pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
ولس او ټولټاکنې
 
پوهنمل ‌ډاکټر عبدالقيوم مومند


پر خلکو حکومت کول او د هغوی د چارو پۀ هکله فيصلې کول د هغو بنده ګانو سره د لوی څښتن(ج) يو امانت دی چې د دې چارو او امانت وړ وي، ځکه چې واکمني د لوی څښتن(ج) ده. چارواکان د اللهي واکمنۍ پۀ رڼا کې ورځنئ چارې د يو امانت پۀ توګه پرمخ بیايي. د چارواکو د کړنو ستره موخه د لوی څښتن(ج) د اوامرو نه اطاعت، ولس او ټولنې ته خدمت او د دين او هيواد نه دفاع ده. پۀ داسې يو نظام کې چارواکي د ولس او ټولنې خدمتګاران وي نۀ واکمنان. له دې کبله افغانستان بايد د اللهي اوامرو او قراني ارشاداتو پر اساس ولاړ يو خپلواک، يوموټې، پرمختللی، د ولسي نظام لرونکی، د ټولنيزعدالت عملي کوونکی او ناپييلی هيواد وي.
د اسلامي حکومتدارۍ د اصولو پۀ چوکاټ کې چارې د عدالت، مشورې، د حقوقو او مسئوليتونو سرته رسولو او انساني ژوندون د ارزښتونو نه د دفاع پر اصولو ولاړې وي. چارواکي مسئوليت لري چې نۀ يواځې د خپلو وګړو د ژوند، عقيدې، پوهې، نسل، او مال څخه دفاع وکړي، بلکې دې ارزښتونو ته نوره وده هم ورکړي. له دې کبله پۀ ټولنه کې د ښې حکومتدارۍ او قانونمداره فرهنګ رامينځته کول ضروري دي ترڅو د قانون حاکميت پلي شی او ټولنيزعدالت رامينځته شي
د ښې حکومتدارۍ او قانونمنداره فرهنګ د رامينځته کولو لپاره سپيڅلو، عقيدتمندو او پر هيواد او ولس مينو خلکو ته اړتيا ده. داسې خلکو ته چې د خپل ولس سره مينه ولري، خاوره او ملي ګټې یې پۀ پردیو نۀ وي پلورلي، د پرديو د ګټو لپاره کار ونکړي، غلا، جرمونه او زياتی یې نۀ وي کړی او لاسونه يې د بيګناه خلکو او خپل ولس پۀ وينو ککړ نۀ وي. داسې خلکو ته اړتيا ده چې ټولنې او ولس ته یې خدمت څرګند وي، د خلکو او ولس پۀ غم او درد کې شريک وي، ځان پۀ ولس لوړ ونۀ ګڼي او ولس ته د چوپړتيا اخلاق پکښې څرګند وي.
پۀ اسلامي حکومتدارۍ کې چارې د مشورې پر اساس سرته رسيږي، ځکه شورا يو قراني امر دی (۴۲آيت، ۳۸ سورت). مرکزي حکومت د شورا د غړو سره، چې د مرکز او ولاياتو څخه جوړه وي، د دولتدارۍ او حکومتدارۍ پۀ چارو کې مشورې کوي او فیصلې یې پۀ ټول هيواد کې يوراز تطبيقيږي. دا له یوې خوا دولت او مرکزي حکومت غښتلي کوي او له بلې خوا ولايات پۀ خپلو کاري پلانونو او چارو کې ضروري لارښودنې ترلاسه کوي. د قراني لارښودنو پۀ رڼا کې داراز احکام عملي کول پۀ ټولنه کې ټولنيزعدالت رامينځته کوي.
د دولت او حکومت مشر د ټولنې لخوا یو وکيل دی او ټولنه یې د دې وکالت لپاره ټاکي، نو ځکه وکيل د حکومت کولو چارواکي د ټولني د غړو(موکل) څخه لاسته راوړي او د هغوی پۀ نوم چارې پرمخ بيایي. پۀ داسې يو جوړښت کې دواړه خواوې واکونه او مسئوليتونه لري. د افغان ملت يوځل بيا د يوې سترې ازموينې سره مخ دی. ولس بايد د خپلې راتلونکې لپاره چارواکان وټاکې. دلته يادونه پکار ده چې د جمهور ريس (۱)‏‏ ټاکل يواځې د هغه او د هغه د مرستيالانو ټاکل نۀ، بلکې د هغوی سره د ټولو تړلو کسانو د فکرونو، کړنو او د افغانستان لپاره د لرليد ټاکل دي. اسلام د خپلو اصولو پۀ چوکاټ کې انسان ته پوره ازادي ورکړې او حکومت مسئوليت لري چې د دې ازادۍ نه دفاع وکړي او د وګړو پۀ ورځنيو چارو کې مداخله ونکړي
پۀ اسلام کې د حقوقو فرق شوی دي. يو د لوی څښتن (ج) حق دی (حق الله) او بل د انسان حق دی (حق العبد). د دې بيلتون نه هدف پۀ ټولنه کې ټولنيزعدالت او شرعي احکام عملي کول دي. د دې ارشاداتو پۀ رڼا کې دولت او حکومت د انسان د ژبې، قلم، عمل او مسئولیتونو ازادۍ ته ژمن دی او پۀ عملي کولو او وده کې يې مسئوليت لري. قراني لارښودنې او اسلامي اصول هر مسلمان ته د حرية المعارضه (د مخالفت آزادي) او حرية نقد الحاکم (پۀ حاکم د انتقاد آزادي) پۀ چوکاټ کې دا حق ورکړی چې حکومت او چارواکي د پوښتنې لاندې ونیسي او د هغوی پۀ چارو نظارت وکړي.
