په افسوس افسوس مې دواړه سترګې سرې شوې |
په افسوس افسوس مې دواړه سترګې سرې شوې
چــې نــظــــر مــې شـــو روزګــــــار د دې دنـيــــا تـــــه
لـه ډيـر غمـه مـې پـه مـخ اوښـکـــې خـــورې شـــوې
خـــدايــــه مـــا پـښـتــــانــه ټــول سـپــارلــي تــاتـــــه |
پښتانه په خوب ويده دي نه پاڅيږي
هرسړی د ځان په ګټه خوشحاليږي
دا وطن دی زمونږ مور که څوک پوهيږي |
|
د افـســــــــوس نـــــــارې وهــــــــــــــم په زوره زوره
زوې د پــلار په لاره نــــه ځــــــــي ورور د وروره
حــقــيــقــــت کــــې يــو پــيــــدا لــــه يـــوې مــــوره |
د دې حق مونږ نه تلف خاورې ايرې شو
ځـکـه لاس د محتـاجـئ نيسـو بـل چا ته
|
د مرغانو په شان ګرځي په آسمان
نارينه شه هرځای وګټه ميدان
تاريخ بيرته کړه او وګوره داستان
|
|
ای پـښـتــونــــه دې دنــيــــا تــــه لــــږ نــظــــر کــــړه
تــه هــم نـــر شــــه ســـرومــــال پـــه دې لار ورکــــړه
د شـيـــرشـــاه او د مـيـــرويـس نــه ځــان خـبــر کړه |
پلارګټلې زوی ته ټوکې مسخرې شوې
دا مـتــل اسـتـعـمــالـيــږي مـا او تــا تــه
|
چې روان وو د يووالي په يولار
احمدشاه بابا دی پريښی لوی يادګار
دښمنان يی وو ترپښو لاندې تار تار |
|
پــه دنــيــــا د پـــښــتــنــــو څـــومــــره لــــوړ نــــوم و
پــــه هــرځــــای يـــې د بـــري بــيــــرغ مــعـــلـــــوم و
چــې بــه دوی په کــــوم طـــــرف وړی هـــجــــــوم و |
نن مې ځکه د خپل ځان برخې سپيرې شوې
زمـونــږ سـتــرګـې د امـيــد دي هـرې خـواتــه
|
چې يې پريښوه د نيکونو سمه لار
چې د بل د لاس جوټه خوري لکه زار
په هغه پښتون لعنت شه هزار بار |
|
مــوجــــوده پــښــتــــانــــه ولــــې نـــه شـــرمــيـــــږي
د دې ژونـــد نــه پــه مــرګ ولــــې نـــه خــوښـيــږي
چـې د بــل پــيــســــو تــه لاس نـيـســـي اودريــــږي |
خو زما ملنګ جان برخه دا سورې شوې
که د خوږ زړګي ملهم راکړي خداې ماته
|