pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
افغانستان، د امريکا متحده ولايتونه، سيمه او ستراتيژيک تړون
     
پوهنمل ډاکټر عبدالقيوم مومند


درنو دوستانو او هيوادوالو
زما سلامونه او نيکې هيلې ومنئ. هيله ده د روژې مبارکې ورځې مو په خير او عبادت سره تيريږي. د هيواد سياسي حالات کړکيچن دي او راتلونکې هم ناڅرګندې خوا ته روانه ده. يوه خوا د خپلې يوې رايې څخه نه تيريږي او بله خوا نارې وهي چې سهامي شرکت نه غواړو. وبه ګورو چې څه کيږي
ما د دې کال د اپريل او مې مياشتې په کابل کې تيرې کړې او ډیر څه مې وليدل چې په وخت سره به پرې يو څه وليکم. کله چې په کابل کې وم د افغان پوهنتون (د لوړو زده کړو موسسې) راڅخه غوښتنه وکړه د افغانستان، سيمې او ستراتيژيک تړون په هکله يو کنفرانس ورکړم. د پوهنتون مسئولينو په دې هکله ډير تبيلغات وکړل. د مې په شلمه نيټه کنفرانس جوړ شو او د پوهنتون د کنفرانس خونه ډکه وه
راغلو ميلمنو ته زما وينا د يوې مقالې په شکل د افغان بنسټ د مالنۍ په نوې ګڼه کې هم خپره شوي ده. دا ليکنه د ژمن ويبپاڼې هم پرون خپره کړې ده. ما له دې کبله تراوسه پورې دوستانو ته د برښناليک له لارې نه ليږله چې په مالنۍ کې یې خپرولو ته په تمه وم. اوس چې خپره شوه تاسې ته یې درليږم
که د رسنيو او ويپاڼو چلوونکې یې بيا خپره کړي نو ډيرو نورو هيوادوالو ته به هم ورسيږي
روغ او خوښ اوسئ

سريزه

د افغانستان اوسنئ سياسي، اقتصادي او پوځي ستونزې د ټاکنو بي اعتبارۍ او امنيتي تړون د لاسليک مسئلې نورې هم کړکيچنې کړي دي. د سولې کوم تدابير نشته، اقتصاد او د خلکو ژوند مخ په خرابيدو دی او دا ‌ويره رامينځته شوې چې اوسنی نيمګړی او کمزوری امنيت به هم له مينځه ولاړ شي. د دې ټولو څخه داسې بريښي چې افغانستان د يو ناڅرګندې راتلونکې پر لور روان دی. د افغانستان، امريکا متحده ولايتونو(امريکا)، سيمې او د افغانستان او امريکا ترمينځ د ستراتيژيک تړون د لاسليک مسئله پراخه او هراړخيزې څيړنې ته اړتيا لري، مګر د يو عمومي بحث د رامينځته کولو پۀ خاطر به دا وړه ليکنه يو مقدماتي ارزښت ولري. زما پۀ اند د افغانستان او امريکا ترمينځ اړيکې، دسیمې هيوادونو سياست او د افغانستان او امريکا ترمينځ ستراتيژيک تړون بايد د څو اړخونو څخه وڅيړل شي.

لومړي: د خپلواکو هيوادونو ترمينځ سیاسي، پوځي او مالي اړيکې د متقابل هیثيت او يوبل ته د برابر احترام پراساس ولاړې وي چې د افغانستان او امريکا د اړيکو پۀ اوسنئ سلسله کې دا ارزښتونه نۀ ليدل کيږي.

دويم: د ۱۳۵۷ لمريز کال څخه راپديخوا افغانستان د يو خطرناک او وژونکي ناورين، يرغل او يرغمل سره مخ و. د امريکايي او نړیوالو پوځونو د راتګ څخه وروسته دا ناورين نور هم غښتلی شو چې د افغانستان بنيادونه سياسي ثبات، جوړښت، او ځمکنۍ بشپړتيا یې لۀ خطر سره مخ کړې ده. د افغانستان ګاونډيانو او د سيمې دخيلو هيوادونو خپل اجنټان خپاره کړي، خپل تاثيرات یې افغانستان ته رادننه کړي او غواړي چې افغانستان د خپلو هر اړخيزو کړيو پۀ ولجو کې بند کړي.

