pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 

مـحّـمد ګل مـومـنـد د هـابـس* په سترګـړیـو او د انیس په کتاب کې
 
 
ډاکتر رحمت ربی ځیـرکـیار
: ليکنه

علی احمد خان د امان الله خان د حکومت له ړنګیدلو وړاندې، مشرقي (اوسني ننګر هار) ته تللی و او هلته یې د امان الله خان د واکمنۍ په راپـرزیدلو سره د خپلې واکمنۍ اعلان وکړ. خو« دو نفـر از منصبداران مهم و با نفوذ مشرقی بود که علی احمدخان را از سلطنت طلبی میخواستند مانع آیند.»(محی الدین انیس، بحران و نجات). دلیل یې داو چه که سلطنت د ولس په رضا او اتفاق رامنځته نشي، کړکیچ او کورنئ جګړه به نور هـم و غځیـږي: د مشرقي د قواو کوماندان محّـمد ګـل مومـند او کڼـډ ک مشر سـیـد حسن خان ورته وویل چې اوس د بیعت اخیستلو وخت نه دی، بلکې «لـومړی باید هیـواد نجات ومـومي.» خو علي احمد خان د هغـوی دواړو سره لاس په ګریوان شو، او د خپلـو عسکري وسایلو سره د کابل په لـوري وخوځید. خو په لار کې ورته هاشم خیلو ماتې ورکړه او وسلې یې ورنه راغـوڼـډې کـړې. «ایـن حادثه تا یک اندازه علی احمد خان را به خوف و مأ یوسیت انداخت.» د علی احمد خان د بې باکۍ لـه امـله د جلال آباد ښار ګـډ وډ شو. په مشرقي کې دوه ډلې رامنځته شوې:(۱)یوه د سـقـاوي تـبلیغـاتو ډله وه، او پـه مقابل کې یـې (۲) ډله چې چورلیـز یې فـرقـه مشرمحّمد ګل مـومنـد اوکرنیل محّمد حسن خان جــوړکړی و د و لس د جوړجاړي او یووالي خلک وو. دوی دواړو به قـومونه جـرګې ته رابلل. شینوارو د علی احمد خان «هست و بود چور و تاراج نمودند، مخصوصاَ قصه شراب نوشی علی احمد خان مهمتریـن عــلت تنفـر اقـوام از ایـشان بود.» انـیس کاږي چې په هـــیــواد کې جــنګـونــه روان دي او قـومــونـه هم مطمٔن نه دي چې څـه ډول پـریکړه وکـړي . دغــه مهـال محّــمد نـــادرخان د پښتـونخـوا لــه لارې جنــوبی( اوسنئ پکتیا او پکتیکا) تـه راننـوځــي. ۱۰۲-۹۸مخونه

دلته ما (ځیرکیار)ته انګریـز سیاسي مفکر تامیس هابس (۱۶۷۹-۱۵۸۸زییز) را په زړه شو چې په ۱۶۵۱کې یې په خپل کتاب« لیـویَـتـان» (غټ بحري ځناور= نهـنـګ) کې د انسانانو تریـخ ژونــد په طــبیعي حالت کې انځور کړی و. دغــه کتاب په انګــلستان کې د داخلي جـنګ پــه مهال(۱۶۵۱-۱۶۴۲) راوتلی و. دلته داخلي جنګ ته طبیعي حالت ویـل شوی دی چې په روانه ژبــه ورته ګـــډوډي هم ویلی شو. په طبـیعي حالت کې چې واکمن نه وي رامنځته شوی، «ژونـد سخت، وحشي او لڼـډ» وي او «ټـول د ټـولـو په ضد جنګـیـږي». دغه کـرغـیـړن حالت هغه مهـال پـای تـه رسیـږي چې وګـړي د طــبیعي حقـوقـو پــه بـیـه یـو تـړون (قـرار داد) رامـنځــته کـړي او ځــانـونـه یـو واکمـن(سَوریــن) ته تسلــیم کـړي. په ساده ویــنا، « د ټــولو جنګ د ټـولـو په ضد» یعنې ( ګډ وډي ) د یوه کـلک مـرکـزي حکــومت لـه لارې له مـنځه تللی شـي

په جنوبي(پکتیا او پکتیکا) کې د ګردیـز خلک د نورو خلکو سره مخالف وو. ډزې ډوزې هـرې خوا روانې وې. خو هیڅوک نه پوهیدل چې څوک د څه لپاره او د چا په ضد جنګیـږي. بدګمانۍ ډیرې وې ، خاصتا د محّمد صدیق خان فرقه مشر په اکله. د غې وضعې د سپه سالار نادرخان په نقشې چې د قومونو په یووالي راچاپیره وه هم یو څه منفي اغیـز وکړ. منګلو او ځدراڼو ځانونه له اتحاد نه څڼډې ته کړل. ګردیـزیانو د ګردیز د ادارې لپاره عبد الغنی خان د لعل ګل ځوی د ملکي ادارې لپاره اوسید محّمدخان د نظامي ادارې لپاره غـوره کړل:مخونه ۱۲۳ او ۱۵۵تر ۱۵۷

