سريزه
دغه ملي غږ چي د شعر په بڼه لیکل شوی د نجيبه سارا بياباني يو پخوانی شعر دی چې د آغلې په (زما د عشق جونګړه ورانه شوله)ټولګه کې خپور شوی او پخوا د پښتونستان په جشن کې ویل شوی و، اوس يې دلته تاسو ته درليږم څو پښتانه چې تر ټولو ډير تيت دي او د هراړخ نړېوالو توطيو قربانيان شول ، او د هيواد د هرې طبقې لږه کي يا ډېره کي د دوی لخوا د يووالي په مټ بامسولیته ونډې اخيستنې ته سترګې په لار دي ځکه د هيواد د شمزۍ حيثيت لري پرې يوموټی شي او يو لاس د هيواد په ملي هويت ساتنه کې لاسونه سره ورکړي . د پوهاند محمد اسماعيل يون لخوا پیل شوي ملي پاڅون ته هرکلی ووايي او له همدې ځايه خپلواکۍ ته ګډه مبارزه پیل کړي، نورنو قبايل باید يو ملت شي، همدا يې وخت دی چې د افغان او اسلام په نوم د يو بیرغ لاندې راټول شو . - احمد مجيب بياباني
د وطن د مور غږ
خوښ په ازادۍ شه اسارت خو د پښتون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوند ندی
وچ غر مې خوښيږي چې مې ژوند پکې آزاده وي
توره کږدۍ ښه ده چې بې قیده مې دمسازه وي
ژوند وي د ټاټوبي چې پخپل اختيار مې لاره وي
هو چې په وحدت کې لاره بيله له اغياره وي
نه غواړم قصرونه چې واکداره يې مجنون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوند ندی
خپل د لاس ګټلې به بيديا کې له دښتو غواړم
ولږې نه که مړه شم بې منته يې له وښو غواړم
واک غواړم اختيار غواړم ژوندون د دامانو غواړم
ننګ غواړم نجات غواړم دستور د پښتنو غواړم
بې له دې پرې ايښې ملالۍ ماته قانون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی
ډېر هوس لرم چې بيابان کې نفس درکړمه
نه چې په بنګلو کې د اسير په قفس درکړمه
ګوره غلام نشې واوره مانه چې درس درکړمه
ته آزاد پښتون يې راشه توره د پلار درکړمه
بې له غلامۍ نه خو هيڅ مرګ ماته بيلتون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی
يو عزم پښتو لرم که لور د پښتنو يمه
نلرم طاقت زه اسارت کې به تر څو يمه
ورک به يې له وطن کړم زه يې د سرد غوڅيدو يمه
خور د هر افغان يم تل اخته يې په غمو يمه
خو ځان به تسلیم نکړم زما ژوندون خو د مديون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی
هغه که ملالۍ وه زه يې هم پښتنه خور يمه
لاس په لاس ولاړه په سنګر څنګ کې د ورور يمه
زه چې پدې خاوره لوبولې خپلې مور يمه
پلار آزاده کړې له انګرېزه په لوی زور يمه
نو څنګه به زه ورکړم واک اختيار دا مې تړون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی
راشه راروان په يوې ژبې که افغان يې ته
لويه پښتونخوا افغانستان دی مسلمان يې ته
نه د انګرېز ځوی نه يې فارس نه پاکستان يې ته
ته اصیل افغان يې له نیکونو قهرمان يې ته
دين وطن ناموس نه بغیر زمونږه پيوستون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی
تاته احمدشاه بابا ګټلې درسپارلې ده
تاته ميرویس خان نیکه جرګو باندې ساتلې ده
تاته د پښتون تاریخ بيلګه انګرېز بايللې ده
دلته چې چا وېل زه يم پخپله يې ستايلې ده
دوست ؤ که دښمن ټولو په سر باندې خوړلې ده
تاریخ ده آزمويلې نور حاجت ستا د آزمون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی
زړه ېې ترېنه وباسه چې مينه يې د وطن نه وي
سر يې ترېنه پرې کړه چې دې خاورې کې يې مدفن نه وي
مې بخښه اې مورې چې سور شوی يې کفن نه وي
ځوی د دغې خاورې چې شهيد پخپل مسکن نه وي
مينه کې که مړ شي ددې خاورې جيګرخون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی
زه يمه افغانه د دې خاورې يو بچۍ يمه
غواړمه وحدت ستاسو ، نفاق کې په خوارۍ يمه
لاس راسره يو کړئ د وطن د آبادۍ يمه
تاسو ميړنو کې زم افغانه ميړنۍ يمه
او که تاسو ځان زمريان ګڼئ زم تاسو کې زمرۍ يمه
روان شئ د سارا سره وطن ته چې بيلتون ندی
ورکه بې ننګي کړه بې ننګي خو څه ژوندون ندی