ښه ده ښه ده دا دنيا
چې توښه ده د عقبا
مذهب د دنيا مه کړه
واوره پند کړه دا وينا
د دنيا په بازار کېږي
د هغه جهان سودا
په دنيا کښې ډېر حکمت دی
پرې پوهېږي حکما
که تر سر يې صدقه کړې
رفع دفع کړي بلا
که غليم لره يې ورکړې
غليم دوست کا په هوا
که په اور باندې يې کېږدې
بوی د عود وکړي پيدا
که يې توی کړې په صحرا کښې
ښايسته کاندې صحرا
که يې نذر کړې و پير ته
خوشحال درومي په خندا
څو ژوندی وي په دنيا کښې
يادوي دې په دعا
د حاتم په څېر دې ستايي
خطاب درکړي د سخا
سخي هر يو دوست د خدای دی
و لَو کانَ فاسقا
هر بخيل د خدای دښمن دی
و لَو کانَ زاهدا
دنيا کښت د اخرت دی
دا خبره ده رښتيا
د دنيا طالبان ډېر دي
که يې مومي څوک له چا
ولي مرد په کښې هغه دی
چې سخي وي هم پارسا
په دنيا کې بدي نه شته
که بدي نه وي له تا
دنيا بحر دی بهېږي
ائينې غوندې صفا
خپل خپل مخ په کښې ليده شي
که څوک زشت وي که زېبا
هم خطر په کښې د سر شته
هم ګوهر دی بې بها
وفا دار لره وفا شوه
جفا کار لره ګفا
له يوه مخه يې درد وي
له بل مخه يې دوا
چرته خوند کاندي د زهرو
چرته خوند کا د حلوا
کار همه واړه موقوف دي
د سړي په مدعا
سالکان دې نندارچي شي
د خپل ځان په تماشا
هر چې کا هغه به مومې
دنيا ځای دی د جزا
لکه دی هسې به پاڅي
که نادان وي که دانا
که دانا يې وپوهېږه
په روا په نا روا
فتوا ونيسه په مخ کښې
پسې مټ کړه په تقوا
دنيا نه ده واړه دين دی
چې له نهي وي سوا
و طاعت وته ولاړ وي
همېشه تړلې ملا
له حرامو يې پرهېز وي
مشغول وي په پنج بنا
کلمه يې وي قبوله
هم په جهر په اخفا
د دنيا د کار دپاره
فرض لمونځ نه کاندي قضا
هم صائم د رمضان وي
هم زکات کاندي ادا
که يې توان د حج رسېږي
حج هم وکړي پسې بيا
دا پنځه بنا د دين دي
چې بيان يې وکړ ما
چې يې يون په ططرق وي
هغه کس دی اوليا
که يې مال د دنيا ډېر وي
هيڅ دې نه کاندي پروا
دنيا بده د هغو ده
چې يې کسب وي ريا
يا يې ټوله کا په ظلم
يا د خمر په سودا
يا يې ورکا په شرابو
يا يې ورکا په زنا
يا نا حق خونونه کاندي
يا مالونه خوري د چا
عبادت کا په ځان فرض
د پادشاه، د امرا
حق باطل کا باطل حق کا
په سبب د روی ريا
نه يې وېره وي له خدايه
نه يې شرم نه حيا
د يوې ګېډې له پاره
هزار خونې کا بېديا
همېشه يې له ستمه
واړه خلک وي په غوغا
ګوش و هوش يې هرګز نه وي
د مظلومو په ژړا
د فرعون په څېر به ناست وي
بې پروا او کبريا
بتخانې و ته يې مخ وي
و مسجدو ته يې شا
اختلاط کا له بدانو
له نيکانو وي سوا
هيڅ نه وي په خاطر کښې
تولا او تبرا
و رحمان ته پېښه مه کړې
خدايه هسې رنګ بلا
|