خط په مخ د صـــنم راغی |
دا یی غاښ بــــه خوله کې زیب کا که ژاله شوه په لاله کې
نه یی سیال په هنــــدکــــې شـته دی نه ثاني په بنګـاله کې
هسی رنګ پــــریـــشانـه زلفو کښیــــویستم په کشاله کې
هسی رنګ زیب و زینت کا لکه می پــــــه شنـــه بـیاله کې
که مې کوت یو ګل اندام وو پــــروت په سبزه دوشاله کې
په جّوار د سپــــــیونــــــــه وي هیــــــــڅ ارام پــــه غـزاله کې
ځکه یم مدام دا هســـــــی رنـــــګ پــــه اه اوپــــه نــــاله کې
دا په دا چې دُر مونده شي په دریـــــاب نـــــه پــــه نــاله کې
|
|
خط په مخ د صـــنم راغی کـــــــه سپوږمی شوه په هاله کې
هسی رنګ ســـــحر او جادوکــړی بـــه نظر د شهلا سترګو
لــکه ونـــــښلي مــــرغـــــۍ پــــه سســت دام دســـلو لومو
دا زما له غمه شیـــــن زړه پــــه کــی خــــیـال دیار د شونډو
ما ویـــــل عیـــــن ګــــڼه ګــــل دی د غنچې په لمن نغښتی
ښکلی مخ کـــــــــــړي ولـــــــی نـــاسته په مجلس د رقیبانو
سر تـــــــــر پـــــــایـــــه غم د هجر لکه نی سوری سوری کړم
که یار غواړې هــــــــومــــــره ژاړه څـــو درځي عبدالحمیده
|
آهـــوچـشمو چې یې زړه په افسون وکیښ
|
هــــغوســــرلــــه ودانــۍ په هامون وکیښ
سروی ســــرپـــسی لــه باغه بیرون وکیښ
که له زړه سره مې تــــرکــولـــړمون وکیښ
چې له غاړی یی زنځیر د جــــنون وکـــیښ
دغــــــه آه زمـــــا لـــــه غمــه ګردون وکیښ
ســـــاده دل دامیـــــدزړی زرغـــون وکـیښ
چـــې بــی یاره مې هر دم د ژوندون وکیښ
که فریاد دیار لـــــه غمـــــه محزون وکیښ
که حمیـــــــددغـــــم لـه سره زنګون وکیښ
|
|
آهـــوچـشمو چې یې زړه په افسون وکیښ
انتظار یی دنــــــرګس ګـــــونــــه کـــړه زیـړه
دا یی ښاخ له ګل ســـره په تلوار پریک کړ
په هغو د هوس ووړکـــــی ټــــولـــون نه کا
بیــــهوده یــــی صبـــحــدم بـولي وګــــــړي
چې یــــی وکیـښ خط توبری د یار له لاسه
هـــریوداغ شی دپیغور راپــــوری نخښلي
دا پــــه اور بــــانـــــــدی ژړا د کباب خيږی
و اسمان ته بــــه د شعر زیـــــنې کیــــــږدي |
لکه باد هسی د غرونو په کنار ځم |
مثل نه لرم هیچری چی په شمار ځم
لکه باد هسی د غرونو په کنار ځم
د کثرت په ملکو هره خوا په ښکارځم
زه عاشق بندی د زلفو په هر تار ځم
زه غه گل یم چی د مینی په بهارځم
زه غرڅه په گړڼونو د کهسار ځم
همېشه د میخوارانو په بازار ځم
دا می نشته چی یمین او که یسارځم
ولی تل د خسته زړونو په قطارځم
بې ما څوک دی چی دا هسی په گفتار ځم. |
|
زه هر گوره نن د لوړو په حصار ځم
که می خپله بلند ی موجوده نه وی
له وحدته چی په امر را بېرون سوم
دا د مینی ملک می خپل کړ سر تر پایه
د ناسوت په وهم ورک سوې عندلیبه
خپله مینی مي ښکاري تعلیم می ورکړ
ملکوت گوره خاصان د صومعې کړم
که اشنای می چېری ناز راباندی وکړي
که هرڅو داستا د مینی وری دروند دی
احمد شاه ته دی د زړه بورجل ته گوره |
ډیـــــرمـــــې مــــــه اړوه په توراو سپین صنمه |
چــــــې خــوني به په خپل ځان شم ستا له غمه
خـــــــود بــــــه دم راڅـــــخه وګــــاږی تـــردمـه
لا مـــــــې نـــــــه دی ستا په مینه کې چار سمه
زر بـــــه پـــــریــــوځـــي دادیـــوال له دغه زیمه
لــــــــه بـــــریـــــښي آب حیـــــات لـــه توره تمه
ستــــــــا د عشــــــــق لـــــه هـــره جوره تر ستمه
چـــــې یـــــــوســــف یــــی جــلوه کا له هره خمه
دا آواز کـــــــــانــــــــدي ربــــاب له زیر او بمه
|
|
ډیـــــرمـــــې مــــــه اړوه په توراو سپین صنمه
چې چیچلی دې دعشـــــق بـــــی دمــــه مـار یم
چـــــې کـــــاتـــــه راته په څنګ کاږه کاږه کړې
ډیرو اوښــکو مې صورت له برمه پریووست
له ستـــــــمه دی کَـــــــرم هســــــې جــــلوه کړي
د نــــــا صــــح مهـــــــر، کــــرم دی صــدقه شي
ستا دې کجو زلفو هسې خــــــــلق حیران کړه
د حمید ســـــوزنــــــده شعر وســـــــوم وســـوم
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|