pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

د پښتو بازار

 

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی
 

 

 
 

د نيابتي جګړې دنډورې

 
سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۱۸ زيږديز کال د جون د مياشتې ۹

ډاکټر عبدالقيوم مومند

پۀ فراه کې د جګړې څخه وروسته د افغانستان د حکومت واکمنان، د پارلمان وکيلان او سناتوران، د رسنيو د سياسي پروګرامونو چلوونکي او د افغانستان د سياست متخصصين پۀ افغانستان کې د نيابتي جګړې خبرې کوي. ځینې سياستوال او څيړونکي امريکې سره د ستراتيژيک تړون د لۀ مينځه وړلو خبرې کوي، مګر هيڅوک هم نۀ د نيابتي جګړې اصلي لاملونه پۀ ګوته کوي، نۀ د ستراتيژيک تړون پۀ هکله علمي او عملي خبرې کوي او نۀ هم د دې ستونزو څخه د وتلو کومه د حل لار وړانديز کوي. رسنۍ هم پۀ سرسري خبرو خپل د پروګرام وختونه ډکوي او د خبرو تل ته ځان نۀ رسوي. پۀ افغانستان کې روانه جګړه نوې نۀ ده بلکې د څلويښتو کلونو راپديخوا پۀ بيلابيلو پړاونو کې لاتراوسه هم روانه ده. ترڅو چې دا حکومت، دا سياستوال، دا سياستپوهان، دا پارلمان، دا څيړونکي  او دا رسنۍ وي، دا جګړه به روانه وي.
د افغانستان اوسنۍ جګړه بايد د څو اړخونو لخوا وڅيړل شي.
۱-       لويه لوبه : پۀ افغانستان کې لويه لوبه پۀ نولسمه پيړۍ کې د انګريزانو او روسانو ترمينځ پيل شوه. تزارې روسيې غوښتل د هند سمندر ته لار پيداکړي او دا لار يواځې د افغانستان لۀ لارې ممکنه وه. انګريزانو غوښتل چې د روسانو اغيزې پۀ سیمه کې ودروي او افغانستان د روسانو پۀ مقابل کې د يو سپر او ديوال پۀ توګه استعمال کړي. دا يو اوږود بحث دی چې دلته پرې خبره اوږديږي. پۀ دې هکله ما پۀ پښتو او انګريزي ژبو ليکنې کړي. کۀ څوک يې د لوستلو علاقه لري نو د سباوون پۀ ويبپاڼه کې يې لوستلای شي. www.sabawoon.com   هغه څه چې دلته دبحث وړ دي، هغه د امريکا او د امريکا د ملګرو يرغل پۀ افغانستان باندې د تروريزم ترنامه لاندې دی چې د لويې لوبې يوه برخه ده.
 پۀ افغانستان کې نوې جګړه پۀ افغانستان او سيمه کې د امريکا د سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکو ګټو لپاره ده چې د ډيموکراسۍ جامه يې وراغوستې او ترهګرۍ سره د جګړې ترنوم لاندې یې پرمخ بيايي. حقيقت دا دی چې امريکا غواړي د افغانستان او منځنۍ اسیا ګازو او تيلو ته ازاد، برلاسی او بېستونزې لاسرسی ولري او د ګازو او تيلو د ليږد چارې پۀ خپل لاس کې ونيسي او د اوږودمهاله او حتی تلپاتي حاکميت لاندې یې وي. د امريکا علاقه او مداخله د افغانستان او منځنۍ اسيا  د تيلو او ګازو د زيرمو پۀ برخه کې د اقتصاد ترڅنګه، ستراتيژيکه هم ده. د ګازو او تيلو د راويستلو، ليږد او خرڅلا د واکمنتيا ترڅنګ، امريکا غواړي چې د افغانستان څخه د روسيې، چين، هندوستان، ايران، پاکستان، منځنۍ اسيا او سيمې پوځي فعاليتونه