د شمې په خولو کې يی پتنګ ولمبوه
هندو د ارادت په اوښکو ګنګ ولمبوه
په تيغ د خشونت ساحه د جنګ ولمبوه
په لويو توپانونو کې نهنګ ولمبوه
د شرم په خولو کې نام و ننګ ولمبوه
په خولۀ کې د بوسو په خولو چنګ ولمبوه
د زړۀ په تودو وينو دې اهنګ ولمبوه |
|
يو ځل بيا د حيا په پرخه رنګ ولمبوه
ايرو ته دې که يې د سپينيدلو په اميد
چا وې چې د مجبورو مظلومانو له سرو وينو
د لويو ذهن وده کړي په لويو حادثو کې
د منيې د کتاب ده دا اوله بسم الله
چې ورکړې د ښايست نغمو ته روح د مسيحا
پسرليه چې په زړونو کې دې ځای وشي د شعر
|
ستړی فرياد تر لاس نيولی درځم
پخپلو اوښکو ، لمبيدلی درځم
د استغنا تر پاڼ لوېدلی درځم
يو غوښتنليک يم او ليکلی درځم
په لاره سر تندی موښلی درځم
زۀ هم له شوقه هسې ښکلی درځم
درځم بل چانه يم ليدلی درځم
لکه خمار به زړۀ خوړلی درځم
|
|
بيا دې درشل ته غلی غلی درځم
د ناز محفل ته دې د شمې غوندې
فشار د مينې لکه سيوری کړم ټيټ
په پټې خولې کې مې دي ډيرې چيغې
لويي يې بولې که پستي لکه لمر
لکه د غرو اوبه چې اوړي په سر
لکه چې ته مې راځې خوب کې ښکلې
لکه نشه چې راځي بيرته راځه |
تور راپورې ښه شو اوس ايله د مطلب توری شوم
شوق مې وزر وټپول ما چې ويل ستوری شوم
کور دې د اړتيا خراب شي ځکه خو بد پوری شوم
ما پورې رانغلې اخر زۀ غريب کوم لوری شوم ؟
شپې مې روڼولې ورته ځکه نامه توری شوم
بيا هم نپوهيږم خدای خبر څنګه وچ موری شوم ؟ |
|
مينې درته وتړلم ستا د درګاه سيوری شوم
تېرو خاطرو کې دې مرموزې موسکا واخيستم
دومره ژر دې مه غواړه راکړی تصور ښکلې !
عطر د ګلونو شوې په هره خوا روانه يې
چا يې يم ليدلی د بڼو سيوري ته غږ وکړئ
درست عمر پسرليه ما د زړۀ وينې رودلي دي |