pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
د بــدخشان قــارون او د کـنـدهـار فــقـیــر
د برهان الدین ربانی او محّمد عمر مقایسه
په مکه معـظمه کې احمدشاهي حاجي خـانه وپـلورل شـوه
ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار


موسی(ع)،خپلوان یې قارون،اوفـرعون(دوهم توتموس)هـمهال په مبارزه کې وو. ښایي قارون به د فرعون سره ښې اړیکې لرلې،خو قوم یې د فرعون له لاسه په کړاو اخته و. داسې برېښي چې د جمعیت اسلامي مشر پوهنمل برهان الدین رباني ( ۱۹۴۰تر۲۰۱۱ ) ته اسـلام لوښی و، نه عـقـیـده. د احمد شاه مسعود (۱۹۵۳تر ۲۰۰۱) او ربـاني د «دوهـمې سـقـاوۍ » پــه مهال (اپریل ۱۹۹۲تـر سپتمبر ۱۹۹۶) پرې ځینو جهادي مشرانو ټـینګار وکړ چې کمونـیسټ جــنرال بابا جان او د هغه په شان نور دې له لوړو حکومتي مقامونو نه وباسي. خـو د ربـانـي لپاره اسانه نــه وه چې خپل اڼـډیوالان دې له لوړو حکومتي څوکیو لرې کړي. یوه ورځ یې بابا جان او ځینو نورو پرچمیانو ته داسې ډاډګیرنه ورکړه: «شما تشویش نکـنید، حالا عـقایـد شکست خـورده، فعـلاَ بازار قـومیت ګرم است.» سمسور افغان زیاتوي چې له دې امله د بابا جان زړه «ډاډه شـو» ځکه چې استاد یی پخپله له ده هـم «دوه ګامه وړاندې» و! مسعـود هم د بګرام په هوایي ډګر کې پښتنو او د هغوی د ژبې په اړه خپل تعـصب یو چاته داسې په ډاګه کړی و:«اګـر پیغـامبر هم از طرف جنوب به کابل بیاید من آنرا قبول نـدارم.» مسعود به ویل: «ما اینطور کابل را میخواهیم که کسې دروازه خانه را تک تک کند، کسی نګـوینـد که څـوک یی؟» ـ سمسور افغـان،دویمه سقـاوي.د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه - جرمني. دویم چاپ ۱۳۷۹لمریز/۲۰۰۱م ، مخ ۲۱۹. محّمدعمراخوند په خپل هیواد باندې د پخواني شوروي اتحاد او دامریکې د یـرغلونـو په وړانـدې وسله واله جګړه وکړه او د افغانستان او اسلام لپاره په خپل هیواد کې په حق ورسید.

لویدیز تاریخي ټل وال( اسلام ) ته اړتیا لرله

د دوهـمې نـړۍ والـې جګـړې(۱سپتمبر۱۹۳۹تر۲سپـتمبـر۱۹۴۵) څـلـــورغـټ متحـدیـن بـرتانـیه، چـیـن ،شوروي اتحاد او امریکا وو. د ۱۹۱۷ له اکتوبر راهیسې، شوروي اتحاد یو نوی نظام و چې فلسفه یې په طبقاتي مبارزه ولاړه وه او د امپـریالیزم سره یې ټکر لاره. د ټولو ګـډ غلیمان جـرمني، ایټالیه او جاپان وو. درې واړه مات شول. په جرمني کې دوه دولتونه جوړشول: یو سوشلیستي جرمن ملت د شوروي اتحاد د اغیز لاندې، او بل یې کپـیټـلیستي جرمن ملت چې په غټه کچه د امریکې، او بیا د برتانیې او فرانسې د اغیز لاندې و. ختیزې اروپا د مسکو په اوږه پورې سپوږمۍ لیدله او لویدیزې اروپا په واشنګټن پورې. د دوهمې نړیوالې جګړې ټلوالان یو بل ته غلیمان شول. «سوړجنګ» له دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته، د زبرځواکونو ترمینځ یو ډول سیاسي او عسکري تاوتریخوالی و. لویدیزې نړۍ، په تیره امریکې د بې دینه کمونیزم په وړاندې یو تاریخي ټلوال ته اړتیا لرله چې نن سبا ورته «سیاسي» اسلام ویل کیـږي. سید رحمن چې له ۱۹۴۹راهیسې د اخوان المسلمین مشر و، په ۱۹۵۳کې یې د امریکې د ولسمشر جنرال آیزنهاور(۱۹۵۳تر ۱۹۶۱)سره ولیدل. د ۱۹۹۱ پورې ایران په شمال کې د شوروي اتحاد سره ګډه پوله لرله او د امریکې سره یې د ۱۹۷۹د جنورۍ پورې ګډ سیاست. محّمد رضا شاه پـهلوي لـه ۱۹۴۱تـر ۱۹۷۹ د بـرتانیې او امریکې په مـټ په ایـران کې وساتل شــو. ډاکتر محّمد مصـدق د انتـخاباتو لـه لارې د ایـران صدراعظم(۱۹۵۱تر۱۹۵۳) شو. هغه هڅه وکړه چې په ایران کې د انګریزانو او امریکایانو د تیلو کمپنۍ ملي کړي. د دې لپاره چې د دریمې نړۍ نور هیوادونه د محّمد مصدق له ملي جرئت نه زده کړه ونکړي، د واشنګـټـن او لنـدن قـدرتـمــنـدانو د ایران په ملیګر صدراعظم کودتا وکړه، زنداناني یې کړ، او د مصدق د عملیاتو په مهال تښتیدلی پادشاه یې بیرته ایران ته راننویست. د دغې کودتا په اړه د زیاتومعلوماتو لپاره ولولئ
Stephen Kinzer, All the Shah’s Men: An American Coup and the Roots of Middle East Terror. Wiley and Sons, 2003
د ایران د پادشاه ستم د ولس او روڼ آندانو حوصله تـنګه کړې وه، خاصتا له ۱۹۷۸ راهیسې. په ګاوڼـډي افغانستان کې د ۱۹۷۸ په اپریل کې «خلکی» انقلاب وشو. آته میاشتې وروسته، د ایران پادشاه د ۱۹۷۹ په جنوری کې ایران پـریښود، او د دغه کال په فبروری کې دیني مشرحیات الله خُـمیني وروسته له ۱۴ کالونو تبعید نه ایران ته راستون شو. واشنګټــن په دې فکر کې و چې دیني شخصیت خمیني به د کمونیسټ شوروي اتحاد په وړاندې، د امــریـ‎‎کا کلک مورچل وګرځي. خو خمیني چې بهر نړۍ یې لیدلې وه او د خپل ولس د ژوند په ترخو شرایطو او د نړۍ په پرمختګ پــوهیده، فــوراَ یې دیــن او دُنیا په «اسلامي جمهوریت»او «لیکلي اساسي قانون» کې جرګه کړل، په دې ډول چې هم پکې د امام برخه څرګنده وه، هم پکې د دولت،هم پکې د ولس، اوهم پکې دعــلم او د علم د استعمال! شعاردا وچې «نه شرقي[شوروي اتحاد]، نه غربي [امریکا]، جمهوری اسلامي»! شوروي اتحاد او امریکا د اسلامي ایران په ضد،خو د عراق د ولسمشر صــدام حسین سـره اڼــډیـولان وو. صدام تقریباَ آته کالونه (سپتمبر ۱۹۸۰تر اګیست ۱۹۸۸) د ایــران سره لاس پــه ګـــرېـوان و. امام خمینی امریکا ته د «غټ شیطان» په سترګه کتل.
د افغان مجاهدینو مشرانو هم د لَـر افغانستان په مرکز (پیـښـور) کې ۱۶تر ۱۸ کالونه تیر کړي وو او د عـرب او عجـم میوې، پیسې او وسلې به ورته راروانې وې، خو د ۱۹۹۲ په اپریل( ثور ۱۳۷۱لمریز) کې چې کابل ته راننوتل، په سړک الطوایفۍ اوچورواکۍ یې پیل وکړ.
په کلکه اړتیا کې د غلیمو اړخونو عـقیدوي اختلافونه هم دملي ګټو له چوکاټه نشي وتلی. بیلګه یې د دوهمې نړیوالې جګړې(۱۹۳۹تر۱۹۴۵) په مهال د تهران کانفرانس (۱۹۴۳)و. دغه کانفرانس په تهران کې د شوروی اتحاد په سفارت کې شوی و: کمونیسټ لیډرسټالین او دوه کپیټلیسټ ليډرانو(امریکایي روزویلټ او برتانوي چرچل) پکې ګډون کړی و. موخه یې دا وه چې د جرمني په ضد ستراتیجي تنظیم کړي او له جګرې وروسته د اروپا د خاورې په اړه پرېـکړې وکړي. د شلمې پیـړۍ له نمایي راهیسې د ساړه جنګ په مهال، د شوروي کمونیزم په ضد د اسلام راولاړولو د امریکې په سیاست کې مهم رول لوبولی و. په ایران کې د خمیني له انقلاب راهیسې، واشنګټن انـدېښنه لرله چې له سعودي عــربستان نه تر مراکش پورې به کله د خمیني ښکارنده (پدیده) تکرارېـږي! واشنګټن عـرب مترقي نیشنــلیزم ته داسلام له لارې ماتې ورکړه.
د افغانانو جهاد امریکا د نړۍ هغې برخې ته راورسوله چې پخوا د امریکې د نفوذ له سیمې نه بهر پرته وه. نن امریکا په ټوله جنوب غـربي اسیا کې د خپلو اډو جال غځولی دی. امریکې د افغانانو پـه جهـاد کې۳،۲(درې عشاریه دوه)بيـلیون ډالر لګولي وو. د امریکې ولسمشر رانالـډ ریګن (۱۹۸۱تر ۱۹۸۹) ته د افغانستان مجاهدین نازولي وو! هغه په سپینه ماڼۍ کې حاضر مجاهدین داسې وګڼل:«دا ښاغلي د امریکې د موسسوپلرونو معنوي معادل دي.»فبروری ۱۹۸۳. په لانــدې عکس کې ښي اړخ ته پیغله، په کابل کې د کابل پوهنتوون دطب د پوهنځي د څلورم ټولګي پوهیدونکی وه او د پرچمیانو په مهال ښایی ۳میاشتې زنداني شوې وه. بیا امریکې ته کډواله شوه. په دغه غوڼــډه کې یې وظیفه نه ده څرګنده. ښایي د دې لپاره به غــوڼـډې ته رابلل شوې وي چې مجاهــدین په خـپله واکمنۍ کې د مـیـرمنو حــقـوقــو ته درنــاوی وکـړي؟ ژبــاړن په عکس کې د ریــګـن ښـي اړخ تـه نــاست دی.