دريم: د افغانستان او امريکا ترمينځ ستراتيژيک تړون به امريکايي پوځونو ته قانوني اجازه ورکړي چې پۀ افغانستنان کې پاتې شي، مګر د دوی پاتې کيدل به سيمې سياست د افغانستان پۀ هکله او د سيمې سياسي حالات نور هم کړکيچن کړي او افغانستان او د افغانستان سياستوال به د ستر ګواښ سره مخ شي.

 

افغانستان او د امريکا متحده ولايتونه

د افغانستان او امريکا ترمينځ اړيکې بايد د خپلواکو هيوادونو پۀ څير پۀ متقابل هیثيت او يوبل ته د برابر احترام پراساس ولاړې وي. کۀ د افغانستان او امريکا د اړیکو تاريخ ولټول شي نو ګورو چې دواړو هيوادوانو ډيرې عميقې اړيکې نۀ درلوې، مګر کومې اړیکې چې موجودې وې د برابر احترام او ډيپلوماسۍ د اصولو پراساس ولاړې وې. د ۱۹۴۲ زيږديز کال د جون د میاشتې پۀ ۶ نيټه د کورنيليوس فان اينګرت پۀ مشرۍ د امريکا لومړی رسمي استازی افغانستان ته راورسيد. سره لۀ دې چې د دې استازي موخه شوروي اتحاد او چين ته د جرمنانو او جاپانيانو پۀ مقابل کې د دویمې جبهه ايزې لارې پرانستل و، مګر دې ليدنې کتنې د افغانستان او امريکا ترمينځ د اړيکو او مرستو لار پرانستله. لۀ هغې مهاله راپديخوا د افغانستان او امريکا ترمينځ ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې شوې، دواړو هيوادونو د دوستۍ پۀ فضا کې ژوند کړی او امريکا د افغانستان سره پۀ بيلابيلو وختونو کې غټې او وړې مرستې کړي دي. د شوروی اتحاد پۀ مقابل کې د جهاد پۀ دوران کې امريکا د افغانانو سره نظامي، مالي او بشري مرستې وکړې او دې مرستو د جهاد ترپای پورې دوام وکړ. دا مرستې د برهان الدین رباني د حکومت پۀ دوران کې کمې او د طالبانو د حکومت پۀ دوران کې نورې هم کمزورې شوې، مګر د حميدکرزي قدرت ته د رسيدو نه وروسته لاتراوسه امريکا بيلابيلې پوځي، مالي او بشري مرستې کړي دي. دا ټولې مرستې بايد د برابر احترام او ځمکنۍ بشپړتيا د اصولو پۀ لارښودنه کې ترسره شي ترڅو د دواړو هيوادونو د شريکو ګټو پۀ ساتنه کې لوی لاس ولوبولای شي.

          د افغانستان پۀ مقابل کې د امريکا اوسنی سياست داسې څرګندوي چې د پوځي، مالي او سیاسي ملاتړ د لاسته راوړلو لپاره بايد افغانستان د امريکا ټول مشروع او نامشروع شرطونه ومني. کله کۀ د دې شرطونو پۀ منلو او عملي کولو کې د افغانستان لخوا کوم ځنډ او پوښتنه رامينځته کيږي نو د امريکا لخوا د دې مرستو د بندولو لۀ تحديد سره مخ کيږي. غوره به دا وي چې امريکا هڅه وکړي چې د اوسنيو پوځي، مالي او بشری مرستو ترڅنګ د افغانستان د بنيادي بیارغاوانې او متداوم اقتصادي روغوالي او پرمختک پۀ برخو کې بې قيد او شرطه مرستو ته پاملرنه وکړي. پۀ افغانستان کې داسې ډير سکټورونه موجود دي چې پۀ هغې کې به پاملرنه نۀ يواځې امريکا ته مالي ګټه ورسوي، بلکې د دواړو هيوادونو ترمينځ به سياسي، اقتصادي او کلتوری اړيکې پياوړې کړي. همداراز امريکا يو پرمختللی تعليمي نظام لري چې د هغې د تجربو څخه افغانستان ډيره ګټه ترلاسه کولای شي. سره لۀ دې چې پۀ اوسنيو حالاتو کې پۀ افغانستان کې د سولې او امنيت شرايط جوړ نۀ دي او اقتصادي پرمختګونه ارامې فضا ته اړتيا لري، مګر خواخوږي دوستان کولای شي پۀ بدو شرايطو نسبي ګامونه پورته کړي او د راتلونکې لپاره رغوونکي او د اوږدې مودې پلانونه جوړ کړي.