او حرکات تر څار لاندي ونيسي. پۀ واشنګتن کې پاليسي جوړونکو او پۀ امريکا کې د تيلو ويستونکو کمپنيو مالکانو او مشرانو کوښښ کاوه چې د لويې کچې تيلو او ګازو د راويستلو، ليږد او خرڅلاو  واک پۀ لاس کې ونيسي. پۀ دې کې هيڅ شک نشته چې د سپتمبر يوولسمې پيښې څخه وروسته پۀ امريکا کې سياستوال او ولس ټول پۀ قهر او غصه وو او غوښتل يې چې د دې پيښې غچ واخلي، مګر کۀ پۀ بهرنيو هيوادونو او زموږ پۀ سیمه کې  د ګازو او تيلو د پايپلاين د پروژې  سياست او د امريکا د لاسوهنو تاريخ ته وکتل شي، نو سړی دې پايلې ته رسیږي چې پۀ افغانستان کې د طالبانو، اوساما بن لادن او القاعدې لۀ مينځه وړل هسې يوه بهانه وه. اصلي موخه پۀ افغانستان او مرکزي اسیا کې د امريکا د تيلو او ګازو د سياست  د پاليسۍ عملی کول وو.
۲-      د پولو جګړه: د افغانستان پۀ پولو کې جګړه کومې نوې خبره نۀ ده، بلکې د ۲۰۰۳ زيږديز کال راپديخوا روانه ده. د پاکستان پوځ د ۲۰۰۳ زيږديز کال نه راپداخوا پۀ کونړ، نورستان، ننګرهار، پکتيا، خوست او پکتيکا کې هوايي او ځمکني بريدونه کوي. پۀ دې سيمو کې د افغانستان خاورې ته راننوتي هم دي او پۀ ځينو سيمو کې يې پوځي مورچې او تاڼې هم جوړې کړي دي. پۀ دې تيرو پنځلسو کلونو کې د حامد کرزي او محمداشرف غني حکومتونو يواځې پۀ احتجاجونو او د مايکروفون ترشا پۀ خبرو او بيځايه چغو بسنه کړې او ترننه یې کوم عملي ګام نۀ دی اخستې او نۀ یې پاکستان ته کوم داسې ځواب ورکړی، چې پاکستان د هغې لۀ کبله خپل تيری او يرغل بند کړي.
د پاکستان تيری، يرغل او د افغانستان خاورې ته راننوتل او بيا پۀ ځينو سيمو کې د نظامي تاسيساتو جوړولو ته بايد سرسري ونه کتل شي. د نورو ډيرو موخو ترڅنګ پاکستان غواړي د افغانستان او پاکستان ترمينځ پوله هم ترسوال لاندې راولي. د کرزي حکومت او اوس د غني حکومت د دې وړتيا نۀ لري چې پاکستان د نيول شوو سيمو څخه بيرته پۀ شا وتمبوی، مګر کۀ چيرې پۀ راتلونکې کې داسې حکومت رامينځته شي چې پاکستان ته وويلای شي او يا پاکستان بيرته پۀ شا وتمبولاي شي، نو د پاکستان حکومت به د هغې وخت د افغانستان حکومت ته ووايي چې د افغانستان حکومت دې پاکستان ته د هغوی پوله ورپه ګوته کړي، ترڅو هغوی شاته ولاړ شي. دا څرګنده ده چې د افغانستان راتلونکې حکومت به هم ددې جوګه نۀ وي چې پاکستان ته ووايي چې د افغانستان او پاکستان ترمينځ پوله اټک او اباسين دي. لۀ دې کبله د افغانستان حکومت به بيا بله لار نۀ لري او پاکستان ته به وايي چې ستا پوله د ډيورنډ کرښه ده. داراز به د افغانستان حکومت د ډيورنډ کرښه پۀ حقوقي توګه هم پۀ رسميت وپيژني.