د لمریـز ۱۳۰۸د وري/حمل په ۳۰(۱۹ اپریل ۱۹۲۹=۹ ذولقاعده ۱۳۴۷)یوه مهمه تاریخي پیښه دا وه چې د مشرقي(ننګریار) له سیمې نه یو ۱۳۰ کسیـزه «وفـد»(جرګه/هیٔت) د جنوبي قـومونو سره د مذاکرې لپاره راورسید. د دغه وفـد مشر «یا موکل عمومی اقـوام علاوه بر این نماینده ها، آقای محمد ګل خان مهمند بودند. سردار والا سپه سالار صاحب[ محّمد نادرخان] برای استـقـبال وفـد چـند قدمی بیرون قـلعه بر آمدند»، «شکـریهٔ ایـن استـقبال و ایرادیه ای را از طرف عموم مشرقی و نماینده های آنها، جناب محّمد ګل خان [مـومنـد] نمودند.» په شپه کې د مشرقي هیٔت یوه «لایحه» (مرامنامه) چې د مشرقي د ولس مفکوره پکې منعکسه شوې وه، د جنوبی ولس سره د مذاکرې لپاره شریکه کړه. په دغه لایحه کې د مشرقي د ولس دریځ خوندي شوی و، او په کې د امان الله خان افـراطي کارونو او نورو مطالبو ته لکه د بچه سقاو عیبونو او د واکمنۍ غصب ته ګوته نیول شوې وه. پـه دې پسې یې، خپله «غوڅه پریکړه» څرګنده کړه چې «باید صورت ایـن نارضایٔی خود را بـا امضاآت عموم اهالی مشرقی و جنوبی برای بچه سقـو بفرستیم تا به موجب این اخطار، بایـد از سلطنت بر طرف شده مسـٔله ‎ء پادشاهی را برای انتخابات عمومی واګذارشود. اګر بلفعل این اخطار را قبول نکرد ما اقوام بالاتفاق هیچ استراحت وبه هیچ مشاغل حیاتی متوجه نخواهیم شد تا زمانیکه این شخص غاصب و سافـل را با عموم طرفـداران اصلی او به قصاص اصرار و تـباهی وطن که موجب شده اند،نرسانیم وچون هیچ حرکت اجماعی بدون از داشتن یک زعیم و قایٔد یا پیشوا به انجام رسیده نمیـتواند، از آنرو ما عموماَ زعامت و پیشوایٔی سردار سپه سالار صاحب[محّمد نادرخان] را که تا امروز در صحنهٔ وطن مظهر خیلی احساسات خیرخواهانه و همیشه در اجراآت وعملیات خویش نمونهء بزرګ اعـتدال و دور اندیشی بوده، تعهد می کنیم که فرداَ و کلاَ در زیر نـقـشه و هدایت شان بوده تا اینکه به مطالب خویش نایٔل بیایٔیم.» محی الدین انیس زیاتوي چې دغه پروګرام (مرامنامه) «ازطرف عموم کسانی که درین مجلس بودند که غالباَ از خوانین و کلان شوندګان جــنوبی هستــند به خیلی تأیــید وتصـدیق تــلقـی شــد. ګویا این حسن تلقی نشان میداد که آمدن وفـد مشرقی برای فردا تاثیر خود را کماهـو حقه خواهد کرد.» نــور قــومــونه به چې راتلل(۱ثور ۱۳۰۸= ۲۱ اپریل ۱۹۲۹= ۱۱ ذولقاعده ۱۳۴۷ سپوږمیز) ، همغه د مشرقي پـریکړه به ور ته لوستل کیدله او «عموماَ» به هغوی منله او لاسلیک کوله. د دغې پریکړې خبر زرمټـو او کټوازیانو ته چې سلیمانخیل وو واستول شو. خو هغوی په دې ودریـدل چې امان الله خان دې له افــغــانستان نه ووځي، او ورپــسې که بـچه سقــاو د واکمنۍ وړتــیا ونــلري،بله لار دې ولټـول شي[په سلیمانخیلوکې حضرت مجددي ډیـر نفـوذ لاره]. انیس: ۱۵۹ تر ۱۶۱ مخونه

محی الدین انیس په خپل «بحران و نجات» نومې کتاب کې بچه سقاو ته یو ځل «سقـو بچـه» ویلی دی(۹۱ مخ) او څو ځلې یې «سـقـوزاده»: ۶۷تر ۶۹، ۲۲۳ او ۲۳۶ مخونه

* Thomas Hobbes (1588-1679) English political philosopher

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.