 

سيمه او د سیمې سياست

افغانستان ته د امريکايي او نړیوالو پوځونو د راتګ څخه وروسته افغانستان د يو نوي خطرناکه او وژونکي اقتصادي او کلتلوری ناورين، يرغل او يرغمل سره مخ دی او کۀ دا ناورين، يرغل او يرغمل دوام پيدا کړي، نۀ يواځې دا چې د افغانستان اقتصادي بنيادونه، کلتوري ارزښتونه، سياسي ثبات او جوړښت، او ځمکنۍ بشپړتيا به لۀ مينځه ولاړه شي، بلکې د سيمې هیوادونه به هم د ډيرو سياسي او کلتوري خنډونو او کړکيچونو سره مخ شي.  پۀ ختيځ کې افغانستان د پاکستان او پۀ لويديځ کې د ايران د يرغل سره مخ دی. د افغانستان شمالي ګاونډيان، روسيه او هندوستان هم خپل اجنټان خپاره کړي، خپل تاثيرات یې افغانستان ته رادننه کړي دي او غواړي چې افغانستان د خپلو اقتصادي، کلتوري او سياسي کړيو پۀ ولجو کې بند کړي، مګر اوسنی خطر یې دومره تهديدونکی نۀ دی لکه د ايران او پاکستان.

          د هغو اړيکو لۀ کبله چې امريکا یې د پاکستان سره لري، امريکا به د پاکستان د يرغل او تاثیراتو د مخنيوي سره کومه علاقه ونۀ ښيي، مګر د ايران د يرغل او ناورين پۀ مقابل کې امريکا کولای شي د افغانستان سره ګډکار وکړي، ځکه خطر يې د سيمو هيوادونو، د خليج هيوادونو او امريکا ته هم متوجه دی. ايران غواړي د خپل اقتصادي، کلتوري او سياسي يرغل لۀ لارې د افغانستان کلتوري، اقتصادي او ژبني معيارونو، اصولو او انډول ته تغير ورکړي او د افغانستان څخه يو ايراني مشربه هيواد جوړکړي.  ايران غواړی داسې کسان پۀ افغانستان کې واکمن شي او واکمن پاتې شي ترڅو د هغوی ګټې نۀ يواځې پۀ افغانستان بلکې پۀ سيمه کې خوندي پاتې شي. پۀ اوسنیو حالاتو کې ايران پر دي بريالی شوی دی چې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان حکومتونه څۀ ناڅۀ د خپل تاثير لاندې راولي او غواړي چې پۀ بشپړه توګه افغانستان تر خپل تاثير لاندې راولي. کۀ چيرې ايران پر دې بريالی شي چې افغانستان د خپل نيغ او پوره تاثير لاندې راولي، نۀ یواځې افغانستان، بلکې سیمې ته به يو لوی ګواښ وي. ايران غواړي پۀ سيمه کې يو غښتلی هيواد واوسي ترڅو د سيمې هيوادونه د دې ګواښ لۀ ويرې څخه د ايران سياسي او اقتصادي شرايط او لاسوهنې ومني. ايران پۀ سيمه کې د خپل طبيعت سره برابر د نظامونو بدلول غواړي او کوښښ کوي چې پۀ بيلابيلو هيوادونو کې خپل ګوډاګي قوتونه قوي کړي. ايران غواړي په افغانستان او د سيمې پۀ ځينو هيوادونو کې ګوډاګي نظامونه حاکم کړي او يا یې د قدرت او قوت دې سرحد ته ورسوي چې حاکم نظامونه ترې پۀ ډار کې وي او داراز خپله د ملاتړ کړۍ پراخه کړي.

