pxl
bismellah


pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


اشرف خان هجري

صدیق پسرلي

رحمت شاه سائل

 


 

دا کوم ملي وحدت دی دا کوم ملي وحدت دی

حامد الوتاند

 

څه چې وایم د زړه درد دی واقیعت دی
مونږ خپله پر ځان کړي همدغه حقیقت دی
له تبره ګیله مکړۍ دا د ونې خپل حکمت دی

دا کوم ملي وحدت دی

ستم دی که پرچم دی ،خور کړۍ یې ماتم دی
دا هر سه چې زه وایم دا هر یؤ ټکۍ سم دی
د دوئ له بره کته زمونږه دا حالت دی

دا کوم ملي وحدت دی

داټوله ابن الوقت دي دا اوس ورته فرصت دی
که دین که آیېن دی ، مذهب که مدنېت دی
هر څه ورته ابزار دي نظار که جمیعت دی

دا کوم ملي وحدت دی

نه واک شته نه اختېار خپل دا څرنګه غېرت دی
د هر پردي په واک مو دولت که حکومت دی
دهر څارګر نوکر دی د هر په اشارت دی

دا کوم ملي وحدت دی

پردئېو باندې کړو مونږ فېصلې دا قظاوت دی
هر څه چې پردي وایي پدې مو قناعت دی
زمونږ د هر عمل او هر کرادار دا ظمانت دی

دا کوم ملي وحدت دی

په هر څه کې چل ول کړي همدا يې مصلحت دی
د دوی موخه بېلوالۍ هم تجزیه ده دا ېي نېت دی
د دوی دا ورورولي دا خپلولي دا اخوت دی

دا کوم ملي وحدت دی

د بل په ډول نڅېږي د بل په اشارت دی
غلام د غلامانو دی له سره پرې عادت دی
همدا یې سړېتوب دی همدا یې معقولیت دی

داکوم ملي وحدت دی

خبرې یې خوږې دي خو کار یې شرارت دی
ظاهره کې ښه ښکاري باطن یې شېطنت دی
د دوی داسې کردار د دوی داسې خصلت دی

دا کوم ملي وحدت دی

خبرو کې مکار دی او هم چوتار په اخوت دی
ورورۍ کې چل او ول کړي پلمه یې اخوانېت دی
عمل کې لوی دښمن بېا دافغان اوافغانېت دی

دا کوم ملي وحدت دی

هر څه ورته روا دي فساد ،او که رشوت دی
هر چور او هر تالان ورته حلال او غنیمت دی
بېا نوم د جهاد اخلي چې دا یې بره کت دی

داکوم ملي وحدت دی

که غل دی که یې مل دی زما کور ته آفت دی
د غلو ګټې غله ساتي څرګند دا واقیعت دی
حامده دا یې بس دي همدا یې خجالت دی

دا کوم ملي وحدت دی

حامد الوتاند د۲۰۱۴ ع کال د سبتمبر ۵مه

 

 

سرپاڼه

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.