pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
سياستپوهنه او جهاد، کۀ تجارت؟
 
 
ډاکتر عبدالقيوم مومند
: ليکنه


د ۲۰۱۳ زيږديز کال داکتوبر پۀ میاشت کې زما يوه وړه ليکنه د [ښۀ وشو چې پوه شوو] ترنوم لاندې پۀ بيلابيلو ويبپاڼو کې خپره شوې وه. ما پۀ خپله ليکنه کې د ډاکټراشرف غني احمدزي او عبدالرشيد دوستم پۀ اعتلاف خبرې کړې وې. پۀ دې ليکنې يوې محترمې خور چې د طب محصله ده، نيوکه کړې وه او ماته یې ځينې لارښودنې کړې وې. نيوکه مې پۀ ډير غور سره ولوسته او ډيرڅۀ مې ترې زده کړل. محترمې خور لیکلي و چې: “پۀ دې تۀ نۀ پوهيږې. دا سياست دی. دا د پوهنتون لکچر نۀ چې څو تنکيو ځوانانو ته یې د صنف پۀ مخ کې ورکړې.” دا خبره بالکل صحيح ده. زۀ د اشرف غني احمدزي او عبدالرشيد دوستم د اعتلاف د سياست پۀ راز نۀ پوهيږم، ځکه مې پۀ ليکنه کې د غنی احمدزي څخه پوښتنه کړې وه چې موږ هم پۀ دې راز پوه کړي.

د ارواښاد محمد دوادخان پۀ وخت کې چې کله زۀ سياسي فعاليت ته وردننه شوم نو زما د سیاسي لارې مشرانو او استادانو ماته سياست او سياسي فعاليت کول، دين، ولس او هيواد ته د خدمت کولو لپاره د يوې وسيلې پۀ توګه راپيژندلي وو چې ستر موخه یې د لوی څښتن(ج) رضا او د ولس چوپړتيا ده. ماته مې استادانو دا نۀ وو ویلي چې سياست تجارت دی، سياست ځان قدرت ته رسول دي او سياست د ملت پر سرونو پښې ايښودل او ځانونه لوړو ځايونو ته رسول دي.

د غويي د غوبل څخه وروسته د سیاست رنګ بدل شو. د سیاست پۀ نوم نوې لوبې او نوې نخرې رامينځته شوې. پۀ ماهم سختې او تنګې راغلې او مسافر شوم. پۀ پيښور کې مې جهاد او سياست پۀ عملي بڼه وليدل. پۀ پيښور کې حالات خراب شول، سر مې اروپا ته ورسيد او د سياست پۀ نوو پديدو هم پوه شوم. پۀ اروپا کې پۀ دې هم پوه شوم چې سياستوال څنګه د خپلې ټولنې او خپل ولس د پرمختيا، رغاونې او سوکالۍ لپاره ګټورې لارې چارې جوړوي. د تقدير ليک و او امريکا ته د لوړو زده کړو لپاره راغلم. دلته مې د سياست نوې بڼه وليده او دا موقع پۀ لاس راغله چې د اروپا او امريکا د سياستپوهنې ترمينځ تول وکړم. ملا مې وتړله چې پۀ سياست بايد ځان ښۀ پوه کړم. زۀ لا د سياست پۀ زده کړه کې اخته وم او پۀ دې سمندر کې مې د سياستپوهنې کبان رانيول چې استادانو مې راته وويل چې وخت مې پاي ته ورسيد ډاکټري مې بشپړه شوه او پاتې ماهيان بايد د محصلۍ د چوکاټ څخه بهر راونيسم. د ويرې او ډار خبره خو دا وه چې تر پرون پورې د سياسي علومو زده کونکی وم او پۀ سبا یې بيا د سیاسي علومو استاد شوم.

سره لۀ دې چې د سياسي علومو استاد هم شوم مګر د سياست د علم پۀ سمندر کې تراوسه هم لاهو یم او د سياستپوهنې کبان لټوم. د خپلې سياسي مبارزې، سياسي هلوځلو، محصلۍ او استاذۍ پۀ ټولو دورو کې مې په افغانستان او نړۍ کې بيلابيل دولتونه او حکومتونه وليدل. ډير کسان ولاړل او ډیر راغلل. ‌ډيرو ځانونه دايمي واکمنان بلل او فکر یې کاوه چې نۀ به مري او نۀ به یې قدرت پای ته رسيږي. مګر دوی نه دا هيره شوې وه چې اصلي واکمن بل څوک دي او فيصلې هم لۀ هغۀ سره دي.