          ايران ولې پۀ دې هڅه کې دی چې زروي وسلې جوړې کړي.  د څۀ لپاره او د چا پۀ مقابل کې يې جوړوي.  ايران به هيڅکله ونشي کړای او نۀ به دا وغواړي چې خپلې وسلې د امريکا او اسرائيلو پر ضد استعمال کړي.  لږ به وړاندې ولاړ شو او د آيت الله خمیني وخت به وڅيړو.  پۀ ښکاره به خميني امريکا لوی شيطان او اسرائيل به یې د هغۀ بچی ګاڼه، مګر ومولیدل چې هماغه خميني د هماغه لوی شيطان او د هماغۀ شيطان د بچي سره معامله وکړه او د اسرائيلو لۀ لارې یې د امريکا څخه وسلې واخستلې او د اعراق پر خلکو یې استعمال کړې. دا معامله په امريکا کې د ايران-کانترا افير پۀ نوم ونومول شوه. د ايران زروي وسله يواځې د افغانستان، د ایران د ګاونډیو هيوادونو او خليج هيوادونو د تهدید لپاره ده، او بله کومه موخه نۀ لري. امريکا کولای شي د ايران د دې کار د مخنيوي لپاره پۀ افغانستان کې د هغو اقشارو سره سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکې ټينګې کړي چې د ايران د نفوذ او يرغل مخالف دي، د دې ناورين مخنيوی کوي او پۀ افغانستان کې يو افغاني سياسي، اقتصادي او کلتوري نظام راوړل غواړي. امريکا کولای شي د خپلو اقتصادي، کلتوري او تعليمي پروګرامونو لۀ لاري د ايران د نفوذ مخنيوی وکړي او افغانستان او سيمه د دې ناورين څخه وژغوري. اوس به راشو پاکستان ته.

          د افغانستان پۀ کورنيو چارو کې د پاکستان لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده بلکې په ۱۹۴۷ زيږديز کال کې د پاکستان د زيږيدو څخه وروسته د پاکستان بيلابيلو حکومتونو او واکمنانو د افغانستان پۀ کورنيو چارو کې لاسوهنې کړي دي. کۀ ډير ليرې ولاړ نشو نو د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پۀ ورستيو وختونو او محمد داودخان د جمهوريت پۀ دوران کې د ننګرهار د بيسودو، لغمان او پنجشير پيښې یې غوره بيلګې دي. دا سلسله لاتراوسه هم روانه ده.

          دا لاسوهنې او تيري يواځې د پاکستان د حکومت، پوځ او اجنټانو پۀ جامه کې نۀ ترسره کيږي بلکې د اسلام تر نوم لاندې هم پاکستان خپل تخريبي عمليات پرمخ بيايي.  سره لۀ دې چې ډیری افغانان پۀ افغانستان کې د شرعي نظام د نافزيدو سره کومه ستونزه نۀ لري، مګر کۀ لۀ هغو پاکستانيانو او پاکستاني سياستوالو څخه پوښتنه وشي چې پۀ افغانستان کې شرعي نظام غواړي، چې تاسې ولې پۀ پاکستان کې شرعي نظام نۀ پلی کوئ، نو پۀ ځواب کې وايي چې زموږ لپاره آيين غوره نظام دی. زموږ ټولې چارې د آيين لۀ لارې ښې ترسره کيږي. عمران خان پۀ افغانستان کې د جهاد اعلان کوي مګر پۀ پاکستان کې د بيعدالتۍ، غلا، رشوت، فحشا او لوڅو فلمونو د جوړولو او خپرولو پۀ مقابل کې جهاد لازم نۀ ګڼي. ښايي پۀ پاکستاني اسلام کې به دا هرڅۀ د پاکستان لپاره جايز وي.

