pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
بلواکه خپلواکي
     
ډاکټر عبدالقيوم مومند
دويمه برخه

٢٠٠٦ زيږديز کال د اګست پۀ نولسمه (١٩) نيټه افغاني کلتوري ټولنې د کاليفورنيا د فريمانت پۀ ښار کې د انګريزانو څخه د خپلواکۍ ورځ نمانځله. زۀ یې هم ميلمه کړی وم. د يوټا څخه کاليفورنيا ته پۀ الوتکه کې ولاړم او خپله ليکنه مې د غونډې مشرانو او ناستو ميلمنو ته ولوستله. د ليکنې نوم وو: بلواکه خپلواکي او نړيوالې لوبې. پۀ دې ليکنه کې ما د بلواکې خپلواکۍ يو تعريف هم کړی و او پۀ افغانستان کې مې د بلواکې خپلواکۍ درې دورې تشريح کړې وې: شاه شجاع، ببرک کارمل او حامدکرزی. ما په دې مجلس کې دا خبره هم مطرح کړه چې افغاني کلتورې ټولنه، د افغانستان حکومت، حکومتي او دولتي چارواکي او د افغانستان ځينې خلک څنګه، پۀ کومو سترګو، او پۀ کوم وياړ سره اوس د انګريزانو څخه د خلاصون (استقلال) ورځ نمانځلای شي، حال دا چې نۀ يواځې انګريزان پۀ هيواد واکمن دي، بلکې نورو هيوادونو هم دا هيواد اشغال کړی دی. دا حکومت او دا خلک کوم استقلال او کومه خپلواکي لري چې دوی یې نمانځنه کوي. لۀ هغې ليکنې څخه اتۀ کاله تير شول، مګر هماغه تعريف او هماغه حالت اوس هم پر خپل ځای پروت دی. اوس يو ځل بيا ضروري ده چې د افغانستان د بلواکې خپلواکۍ نوې اړخونه هم وڅيړل شي.
د بلواکې خپلواکۍ د پوهيدلو لپاره دا حتمي ده چې د خپلواکۍ پۀ پيژندنه او ارزښتونو پوه شوو. خپلواکي د انسان د پيدايښت څخه راپديخوا پۀ بيلابيلو وختونو کې د يوناني، رومي، عربي، هندي، چينايي، فارسي، انګريري، فرانسوي او نورو فلسفيانو او پوهانو لخوا پۀ بيلابيلو بڼو تعريف او پيژندل شوې ده. هغه څۀ چې زموږ لپاره ارزښت لري هغه د خپلواکۍ تعريف او پوهه د اسلامي لارښودنو پۀ رڼا کې ده. سره لۀ دې چې دا اوږود بحث دي او پۀ څو پاڼو کې نۀ خلاصيږي، مګر د بلواکې خپلواکۍ د روښنايی لپاره يو څو ټکي د يادولو وړ بولم.
اسلام خپلواکي د انسانانو طبيعي حق ګڼي او هغه ژوند، ژوند نۀ بولي چې خپلواکی ونلري. کۀ يو انسان خپلواکي لۀ لاسه ورکړي، د هغۀ ضمير، خودارديت او عزت النفس مري او يواځې يو خوړونکی، څښونکی، کارکونکی او محرک حيوان ترې جوړيږي. اسلام خپلواکي دې حد ته رسولې ده چې لوی څښتن(ج) انسانانو ته د اسلام د سپيڅلي دين پۀ منلو کې هم خپلواکي ورکړې ده. لوی څښتن(ج) پۀ قران عظيم الشان کې فرمايي: لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انْفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ }البقره: ۲۵۶{. ژباړه: نشته هيڅ زور پۀ دين کې پۀ تحقيق سره ښکاره شوې ده سمه لار لۀ ګمراهي ځنې. پس هرڅوک چې کافر(منکر) شو لۀ بتانو او ايمان یې راوړ پۀ الله باندې نو پۀ تحقيق سره یې ټينګه نيولې ده کړۍ چې لۀ سره نشته پريکيدل هغې لره، او الله ښۀ اوريدونکی ښۀ عالم دی {کابلی تفصير}. لۀ دې څرګنديږي، چې کله الله سبحانه و تعالی د خپل دين پۀ منلو کې پۀ انسانانو باندې زور نۀ کوي نو د ورځني ژوند پۀ نورو برخو کې خو قطعاً زور نشته، ځکه دين او ايمان د انسانانو تر ټولو لوړه پانګه او ساتونکی محور دی. لۀ دې کبله انسان د خپل فکر او خپل ملکيت پوره واک لري چې د هيڅ دنيايي زور تابع نۀ دي. دا انسان ته د لوی څښتن لخوا يو ورکړشوی نعمت دی.