February 1983: White House. President Reagan said that “these gentlemen are the moral equivalent of America’s founding fathers.” [quora.com 11 December 2016].
ولسمشر ریګن د ۱۹۸۵ په مارچ کې کوماندان عبدالحق داسې را پيـژني: «موږ ټول ویاړو چې نن ماښام زموږ په مینځ کې یو زړه ور کوماندان شته چې د افغان خپلواکی غوښتونکو مبارزانو مشر دی- عبدالحق. عبدالحقه موږ ستاسې سره یوو.»
“All of us are privileged to have in our midst tonight one of the brave commanders who led the Afghan freedom fighters-Abdul Haq. Abdul Haq, we are with you.”- Reagan
د امریکې د ولسمشر رانالډ رېـګن له خوا د ۱۹۸۲ د مارچ ۲۱ نیټه (د پسرلي لومړۍ ورځ ) رسماَ «د افـغـا نستـان ورځ» اعـلان شـوه:د ولسمشــر ریګن ارشیف، سیمي ویلی، کلیـفورنــیا. شـوروي اتحاد، په ختیزه اروپا کې«وسپنـیزه پـرده»(آیـرَن کرټن)،او د «بـرلین دېـوال» د افغان په وینو ړنګ شول. خو ۱۲کالونه، آته میاشتې او ۹ ورځې وروسته د ۲۰۰۱د سپتمبر د یولسمې نېــټې (۹۱۱) بخوله پېـښه شـوه او واشنګـټــن د کمونیـزم – ضد تاریخي ټلوال (اسلام) سره په ټکرکې ښکـېـل شو. بن لادن د برهان الدین رباني د واکمنۍ په مهال(۱۹۹۲تر ۱۹۹۶) افغانستان ته تللی و. بــن لادن د ۹۱۱ د بخولې(فاجعې) سره جوخت ویلي وو چې امریکې د هغه څه خوند وڅاکه چې مسلمانان ورسره د لویـدیـز له لاسه تقریباَ له «اتیا» کالونو راهیسې په کړاونو او سپکاوي اخته وو. یعنې لویدیز عثماني امپراتوري ړنګه کړه، منځنی ختیز یې په ۱۹۱۶کې د سایکس – پیکټ تړون له لارې د انګریزانو او فرانسویانو په مینځ کې ووېشه، او د ۱۹۱۷ د بلفور اعلامیې له لارې یې د اسرائیلو د دولت د رامنځته کولو لپاره زمینه برابره کړه. بلفور د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر و او په فلسطین کې یی رسماَ«د یهودي دولت[جویش هوملینـډ]» موضوع رامینځته کړه.
افغاني ټولنه محافظه کاره او د ۱۹۶۰ کالونو پورې متـقي او پرهیزګاره وه. غلام محّمد نیازي او/یا د هغه شاګرد عبد الرحیم نیازي په افغانستان کې د اسلامي غورځنګ وتلې څیرې وې. عبدالرحیم نیازي د ګلبدین حکمتیارسره نږدې اړیکې لرلې. غلام محّمد نیازي د مصر په الازهر پوهنتون کې (۱۹۵۴تر۱۹۵۷) د حدیثو په څانګه کې دماسټري درجه ترلاسه کړې وه او د کابل پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې استاد او رئیس و. په ۱۹۵۷ کې یی د اسلامي غورځنګ بنسټ کیښود. په ۱۹۷۴ کې د ولسمشر محمد داود (۱۹۷۳ تر۱۹۷۸) په واکمنۍ کې زنداني شو، او د خلکي واکمنې په مهال (اپرېل ۱۹۷۸تر دسمبر ۱۹۷۹) ووژل شو. برهان الدین رباني په کابل پوهنتون کې د شرعیاتو د پوهنځي پوهېدونکی(محصل)و او ورپسې هلـته ښوواند(استاد )ولګید. په ۱۳۴۵لمریز(۱۹۶۶ز) کې ورته په الازهر پوهنتون کې د تحصیل لپاره دولتي بورس ورکړل شو. هلته یې ماسټري لاسته راوړه. خو د ډاکترې تیزس یې (دمولانا عبدالرحمن جامي په اړه) بشپـړنکړ او بیا د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهـنځي کې استاد ولګـېد.
بـر هان الدین ربـاني: «الجهاد لقـوة الـدولار»!
زه ځیرکیار په افغانستا باندې له شوروي یرغل نه څلور میاشتې وروسته (۲۷ اپرېل ۱۹۸۰=۷ ثور۱۳۵۹لمریز) له کابل نه د لوګر او د پکتیا د ځاځیو له لارې، د لر افغانستان پیښور ښار ته، د مې میاشتې په لومړئ یا دوهمه نېټه د خپلې میرمنې او د حقوقو او سیاسي علــومو د پـــوهنځي د
درې فارغانو او دوه تنو مجاهدینو سره ورسېدلم. د می په نیمایي شاوخوا کې رباني خپل دفتر ته وغوښتلـم. دی په بيــړه کې و،کوم کنفرانس (په ډېــر ګمان سره اسلامي کنفرانس)ته روان و. زما نه یې هیله وکړه چې که د ده لپاره د راتلونکي افغانستان د اساسي قانون مسوده ولیکم. ما ورغـــبرګه کړه چې اساسي قانون د قـدرت نقشه ده اود همغه هیواد ټولنه پکې پروګرامیـږي. ورزیاته مې کړه چې د دغې نقشې د جوړولوو لپاره لږ تر لږه يو سیاستپوه، یو حقوقـپوه، یـو ټولنـپوه، یو دینــپوه او یو تاریخپوه ته اړتیا ده! رباني ارام سړې معلویده، د وینا طرز یې هـم ارام و. ماته یې وویل چې له کنفرانس نه راستون شم، مفصلې خبرې به درسره وکړم. ګمان کوم چې زما په اړه به ورته په کابل پوهنتون کې زما شاګردانو معلومات ورکړي وو؟ دی په سفر لاړ. په کابل پوهنتون کې زما یو شاګرد د رباني د«جمعیت اسلامي» پلوي و. هغه په پیښور کې زما ډېر خدمت وکړ: هغه په محفوظ ډول او په ګړندي ډول د جمعیت اسلامي یو مامور زما استوګن ځای ته راولیــږه او د محمد داود د ولسمشرۍ د مهال دوه پاسپورټونه یې راته جوړ کړل. زه د خپلې کورنۍ سره د ۱۹۸۰ د می میاشتې په وروستیو ورځو کې لویدیز المان ته د سیاسي کډوال په حیث ورسیدلم او د همدغه کال په دسمبر کې امریکې ته کـډوال شوم. لـه امریکې نه مې په پیښورکې د کابل پوهنتون د پخوانو استادانو(بهاالدین مجروح، رسول امین، اوحکیم تڼیوال) سره خپلې اړیکې وساتلې. تڼـیوال ته مې ویلي وو چې رباني رانه د اساسي قانون د مسودې د لیکلو هـیله کړې وه؛ فکرکوم چې په افغـانستان کې د سـیاسي قدرت د نیولو تیاری نیسي او ښایې په دې اړه ورسره د کوم مهم بهرني هېواد(شوروي؟) لاس وي!
برهان الدین رباني د محّمد یوسف ځوی په ۱۳۱۹لمریز(۱۹۴۰ز) کې د بدخشان ولایت په مرکـز فــیض اباد کې زېـږېـدلی و. زما په آنـد ، رباني په عـقیده باندې عـقیده له لاسه ورکړې وه او په دیني افـلاس اخته شوی و؟ کله چې د جنګ او پیسو اړیکې کلکې شي، نو بیا معنا د مادې په پَـل ځي. په پيښور کې د عـرب او عـجم سیاسي خیرات جوړ شوی و. «زندګی بعد از قدرت و دست یابی به ثروت بی حد، او[بر هان الدین ربانی]را به تاجری تبدیل کرد که درد اسلام و مردم و مبارزه و عدالت را یکسره در وجودش اتش زد و ازهمه آن ادعا ومدعا به جز از یک مشت خاکستر چیزی زیاد باقي نماند.»(عتیق الله مولوی زاده،«از برهان الدین ربانی تا صلاح الدین رباني»، دانش نامه آریا، پندارنو).
INCLUDEPICTURE "http://www.hambastagi.org/new/images/stories/jamyat_leaders.jpg" \* MERGEFORMATINET Hambastagi.org 15/7/2013
بـرهان الدین رباني چې د ۲۰۱۱ د سپتمبر په ۲۰ په کابـل کې ووژل شو، د جمعـیت اسلامي ګونـــد د مشر توب کرسۍ تشه پاتي شوه: عطا محمد نور،ضیا مسعود، ولی مسعود او د رباني ځـوی(صلاح الدین ربانی) د ډېـر وخت لپاره په کرسۍ جوړ نشول. د دغه ګونـد د اصونـامې له مخې، یواځې کانګوره د ګوند عالي شورا او مـــشر غوره کولی شي. خوله دوه کالونو نه د زیات وخت لپاره د جمعیت اسلامي ګوند «په میراثي ډول» د صلاح الــدین رباني په سرپرستۍ چلیده. نوموړی د ۲۰۱۳ د جولای په لومړۍ نیټه، په کابل کې د یوې «خصوصي غوڼډې» لــه خـوا د «موقت رهبر» په څـېراعلان شو، که څه هم د ګوند غړو او کانګـورې پکې ګــډون نـه لارره.
د ۲۰۰۱ په اکتوبرکې چې په طالبانو برید وشو،جمعیت اسلامي بې له برهان الدین ربانی او «یو څو نیم فعال غړو» نور څوک نـلـرل. جمعیت اسلامي ظاهرا ټـوټه ټــوټه شوی نه دی ،خوعملا ټوټه ټوټه شوی دی: پينځه شپـږ تنه ځانونه جمعیت اسلامي ته منسوبوي، خوپه نورو ګوندونو یا تشکیلاتو کې اخته دي «واز جمعیت اسلامی در مواقع بحران یا شکست به مثابه انبار تبلیغاتی استفاده می کنند.» دغه اشخاص دا دي: عبدالله عبدالله «شورای نظاری»، امرالله صالح که بیش از دیګران مورد توجه امریکا و سي. آی. أی. است، یونس قانونی په «افغانستان نویـن» کې اخته دی، ضیا مسعود «با چند جنایتکار دیګر ٫٫جبهه ملی٬٬ را ساخت...ولی مسعود سر ګرم سود جوی از ٫٫بنیاد احمد شاه مسعود٬٬ شد که پس از مرګ مسعود منبع و مرجع اصلی انتقال میلیونها دالر از سرمایه های این خانواده به خارج است. عطا [نور] به فکر غصب کامل جمعیت[اسلامی]، هرچند حزبی نساخت، اما توسل به باند مسلح متـشکل از دزدانش امپراتوری اش را در بلخ بنا نهاد و سر ګرم سرمایه اندوزی شد.» دغه شان عطا محمد نور «معلـم بی سواد سپـورت را...مادم العمر ولایت مزار شریف و مافیای قاچاق مواد مخدر و زمین و خانه و قتل را به عنوان رئیس شورای اجرائیوی خودش[صلاح الـدین ربانی] تعین ګردید.» په دې ډول نور« د قارون په خزانه ناست دی» او «د زور، زر اوتزویـر مثـلث یې» جوړ کړی دی. اسماعیل در «هرات ٫٫شورای مجاهدین٬٬ را ساخت و همراه با [قسیم] فهیم برای نصب افراد شان در پست های مهم و سودآور ولایت، ریاست، ګمرک، قوماندانی امنیه وغیره در سراسر افغانستان شدند. تعدادی از جمعیتی ها نیز با استفاده از زور و تقـلب کرسی های پارلمان را غصب کرده از آن طریق به ستمګری ومعامله ګری شان ادامه دادند.»(بزکشی بر سر لاشه جمعیت اسلامی افغانستان٬٬ـ همبستګی.اورګ. ۲۴سرطان ۱۳۹۲لمریز=۱۵جولای ۲۰۱۳= ۷ روژه ۱۴۳۴سپوږمیز).