            د پاکستان لويه هڅه دا ده چې پۀ افغانستان کې يو قوي پۀ خپلو پښو ولاړ حکومت رامينځته نشي. نواز شريف د خپل زړې واکمنۍ پۀ دوران کې ويلي و چې پاکستان نور زما څخه څۀ غواړي. د افغانستان هغه پوځ مې لۀ مينځه ويوړ چې د پاکستان شتون ته ستر ګواښ و. کلۀ چې د ډاکټر نجيب الله حکومت مخ پۀ ړنګيدو و او افغانانو دا امید درلو چې یو قوي اسلامي حکومت به د تير حکومت ځای ونيسي، پاکستان د کودتا طرح جوړه کړه، د نجيب الله حکومت ړنګ شو او پرځای یې بيواکه او کمزوري حکومتونه د څو مياشتو لپاره د کابل پر تخت پرله پسې کښينول شول.

          اوسمهال د پاکستان لاسوهنو نړيوال ملاتړ هم ترلاسه کړی دی. سره لۀ دې چې امريکا او د نړۍ ټولو هيوادنو ته دا څرګنده وه چې د القاعدې مرکز پۀ پاکستان کې دی او د پاکستان پۀ ايبټ آباد کې د اوساما بن لادن وژلو دا نوره هم څرګنده کړه، مګر امريکا بياهم پاکستان د ترهګرۍ پۀ مقابل کې د جګړې د يو ګټور غړی او ملاتړکوونکی پۀ توګه شميري. پاکستان سره د امريکا نږدې پوځي، سياسي او اقتصادي اړيکې دا اجاازه نۀ ورکوي چې پۀ افغانستان کې د سولې او امنيت پۀ خاطر د پاکستان د ګټو او پاکستان سره د اړيکو څخه تير شي. پاکستان د خپلو ملي ګټو د ساتنو او ملاتړ پۀ خاطر اوس هم پۀ دې هڅه کې دی چې پۀ افغانستان کې يو کمزوری حکومت قدرت ته وروسوي. د افغانستان د ټاکنو پۀ هکله د پاکستان د رسنيو او حکومتي کړيو تبصري او نظر ورکونې د دې لاسوهنو غوره بيلګه ده.


ستراتيژيک تړون

کۀ پۀ ۲۰۱۴ زيږديز کال کې د امريکامتحده ولايتونو او افغانستان ترمينځ ستراتيژيک تړون لاسليک شي او امريکايي پوځونه پۀ افغانستنان کې پاتې شي نو د افغانستان او سيمې سياسي حالات به نور هم کړکيچن شي او د افغانستان سياستوال به د ستر ګواښ سره مخ کړي. لومړی ترهرڅه دا مهمه ده چې د تړون محتوی پۀ غور او ځيرنې سره ولوستل شي. د تړون د محتوی څخه دا څرګنده ده چې د تړون اصلي موخې پۀ افغانستان او سيمه کې د امريکا د ليرو او نيږدو ګټو ساتنه او خوندي کول دي. د تړون د لاسليک څخه ورسته به امريکا پۀ افغانستان باندې اغيزمن پوځي حاکميت ولري او لۀ دې خاورې څخه به د سيمې هيوادونو پوځي هاند او پرمختګ تر څار لاندې ونيسي. پۀ اقتصادي لحاظ به امريکا پر دې بريالی شي چې د سيمې د نفتو او ګازو راويستل، ترانسپورټ، پلورل او توزيع کول پۀ لاس کې ونيسي او د روسيې، ايران او د سيمې نورو هيوادونو ګټو ته تاوان ورسوي.

