pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
ورک پسرلی
     
ډاکټرعبدالقيوم مومند

د پسرلي ښکلې او زړه راښکونکې هوا نن يوځل بيا د ژمې د سړې هوا ځای ونيو او د تودوخې او نوي ژوند زيری يې د ځان سره راوړ، خو زما پۀ ژوند، زما پۀ کور او زما پۀ هيواد لا اوس هم د ژمي ساړه خواره دي.
د ژمي د تورتم اوږدې شپې مخ پۀ لنډيدو شوې، د ورځې رڼا او روښنايۍ د شپې د تيارو ځای ونيو، مګر زما پۀ کور او زما پۀ هيواد کې لا اوس هم تياره ده.
د پسرلي ښکلې هوا او د سهار خوږې وږمې د غوټيو مخونه پۀ ناز ناز ښکلوي، د مينې څخه يې خوند اخلي، او پۀ سر يې د محبت لاس تيروي، خو ز ه لا اوس هم د ورانۍ، وژنې، او تباهۍ بېرحمه څپيړې پرمخ خورم.
پسرلي نن يو ځل بيا د لمر پۀ وړانګو، د بلبلو پۀ چغهار، د ګلونو پۀ سينګار، او د فصلونو پۀ زرغونتيا کې نړۍ ته د نوي ژوند، خوشحالۍ او نيکمرغۍ زيری راوړی، خو ما او زما ولس ته پرته د زاړه حالت، خفګان او بدمرغۍ څخه بل څۀ نۀ لري.
خلک وايي هغه دی پسرلي راغی او نوی ژوند او خوشحالي يې د ځان سره راوړه، خو زه يې نۀ ګورم. زه يې پۀ لټه کې يې يم خو داسې ښکاري چې پسرلی لا زما پر لوري نۀ دی راغلی.
ګيله من شم او وايم چې د پسرلې زموږ سره څۀ تربګني او دښمني ده؟
پسرلی ولې موږ ته رڼا نۀ راوړي؟
پۀ پسرلي کې زما د کور او هيواد پۀ بڼ کې ولې ګل او بلبل نشته؟
پسرلی ولې زموږ تيارې شپې نۀ سبا کوي؟
پسرلی ولي پۀ موږ د ژمي د سختۍ او ستم شپې نۀ لنډوي؟
خو چې ځان او نورې نړۍ ته وګورم نو د ځان څخه پوښتنه وکړم چې دا د پسرلي دښمني او تربګني ده او کۀ زه د پسرلي پۀ قدر نۀ پوهيږم، د رڼا څخه يې ګټه نه شم اخستلای او خپل د ګلو بڼ پخپله ورانوم؟


خلک وايي پسرلی دی ، زه ېې ګورمه چې کوم دی
خلک وايي رڼايي ده، زه چې ګورمه تورتم دی
خلک خاندې نڅاګانې، ولولې او خوشحالۍ کړي
زما پۀ کور او زما پۀ سيمه لا تراوسه وير او غم دی
دنيا نوی ژوند خپل کړی، لار يې نوې غوره کړي
د زاړه کتاب صفحو کې زما تراوسه پيچ او خم دی
بلبلې، بوراګانې غږوي نوې نغمې، نوې سندرې
د زړې نغمې وينا کې زما لا اوس هم زير او بم دی
نورو پيغلو ته چې ګورم سينګار شوې ښايسته دی
زما پيغلې خړې پړې، ميندې، خويندې وير ماتم کې
ځوانان د نورو سيمو، کړي مستي او پۀ غورځنګ دی
زما ځوانان پۀ وينو سره، د وروستۍ سلګۍ پۀ دم کې
خدايه تاته فريادي يم، ته سوالونه زما قبول کړه
نۀ پوهيږم نازل شوی، زما پۀ مېنه کې څه چم دی
ته شاهد یې لويه خدايه، بل شاهد ته حاجت نشته
ولس له غمه هرلمانځه کې، د مومند په سترګو نم دی

ډاکټرعبدالقيوم مومند
سالت ليک سيټي، يوتا، د ۲۰۱۸ زيږديزکال د مارچ ۲۴

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.