په افغانستان کې روان فساد زبرځواکه امریکا په ګوڼـډو کړې ده ځکه چې مخنیوی یې نشي کولی. احـمد ضیا مسعـود چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په لـومړي پیر کې (دسمبر ۲۰۰۴تـر نـومبر ۲۰۰۹) مرسـتیال ولسمشــر و، او اوس د نړۍ د دوهـم مفکـر اشرف غني په ولسمشرۍ کې د سمونونو او روغ حکومت استازی دی، د ۲۰۰۹ په اکـتوبـر کې د دوبـۍ ښار په هــوایي ډګـر کې د امـریکا او د دوبــۍ د مامورانو له خوا د څارنې لاندې ونیول شو او ۵۲ ملیون نغـدې ډالرې یې ورسره ومیندلې. خو احمد ضیا مسعود پـریښـودل شو او هیڅ پوښتنه ورنه ونشوه! ولــې ورنه پوښتنه و نشوه؟ زما ځیرکیار په نري اټکل، د دوبۍ او امریکا څارګرو کړیـو تـه د اتحـاد شـمال د مشـرانو خـیانـتونه او فـسادونه څـرګـند وو، خـو غــوښتل یــې و پـوهــیـږي چې دغه ډالـــر په امریکا کې چاپ شـوې وو که په پنجشیـر یا کوم بـل ځـای کــــې؟
« په افغانستان کې یو بل افغان چې په دوبــۍ کې یــې «فـوق العــاده شتـمني» خونـدي کـړې ده، شـیــر خـان فـرهـود نومیـږي[ فرهود لکه چې د هزاره جات وي]. نوموړی د کابل بانک مشر دی. ویل کیـږي چې فـرهـود د دوبۍ د ښار په بحیره کې د خُـرما د مجمع الجزایر په مصنوعي او قیمتي سیمه (پام جمیرا) کې ۳۹ ابادۍ لري.ـ ځیرکیار، د غلواکستان اقتصاد: د مسعود او فرنود ډالرواله(افغان- جرمن انلاین. نومبر ۲۰۱۶).
WikiLeaks: Afghan vice-president “landed in Dubai with $52m in cash”.
صدیق چکري چې د اسلامي جمعــیت تکړه غـړی او د برهان الـــدیـن ربـانـي زوم و، پــه ۲۰۱۰(۱۳۸۹لمریز) کې د حــامـد کرزي په کابینه کې د حج او اوقافـو د وزارت پالــنـوال (سرپرست) وزیـر لګیدلی و. خو د دیني چارو دغه وزیر «با پـشتاره ای از دالـردر میــدان هوایی کابل دستګیر شد.» خو په دې بریالی شو چې د ډالرو د خورجین سره لندن ته وتښتي او «تحت حمایت انګریزها سرګرم تجارت شخصی در انجا شود.» د مرکزي بانک رئیس قـدیـر فطرت او د اسلامی جمعیت یو «نامتو» غړی په دې بریالي شول چې د یاد بانک له پانګې نه شل میلون ډالر د ځان سره امریکې ته وتښتوي او «زیـر بال کاخ سفید آزادانه عـیش می کـنـد.» د ښوونې او روزنې وزیر یونس قانوني خو هم په غیر قانوني معاملو کې له چا ټـیټ نه و: قانوني په غــیر قانـوني ډول ۲۵ میلیون ډالر «از سهمیه کودکان وطن را به جیب زد.» خو داچې د پارلمان د رئیس په حیث د مټ خاونـد و، په پـارلمان کې د ملالۍ جویــا چغې پـرې اغـیز نــشو کولی. حسین فهیم چې د خپل ورور قسیم فهیم «خزانه دار» و، په سلونو میلیون ډالریې له کابل نه ووهـلې. خو د خپل ورور قسیم فهیــم په مټ یې (چې د حامد کرزي لـومړی معاون و)هیچا د پـوښتنې جـرئت ونـکړ. پخپـله قسیم فهيم هم په زرګونو جریبونو دولتي زمکه خیټه واچـوله. یوسف پښتون چې د ښارسازۍ وزیر و، فهیم یې «رئیس مافیای زمین» وګاڼه. ضرار احمــد مقـبل، بصیر سالنګی، بســم الله محّمــدی، ایـوب سالنګی، جبارتـقـوای، حفـیظ منصـور، داکتـر مهدی،علم ایزدیار،... «از جمعیتی های دو اتشه بودند که اسلحه در شانه زیر نام ٫٫ جهاد فی سبیل الله٬٬ می جنګیدند اما به مجرد چشیــدن مـزه دالــر و قـدرت هر کدام شان به یاری به اصطلاح ٫٫ جامعه جهانی٬٬ در ٫٫ الـــجـهــاد لـقـوة الـدولا ر٬٬ غرق اند.» د ۲۰۱۲ په جون کې نجیب الله کابلي چې د «ملی جبهې» د مشرتابه غړی و، ځان له دغه سازمان نه لـرې کړ او ویې ویل چې دغه جبهه «با دریافت کمک از کشو رهای خارجی در پی تجزیه افغانستان است.»- پـندار نــو. سایت مستـقل و غیر وابسته به احزاب و ګروه های سیاسی).
برهان الدین ربانی د۲۰۱۱ د سپتمبرر په ۲۰ ووژل شو. له دې پیښې یو څو میاشتې وړاندې، پــه افغانستان کې یـو لـوړ پـوړي غـربي مامور کابل ته نـږدې په یـوه غـوڼـډه کې ویلي وو چـې د بـدخشان له لارې څـوبیلیون ډالر چیـن ته تیر شوي دي!
قارون د شتمنۍ سمبول، افراطي ځان خوښی،بخیل او د موسی (ع) د تره ځوی و. ان الله لا یحب المفسدیـن. ان الله لایحب الفرحین.