لۀ بلې، خوا پۀ اسلام کې خپلواکي د دې مانا نۀ لري چې انسان د هرراز محدوديتونو او لارښودونو څخه خلاص دی، ځکه بې بندوباره خپلواکي انارشي رامينځته کوي. انسانان د حوس پر لوري کش کيږي او شيطاني غرايض د انسانو پۀ ژوند حاکميت پيداکوي. خپلواکي د قران الکريم پۀ لارښودونو او د رسول اکرم(ص) پۀ کړو او اوامرو کې ځای پۀ ځای شوې ده. د بيلګې پۀ توګه يو انسان د دې حق نۀ لري چې بل انسان پۀ دې مجبور کړي چې د هغۀ پۀ لار روان شي او يا د هغۀ غيرشرعي اوامر ومني، ځکه د يو انسان خپلواکي د دې مانا نۀ لري چې د بل انسان خپلواکي دې لۀ مينځه ولاړه شي. پۀ عمومي بڼه ويلی شو چې د وګړو او ټولنې خپلواکي بايد د دې لامل نشي چې د ټولنې ټولنيز جوړښت او بنيادونو ته تاوان ورسوي، د ټولني د وګړو او ټولنې پراخه حقوقو ته تاوان ورسوي، او د نورو وګړو، ټولنو او هيوادونو د خپلواکۍ د لۀ مينځه تګ لامل شي. پۀ اسلامې ټولنه کې د انسانانو خپلواکي پۀ لاندنيو برخو کې تأمين شوې ده: ځانګړې (شخصي) خپلواکي، سياسي خپلواکي، د عقيدې او ايمان خپلواکي، د فکر او نظر خپلواکي، د ملکيت (څښتنتوب) خپلواکي، د زده کړې خپلواکي، د کارکولو خپلواکي، پۀ يو ځای کې د اوسيدو (ژوندکولو) خپلواکي، د سفرکولو خپلواکي. [يادونه: پۀ دې هکله ما هراړخيزه بحث کړی او پورتنئ ځانګړتياوې مې پوره تشريح کړي دي. کۀ ژوند باقي وو ليکنه به پۀ راتلونکو دوو مياشتو کې پای ته ورسيږي او ستاسې د لوستلو لپاره به وړاندې شي.]
د پورتنيو تشريحاتو پۀ نظر کې نيولو سره موږ دا ويلای شو چې يو هيواد او يو ولس هغه وخت خپلواک وي چې د خپل ژوند او راتلونکې لپاره پخپله تصميم ونيسي، د هيواد ځمکه او فضا یې پۀ لاس کې وي، پۀ خپل هيواد کې ازاد وګرځيدی شي، د خپل هيواد څخه دفاع وکړی شي، او د ملت لۀ تصميم او فیصلې څخه دفاع وکړی شي. خپلواکي د يو انسان او يا يوې ټولنې هغې ارادې، قدرت او عمل ته وايي چې د نورو لۀ تاثير څخه خالي وي او پرته د پرديو لۀ اغيزې څخه خپل موجوديت، ژوند او بقا ته دوام ورکړی شي. د افغانستان پۀ بلواکه خپلواکۍ کې د افغانستان کورنی او بهرنی سياست د اشغالګرو هيوادونو د پوره اغيزې لاندې دی او پرته د هغوی لۀ اغيزې او شتون څخه خپل شتون ته دوام هم نشي ورکولای. د بيلګې پۀ توګه که د کابل واکمنان يواځې څرګندونه وکړي چې پۀ افغانستان د ازاد بازار پۀ نوم جوړشوي غوبل او چورچپاول کې بدلون راوستل غواړي، يا غواړي بازار د کنټرول لاندې ونيسي او يا پۀ بازار کې مداخله وکړي، نو نړيوال بانک، ای ايم ايف، امريکا او نور یرغلګر هيوادونه ورته د مرستو د بندولو ګواښ کوي. د کابل واکداران د خيرات د لاسته ورکولو لۀ کبله د خپلو خبرو څخه شاته ځي. د امريکا متحده ولايتونه ګواښ کوي که د دوی او ناټو سره امنيتي تړونونه لاسليک نشي نو پۀ افغانستان باندې به خپلې مرستې بندي کړي. که چيرې دا مرستې بندې شي نو د خيرات پۀ پيسو جوړشوی اجير پوځ او امنيتي ارګانونه به د معاشونو او نورو خرڅونو د نۀ ورکولو لۀ کبله ډير ژر لۀ مينځه ولاړ شي. د هغې هيواد او ولس د ملي دفاع پوځ او د هيواد د کورني امنيت ساتونکي چې پۀ پرديو پيسو ژوند کوي، لاس یې بل ته اوږود وي او بقا یې پۀ پرديو پورې تړلې وي، هغوی ته څنګه خپلواک ويلی شو؟
خپلواکي د انسانانو هغه وړتيا ده چې د يو څۀ د کولو او نۀ کولو پۀ هکله پرته لۀ کوم فشار، بنديز او محدوديت څخه فيصله وکړي. دا وړتيا د انسانانو پۀ انفرادي او ټولنيز ژوند کې عملي ده. پۀ نړيواله سياسي کچه خپلواکي د بهرني نفوذ او ادارې څخه خلاصون ته ويل کيږي. يوې ټولنې او يا يو هيواد ته هغه وخت خپلواک ويل کيدی شي چي پۀ بهرنيو حکومتونو او قدرتونو پورې تړلی نۀ وي او چارې يې پر خپلو پښو ولاړې وي. د افغانستان دولت، حکومت، سياسي لوبغاړي، تش په نامه جهادي مشران او قوماندانان، او د سياسي ډلو او مدني ټولنې مشران او غړي دومره د بهرنيانو او بهرنيو هيوادونو تر اغيزې او امر لاندې دي چې د پرديو نظرياتو په رڼا او تحليل کې د پرديو د ګټو، کړنلارو او تګلارو سره برابر د خپلو ملي ګټو، کړنلارو او تګلارو پرخلاف عمل کوي او د بهرنيانو د ګټو او ارزښتونو لپاره خپلې ګټې او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. آيا موږ داسې خلکو، ولس او هيواد ته خپلواک ويلای شو. خپلواکي ولسونو او هيوادونو ته خوداراديت، هويت او د ملت احساس وربخښي چې د افغانستان په بلواکه خپلواکۍ دا هرڅه نشته.
