زړۀ چې خفه شي نو انسان د خوشحالۍ لپاره لارې لټوې. ماغزۀ هم ستړي شي او زړۀ ته غوږ کيږدي. پۀ خفه زړۀ کې خبرې راسپړل کيږي. ځکه چې پۀ خبرو کې قيصې وي او پۀ خبرو کې ګيلې وي. ګيله د زړۀ بوج کومي. پۀ خبرو کې دردونه وي. پۀ خبرو کې فکرونه وي. پۀ خبرو کې ژړا او واويلا وي. پۀ خبرو کې هم مينه هم خندا وي. پۀ خبرو کې دعا وي او دوا وي. خبرې دي چې لارې چارې جوړوي. خبرې دي چې کارونه ورانوي. خبرې ملتونه جوړوي او خبرې ملتونه ورانوي. د خبرو نه خبرې پیداکيږي.
خبرې به سپينې کوو، حق به وايو او ځان به لوي څښتن(ج) ته سپارو. خبرې چې د زړۀ نه وي هغه پاکې وي. خبرې کول يواځې د زړۀ بړاس ویستل نۀ دی بلکې موږ د خپلې هرې خبرې پۀ مقابل کې لوی څښتن(ج) او ملت ته مسئول يو. يو څو خبرې لرم. هغه مې چې پۀ زړۀ دي، تاسې سره یې شريکوم. څوک به خفه شي، څو به خوشحاله. څوک به پۀ خنداشي او څوک به ژړا شي. څوک بۀ وخوښوي او څوک به وقهروي. خو بيا یې هم وايم. کۀ وۀ یې نۀ وايم نو زړۀ به مې پړق وچوي او د خبرو سره به لۀ دنيا څخه ولاړ شم.
خبره داده چې زۀ د افغانستان خلکو ته فکر اخستی يم. زۀ لۀ شلو څخه پۀ ډيرو هيوادونو کې ګرځيدلی يم او وخت مې هم پکې تير کړی دی. د نورو هيوادونو او ولسونو پۀ هکله مې زده کړه هم کړې ده، خو هر چيرته چې تللی یم او هر لور ته چې ګورم، د افغان پۀ څير ملت او د افغانستان پۀ څير هيواد مې سترګو ته نۀ راځي. افغانان پۀ خپل خوی او عادت کې ځانګړي دي.
ظالمان د کلونو راهيسي د دوی پرسر حاکمان دي او دوی ورته سر ټيټ کړی دی. زورواکان ترې پۀ زور ځمکې، جايدادونه، کورونه او شتۀ اخلي او دوی ورته هسې ګوري. غلۀ، داړه ماران او نور تيري کوونکي کې ترې کله پۀ يو نوم او کله پۀ بل نوم باج اخلي او دوی یې هم پرته لۀ مقاومت څخه ورکوي. نۀ يواځې دا چې خپل حق ترې نشي غوښتلای، د هغوی د زور او قدرت صفتونه هم کوي. دا خو لا څۀ کوي چې د خپلو کورونو پۀ ديوالونو کې دننه د حق او عدالت ډنډورې هم غږوي.
زۀ د دې خلکو پر منطق پوه نۀ شوم. پر افغانستان باندې د سرو لښکرو يرغل ته یې يرغل ووايۀ، جهاد یې وکړ، مګر کله یې چې پر ملک باندي امريکا او ملګرو یرغل وکړ، د هغې پۀ مقابل کې چوپ کښيناستل. پرونيو جهاديانو او ملايانو د نني يرغل د قانونيت او شرعيتوب لپاره فتوي هم راوويستې او پۀ رسنيو کې یې د دې يرغل څخه دفاع وکړه. د جهاد او اسلام دې ټيکه دارانو پۀ روسي کفر کې کفر ليد مګر پۀ امريکايي کفر کې یې اسلام وليد. ښايي دليل به دا وي چې امريکايي او غربي کفر د ډالرو، ايرو او پونډنو سره مل وو. کۀ معادله داسې وي نو بيا خو روسانو غلطي کړې وه.