          د افغانستان لپاره د دې تړون ګټې څۀ دي؟ په تړون کې د افغانستان لپاره د مالي او پوځي چارو د هاند پۀ هکله کوم ځانګړی پلان او وړانديز نشته. دا هم څرګنده نه ده چې امريکا به د افغانستان مالي او پوځي لګښتونه او پرمختګ څنګه ترسره کوي. ځينې دولتي چارواکي، د ولسي جرګې او اپوزيشن غړي داسې فکر کوي چې تړونوال به د دواړو هيوادونو د ګډو ګټو، یعنې، سولې، امنيت، دفاع او پخلاينې پۀ برخو کې پراخه او د اوږدې مودې ستراتيژيک کار وکړي. مګر کۀ تړون پۀ غور سره ولوستل شي نو دا څرګنديږي چې د هيواد څخه دفاع، د دفاعي چارو پرمختګ او پۀ هيواد کې د سولې او امنيت مسئوليت ټول د افغانستان د حکومت پرغاړه اچول شوی او امريکا د يو ناظر پۀ توګه چلند کوي. پاکستان د افغانستان پر خاوره د کلونو راهيسې پوځي تيري او يرغلونه کوي چې وروستۍ بيلګې يې د کونړ پۀ غازي اباد او ننګرهار په ګوشته کې ټولو ته څرګندې دي، مګر امريکا نۀ پخوا او نۀ هم  اوس دا اړينه وګڼله چې د دې تيريو او يرغلونو پۀ مقابل کې کوم غبرګون ښکاره کړي او يا يې مخنيوی وکړي.

          پۀ هر نړيوال تړون کې بايد د دواړو هيوادونو خپلواکي او د دواړو هيوادونو مساوات او برابري پۀ نظر کې ونيول شي، د قانون حاکميت ته احترام وشي او د دواړو هيوادونو پۀ ټولو شتو قوانينو عمل وشي. کله چې يو هيواد د ځمکنۍ بشپړتيا واک ونلري او پوځي واک هم د بل لاس کې وي نو آیا د خپلواکۍ پۀ هکله خبرې کيدی شي. تير دولس کلن تاريخ دا ثابته کړې ده چې امريکايي پوځيانو د افغانستان قوانينو ته نۀ احترام کړی، نۀ یې پرې عمل کړی او نۀ یې کوم ارزښت ورکړی. آیا داسې کومې نخښې نښانې او ضمانت شته چې د ۲۰۱۴ زيږديز کال څخه ورسته به امريکايان د افغانستان د قوانينو پروا ولري او يا به پرې عمل وکړي.

          مالي مسئوليتونه بله ستره مسئله ده چې تړون یې پۀ هکله کومه څرګندونه او روښنايي نۀ لري. دا څرګنده نۀ ده او نۀ چيرته ليکل شوي چې د افغانستان د پوځ او امنيتي قواوو لپاره به پيسې لۀ کومې خوا څخه راځي او څوک به دا پيسې افغانستان ته ورکوي. افغانستان ته د نظامي، ټولنيزو او اقتصادي مرستو پۀ هکله کوم مشخص وړانديز، مشخصه لار، او کوم مالي ضمانت نۀ دی ورکړل شوی او نۀ واضح شوې چې دا مرستې به څنګه او لۀ کوم ځاي نه افغانستان ته ورکول کيږي. بهرنيو هيوادونو سره مرسته د امريکا د کانګرس او سنا د منلو او نۀ منلو پورې تړاو لري. پۀ افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د شتون سره د امريکا د ولس او سياستوالو پۀ مينځ کې مخالفت دومره ډیرشوی چې د هيڅ راز مرستو تمه نشي کيدی.  دا هرڅۀ پۀ وضاحت سره څرګندوي چې د مرستو کوم تضمين نشته، يواځې تشې وعدې دي.