د افغان ملت څلويښت کاله پۀ دې تيارو کې وساتل شو چې پادشاه د خدای(ج) سيوری دی او دا ملت بايد شکر وباسي چې دا برکت یې پۀ نصيب شوی دی. خو دا يو داسې بې ګټې او بې برکته سيوری و چې نۀ يواځې د اوړي پۀ ګرميو کې یې ملت د لمر څخه پټ نۀ کړ، بلکې د ژمي پۀ سړو کې د ملت پر سر نيغ ودريد او ملت یې د لمر د وړانګو د تودوښي څخه هم محروم کړ.

وروسته لۀ دې چې د خدای(ج) سيوری خلاص شو، ليونی سردار راغي. ليوني سردار غوښتل چې پۀ خپل ليونتوب کې ډير هوښيار کارونه وکړي، مګر بنیاد يې غلط و. که د ليوني سردار يواځي ليونتوب وی او نور ليونيان هم ورسره ملګري شوي وی نو کيدی شو خپلې موخې ته رسيدلی وی، ځکه ليونی پۀ زړۀ پاک و. ستونزه دا وه چې ليوني د چرسيانو، بنګيانو، رشوت خورو، بې دينو، او خرڅ شوو ‌ډله جوړه کړې وه.

هغه چې بېدينه او خرڅ شوي وي هغوی نۀ د خاورې پروا لري، نۀ د ولس او نۀ د دين. ليونی سردار له فاني دنيا څخه ولاړ او پۀ افغانستان کې د غويانو غوبل شروع شو. غويانو د افغانستان څخه ‌ډيران جوړکړ او داسې غوبل یې پکښې وکړ چې مشر غويي پۀ مسکو کې وارخطا شو. بادار د يوۀ غويي رسۍ د موږي نه خوشې کړه، قصابخانې ته یې وليږه او بل غويي يې د کابل پۀ اخور وتاړه.

بلې خوا ته د جهاد ‌اتڼ هم ګرم و او بيشماره افغانان هره ورځ شهيدان کيدل. کله چې پۀ ځوانۍ کې وم نو د جهاد پنځم کال و او ما هم لکه د نورو احساساتي ځوانانو پۀ څير د جهاد ډول ته ‌ډير اتڼونه اچولي دي. ښۀ مې ياديږي چې هغه مهال پۀ جرمني کې اوسيدم او يو کس چې برمهاله وزير دی پۀ يو مجلس کې مجاهدينو ته سپک وويل، خبره یې لا خلاصه کړې نه وه چې ورپورته شوم، د ورميږ نه مې راونيو او ښۀ دوه درې درانۀ ګوزارونه مې پرې وکړل. خلکو رانه خلاص کړ، که نه نو خدايګو څۀ به پيښ شوي وی. ما ويل چې جهاد او مجاهدينو ته څنګه څوک بد رد ويلای شي؟ مجاهدين خو فی سبيل الله د اسلام، افغان او افغانستان لپاره جنګيږي. زۀ هم خوشحاله وم چې د جهاد پۀ لار کې مې يو لوی ګام واخيست. چې عمر پوخ شو نو عقل هم وده وکړه او پۀ لوبه څۀ ناڅۀ پوه شوم. اوس چې ځواني د احساساتي افکارو سره يوځای پۀ خپله مخه تللې او زه کمزوری پاتې شوی يم، نو پوه شوم چې د جهادي ډلو مشرانو ولې د جهاد چغې او سورې وهلې. اصلي خبره خو قدرت او پيسې وي او زه هسې خوشحاله وم چې جهاد دی. هغوی چې جهاد کاوه، په هغوی د خاورو ډيرۍ امبار شوي دي.

