور دا لوبه بس کړه ټول درباندی پوهیږو او ستا په دوره کې چې څومره ظلمونو او جنایتونه له موږ مظلومو پښتنو سره وشول دتاریخ په یوه هیڅ مرحله کې نه وو شوې ، تر تا د بچی سقاو حکومت شرف لری .

ښاغلی کرزی د یاده مه اوباسه چی تاریخ لیکل کیږی او شخصیتونه نه هیریږی .
ستا د شخصیت او کارونو په اړه اوسنی او راتلونکې ځوان نسل به قضاوت وکړی چی ستا په دوره کې له موږ پښتنو سره څه وشول .

قضاوت خلګو او ولس ته پریږدو .. دغه پوښتنې له خپل وجدان نه وکړه . خدای ته ورتګ لری ......؟؟؟؟


 
ښاغلی کرزی! مبارک دې شه!
 
 
محمود سعيد
: ليکنه


يو ځل بيا دې د خپل تاريخ په پاڼو کې يوه کارنامه ثبت کړه. هغه کسان دې په ډېره بېړه له دندې ګوښه کړل، چې له رښتيا او حقيقت څخه ېې پرده پورته کړې وه. د دوي ګناه دا وه چې يوازې د پخوانيو سرشمېرنو پر بنسټ ېې د هزاره قوم شمېر نهه سلنه ښوودلی وو او هغوي ېې د علمي څېړنو پر بنسټ له مغولو سره تړلي وو.
تا د دې کسانو د لسګونه کلونو زيار او علمي څېړنو ته په سپکه سترګه وکتل او يو ځل بيا دې (د افغانستان د علومو اکاډمي) د خپلو مصلحتونو قرباني کړه.
ته د هغه چا پر وړاندې پټه خوله ېې چې په عمل کې ېې پښتنو ته له ۲۰ په سلو کې کمه ونډه ورکړې ده او په رڼا ورځ ېې په حقوقو تېری کوي. تا له دې پرته پر نورو ټولو هغو سپکو سپورو سترګې پټې کړې دي، چې ستا لوی قوم، مشرانو او ټول افغانستان ته کيږي.
تا تر ننه د افغان له نامه څخه منکر کسان په شا ټپولي دي او هغوي دې د ملي مصلحتونو! په نوم تر څنګ ساتلي دي. تا د هغه چا پر وړاندې ګام نه دي پورته کړی چې احمدشاه بابا او ميرويس نيکه ته ېې سپکاوی کړی دي او هغوي ېې د ملتاني او بدوي په نوم ياد کړي دي. تا د هغه چا پر کړنو سترګې پټې کړې دي، چې پښتانه ته (اوغو)، وحشي، ترورېست او غول وايي.
تا پر هغو نارواوو هم سترګې پټې کړې دي، چې د همدې ډلې له لوري له بېګناه کوچيانو سره تر کيږي، خېمې ېې سوځول کيږي، مېرمنې او ماشومان ېې وژل کيږي.
تا پر هغو ناراوو هم سترګې پټې کړې دي، چې ستا له قوم سره په تخار، سرپل، بادغيس، جوزجان، کندز او نورو سيمو کې کيږي او د خپل سرو قوماندانو له لوري ېې ځمکې او شتمنۍ لوټ کيږي.
ستا په واکمنۍ کې، ملي يوالی په بې ساري توګه زيانمن شوی، دهيواد ملي ارزښتونه او يو ټوټه توب، له ګواښ سره مخ شوي دي. دهيواد خپلواکي د پلورلو په درشل کې ده. دولتي بنسټونه ددې پر ځاي چې پياوړي شي د شړيدو په حال کې دي. د بيګناه کسانو د مرګ ژوبلې کچه له زغمه وتلې ده. خلک له بيوزلۍ او بيکارۍ پوزې ته رسيدلي دي. د بيوزلو او شتمنو تر منځ واټن زيات شوي دي...
ستا کارنامه په لوړو څوکيو د مخدوم رهين په شان متعصبو کسانو بيا بيا ګمارنه، په لوي لاس د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهل او خپل خلک له ځانه شړل او پردي کول دي. رهين په لوي لاس د افغانانو دودونو او ژبو ته سپکاوي کوي. په خپلو خبرو کې د افغانستان په ځاي د خراسان نوم اخلي او غواړي په افغانانو پردی فرهنګ وتپي او خپل کلتور ترې واخلي. د همدې رهين د مستقيم امر له مخې د افغان پېپر، تاجک مېډيا، کابل پرېس او نورو پرانستل شوو برېښناپاڼو ليکنې او څرګندونې ولوله او بيا ېې د بېنوا او سرنوشت سره مقايسه کړه، هغه چې رهين ېې د تړلو امر کړی دی.