 

بـرهـان الــدیــن ربـانی د۱۹۹۲ پـه جـون کـې د پاکستان د استخـباراتو پخــواني مشر حمیــدګل تـه بلــنه ورکـړې وه چې که په حکــومت کې یې مـشاور شي. خو حمید ګل یې هــیله ونه منله.

لاندې عکس کې کیڼې خواته:د برهان الدین رباني لور د مـیـړه په څنګ کې، ښایي په فرانس کې؟
احمدشاه بابا په مکه معظمه کې د «افغانی رباط» په نوم یو ځای مسجد الحرم ته نږدې جوړ کړی و چې افغان حاجیان پکې د حج په مهال دمه وکړي. دغه ځای په «حاجي سرای» یا «کاروان سرای» هم یادیده. د برهان الدین رباني د واکمنۍ په مهال، د افغاني رباط د مالکیت په اړه کړکیچ راولاړ شو. افغاني ربـاط وروسته د رباني د پلویانـو په ولکه کې ولوید. د کندهار محّمد فــقیـر اخوندزاده ویلي وو چې دغه ځای د بې وزلو افغانانو لپاره ډېــر ګټور و.
Ashraf Ghani “said the building was sold to an Arab Sheikh by a close aide of Ustad Burhannudin Rabani, the former President of Afghanistan, on throwaway price.”
دغه موضوع د طالبانو په مهال د سعـودی عربستان سره مطرح شوه خو کومه ګټه یی ونـکړه، ځکه چې طالبانو د سعودي عـربستان سره نـږدې اړیکې نه لـرلې. د محّمد فــقـیر اخوند زاده د وینا له مخې، افغاني رباط (حاجی خانه) د محّمد صدیق چاریکاری په واسطه خرڅ شوی و چې د برهان الدین ربانی د واکمنۍ په مهال(۱۹۹۲تر۱۹۹۶) د دیني چارو وزیــر و.
www.pajhwok.com[12 January 2017].

د بلخ د خودمختار والي «سترجنـرال» عطا مــحّـمـد نـور لانـدې فرمان د قـارونـیــانـو ظـاهــر او بــاطـن ډاڼــدس کـوي! دغـه سـنـد ما (ځـیــرکیار)تـه د ۲۰۱۲ د می په ۲۹(۳۰ اګست۲۰۰۷) د ډاکتر سیدخلیل الله هاشمیان او د حبیب هوتکي له خوا په ایمیلونو کې رارسـیدلی و. دواړه ژونــدي دي او د امریکې په کلـیفـورنیـا ایـالت کې او سـیـږي.

INCLUDEPICTURE "http://sphotos.xx.fbcdn.net/hphotos-prn1/536164_421824787849001_100000644508749_1370058_1326476494_n.jpg" \* MERGEFORMATINET