د افغانستان پۀ بلواکه خپلواکۍ کې د افغانستان ځمکه او فضا د امريکايانو، انګريزانو او نورو يرغلګرو او اشغالګرو پۀ لاس کې ده. هيواد هره ورځ د پاکستان لخوا پۀ توغنديو او بمونو ويشتل کيږي مګر د افغانستان پۀ بلواکه خپلواکۍ کې د افغانستان حکومت او خلک د دې حق نۀ لري چې د افغانستان د خاورې څخه دفاع وکړي او د پاکستان پر لور د ټوپک ډز هم وکړي.
خپلواک هيواد او خپلواک خلک هغه دي چې پۀ خپل هيواد کې ازاد وګرځيدی شي، د لارو او سړکونو څخه پرته لۀ کومې ستونزې او ويرې استفاده وکړي، او تګ راتګ پرې وکړي. د افغانستان پۀ بلواکه خپلواکۍ کې د افغانستان خلک د دې حق لري چې پۀ سړکونو وګرځي مګر د دې حق نۀ لري چې د اشغالګرو د موټرو، ټانکونو او نورو ترانسپورټي وسايطو څخه مخکښې شي او يا ورپسې نږدې ولاړ شي.
د افغانستان ولس د خپل سر، ګوتو او وينې پۀ بيه ټولټاکنو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رای ورکړه. بريالي او بايللي نوماند، یو هم د ملت رایې ته ارزښت ورنکړ. ملت بريالي نوماند ته وويل چې په خپلو وعدو وفا وکړي او د ملت د حق څخه دفاع وکړي، خو د ملت اواز ته کوم ارزښت ورنکړل شو. کله چې یې بادار جان کيري راغی نو دې غلامانو د هغه امر ته سر ټيټ کړ، د ملت رای، د ملت اواز او د ملت اعتبار تر پښو لاندې شو، او د بلواکې خپلواکۍ مزي بيرته تينګ کړی شو. دا ثابته شوه چې ملت رای ورکولای شي، خو رایې یې کوم ارزښت نۀ لري. اواز پورته کولای شي خو کوم اوريدونکی نۀ لري. د تصميم نيولو هيله ورکړل شوې ده خو د تصميم نيولو حق نۀ لري. پۀ خپل هيواد او کور کې اوسيدی شي خو کور او حريم یې خوندي نۀ دی. د بلواکې خپلواکۍ د نوو او زړو لوبغاړو نوې لوبې دا ثابته کړه چې د افغان ولس ته تر هغه وخت پورې اجازه ورکول کيږي چې خبره وکړي، نظر ورکړي او رای ورکړي ترڅو چې د یرغلګر هيواد ګټو ته پکښې زيان نۀ رسيږي او د بلواکې خپلواکۍ د چارواکو قدرت او څوکۍ پکښې خوندي وي.
د بلواکې خپلواکۍ د چارواکو او لوبغاړو څخه لۀ دې نه ډيره تمه هم نشي کیدای. ارواښاد استاد ګل پاچا الفت څۀ ښکلي ويلي دي:
په ورانکارو چه کارونه جوړوي حقيقت کښې جوړ کارونه ورانوي
يا ټګـي يا ديـره زياته سـادګـي ده کـه بتـان پـه بـت پـرسـتـو مـاتـوي
الله سبحانه و تعالی دې په دې ملت ورحمیږي، د دې بلواکې خپلواکۍ نه دې دا ملت خلاص کړي او ريښتنې خپلواکي دې د دې ملت یې په نصيب کړي.
لوی څښتن(ج) عالم او لارښود دی.
سالت ليک سيتي، د ۲۰۱۴ زيږديز کال د اګست ۲۰

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.