تا همدا شان د اسماعيل خان په شان کس يوازې ددې لپاره چې د هرات له ولايت څخه لرې وساتل شي، د اوبو او بريښنا په شان د لوي بنسټيز وزارت په دنده ګومارلی دي. هغه چې په خپلو درواغجنو وعدو ېې څو ځله زموږ خلک دوکه کړي دي، د خپل څو کلن وزارت په ترڅ کې په دې ونه توانيد چې يوازې د کابل وګړو ته په پوره ډول برېښنا ورسوي. دنوموړي په زيار له ازبکستان څخه يوازې د بريښنا د مزو او ستنو په غزولو تر زر ميليونه ډالره ډير ولږيدل. په داسې حال کې چې هر کال به ددې مزو او ستنو د ساتنې او بيا رغونې لپاره څلرويشت ميليون ډالره او ازبکستان ته هر کال د بريښنا په بدل کې تر يو سلو پنځوس ميليونه ډالر ورکول کيږي. پورتنيو لګښتنو ته په کتو چې د يو غير مسلکي وزير له لوري تر سره شوي دي، ښايي موږ په تيرو اتو کلونو کې په خپل هيواد کې د ننه بريښنا د پنځونې لوی بندونه رغولي وای.
ستا له لورينې په ښوونيزه برخه کې د پښتون ميشتو سيمو حالت ډير د انديښنې وړ دي. په سويلې او سويل ختيځو ولايتونو کې په سلګونه ښوونځي تړلي او په ميليونونه وګړي ښوونځيو ته له تګه محروم دي. ددې تر څنګ له ښارونو پرته نږدې په ټولو سيمو کې د نجونو ښونځي يا خو بيخي پرانستل شوي نه دي او هغه چې پخوا پرانستي وو هم اوس تړل شوي دي. تا د خپلې ماڼۍ په مينځ او يا هم څو مترۍ کې د ښوونځيو د زنګ په کړنګولو ډير ښوونيز کالونه پيل کړي دي، خو تر اوسه دې د نورو ميليونونه افغانانو په اړه هم فکر کړی دی او که نه؟
د لوړو زده کړو پر وزارت هم ستا ګمارل شوي ناست دي. هغه کسان چې د مرګ له ويرې سره يو ځاي په کړاو دوولس کاله ښوونځي ته ځي. له ښوونځي وروسته د لوړو زده کړو له يوه داسې وزارت سره مخ کيږي چې له دوي سره ډير له کرکې او دوه مخۍ ډک چلند کوي. دې وزارت ته تر اوسه داسې څوک وړاندې نه شو چې لږ تر لږه له ټولو زده کوونکو سره يو ډول چلند وکړي. د خلکو له غوښتنو او کانکور د ازموينو د ګډون کوونکو له لاريونونو او هر ډول نارو سورو سره، سره تر اوسه تاسې ښاغلي په دې ټولو خبرو ځان ناګاره اچولی دی
تا د پنجشېر او دايکندي کلي په ولايتونو بدل کړل، په دې تمه چې په ټاکنو کې رايې تر لاسه کړې، تا غله ته د قهرمان لقب ورکړ، تا جګړه مار ته د مارشال لقب ورکړ، تا قاتل ته د غازي امان الله خان مډال ورکړ...
دا دي ستا له لس کلنې واکمنۍ او زرګونه ميليونه ډالرو سره سره بيا هم زما او ستا هېواد د نړۍ په کچه شپږم ناکام هېواد دي، لا اوس هم د مېرمنو او ماشومانو د مړينې کچه بېسارې ده. لا اوس هم د کوکنارو او قاچاق د لومړيتوب وياړ افغانستان لري. لا اوس هم ميليونونه کسان بېکاره دي.
ښاغلی کرزی! دا خبرې د زړه له درده درته ليکم! هيله ده يوازې يو ځل ېې ولوله او غور پرې وکړه. هيله ده د خپلې واکمنۍ دا وروستۍ ورځې د تاريخ په تورو پاڼو مه ليکه