          د تړون په پنځلسمه (۱۵) ماده کې امريکايي پوځونو ته واک ورکړل شوی چې امريکايي پوځيان او پوځ پورې تړلي ملکي کسان او قرارداديان به پرته لۀ ويزې، پاسپورت، اجازې او نورو مقرراتو څخه افغانستان ته تګ راتګ کوي. د تړون پۀ لسمه (۱۰) ماده کې ليکل شوي دي چې امريکايي پوځي او ملکي الوتکې حق لري چې پرته لۀ کومې پوښتنې او اجازې د افغانستان د هوايي کرښو او ځمکنيو لارو څخه د ترانسپورټ لپاره استفاده وکړي او د افغانستان حکومت د دوی د الوتکو او ځمکني ترانسپورتي وسایطو د تالاشۍ او پلټنې حق نۀ لري. د ټړون پۀ شپاړسمه (۱۶) ماده کې ليکل شوي چې امريکايي پوځيان او پوځ پورې تړلي ملکي کسان او قرارداديان حق لري چې پرته د پوښتنې او محصول څخه افغانستان ته واردات وکړي او د افغانستان څخه صادرات وکړي. د تړون پۀ ديارلسمه (۱۳) ماده کې ليکل شوي کۀ چيرې کوم امريکايي پوځي او یا د پوځ پورې تړلی ملکي کس پۀ افغانستان کې کوم جرم وکړي، د افغانستان حکومت د هغه د نیولو، بندي کولو او محاکمې حق نۀ لري. پۀ تړون کې نورې ډيرې خبرې هم شته چې د هغې پۀ هکله خبرې کول جلا او څو ورځني بحث ته اړتيا لري. مګر پۀ مجمومعه کې دا ټول څۀ مانا لري؟ يو هيواد او یا يو حکومت چې پۀ دې پوه نۀ شي چې څومره بهرني پوځونه او هغوی پورې تړلي کسان پۀ هغې هيواد کې ژوند کوي او یا تګ راتګ لري، د خپلو هوايي کرښو او ځمکنيو لارو د تګ راتګ پوښتنه ونکړای شي، پۀ خپل هيواد کې د بهرنيانو څخه د وارداتو او صادراتو پۀ هکله پوښتنه ونکړای شي، پۀ خپل هيواد کې د بهرنيانو څخه د جرم پوښتنه ونکړای شي، نو داسې يو موجوديت ته موږ څۀ ووايو؟

          د هرې ټولنې ولسي، ټولنيز او سياسي بنسټونه د سولې او امنيت د ټينګښت د بنسټونو پر اساس رامينځته کيږي، قانون حاکميت پيداکوي، د ټولنيزو، سياسي او اقتصادي پرمختګ د لارې خنډونه لۀ مينځه ځي او ولس د حکومت او دولت څخه ملاتړ کوي. د افغانستان د ځينو خلکو پۀ فکر کۀ چيرې د افغانستان څخه نړيوال پوځونه ووځي نو پۀ افغانستان کې به کورنۍ جګړه پیل شي. دا رښتيا ده چې نړيوالو پوځونو د افغانستان پۀ مرکز او ځينو سيمو کې څۀ ناڅۀ سوله رامينځته کړې، مګر د جنګسالارانو پۀ زور. پۀ ځينو سيمو کې ځينې وړو او لويو قوماندانانو خپلې سپکې او ځينې درنې وسلې حکومت او نړيوالو پوځونو ته تسليم کړي مګر هغه وسلې چې دوی پرې د خپلو شخصي ګټو نه دفاع کولی شي او پۀ سيمه او هيواد کې بې امنيتي راوستلی شي، لا اوس لۀ دوی سره دي. د راتلونکې احتمالي کورنۍ جګړې اصلي علت به د نړيوالو پوځونو وتل نۀ وي بلکې د دې جنګسالازانو وسلې او قوت به وي.

          امريکايانو او نړيوالو پۀ تيرو دولسو کلونو کې پۀ افغانستان کې د يوسل او پنځوس زرو (۱۵۰۰۰۰) څخه ډير پوځيان پۀ افغانستان کې درلودل، مګر پۀ افغانستان کې سوله تينګه نشوه. ترهګري ورځ پۀ ورځ ډیريږي، د افغانستان امنيت خرابيږي او د افغانستان ليرې او نږدې سيمې د حکومت او امريکايي او بهرنيو قواوو لۀ واک څخه وځي. کله چې دوی پر دې بريالي نشو چې يوسل او پنځوس زرو (۱۵۰۰۰۰) پوځونو پۀ شتون پۀ افغانستان کې سوله او امنيت ټینګ کړي نو د لس زرو (۱۰۰۰۰) پوځيانو پۀ شتون کې به دا کار څنګه ترسره کړي؟ د افغانستان د هراړخيزه ستونزو او لانجو د حل لار د نړيوالو پوځونو ميشت او يا د نړيوالې مرستې ورکړه او ډيرښت نۀ، بلکې پۀ حکومت د خلکو اعتبار او د دې حکومت څخه د ولس ملاتړ دی. هغه حکومت چې ولسي ملاتړ ونلري، دا وس هم ونلري چې خپل ځان وساتي او نظامي لوبه هم د بل  پۀ لاس کې وې نو د حکومت او چارواکو يواځينئ هڅه خپل سر ته خير دعا وي او بل څه نه.