د ايران تيری او جګړه د افغانستان د اوبو لپاره ده. کۀ د نړۍ اقتصادي  پرمختګونو ته وکتل شي نو اوبه د هيوادونو پۀ ابادولو کې ستره برخه لري. کۀ د افغانستان پۀ لويديځ کې بندونه جوړشي نو پۀ ايران اوبه کمېږي. ايران د افغانستان سره دتړون پراساس پۀ یوه ثانيه کې يواځې ۲۶ مترمکعبه اوبه د هلمند د سيند څخه د ترلاسه  کولو حق درلود، مګر د ۱۹۷۹ زيږديز کال د غوبل څخه راپديخوا بيا تر نن پورې د ايران حکومت بې کچه اوبه ترلاسه کوي او خپل هيواد پرې ابادوي او افغانستان یې پۀ کلتوري او اقتصادي لحاظ هم پۀ ځان پورې غوټه کړی دی.
کۀ چيرې پۀ افغانستان کې د برښنا بندونه جوړ شي، د افغانستان کرنه او مالداري پرمختګ وکړي او پۀ افغانستان کې د برښنا لۀ کبله صنعت رامينځته شي، نو افغانستان به پښو ودريږي او د ايران د کلتوري او اقتصادي يرغمل او استعمار نه به خلاص شي، چې دا ايران نشي زغملای.
۳-      امريکا سره ستراتيژيک تړون: پۀ رسنيو کې د افغانستان سياستوال، د پارلمان بېسواده او بېمسووليته غړي، د رسنيو بېخبره چلوونکي او خپرونکي او عوام خلک وايي چې د امريکا سره ستراتيژيک تړون بايد لۀ مينځه ولاړ شي ځکه چې د افغانستان پۀ ګټه نۀ دی. دا ټول اوده خلک د کلونو وروسته لۀ خوب څخه راپاڅيدل.
دا تړون داسې پۀ آسانه توګه د افغانستان حکومت لۀ مينځه نشي وړلای. پۀ دې تړون کې د افغانستان حکومت خپل لاسونه او پښې تړلي دي. افغان حکومت د دې واک نۀ لري چې قرارداد پۀ يو اړخيزه ټوګه لۀ مينځه يوسۍ. د قرارداد د لۀ مينځه وړلو لپاره د دواړو خواوو موافقه شرط ده. کۀ يوه خوا قرارداد فسخه کړي او بله خوا یې فسخه نکړي، قرارداد لۀ مينځه نۀ ځي. کله چې دواړه خواوې د قرارداد د فسخ کولو موافقه وکړي، قرارداد لۀ دې نيټې څخه دوه کاله وروسته فسخه کيږي. (تړون، ۲۹ مخ)
د تړون پۀ دريم څپرکي کې ليکل شوي چې (( د امريکامتحده ايالات تصويب او تصديق کوي چې پر افغانستان هر بهرنی تيری به پۀ ټينګه ترورتيا سره جدي نيسي. دواړه هيوادونه بايد اړونده اړين ځواب، غبرګون او ورګرځونه جوړه او عملي کړي چې پۀ هغې کې به سياسي، ديپلوماتيک، اقتصادي او پوځي ګامونه او وسيلې هم شريکې وي.))(تړون، ۵ مخ) پاکستان د افغانستان پر خاوره د دې تړون د لاسليک څخه وړاندې هم پر افغانستان تيري کاوه او د تړون د لاسليک څخه وروسته يې هم دا پوځي تيري لا تراوسه روان دي، مګر د امريکامتحده ايالاتو تراوسه د دې تيريو پۀ مقابل کې کوم غبرګون ونښود او نۀ يې پۀ افغانستان کې سوله او امنيت ټينګ کړ. د تړون پۀ همدې برخه کې ليکل شوي چې افغانستان ته د تهديد او د افغانستان څخه د دفاع پۀ هکله به تصميم د افغانستان ترڅنګه د امريکامتحده ايالاتو لخوا هم نيول کیږي. لۀ دې نه څرګنده ده چې افغانان يواځې د خپل هيواد څخه د دفاع د تصميم نيولو حق نۀ لري. د تړون دا برخه پۀ ډير وضاحت سره د افغانستان خپلواکي او ملي تماميت او استقلاليت د پوښتنې او ګواښ لاندې راولي. تړون دا هم نۀ څرګندوي چې د امريکايي فوځونو او د هغوی د عملياتو پۀ هکله به کوم هيواد وروستنی واک لري او پۀ افغانستان کې به پۀ امريکايي پوځيانو کوم قانون عملي کيږي، د افغانستان او کۀ د امريکا؟
