رښتيـا رښتيـا به وايـم که وم وم که نه وم نه وم
چې څه يمـه همـدا يم که وم وم که نه وم نه وم
بنـده د خپـل مولا يم که وم وم که نه وم نه وم
که غټ يم خو همدايم که وم وم که نه وم نه وم
دښمـن د هـغـه چايـم که وم وم که نه وم نه وم
پـه دې لاره يـې بيايم که وم وم که نه وم نه وم
په دې ميـنه به پايـم که وم وم که نه وم نه وم
د دۀ پـــه تــولا يـم که وم وم که نه وم نه وم
پـه دغـه تـمـنــا يـم که وم وم که نه وم نه وم
خــادم بـاد سبـا يـم که وم وم که نه وم نه وم
|
|
صـحـيـح لاره بـه ښـايـم کــه وم وم که نه وم نه وم
د حق د پيروئ نه مې بل څـه په زړه کـې نـشتـه
آزاد يـم زيـږيــدلــــی بــنــدګـــي کــولـــی نـشـــم
په بډوخوشامندو مې ځان خوښ نه دی چې غټ شم
چې څوک غواړي څه سپکه مې دقام له څه جهته
په ماته کشتۍ سپوريم طوفانونه دي په مخ کې
خـدمـت د خپـلـې ژبـې قام وطـن زما مسلـک دی
په ټينګ عهدوپيمان چې مې بيعت ورسره کړی
لرم ښکلي تخمونه چې ګلزار شي پښتنو ته
د ناز په خوب ويدې غونچې به ورو ورو ويښومه |