pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
غريب څوک دی؟
     

سانتا انا، کليفورنيا، د ۲۰۱۸ زيږديز کال د مې ۲۹

ډاکټر عبدالقيوم مومند
کله چې وړوکی وم او بغدادۍ سپاره مې لوستله نو د خوار او غريب خبرې مې ډيرې اوريدلې. زموږ په کلي کې څو هلکان وو چې ډيرې زړې جامې به یې اغوستلې او خلکو به ورته غريب ويل. چا به ويل چې فلاني خوار باندې داسې څه وشول، بل به ويل چې د غريب حال ډير خراب دی. ما به چې ځينو ته وکتل نو جامې به يې نوې وې نو د ځان سره به مې وويل چې دوی څنګه غريب دي. يوه ورځ مې د ملاصاحب نه پوښتنه وکړه چې غريب څوک دی. ملاصاحب په غصه وويل چې غريب هندو دی چې ايمان نه لري او موږ مسلمانان شتمن یو. ما په زړه کې وويل چې فلانی غريب خو لمونځ هم کوي نو څنګه هندو دی، خو د ملاصاحب نه مې د بیا پوښتنې زړه نه درلود.
څه موده وروسته د خپل کاکا سره د جلال اباد ښار ته ولاړم. کاکا مې بیلابيلې سوداګانې واخستې. ما به خلکو، سودا،او شاوخوا کتل او د هندو په لټه کې وم، ځکه ملاصاحب ويلې وو چې هندو غريب دی او زما د غريب ليدو ته تلوسه وه.
نور خلک خو زما د کلي په څير وو خو دوه ډوله خلک زموږ د کلي نه جلا وو. يو هغه خلک وو چې جامې يې زموږ نه جلا وې او بل  هغه خلک وو چې جامې یې زموږ په شان وې خو پټکي يې زموږ نه جلا وو. د کاکا نه مې پوښتنه وکړه چې دا څنګه خلک دي؟ هغه راته وويل چې دې جامو ته دريشي وايي. د ښار خلک، د ښوونځيو زده کوونکي، د پوهنتونونو محصلين او د حکومت کار ککونکي دا جامه اغوندي. دا ټول پوه خلک دي او زموږ د کلي په شان غريب نه دي. دا خلک چې جامې يې زموږ په شان دي خو پټکې يې زموږ نه فرق لري دوی ته هندوان او سکان وايي. هغه د هندو او سک فرق ونکړ.  اوس هم په رسنيو کې د هندو او سک فرق نه کوی. د دې خبرو په اوريدو سره خوشحاله شوم چې غريب مې پيدا کړ.
زما خوشحالي ډيره ژر په فکر او تشويش بدله شوه. زما کاکا د کور لپاره ډيره سودا د همدي هندوانو او سکانو نه واخسته. د ځان سره مې وويل چې زما کاکا خو دومره ډيري پيسې هندوانو ته ورکړې او هغوی څومره لږه سودا زماما کاکا ته ورکړه. نورو کسانو ته هم دې هندوانو سوداوې ورکړې او پيسې يې ترې واخستې، مګر د هندوانو دوکانونه لا هماغسې ډک دی. د ځان سره مې وويل چې دا هندوان خو زموږ د ټولو نه شتمن دی. د هندو او غريبۍ خبره مې په فکر برابره رانغله او کلي ته بېځوابه ولاړم. ملاصاحب ته مې د ويرې نه ويلای هم نشول چې ما با ايمانه هندوان وليدل، ځګه هغوی شتمن وو. له بلې خوا زما کاکا شته د پوهې او دريشۍ سره هم وتړل. خبره نوره هم کړکيچنه شوه.
وخت په تيريدو و او زه په ښوونځي کې داخل کړی شوم، خو دريشي پکښې نه وه. دا مې تلوسه وه چې کله به پوه کيږم او دريشي به اغوندم. څو کاله وروسته زموږ کډه کابل ته راغله او هلته په ښوونځي کې داخل کړی شوم. ښوونځي ته په لومړۍ ورځ مې دريشي وکړه. په زړه کې ډير خوشحاله وم چې زه هم پوه او شتمن شوم. عمر تيريد او زه هم ورو ورو پوهيدم چې ټول د دريشۍ اغوستونکي خلک پوه او شتمن نه دي، ځکه پنډي، هټيوال، قصاب، کوڅه پاکوونکې، پياده، مامور ، زده کوونکي او نورو بیلابيلو خلکو دريشي اغوستې وې، مګر ټول نه شتمن وو او نه يې پوهه درلوده.
سر مې اروپا او امريکا ته راووت. دلته هرچا دريشي اغوستې وه مګر ټول خلک پوه او شتمن نه وو. داسې ډير خلک مې وليدل چې په سړکونو او پارکونو کې شپې کوي او د ناولتيا د ځای څخه خپل خواړه راټولوي او پوهه هم نه لري. د خپل عمر په موده کې مې د غريب او شتمن په هکله د اسلام، سوسيال ډيموکراسۍ (اروپايي سوسياليزم)، مارکسيزم او کاپيټاليزم په چوکاټونو کې زده کړې وکړې او د غريب او شتمن پر توپير مې ځان پوه کړ.
د کلونو راهيسې په دې ډاډمن وم چې بلاخره غريب مې پيداکړ چې څوک دی، خو تيره شپه زما يو نږدې ملګری زما ليدو ته راغلی و چې زما ډاډ يې بيرته راخراب کړ او د غريب او غربت نوی پيژندنه یې راته څرګنده کړه. هغه وويل چې غريب هغه څوک دی چې د ځان لپاره فکر نشي کولای، فکر يې د پرديو تر اغيزو لاندې محکوم وي، د راتلونکې لپاره کوم سوچ نه لري، د خپل ژوند د بهبود او پرمختګ لپاره کوم پلان نشي جوړولای او تل په نورو پسې ځغلي.
زه اوس پوره پوه شوم ، هر هغه کس چې خپل فکر ونلري هغه تل خوار او غريب وي، که هندو وي او که مسلمان.
سانتا انا، کليفورنيا، د ۲۰۱۸ زيږديز کال د مې ۲۹

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.