زۀ دې خلکو ته فکر وړی يم چې ولي د جهاد د ټيکه دارانو څخه دا پوښتنه نۀ کوي چې جهاد مو ولې کاوه او د څۀ لپاره مو کاوه. چا مجبوره کړي وئ چې جهاد وکړئ. آیا جهاد يواځې دوی کړی و؟ هغه چې مجاهدين وو، یا خو تر خاور لاندې دي او يا ژوند پۀ لوږه او سرګردانۍ کې تيروي. کۀ دوی وايي چې جهاد يوه اسلامي فريضه ده او د لوی څښتن(ج) د رضا لپاره یې جهاد کړي نو بيا یې ولې پر ملت باندې پۀ بار بار خرڅوي. کۀ د خدای(ج) لپاره جهاد نۀ و او د قدرت لپاره جګړه وه، نو د هرکال جګړې پۀ مقابل کې څومره او څو کاله باج غواړي.
زۀ دې خلکو ته فکر اخستی يم چې هيواد یې انګريزانو او امريکايانو نيولي او دوی د انګريزانو څخه د خپلواکۍ جشنونه نمانځي. پۀ هيواد یې پردي واکمنان او حاکمان دي او دوی د خوشحال خان د تورې او ميړانې، د ميرويس خان د تدبير او شهامت، د احمدشاه د واکمنتوب او سياست، د میرمسجدي خان د غزا او جهاد، او د امان الله خان د خپلواکۍ ترانې وايي.
زۀ د دې خلکو غچ او بدل ته هيران یم. پلرونه، ميندې، وروڼه، خويندې، او بچي یې د شپې او ورځې لخوا پۀ پټه او ښکاره، د ورځې او شپې لخوا پۀ بمونو او ګوليو ويشتل کيږي او دوی بيا پۀ پنځوسوو ډالرو خپله وينه او خپل مړي خرڅوي.
زۀ دې خلکو ته حيران یم، د کرغيړني کرښې لۀ هغې خوا پرې بمونه راوريږي، پلرونه، ميندې، وروڼه، خويندې، او بچي یې وژل کيږي، خاوره یې نيول کيږي او دوی اوس هم د دې پۀ انتظار دي چې د بلواکې خپلواکۍ خيراتخواره به یې له دې غم نه خلاص کړي. تاريخ ته وګورئ، هيواد حکومتونو ژغورلی او کۀ ولسونو؟
دې خلکو پرون د بل ترشا منډې وهلي، نن د نورو ترشا منډې وهي او سبا به د بل ترشا منډې وهي، مګر تراوسه یې کومه سمه لار پيدا نۀ کړه. پۀ منډو رامنډو کې سرګردانه، ستړي او ستومانه شوي، خو پوه شوي نۀ دي، بيا هم بيهدفه منډې وهي. چا چې ورته دوه خوږې خبرې وکړې او څۀ غوړ يې ورکړل، بيا پۀ هغۀ پسې ځغلي. کۀ چا ورته څو پيسې پۀ جيب کې واچولې، بيا خو خپل ورور هم د هغۀ لپاره وژني.
زورواکان، چارواکان، چل واکمنان، د سياست مداريان، قاتلين، غاصبين، او قاچاقبر یې ويني، سرونه، ګوتې او رايې د څوکۍ او قدرت لپاره خرڅوي، معاملې پرې کوي او دوی اوس هم ورته اتڼونه اچوي.
زۀ خو فکر اخستی يم. هغه ملت چې د افغان پۀ نوم ياديده او ځانګړي اخلاق، اصول او ارزښتونه، اسلاميت، وعده، وفا او رښتينواله یې درلوده، هغه څۀ شو او دا اوسني خلک چې د افغانستان پۀ جغرافيه کې اوسيږي دا څوک دي.
د خدای لپاره! ای خلکو خپل ارزښتونه مۀ بدناموئ. ای خدايه! دا ملت بيرته د اسلاميت او افغانيت پۀ ځانګړتياوو پټ کړې.
دا وې يوڅو زما د زړۀ خبرې.
لوي څښتن(ج) عالم او لارښود دی
سالت ليک سيټي، د ۱۳۹۳ لمريز کال د زمري ۲۲ او د ۲۰۱۴ زيږديزکال د اګست ۱۳