د کمونست او مجاهد ترمينځ جګړه روانه وه او د بدلونونو او نوښتونو سلسله هم روانه وه ترڅو چې بيدينه او کافر له مينځه ولاړل او د مجاهد، مکتبي او ملا د کوف او چوف وار راغی. موږک زمری شو او کافران مسلمانان شول. څوک مکتبيان شو، څوک خالد بن وليد شو او څوک هم برادران پشيمان، او د کابل اخور ته یې ځانونه ورسول. د مجاهد، مکتبي او ملا نه خو لا په کوزه پښتونخوا کې جهاد، مبارزه او دم دوا پاتې وو، ځکه چې خبره لڼدکروزر، پجيرو، رولکس او نورو نوو څيزونو ته رسيدلې وه. هغه څۀ چې دوی پۀ خوب کې هم نه وو ليدلي. اوس خو لا خبره ټولواکۍ ته ورسيده او مجاهد، مکتبي او ملا خو د قدرت او پيسو خوند پۀ پيښور کې ليدلی و. د قدرت او پيسو پۀ خاطر ټول افغانستان او پۀ ځانګړې توګه کابل وران ويجاړ او لوټې لوټې شو. نۀ یې افغانستان جوړ کړ، نۀ یې د رښتينې جهاد ارمان پوره کړ او نۀ یې د ولس مرګ او ژوبلې ته د پای ټکی کيښود. مجاهد، مکتبي او ملا دعوه کوله چې دوی د واک مستحق دي ځکه چې جهاد یې کړی دی. دا و چې ماته نوره هم ثابته شوه چې د خدای(ج) لپاره یې فی سبيل الله جهاد نه کاوه بلکې د قدرت او پيسو لپاره یې جهاد کاوه او دا سلسله لا اوس هم روانه ده. دا چې دا ټيکه داري به کله پای ته رسيږي خدای(ج) عالم دی. عمر پۀ خلاصيدو دی هسې نۀ چې پۀ هيواد کې سولې او سوکالۍ پۀ ارمان مړ نۀ شم.

په دې ټولو دورو کې مې ډير څۀ وليدل او ډير څۀ مې زده کړل، خو هغه سياست مې زده نۀ کړ چې محترمې خور ورته پۀ خپله نيوکه کې اشاره کړې ده: د خپلو شخصي ګټو او مقصد پۀ خاطر د ملت پۀ سر سوداګري او تجارت کول او د ملت د دښمنانو او د ملت د قاتلينو سره پۀ يوه ليکه کې دريدل. زۀ د محترمې خور څخه مننه کوم چې دا یې ټولو ته څرګنده کړې چې زۀ پۀ دې راز سیاست نۀ پوهبږم. زۀ خو لا دا وايم چې زۀ نۀ يواځې د داسې سیاست پوهه نۀ لرم، بلکې د داسې سیاست د پوهې څخه د لوی څښتن(ج) د دربار نه امن غواړم.

پۀ هغې سیاست څۀ چې پۀ هغې کې د ولس او خاورې ښيګنه نۀ وي. پۀ هغې مقام څۀ چې يو انسان پکې خپل وجدان او خپل ولس ته ځواب ونلري. پۀ هغې قدرت څۀ چې د ولس د سر او وينې پۀ بيه ترلاسه کيږي. پۀ هغې انسان څۀ چې د انسانو د دښمنانو پۀ قطار کې ولاړ وي، هم یې ملت ته مخ تور وي، هم یې نړۍ ته مخ تور وي او هم خدای(ج) ته کوم ځواب نۀ لري. ډير څۀ مو وليدل، دا به هم وګورو. دا دمبارزې، جهاد، او جګړې ټيکه داران دې مهرباني وکړي، رسنيو ته دې راووځي او دې ملت ته دې اعلان وکړي چې دوی د خدای(ج)، هيواد او پرمختګ لپاره سياسي مبارزه، سياسي فعاليت، جهاد او جګړه نۀ کوله او نۀ یې اوس کوي، بلکې د خپل قدرت او پيسو لپاره یې دا هرڅۀ کول او اوس یې هم د قدرت او پيسو لپاره کوي. زه ډاډمن يم چې دا ملت به یې هم ورسره ومني او دوی ته به بدل ورکړي.

پۀ پای کې غواړم خپلې خبرې دامیرالمومنين حضرت عمر(رض) پۀ دوو مقولو پای ته ورسوم:

· پوه او هوښيار انسان هغه دی چې د خپلو اعمالو حساب ورکړی شي.

· کۀ چيرې تاسې يو عالم وليد چې هغۀ ته دنيا او دنيايي څيزونو ارزښت درلود نو د هغۀ پۀ علميت کې شک دی.

سالټ ليک سيټي، د ۲۰۱۴ زيږديزکال د فبروري ۵

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.