 
د علومو اکاډمۍ رييس د خپلې دسيسې ښکار شو
 
 
د روهي ویب پاڼی څخه په مننه
: ليکنه

د علومو اکاډمۍ رييس عبدالباري راشد، چې پرون د حامد کرزي لخوا په بيړه له دندې ليرې شو، په حقيقت کې د خپلې دسيسې ښکار شو.
نوموړی، چې د جمعيت اسلامي د وژل شوي مشر برهان الدين رباني په ټينګار د علومو اکاډمۍ رييس شوی و، تر اوسه پر دغه څوکۍ مضبوط ناست و؛ راشد وروسته له هغې له دندې وشړل شو، چې ((د افغانستان اتنوګرافې اطلس )) کتاب خپور شو. دغه کتاب نږدې درې کاله مخکې چمتو شوی و، خو خپور شوی نه و. عبدالباري راشد غوښتل د دې کتاب د خپريدو په واسطه ، درې تنه هر يو د علومو اکاډمۍ مرستيال نصرالله سوبمن، سيدامين مجاهد او ساپی له دندې ګوښه کړي. د جمهور رييس کرزي غبرګون تر هغې بيړنۍ و، چې اټکل يې کيږي او په دې لست کې په خپله راشد هم په هغه څاه کې ولويد، چې کيندلی يې و. راشد تيره اوونۍ د دوی پر ځای د دريو تنو نور د مقررۍ وړانديز کړی و.
پرون د لويې څارنوالۍ لخوا په علومو اکاډمۍ کې يو پرېس کنفرانس هم راغوښتل شوی و. د نورو تورنو تر څنګ د لويې څارنوالی مرستيال دا هم وويل، چې د دغه پلان جوړوونکي له پولې بهر دي؛ د دې خبرې په اوريدو سره د علومو اکاډمۍ نور کارکوونکي راوپاريدل او پرېس کنفرانس ګډ وډ شو.
د يادونې ده، چې د افغانستان اتنوګرافي اطلس ټول زر ټوکه خپور شوی، چې يوه برخه يې راټول شوی او 629 ټوکه ويشل شوی دی. په دغه کتاب کې د هزاره توکم د اصل نسب او د فزيکي جوړښت په هکله له ځينې سرچينو څخه نقل قولونه شوي، چې د هزاره قوم خلکو ځان ته سپکاوی بللی.
د ببرک کارمل د واکمنۍ په مهال هم (( د کابل سلطنت )) په نوم د يوه انګريز، مونټ سټوارټ الفسټون کتاب د ښاغلي حسن کاکړ لخوا ژباړل شوی و؛ په دې کتاب کې د هم د انګريز ليکوال لخوا د هزارګانو يو رسم رواج ذکر شوی و، چې د دوی په مزاج برابر نه و. د هغه مهال د حکومت صدراعظم سلطانعلي کشتمند هم د دغه کتاب د بېرته ټولولو او سانسورولو امر ورکړ.
بايد وويل شي، چې په افغانستان کې داسې کړنې بايد تر سره نشي، چې هغه ملي وحدت زيانمنوي او که چېرې څوک داسې چارې تر سره کوي بايد سزا ورکړل شي. زياتره پښتانه نيوکه کوي، چې ښاغلی کرزی په دې ډول مسايلو کې، چې پښتنو او د دوی مشرانو ته سپکاوی په کې وي بيا پټه خوله پاتې کيږي.
د روهي ويبپاڼې لخوا ډېر داسې ﻻسوندونه خپاره شوي لکه د لطيف پدرام د خبرو غږيز ثبوت، چې ملی وياړونه ته يې سپکاوی کړی و او يا هم په ايران کې کتابونه، چې پښتنو ته په کې سپکاوی شوی و، خو ښاغلی کرزی لکه چې هېڅ خبر هم نه و، چې په هېواد کې ﻻريونونه هم تر سره شول.

Intersting Readings
Probe launched over $500M spent on Afghanistan planes now sitting idle
Controversy Over Afghan-US Deal
A Proposal for Peace in Afghanistan
What The 'Zero Option' Would Look Like In Afghanistan
Obama’s Afghanistan Specialists Stumped on Basic Facts
Why the U.S. Paid Karzai's Top Aid
نو په مړو او معدومو به شميريږو
که دا يو چې په همدې شانې اوسيږو
ګورئ دا سيلاب چې راغی لاهو کيږو
 
راځئ هلئ چې لاسونه سره ورکړو

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.