د ګور چینجیان
|
محمدحامدالوتاندکلیفورنیاد۲۰۱۴کالدمې۹ |
|
چې په هر پیر کې دوی پاتې له کاروان وي
بل څوک نه وي دا پښتون او یا افغان وي
چې بې علمه وي خپل حق پیژندۍ نشي
په خپل کورکې دۍ پردۍ لکه مهمان وي
چې ناپوهه بې کمال وي سر ګردان وي
خوار او زار به په هر ګوډ کې د جهان وي
دابه حال تل د بې علمه او نادان وي
لا چارۍ نه دوۍ د هر چا په فرمان وي
چې په هر پیر کې دوی پاتې له کاروان وي
بل څوک نه وي دا پښتون او یا افغان وي
دغه ارت او لوی جهان ورته زندان وي
لاره وره که ترې په هر ځای هر مکان وي
څو خبریږي او پوهيږي وخت پری تیر وي
څو ځای خرڅ په هر مارکیټ په هر دکان وي
دا به حال تل د بې علمه او نادان وي
لا چارۍ نه به د هر چا په فرمان وي
هر ملت کې چې پوهنه دغه شان وي
د پردو به هر نیرنګ پر دوی آسان وي
یا پر هر ځای چې کم علمه مخکښان وي
استعمار به پرې له هر لوري روان وي
وګې سترګې ،وږې خيټه وچې شونډې
د مړې خيټې خوراک تل په ارمان وي
نه یې کار نه یې کردارپه نورو بار وي
په ژوندون دوئ لکه مړي دا لټان وي
دا به حال تل د بې علمه او نادان وي
لا چارۍ نه به د هر چا په فرمان وي
ډک سیندونه یې پر هر لوري روان وي
خپل هیواد یې وچ ډاګونه تش میدان وي
خپله تګۍ د یؤ ه ګوډ په آرمان وي
په اوبو یې تل خړوبه ګاونډیان وي
چې بې علمه وي خپل حق پیژندۍ نشي
په خپل کورکې دۍ پردۍ لکه مهمان وي
چې د بل کار نه لائیق او نه جوګه وي
بیا د دین او د مذهب ټیکه داران وي
څوک ملال کړي څوک حلال ګوره کمال ته
ښه پلمه یې نو بیا دین مذهب ایمان وي
دا یې شان دا یې فطرت دی له اذله
هم به ښه او هم به بد داانسانان وي
که په خپل مټ او همت څوک تکیه نوي
خود به هر چیرې د هر چا غلامان وي
هیڅ وخت مه اوسه د بل د لاس په طمه
چې په طمه د بل ناست وي ټپسان وي
چې بې علمه وي خپل حق پیژندۍ نشي
په خپل کورکې دۍ پردۍ لکه مهمان وي
ځه ورځه شه لاس په کار پدې ځنګل کې
چې پخپله کاندي ښکار هغه زمریان وي
دا دې وخت د امتحان دی که پوهیږې
چې په څوړو ننوځي موږکان وي
چې په هر پیر کې دوی پاتې له کاروان وي
بل څوک نه وي دا پښتون او یا افغان وي
په ریښتیا که ستا څپیڅلۍ پاک وجدان وي
هم د پوهه په دا خپل مذهب ایمان وي
خود په خوده به شړلۍ تا شیطان وي
په جامه د کیش ، درویش که ملایان وي
دا یې شان دا یې فطرت دی له اذله
هم به ښه او هم به بد داانسانان وي
وایي یو څه کوي بله په هر چار کې
په ورورۍ چې غولول کړي دا ټګان وي
هم د وژني هم په تا پسې ژړا کا
دا یې لارې دا یې چارې چې رندان وي
دا یې شان دا یې فطرت دی له اذله
هم به ښه او هم به بد داانسانان وي
په کیفیت کې ستا بقا ده نه کمیت کې
په ډیروالي کې خو هر ځای ډیر مچان وي
په پنډوالي او غټوالي مه تیر وځه
په تنه غټ مینځ یې تش چې وي کدوان وي
چې په هر پیر کې دوی پاتې له کاروان وي
بل څوک نه وي دا پښتون او یا افغان وي
په تنه دي دوئ واړه خو اتفاق کې
څه هوډمن او با تدبیره دا میږیان وي
لږ شه ځیر دا ارادې د دوۍ لر لید ته
یو د بل پسې په لیکه دوی روان وي
چې په هر پیر کې دوی پاتې له کاروان وي
بل څوک نه وي دا پښتون او یا افغان وي
دا به حال تل د بې علمه او نادان وي
لا چارۍ نه به د هر چا په فرمان وي
دا چې خپلو ته زمري ، ګیدړ پردو ته
په خاصیت لکه د ګور ، لحد چینجیان وي
چې د خپل د ځان دښمن او په تاوان وي
ای حامده دا هوښیار که شوده ګان وي