د مـحّــمد عـمـر اخونـد ژونــد لــيک

محّمد عمراخوند چې په خټه پښتون او د هـوتکو په تـومـزي څانګه پورې تـړلی و،حنفي مذهــبه سني مسلمان و. قـومي او دیني چاپیریال یې ورته د دې زمینه برابره کړې وه چې د خپل هیواد او دین د دفاع په مورچل کې ودریـږي. وروڼه او ترونه یې «ټول مجاهدین [وو] او تر اوسه پورې یې د خپلې کورنۍ څلور تنه شهیدان شوي دي.» د محّمد عمر اخوند تـره ملامحّمد حنیفا«لومړی شخص و چې د امریکایي یرغلګرو په بې رحمانه هـوایي بـرید کې[اکتوبر ۲۰۰۱] په شهادت ورسید.» دمحّمد عمراخـوند خوراک او لباس ساده او وینا یې «بې تکلفه»[اسانه] وه، اوپخپله هم څو ځلې په جهاد کې ټپي شوی و. د طالبانو مـشر محّـمـد عمـر اخــوند له ځان ښودلو نه ډډه کوله.
محّمد عمر اخوند د ۱۳۷۵هجری لمریز د وري د میاشتې په ۱۶(۴ اپریل ۱۹۹۶، ۱۵ ذولقاعده ۱۴۱۶) د دیني عالمانو له خوا د «اسلامي امارت» مشر وټاکل شو. محّمد عمر د مولوي غلام نبی ځوی، د مولوي محّمد رسول لمسی، او د مولوي بازمحّمد کړوسی و، او په ۱۳۳۹لمریز(۱۹۶۰زییز) کې د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چاهـمت په کلي کې زیــږیــدلی و. دوه کالونه وروسته یی پلار د کندهار د ډڼـډ ولسوالۍ د نودې کلي ته لاړ،او په ۱۳۴۴ل(۱۹۶۵ز) کې په دغه سیمه کې په حق ورسید. څلور کلن محّمد عمر د خپلې کورنۍ سره د اورزګان ولایت د هـراود ولسوالۍ ته لاړ، او هلته دخپلو ترونو (مولوي محّمد انور او مولوي محّمد جمعه) سره اوسیدلو. هلته یی په آته کلنۍ کې دیني زده کړې د خپل تـره محمد انور د کتنې لاندې پیل کړې وې. خو د هغه مهال د مروجو لوړوشرعي زده کړو مرحله یې په ۱۳۵۷ لمریز(۱۹۷۸زییز) د خلکي واکمنۍ «له امله نیمګړې پاتی شوه.» جهاد یې د اورزګان ولایت په هراود ولسوالۍ کې «د اسلامي انقلاب د حرکت» په تنظیم کې پیل کړ، او ډیر زر د سیمې د مجاهدینو له خوا د مشر او بریـد کوونکي کومانـدان په څیـر غـوره شـو او «په لومړي ځل» ټپـي هم شو. په ۱۳۶۲ل(۱۹۸۳) کې د جهادی فعالیتونو د انسجام لپاره د کندهار ولایت د میونـد ولسوالۍ ته لاړ او هلته یې د شوروي یـرغــلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په وړانـدې پاڅـون وغــځاوه، او د مولوي محّمد نبي محّمدی د اسلامي انقلاب د حرکت د تنظیم
له خوا «د مستـقلې جهادي جبهې مسولیت ورته وسپارل شو.» په ټولو وسلوکې یې «آر.پي. جي. ۷» توغـندی خوښیده، ځکه چې د یرغلګرود ټانکـونو د ویشتلو لپاره اغیـزمن راکټ و، او ده یې په ویشتلو کې ځانګړی مهارت درلود. ملا محّمد عمر په مخامخ جهادي نښتو کې «څلور ځله ټپي شوی او په وروستی ځل ټپي کیدلو کې یی هم خپله ښۍ سترګه له لاسه ورکړې» وه.
د ۲۰۰۱ اکتوبر په میاشت کې په افغانستان باندې د امریکې د یرغل په مهال،محّمد عمراخوند خپل ولس ته داسې پیغام وړاندې کړ: هسسک څښښتن په «هرڅه قادر دی» او د امریکې او د «یـو ميـږي د قـدرت هیڅ فـرق نشته». محّمد عـمراخونـد امریکا او ډلـه یـی پــه غـوږ وهي چې: «اسلامي امارت داسې نظام نه دی چې...عسکر به یی تاسو ته تسلیم شي، بلکې دا د جهاد منظمې جبهې دي.» محّمد عمراخوند د امریکې د یرغل په پیل کې خپل ولس ته د یوې راډیویي وینا په ترڅ کې یــرغلګــرو او د هغــوی ګـوډاګیانو ته داسـې په ډاګه کړه: «وسلې مرګ کـولی شي، خو مرګ ګــرځـولی نشي». یعنې یــرغلګــر او ګوډاګـیان یی له ځــان نــه مـرګ ګــرځـولی نـشـي! د ۱۹۹۲ په اپریل کې د نجیب د واکمنۍ په رانسکوریدلو او د مجاهدینو په واکمن کیدلو سره، ملا محّمد عمر وسله له اوږې کوزه کړه او په خپله جهادي سیمه (د کـندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنګ حصار د ګیشانو په کلي )کې یې یوه دیني مدرسه جوړه کړه او هلته میشت شو. خو د کندهار او هرات ترمینځ په لویه لارکې پاټکیانو او جنایتکارانو د ولس په ناموس او مال تجاوز پیل کړ. د شوروي ضد جهاد په مهال د مجاهدینو عمومي قاضي مولوي سید محّمد صاحب(چې په مولوي پاسني صاحب یې هم نوم وېـستلی و)، ملا محمد عمراخوند یې د فساد په ضد پاڅون ته وهڅاوه( ۱۵محرم الحرم ۱۴۱۵=۳ چنګاښ ۱۳۷۳=۲۴ جون ۱۹۹۴). محّمدعمراخوند په خپله سیمه کې د جنایتونومخه ونیوله. خو په کابل کې د ۱۳۷۱لمریز د غویي له اتمې نیټې (۲۸ اپریل ۱۹۹۲) راهیسې په سیاسي قـدرت مخ په زیاتیدونکې وزلــوبـه[بزکشي] روانه وه. د دغې ګډوډۍ او سړک الطوایـفـۍ لوبغاړي هغه اشخاص وو چې د عرب او عجم په سیاسي خیرات کې یې ارزوګانې پـړسیدلې وې، د خپل هیواد حقوقي شخصیت او ملي ګټې یې له پامه غورځولې وې،او یو یې هم په جهاد کې ټــپي شوی نه و. خاصتاَ د احمد شاه مسعـود او بـرهان الدین رباني ډله د روسیې په لارښودنه د پرچمي – ستمي کړیــو په مــلاتـړ قـدرت ته ورسیدله. جهاد لاړ ، مذهبي او قبیلوي شخړو زور ومیند، او په زرګونو افغانان د خپلـو نا اهـلـه وروڼو له لاسه د خاوروخوراک شول.
دغې کرغــیړنې وضعې ګڼ شمیر دیني عالمان دېـته ا ړکړل چې محّمد عـمر اخوند مشر وټاکي. د ۱۳۷۵لمریز د تلې په ۶ نیټه(۱۴ جمادی الاولی ۱۴۱۷= ۲۷ سپتمبر ۱۹۹۶) د افغانستان پلازمینه کابل د طالبانو په ولکه کې شو،او ورپسې یې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په «۹۵فیصده» [ ښايي نږدې ۹۰ سلنې] خاوره کې خپله واکمني ټینګه کړه. طالبانو په ګړبـیـدلـي افغانستان کي انـارشي(ګډوډي) له مینځه وېـوړه، د خاورې بشپـړتیا او د ملت امنیت یې ټینګ کړل. دغه ټول خورا مهم سریز کارونه د قدر وړ وو!زما ځیرکیار په اند، امنیت ښایي په زندان کې له بل هــر ځایه ډېـر وي، خو هیڅوک نه غواړي چې په زندان کې ژوند وکړي. انسان په زمکه کې خلیفه شوی دی، په دې دلیل چې پـوهـه لري! طالبانوباید مینځکوره (متوسط) مقامونه عادلومسلکي افغانانو ته ورسپارلي وای. طالبانو چې کابل ونیو، زه درې میاشتې وروسته لـه امریکا نـه په اروپا کې د څـلـور نـورو خواخـوږو افغـانانوسره طابانو تـه ورغلی وم. ۳ ورځې مو په کندهار کې، دوه په کابل کې او یوه په جلال آباد کې تيرې کړې. د محّمد عمر اخونـد سره مو ولـیدل. په یوه کوچنۍ کوټه کې په عادي کټ کې ناست و. ښه راغلاست یې زموږ هـر یـو سره په غیـږ وکړ. زمـوږ خبرو ته یې کلک غـوږ ونیـــو، او ورپسې یې خپلې خبرې وکــړې. د کابل په ارګ کې مو د مولوي احسان الله احسان سره ولیدل. په یوه بله ورځ زه ځانله ورغلم. بحث مې ورسره وکړ. خبرلوڅ او خبرو ته متوجه انسان و. تکـړه لیــډر ورنه جـوړېــدلی شـو. خو د مزارشریف په جګړه کې لکه چې مخالفانو[هزاره ګانو؟] حلال کړی و. ماته یې د خپل ټلفون دوه نمرې راکړې. خو یوې هم کارنه کاوه، ځکه چې هغه مهال افغانستان نه خپل ټلفوني کوډ لاره او نه د پوستي د نړی وال سازمان غړی و.