          که امريکايان او د افغانستان حکومت غواړي چې پۀ هيواد کي سوله او امنيت ټينګ شي نو بايد خلکو ته د کار او ژوند شرايط برابر شي. سو له او امنيت د پرديو عسکرو پۀ ملاتړ او تکيه نۀ، بلکې د ولس پۀ اعتبار او ملاتړ رامينځته کيږي. پۀ هره ټولنه کې چې د ولس او حکومت ترمينځه اعتبار موجود وي، ولس د حکومت او دولت مدافع وي، او حکومت د ولس د سوکالۍ، ګټې او پرمختيا لپاره کار وکړي، هلته حکومتونه وسله وال پوځ ته اړتيا نۀ لري چې سوله او امنيت وساتي بلکې خلک او قانون د سولې او امنيت ساتونکي وي.  هلته سوله خلک پخپله ساتي.  خلک د خپلو ګډو ګټو او حقوقو څخه پخپله دفاع کوي او بل ته اړتيا نۀ لري.


پايله

کۀ د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو د خپلواکۍ، خوداراديت، سياسي اړيکو، او امنيت تاريخ ته وکتل شي نو دا څرګنديږي چې بهرنۍ قواوې چې پۀ هرنوم يو هيواد ته ننوتې دي پر دې نۀ دي بريالۍ شوې چې پۀ يو هيواد کې سوله او امنيت رامينځته کړي، ځکه بهرنۍ قواووې هيڅکله هم د يوې ټولنې پۀ کورنيو خصوصياتو، اصولو او اخلاقو خبرې نۀ وي او د يوې ټولنې څيړنه د خپل کړندود پۀ رڼا کې کوي.  بهرنۍ قوواوې کيدی شي د ټوپک پۀ زور او يا د ځينو نورو موقتي شرايطو پر اساس موقتي آرامتيا رامينځته کړي، مګر دا موقتي آرامتيا د سولې مانا نۀ لري او د يوې ټولنې امنيتي بنياد پرې نشي ټينګيدی، نو ځکه داسې موقتي آرامتيا دايمي سوله نشي رامينځته کولی. دايمي او هراړخيزه سوله، امنيت، اقتصادي پرمختګ، سياسي نظام او ولسواکي داسې يو سياسي جوړښت ته اړتيا لري چې هلته د انسان د ژوند، استوګنې او پرمختګ لپاره محدوديتونه ونۀ ټاکل شي او يا د بل انسان د ژوند پۀ هکله د لوی څښتن(ج) د اوامرو او لارښودنې څخه بهر کوم تصمیم ونۀ نیول شي او يا کومه فيصله ونشي. د انسانانو د لارښودنې او د يو سیاسي، ټولنيز، اقتصادي، او عدلي نظام د جوړولو لپاره لارښوونکی کتاب، قران الکريم راليږل شوی چې د هغې پۀ رڼا کې خپلواک حکومت جوړيدی شي. هغه څوک چې پۀ پرديو پښو ولاړ وي، کمزوری وي او ژر راپريوځي، مګر هغه څوک چې پر خپلو پښو ولاړ وي، هيڅکله هم نۀ راپريوځي.

لوی څښتن (ج) عالم او لارښود دی

کابل، د ۱۳۹۳ لمريز کال د غويي د مياشتې ۳۰

د ۲۰۱۴ زيږديز کال د مې د مياشتې ۲۰

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.