اشرف خان هجري دخوشحال خان خټک مشر زوي، د خپلې قبيلې سردار، د خپل دور منلی، با استعداد ه شاعر او زړه ور سربازوو. دخوشحال دسبک پلوي او په ادب، قابليت، لياقت، علم او مېړانه کې په صحيح طور د خوشحال خان جانشين وه
اشرف خان هجري ځانته دشعر ديوان لري چې ځني برخي دديوان يې په ګلشن روه کې چاپ شوي دي . پرته د اخلاقي، اجتماعي او عشقيه مضامينو د وطني رنګ او شوخۍ، درد او حسرت د هجري د شاعرۍ ښکاره خصوصيتونه دي. د هغه شاعري د هغه د شاعرانه عظمت لوی دليل دی. دخپل استعداد په لرلو سره يې دخپل پلار خد مت کاوه او دخپلې ژبي او ادب خدمت یي کاوه .
په ۱۰۹۲ هجري کې مغُل حکومت په قېد کې واچولو او څوالس کاله ئې په زندان کې تېر کړل. په ۱۱۰۶ هجري کې په هم دغه قېد خانه کې وفات شو