اسلام په سعودی عربستان کې راغلی و. هــلته له نارینه زده کونکو نه جلا، ښځې د تعلیم حق لري. طالبانو هرڅه په خپلو زیـړو کتابونو کې کتل، او چارپوهانو ته یې اړتیا نه لیدله. بـن لادن د برهان الـدین رباني په مهال افغانستان ته راغلی و. هغه د افغانانو میلمه ورور و، نـه واکمن. هغـه باید د ورور په څیـر ژوند کړی وای، نه د جنګیالي په څيـر. پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره بن لادن وساته او په امریکا یې خرڅ کړ. طالبانومـړ بودا په توپـونو وویشت. مـړپه دې معنا چې هیچا یی عبادت نه کاوه. په پښتو کې یو متل دی چې «له کور اوکلي وځه، خو له نــرخـه مه وځــه!» په خپل هیواد کې دغسې عمل نه سلطان محمود کړی و او نه احمد شاه بابا! بل دا چې د نړۍ کلتوري کړۍ په طالبانو شکمنې شوې چې ښایي دغه عمل به یې د پاکستان د خوښۍ لپاره کـړی وي؟ پاکستان د لویدیز په لاس او د لویدیز د ګټو لپاره جوړشوی «کومپرادور» ( دلال) دولت دی. طالبان سرتیري خلک وو، خو د خپل ربړیــدلي ملت لپاره د کور- کالي - ډوډۍ د پیــدا کـــولو په چـل نه پــوهـیـدل؟! د طالـبانـو بـله کمـبـخـتي داوه چې غـوریالی او فکرمند مولـوي احسان الله احسـان یې په جګړه کې له لاسه ورکړ. د کاروېش مولدیت غښتلی کوي. طالبان په دې سیاسي تال روان وو چې «میم زوَرماـ ټوله زما!» طالبانو د مسعود-رباني له ګډوډۍ زده کړه ونکړه. زما دا لیکنه د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۰= ۲۱ جدي ۱۳۹۵لمریز بشپړه شوې وه. خو ناڅاپه مې په کمپیوټر برید وشو او د لیکنې لوستل یې ناممکن کړل. د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۶ د یو چارپوه په مرسته بریالی شوم چې ټول متن سم لاسته راوړم. نن مې د انجنیر نظر محّمد مطمئن په لیکنه کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په نیویارک کې د هغوی د استازي مولوي عبد الحکیم مجاهـد ویناولوستله: «د استاد رباني په خوله، طالبان مقدسې فرښتې وې،[هغه]ورسره مرسته کوله. همدې طالبانو یوځل د جهاد په وخت کې قرباني ورکړه او جهاد کامیاب شو. بیا یې د مجاهدینو د ګډوډۍ مخنیوی وکړ او هیواد یې له تجزیې څخه وژغوره، او طالبانو د ډاکتر نجیب الله د وژلو پړه هم په غاړه نه ده اخیستې. عبدالحکیم مجاهد زیاته کړه چې «اصلاَ رنځ په هـیـواد کې افـراط دی، اعـتماد نشته ....طالبانو ته لویدیــزو رسنیو اواستاد برهان الدین رباني فرښتې(ملایکې) ویل[خو]کله چې طالبانو حکومت ونیو، اصلا ستونزه له دې ځای پیل شوه. د مجاهدینو په نوم امتیازات تر ننه پورې خلک اخلي. حال داچې اصلي مجاهدین د جهاد تر بریالیتوب نه وروسته مدرسو، مسجدونو او کورونو ته ولاړل....تر۱۹۹۶زییز پورې طالبان یو مقدس حرکت و.» خو کله چې واکمن شول، «افراط له دوی څخه هم وشو. واک یې انحصار کړ. افرط کمونستانو وکړ، افراط مجاهدینو وکړ، افراط طالبانو وکړ اوافراط اوسني[لاسپوڅي]نظام په تیرو ۱۵ کلونوکې کړی دی، افراط اصلی رنځ دی چې سوله نه راځي.» د فرانسې په چانتي ښار کې د احمدشا مسعـود ورور احمد ضیا مسعود «په ډیره سادګۍ پوښتننه وکړه چې، مجاهد صاحب! طالبانو ته کومې مرجع او ملا د خلکو د وژلو او انتحار فتوه ورکړې ده؟ » عبدالحکیم مجاهد ورغبرګه کړه چې:«د سردار [محمد] داود خان حکومت یو مشروع او قانوني حکومت و، د هغه په ضد چې[د ۱۹۷۵په اوړی کې]د پنجشیرڅخه کوم حرکت پیل شو، ستا ورور احمدشاه مسعـود ته چا فـتوه ورکړې وه چې د داود خان د نظام په مقـابل کې یې بغـاوت پیل کـړ؟»(عبدالحکیم مجاهد څه وویل(یاغي او د ګـډوډیو عاملین)ــ ټول افغانستان.کام:۱۶ جنوری ۲۰۱۶.
محّمد عمراخونـد( د جهاد په مهال، د امارت په مهال، یا د امریکې د یرغل او اشغال په مهال) پاکستان ته هیڅکـله نه و تـللی. په ۲۰۱۲زییزکې امریکــایانو د ملا محّمد عـمــر په ځاي ټاپه وهلې وه چې ويې وژني. خو هغه د خپلو ملګرو سره یو پټ خو سوړځای ته لاړاو هلته د کـلکې محرقې(نمونیا) او یخنۍ له امله په افغانستان کې د ۲۰۱۳ د اپرېل په ۱۳/۱۲نیټه (۲۴/۲۳ حمل ۱۳۹۲لمریز=۲/۱ جمادالثانی ۱۴۳۴) په حق ورسید او مړی یې د افغانستان په یوبل ولایت کې خــاورو ته وسپارل شــو.
د محّمد عمراخونـد خوراک، لباس،او وینا ساده وو. په ډاډ ســره ویــلی شم چې هغه د خپل هېـواد د معاصرو واکمنانو په ډله کې له هـر یوه نیستمن و او د بیت المال له شتمنیو نه یې شخصي ګټه نه وه اخیستلې. په لمریز کال ۱۳۷۸(۱۹۹۹ز) کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له خوا په افغانستان باندې «اقتصادي بندېـزونه ولګېـدل او په بهرنیو بانکونو کې د طالبانو د مشرانو د مالي حسابونو په کنګل کېـد لو حُکم وشو». خو محّمد عمر اخوند نه د خپل هـېـواد په دنـنه کې او نه یې «بـهــر په کوم بانک کې، نه په خپل شخصي او نــه هـم پـه مستعار[پټ] نوم مـالي حساب درلود.» دمحّمد عمر اخوند د امارت په مهال، د کندهار ښار په شمال لویـديــز کې د بـابـا صاحب د غـره د کوتل لاندې سیمې په شاوخوا کې «کومه ولسي ابادي نه وه.» له دې امله د محّمد عمر اخونـد دفـتـر او استوګنځی هلته جوړ شول. هلته کافـي ځای و او مراجعینو په اسانۍ سره خپل مسایل دهغه سره مطرح کولی شول- دغه نوې ابادي «هم د تصرف په لحاظ د بیت المال له عمومي ملکیتونو څخه ګـڼـل کېـده»، نـه د محّمد عمر اخـونـد شخـصــي ملکیت.(د محّمدعمراخونـد بشــپـړ ژوند لیک. د افغانستان د اسلامي امارت د فرهنګي چارو د کمیسیون د تاریخ د څـانګې له خوا. ۲۰۱۵-۴-۴نن ټکی اسیا).