 لومړی بايد پۀ مشورتي لويه جرګه کې د ټولو راټول شوو کسانو څخه پوښتنه وشي چې دوی څنګه افغان حکومت ته د تړون د لوستلو او پوهيدلو څخه پرته د تړون د لاسليک مشوره ورکړه. آيا د دوی اسلامي او ملي وجيبه نۀ وه چې د لاسليک د مشورې نه وړاندې لومړی د تړون پۀ هکله پوهه ترلاسه کړي او ځانونه ډاډمن کړي. وروسته بايد د محمدحنيف اتمر څخه پوښتنه وشي چې نوموړی خو ځانته پوه هم وايي، نو ولې يې داسې يو تړون لاسليک کړ چې د خاورې او ولس پکښې هراړخيزه تاوان دی. د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ټيکه دارانو نه هم بايد پوښتنه وشي چې دا د دوی اسلامي، ملي، افغاني او ايماني مسسوليت نۀ وو چې د تړون پۀ ټولو محتوياتو يې ځانونه پوه کړي وای، د خپل هيواد او ولس خير او شر يې پکښې لټولای وای او بيا وروسته يې پرې د منلو فيصله کړې وای. اوس دا نوره هم څرګنده شوه چې نۀ دوی پوهه لري، نۀ د ولس د استازيتوب وړتيا لري، نۀ اسلاميت لري، نۀ ايمان لري، نۀ افغانان دي او نۀ ملي ګټې دوی ته کوم ارزښت لري. دوی ته يواځې خپل جيبونه ډکول ارزښت لري.
د رسنيو  يو ژورنالست او د يو پروګرام جوړونکی او چلونکی لومړی ځان پۀ يوه مسئله پوره پوهوي او بيا وروسته هغه کسان د خبرو او تحليل لپاره راغواړي چې پۀ اړونده مسئله کې ژوره پوهه ولري او د خبرې بيخ  ته ورسيدی شي. مګر ګورو چې محدود څو کسان هرې خپرونې ته رابلل کيږي او د هرې مسئلې متخصصين يې ترې جوړ کړي دي.
پايله داده چې کله ولس پۀ تياره کې پريښودل شي، د ولس تش پۀ نوم استازي د خپلې  دندې د پيژندلو او ارزښت پوهه ونه لري، چارواکي ټول وخت پۀ غونډو، خبرو، بيځايه چيغو وهلو او ستيج پۀ ډبولو تير کړي، علما خپل ديني مسووليتونه ترسره نۀ کړي، رسنۍ پۀ ډرامو، سندغاړو او نورو بيکاره او بې ګټو پرګرامونو خپل وختونه ډک کړي، د يو هيواد خپل اوسيدونکي د هغې هيواد د هويت نه انکار وکړي، خاوره يې ونه مني، نوم يې د ځان ونه ګڼي او د حکومت او دولت مشران ورته هسې ګوري، نو پۀ داسې هيواد او داسې خلکو کې چې جنګ او وژنه نۀ وي او داسې هيواد کې نيابتي جګړه نۀ وي، نو بل به چيرته وي. لاسوهنې او نيابتي جګړي د ګاونډيو او نورو هيوادونو د سياست يو واقيعت دی، مګر مخنيوی يې د ښکيل هيواد د خلکو او چارواکو مسووليت دي.
لوي څښتن عالم او لارښود دی .
ډاکټر عبدالقيوم مومند
سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۱۸ زيږديز کال د جون د مياشتې ۹
يادونه: امريکاسره د تړون د لاسليک نه وړاندې او وروسته ما پۀ پښتو او انګريزي ژبو ليکنې کړې دي او پۀ کابل کې مې پۀ دې هکله يو سيمينار هم ورکړ ی و چې د درې سوو څخه زياتو کسانو پکښې ګډون کړی و. تاسې کولای شئ زما ليکنې پۀ www.sabawoon.com کې ولولئ.

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2018 Sabawoon. All rights reserved.