دا چې پۀ افغانستان کې ټولټاکنې مشروعيت لري او کۀ نه او د اشغال لاندې ټولټاکنې کيدای شي او کۀ نه، دا يوجلا بحث دی او ځانګړې څيړنې ته اړتيا لري. مګر واقعيت د خبرې دا دی چې پۀ راتلونکې کال کې ټولټاکنو ته کار روان دی او ۱۰ کسان هم د جمهوري رياست د څوکۍ لپاره کانديد دي. کيدی شي په دې شميره کې بدلون راشي، خو دا د بحث وړ خبره نه ده. له دې کبله د افغان ملت لپاره ضروري ده چې پۀ دې پوه شي چې څوک پۀ ټولټاکنو کې کانديد دي، د دوی سوابق څۀ دي، کوم جرم یې کړی او کۀ نه، شتمنۍ یې له کومه پيداکړي، رشوت یې خوړلی او کۀ نه، د چا شتمني او دولتي ځمکې یې غصب کړي او کۀ نه او دراتلونکې افغانستان لپاره څۀ پلانونه او پروګرامونه لري. آيا ټولتاکنو ته ولاړ کسان د قراني لارښودنې او اسلامي حکومتدارۍ ځانګړتياوې لري، ايا په دې ځانګړتياوو پوهيږي او د دې اصولو پۀ رڼاکې چارې پرمخ بوتللای شي او کۀ نه؟
د ټاکنو د ورځې څخه ډير دمخه بايد ملت پۀ دې پوه شي چې ځانګړي کانديدان د افغانستان د ملي حاکميت د ټينګولو، د هيواد د امنيت او دفاع د بنسټونو د تحکیمولو او ملي پوځ پۀ اسلامي او ملي روحيه سمبالولو او روزلو لپاره څۀ انګيرنې او لارې چارې لري؟ د ملي اصيلو افغاني ارزښتونو، دودونو او عنعنو د ساتنې، روزنې او پالنې او د ملي فرهنګ د غښتلي کولو لپاره کانديدان کوم ځانګړي پروګرامونه لري او دا ارزښتونه به د لويديځ، ايران، پاکستان، هندوستان او نورو ګاونډيو هيوادونو له اغيرو څخه څنګه پاک ساتي؟ د دوی څخه بايد پوښتنه وشي چې پۀ اقتصادي لحاظ به افغانستان پۀ راتلونکې کې هم د ازاد بازار پۀ رنځ اخته وي او کۀ د يو مختلط اقتصادي نظام پر لور به ګامونه واخستل شي؟ دا کانديدان بايد ملت ته ووايي چې د ځمکې لاندې زیرمو څخه به څنګه موثره ګټه واخستل شي او اقتصادي زيربناوو ته به څنګه پراختيا ورکړل شي؟ د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو، تجارت او صنعت ته به څۀ پاملرنه وشي؟ آيا دوی د ملي وحدت او سیاسي مشارکت لپاره کومه تګلار لري؟ آيا سیاسي ګوندونو ته به د فعالیت اجازه ورکړل شي؟ د قومي ويش کړکيچ به څنګه له مينځه يوسي؟ پۀ قاچاق کې د کورنیو او بهرنیو لاسونو د لنډولو پۀ هکله دوی کوم تجويزونه لري؟
سره له دې چې اکثره کانديدان پخپله جنګسالاران دي او یا یې جنګسالاران د مرستيالنو پۀ توګه پۀ څنګ کې ولاړ دي خو سره له دې هم باید دا پوښتنه مطرح شي چې جنګسالاران، پۀ جنايت متهم کمونستان او پۀ ملي خيانت تورن کسان به محاکمه شي او کۀ نه؟ پۀ نړيواله کچه به افغانستان يو ناپيلی هیواد پاتې کيږي او کۀ امريکايانو ته به د پوځي هډو اجازه ورکول کيږي؟ د نړۍ د هيوادونو سره به سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکې د کوم چوکاټ او معيار پراساس ټينګيږي؟ نړيوال نورمونه به پۀ کوم چوکاټ کې په افغانستان کې عملي کیږي؟ د سيمې او ګاونډيو هيوادونو سره به کومه پاليسي پرمخ بوتلل کيږي؟ او داسې نورې ډيرې پوښتنې او تشويشونه.
دې پوښتنو ته د ځوابونو د لاس ته راوړلو او د کانديدانو پۀ فکر او موخې پوهيدلو پرته ټولټاکنو ته تلل او پۀ هغې کې برخه اخستل د خپل ځان او افغان ملت سره جفا او د افغانستان لپاره د نوو ستونزو د پيداکولو څخه پرته بل څۀ نۀ دي. هغه څوک چې پۀ دې ټولټاکنو کې برخه اخلي د افغانستان د راتلونکې او بقا مسئوليت هم د دوی پۀ غاړه دی. يا به دوی دا مسئوليت پۀ رښتيا او ايماندارۍ سره سرته رسوي او يا به دوی هم د هغۀ چا سره يوځای د مسئوليت پۀ ليکه کې ودريږي چا چې رای اخستې ده.


لوي څښتن عالم او لارښود دی.



سالت ليک سيټي، يوټا، د ۲۰۱۳ زيږديزکال د اکټوبر۲۴ نيټه

___________________________________________________________________________________


زه ولسمشر ځکه نۀ ليکم چې زما پۀ اند دا يو ‌ډير دروند ټکی دی. نۀ د افغانستان اوسنی ريس جمهور د دې ټکي ځای لري او نۀ د راتلونکو ټاکنو لپاره ولاړ کانديدان.‏‏


The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.