قافله د عشق راغلې له کوم خوا ده |
پر زړګي باندې مې شپه کا څه غوغا ده
ښه هغه چې یې د زړه ښيښه صفا ده
که اغوستې یې ګډله د خمتا ده
چې مو نن غزا هر لوري شاوخوا ده
د احمد ځکه پر هر لوري غزا ده |
|
قافله د عشق راغلې له کوم خوا ده
ټوله یو دي که غلجي که اودلي دي
چې عمل یې د نېکۍ وي مېړه هغه
پښتانه دي ټوله لاس سره یو کاندي
بې زحمته راحت چېرې مونده نشي |
هی توبه، د بېلتانه بده کرکنډه
|
چې همېش کا پر مینو زړنو منډه
د هجران شپه دې خدای تل ولري لنډه
نیز یې اوښکي کا د سترګو واله ژغنده
لوند ګرېوان آهونه کاږي که کونډه
له اخلاصه ته و خدای ته وکړه منډه |
|
هی توبه، د بېلتانه بده کرکنډه
ښه یاران ځبله تار په تار جدا کا
د یار غم یې د ادب ګرېوان پاره کړي
بې ژړا یې بل راحت د زړګي نه وي
که غم زور در باندې راوړي احمدشاهه |
لکه باد هسی د غرونو په کنار ځم |
مثل نه لرم هیچری چی په شمار ځم
لکه باد هسی د غرونو په کنار ځم
د کثرت په ملکو هره خوا په ښکارځم
زه عاشق بندی د زلفو په هر تار ځم
زه غه گل یم چی د مینی په بهارځم
زه غرڅه په گړڼونو د کهسار ځم
همېشه د میخوارانو په بازار ځم
دا می نشته چی یمین او که یسارځم
ولی تل د خسته زړونو په قطارځم
بې ما څوک دی چی دا هسی په گفتار ځم. |
|
زه هر گوره نن د لوړو په حصار ځم
که می خپله بلند ی موجوده نه وی
له وحدته چی په امر را بېرون سوم
دا د مینی ملک می خپل کړ سر تر پایه
د ناسوت په وهم ورک سوې عندلیبه
خپله مینی مي ښکاري تعلیم می ورکړ
ملکوت گوره خاصان د صومعې کړم
که اشنای می چېری ناز راباندی وکړي
که هرڅو داستا د مینی وری دروند دی
احمد شاه ته دی د زړه بورجل ته گوره |
احمد شاه به دغه ستا قدر هير نه کا |
ستا په لاره کې بايلي زلمي سرونه
بې له تا مې انديښنې د زړه مارونه
زما به هېر نسي دا ستا ښکلي باغونه
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
چې په تورو پښتانه کا ګوزارونه
چې زه کاندم پر هر لوري تاختونه
زما خو خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
که ونيسي د تمام جهان ملکونه |
|
ستا د عشق له وينو ډک سوه ځېګرونه
تا ته راسمه زړګی زما فارغ سي
که هر څو مې د دنيا ملکونه ډير سي
د ډهلي تخت هيرومه چې را ياد کړم
د رقيب د ژوند متاع به تار په تار کړم
د فريد او د حميد دور به بيا سي
که تمامه دنيا يو خوا ته بل خدا يې
احمد شاه به دغه ستا قدر هير نه کا |
نور اېران لره په توغ په نغاره ځم |
چی له یاره سره خوښ همکناره ځم
ترو به زه د هند پر لور په تماشه ځم
نور اېران لره په توغ په نغاره ځم
تر ڼین می اېران لاندی شاهانه ځم
خدای چی راکي ترکي هند ته دوباره ځم
په مدد د حبیب هره خوا تازه ځم
تروبه څه د یار له نازه کناره ځم
دنیا پاته له ایمانه به سره ځم |
|
نن بیا هسی د گلزار په ننداره ځم
چی بر کړی می خدای لاس پر رقیبانو
چی د هند د ملکو فتح می روزي سوه
پر دا کړي داد دي خدای نه سی پښېمانه
معشوقې د اېران ډېری ترکی شوخی
زه تسخیر د ولایت د خدای په داد کړم
چی زما د ولایت فتح روزي سوه
احمد شاه دنیا فانی گڼم چی نسته |
|
|
|
|
|
|