سل پتنګان سوزي د يوې شمعې ژړا سره
څه ژړا ملګرې ده د ژوند يوې بريښنا سره
ډير لکه لاله داغلي زړونه شته صحرا سره
لويه بدبختي ده که څوک نه ژاړي له چا سره
يو کور کښې چـې وير وي او بـل خـانـدي لــه ليـلا سره
|
|
ژاړي په غمـونـو کـې خـواخــوږي لـه هـرچــا ســـره
ډک زړګی له اوښکوګرځي وريځې په اسمان کې بيا
ټول باغ ژړيدلی ځکه اوښکې دي د ګل په مخ
نه ښايي انسان ته چې د بل په غم غمجن نه شي
داسې بيغمي دې خدای په هيڅ کور کښې پيدا نکړي |