د استاد رباني او عـمر اخوند مقایسه
قـارون د موسی(ع) له قومه و[ د موسی(ع) د تره ځوی و]. هغه دومره شتمني لرله چې د خزانو دکیلي ګانو وړل يــې د قـوي اشخاصو د ډلې لپاره مشکل کار و. هسک څـــښتن مغــرور
خوښي کوونکي نه خوښوي. ان الله لایحب المفسدین. ان الله لا یحب الـفرحین. دلته وینو چې قارون د کبرجن شتمن سمبول دي. هغه په بُخل او حسد کې وتلی مقام لاره، او په ځان خوښۍ کې افراطي و. هغه په دې آند و چې ډېـره شتمني به انسان هسسک څـښتن ته نــږدې کـوي. قارون، د تره ځوی یې موسی(ع)، او فرعون (دوهم تـتـموس: ۱۴۹۲تر ۱۴۷۹قبل المیلاد) درې واړه هـمـپـیـړۍ وو. ښایي د قارون او فرعون ټلوالې به د موسی(ع) اصلاحاتي پلان شڼــډ کړی وي؟ د اسـلا مـي عــالِـم بــرهان الـدیــن ربــانــي او د هغه د ډلې (اتــحـاد شمال) چل ولــونو، هـېـواد پــلورنـې، څومختـوب، او د غـیـرت ګلتـوب په ځای پیـسه ګـلتـوب تـه یــې قـارون ګــري ویـلی شو. د خپل ژوند په وروستیو پـړاونو کې د ربانی اعمالو هغه له خپل رب نه لــرې کــړی و: د رباني په تګلاره کې نفساني هیلو، شیطاني وسـوسـو او دوه مختـوب تنسته غځولې وه او له دې امله د رباني په څو مختوب کې د ربانیت د مفهـوم ظرفـیت ته پـاټک اچــول شوی و. دغه شان دالله(ج) نوم (رب) یې په خـپل شعــور او اعمالو کې نه و پالـلی او خپلې ډلـــې (اتحاد شـمال) ته یې هم دکمال او خیر لار نه وه ښودلې، بلکې شـر او فـســاد ته یې رابللي وو. د برهان الــدین رباني او د هغـه د ډلې (اتحـاد شمال)کارونه د قــارون کارونوتـه ورته دي. ربانـي او اڼــډيـوالانـو ته یی اسلام او افغانستان لوښـي (وسیلې) وو، نه عــقـیـده او هـیواد! پخپله رباني او اڼــډیــوالانو يې د پیسو او کـرسـیو په بدل کې اسلام او هــیواد پـلورلي دي! برهان الدین رباني چې نه «برهان الدین» و او نه «رباني»، پوهاند سید خلیل الله هاشمیان ورته نـږدې دېــرش کالونه وړانــدې «خـوجـه ئیـن» ویلی و: «ترکیب (خوجه ئین) درولایات شمال بسیار استعمال میشود ومعنی آن ثروتمند بزرگ است، لقب دیگر (بای) است، اما بـرای ملیونر (بای) استعمال میشود وبرای ملیاردر (خوجه ئین)- فکرمیکنم در پشاور اورا خوجه ئین گفتم وباز که بکابل رفت ودرسالهای ۱۹۹۰ باراول به تخت سلطنت کابل نشست تا آخر حیات اورا (خوجه ئین) خواندم.»با عرض احترام هاشمیان-۳جنوری ۲۰۱۷=۱۴جدی۱۳۹۵
محّمد عُمر اخوند او استاد برهان الدین ربانـي دواړه افغانان اوسني مسلمانان وو. ربـاني تاجک و او عـمـر پـښتون. رباني د کابل په شرعیاتو پوهنځي او د مصر په الازهــر پوهـنتون کې تحصیل کړی و ، او عُمر په کلیواله مدرسه کې. رباني د ولسمشرمحّمد داود په مهال ځان په ۱۹۷۴زییز کې پیـښور ته ورساوه. دا هغه مهال و چې په پاکـستان کې سوشلــیسټ ذولفـقارعـلی بـوټـو صدراعظم و(۱۹۷۷-۱۹۷۳). له رباني نه د بوټو د پالیسۍ په چوکاټ کې د افغانستان د تخریب لپاره کار اخیستل کیده. عُــمر تر مړینې خپل ټول ژونـد په افغـانستان کې تیـرکړی و. هغه هیڅکله د جهاد په مهال، د امارت په مهال(سپتمبر ۱۹۹۶ تر اکتوبر۲۰۰۱) او د امریکې د روان نیواک په اوږدو کې پاکستان ته نه و تللی. د عُـمر وروڼه او ترونه یې ټـول مجاهدین وو. د کورنۍ څـلور تنه یې په جهاد کې شهیـدان شوي وو. پخپله هـم په جهاد کې څلور ځلې ټپي شوی و، او په وروستي ځل ټـپـي کیدلو کې یې ښۍ سترګه له لاسه ورکړې وه. خوراک او لباس یې ساده او کلیوال وو. هغه نه د خپل هـیـواد په دننه کې او نه په بهر کې«په کوم بانک کې نه په خپل شخصي نـوم او نه په مستعـار(پټ) نـوم مالي حساب درلود.» له کندهار ښارنه بهر نوی کور اودفـتر یې د بیت المال عمومي ملکیت و،نه د هغه شخصي.
مولوي برهان الدین ربانی په ۲۰۱۱کې د کابل په ښار کې ووژل شو، خو محّمد عُـمر اخونـد په افغانستان کې د ورپیـښې شوې ناروغۍ (محرقې/نمونیا) له امله په افغانستان کې په حق ورسیـد او له کندهار ولایت نه بهر په خـپل هـیواد کې خاوروته وسپال شو. رباني په دیني افلاس اخته شوی و او خورا غټ شتمن و. خو عُــمر په خپل دین ولاړ و او په مادي لحاظ عادي بې وزله سړی و. د برهان الدین رباني له وژنې ورروسته، ګونـد یې(جمعیت اسلامي) د ځوي (صلاح الدین) په مشرۍ چليـده. محّمد عمر اخوند چې مړ شو، په ځای یې داسې امیرالمومـنین وټاکل شول چې د عُـمراخوند سره یې خپـلوي نـلـرله! جمعیت اسلامي عملاَ ټـوټــه ټـوټـه شوی دی. خو طالبان په خپله لار روان دي اود امریکې د عـسکري- صنعتي- کانګرسي ټلوالې (میلیټري-اینډسټـریَـل- کانګرس کامپـلیکس) په ضـد پرځنګ (مبارزه) کې اخته دي. په غیـر له دغې ټلوالې نه پانګه وال نظام (کپيـټلیزم) پنـچـر کیـږي.
د اتحاد شمال اوسني مشران چې د رباني شاګردان وو، اوس د اشغالګرې امریکې نازولي دي. دا بې ضمیره طبقه په غټه کچه د سیاسي قدرت په انحصار، د جایدادونو په رانیولو او غصبولو کې اخته ده. جګې دولتي کرسۍ یې «د مورشیدې» دی، د ډالـرو په سیند کې لامبـو وهي او هــریــو یـی د خپلې زمانې قارون دی. ملا،مجاهــد، جــنرال او مـرستیال ولسمشر محّمد قسیم فهیم یوبل لـقب هم ګټلی و:«رئـیس مافـیای زمیـن». د ملا محّمد عـمر ناستـنان په بې وزلۍ کې د خپل هیـواد د خپلـواکۍ لپاره جنګیـږي او د قارونانو په ضد یې د موسی(ع) لار خپله کړې ده. احمد شاه بابا د افغانانو د دمې لپاره په مکه معظمه کې «افغانی رباط» (حاجی خانه) جوړه کړې وه. دغــه حاجی خانه د محّمد صدیق چاریکاری په لاس و پلورل شوه چې د رباني د واکمنۍ (۱۹۹۲تر ۱۹۹۶) په مهال د دیـنـي چــارو سرپرست وزیـر و!
محّمد عمر اخوند په افغانستان کې د دینې عالمانو له خوا مشـر شو، خو برهان الدین رباني په پیښور کې د پاکستان د استخباراتو په لاس. عمر ښځې په کور کښیـنولې. خـو د رباني په مهال په ښـځـو تجاوز کـیده. ربانی د امریکې له یرغل راهیسې د قـارون په شان دنیا وګـټله. خوعــمرد خپل هیواد د خپلواکۍ لپاره د امریکې د یرغل په ضد د طالبانو لښکر تنظیم کړ. رباني د افغانستان په زوړ تاریخ ( موزیـم ) تالان ګـډ کړ، عمر د بامیانو بـوت په بمونو ویجاړ کړ. چې څښښتن یې په خپل فضل ږمنځ نکړي...ښې ښې ږیرې به شي سپکې لکه درب- رحمن بابا

چــینــې: د قارون په اکله

Biblical Haman Quranic Haman: A Case of Straitforward Literary Transition. [alqudos.mihanblog.com 9 January 2017].
«قارون از خویشاوندان حضرت موسی(ع) وپسرعمویش بود.»
Hamyanequds.ir[9 January 2017]. جمعیة حماة القدس الشریف
Thankfulslave.blogspost ”Qarun “was among the people of Mussa”
«قارون از قوم موسی [ع] ...و پیوند ونسبت فامیلی باهم داشتند.»IslamicAge.com 1Jan 2017]

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.