pxl
bismellah

pixl

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ او پښتو


Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us
About Us

Condemnation Statement
PTM-USA
Manzoor Pashteen: The young tribesman rattling Pakistan's army
When the man with the red cap speaks, thousands of Pashtuns listen
The Miranshah Jalsa
Abdul Qayum Mohmand, PhD
“Afghanistan – As Only Love Could Hurt”
Notes From A Broken Land
The Costs of War Taking Afghanistan as a Case Study
Full Report (PDF)
The Wrong Enemy in Afghanistan
Pashtun elders seek world’s help to banish terror
IS Taking New Strategy in Afghanistan

The Great Game Reconstructed
By: Abdul-Qayum Mohmand, Ph.D.

Security and Peace In Afghanistan Before and After 2014
By: Abdul-Qayum Mohmand, Ph.D.

Some Thoughts on Islamic Economics
Professor M. Siddieq Noorzoy
Relocate United Nations To Jerusalam To Harmonize Civilizations
By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar
The Nature of Statistical Data About The Afghan Economy and Their Problems
The Great Dangerous Game Revisit Afghanistan
THE PROSPECTS FOR ECONOMIC DEVELOPMENT IN AFGHANISTAN
An Open Letter to President Donald Trump Attending UN Meetings in New York
Abdul Haq: the Afghan commander who could have led to peace.

pixl
۱۴۰۱ لمريز کال
د
څو چې راغونډ پۀ يو مرکز يې نۀ کړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم

 

د ميرويس ياسيني کمپاين د مرکزي دفتر څخه په مننه
په ټاکنو کې د درغلیو ثبوتونه

۳۱ زمری ۱۳۸۸
نن په درې بجو ولسمشرۍ ته خپلواک نوماند میرویس یاسیني رسنیو ته په ټاکنو کې د درغلیو ثبوتونه وړاندې کړل. نوموړي دا ثبوتونه په کابل کې په يو خبري کنفرانس کې رسنيو ته وښودل.
ياسيني رسنيو ته وویل چې د کندهار په ولایت کې د نوموړي په زرګونو رايي سوځول شوي او په زرګونو نورې څيرې شوي دي.
ياسيني رسنيو ته په سلګونو هغه رایې وښودلې  چې په کندهار کې د یاسیني د كمپاين ناظرینو لاسته ورغلي دي. د رایو دا فورمې په زرګونو دي چې په سلګونو نمونې یې کابل ته انتقال شوي دي او پاتې نورې په کندهار کې په محفوظ ځای کې ساتل شوي دي. د یاسیني ناظرین وايي چې د یاسیني په زرګونو رايي سوځول شوي دي او چېرته چې یې دا نمونې پيدا کړي دي هلته یې د سوځول شوو رایو نښې هم پيدا کړي دي.
نن یاسیني رسینو ته  وویل چې په ټاکنو کې د حاکم نظام درغلیو ټاکنې ناکامه کړي او د درغلیو یوه نومونه يي  تاسو په خپلو سترګو ګور.
یاسیني د درغلیو بیلګه  نن په کابل کې د اروپايی ټولنې  استازي ته هم وړاندې کړي، اروپايي استازو په ټاکنو کې د درغلیو په ثبوتونو ډیر خفګان او اندیښنه ښودلې ده.
همدارنګه یاسیني د شکایتونو کمیسون ته د درغلیو ثوبوتونه په خپله ېوړل او د ټاکنو د شکایتونو د کمیسون مسؤلینو ډیر افسوس او خفګان ښکاره کړی او ویلي دي چې دا ثبوتونه روښانه ثبوتونه دي او په ټاکنو کې  درغلي ثابتوي.
 په لسګونو رسنیو ته یاسینې وویل چې په ټول هیواد کې داسې درغلۍ شوي او دا يي  یوه بیلګه ده چې زما په زرګونو رايي د صندوقو  څخه لرې شوي او په ځای يي د کرزي په ګټه په صندوقونو کې رايي اچول شوي دي.
د څيرې شوو رایو د نمونو انځورونه هم درلېږو.
په درنښت
د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر

Election Campaign Office of Mirwais Yasini
Media Advisory

Press Release
22 August, 2009

Mirwias Yasini present evidence of rigging to media

Presidential Candidate Mirwais Yasini has presented to media in a press conference ballot papers his supporters found in Kandahar near a polling station. The ballot papers are votes given in his favor. The ballot papers are torn. These ballot papers are in thousands and he just received in Kabul a few hundred as samples from his office in Kandahar. Other ballot papers are kept in safe place. Yasini said that these ballots are taken out of ballot boxes, torn and thrown out of the polling stations.

He also said that thousands of his votes are burned in Southern provinces. His staff found other ballot papers burned in which he was chosen president.

The torn ballot papers have been shown to EU observation team and have been handed over with a complaint to the Independent Election Commission of Afghanistan.

 


German ambassador in Kabul meets Mirwais Yasini
Press Release, 26 July, 2009

German ambassador to Afghanistan Mr. Bernd Mutzelburg has met independent presidential candidate Mirwais Yasini here in Kabul.
The meeting focused on the transparency of election. German ambassador stressed on transparent and credible election. He supported the election process and said his country does support a specific candidate in Afghan election.
Mirwais Yasini explained his plan for the country and its development if elected president.

Rally Supports Yasini in Balkh Province
Press Release, 26 July, 2009

More than 15 hundred people including local tribal leaders, youth, and woman gathered in support of Mirwais Yasini the district of Balkh in the northern Balkh province.
The gathering supported Yasini and considered him the most suitable politician for leading the nation.
People from various ethnic groups including Hazara, Tajik, Uzbek, Turkman, and Pashtons attended the gathering and promised to campaign from Mirwais Yasini in the current election.

 

د میرویس یاسینی د کمپاین مرکزی دفتر

نیټه:۱۳۸۸/۴/۳۱
کندهار کې د میرویس یاسیني په ملاتړ یوه لویه غونډه جوړه شوه چې شااو خوا دوه زره کسانو په کې برخه اخیستې وه،د غونډې ګډونوالو په یوه اواز د میرویس یاسینی څخه د ملاتړ اعلان وکړلو،غونډه د نورزی په مشرۍ جوړه شوې وه،چې بیلابیلو قومونو په کې ګډون درلود.
د کندهار خلکو د کرزی ادراه یوه ناکامه اداره وبلله ،دوی وویل چې کرزی او پرې راټوله د مافیا ډله د ملت وینی زبیښی،ولس ورځ په ورځ د فقر او بدبختیو سره مخ کیږی،همدا شان ګډونوالو وویل چې دغه وضعه نوره د تحمل وړ نه ده او هیواد یوه نوی زعیم ته چې وکولای شي یوه سالمه او له فساده خالی اداره رامینځته کړي او هیواد دابادۍ
او سوکالۍ خوا ته بوزی اړتیا لري،دوی وویل چې ددغسې ستر مسوولیت جوګه یوازی میرویس یاسیني دی.


د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر خاویر سولانا د ميرويس ياسيني سره وليدل

۳۰ چنګاښ ۱۳۸۸
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر خاویر سولانا نن د په کابل کې د ولسمشرۍ خپلواک نوماند حاجي میرویس یاسیني سره وليدل. په ليدنه کې د ولسمشرۍ درې نور کانديدان اشرف غني، عبدالله عبدالله او حامد کرزی هم شامل وو.
په دې ګډه ناسته کې سولانا د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه د مخورو کانديدانو سره خبرې وکړې او په عادلانه ټاکنو یې زور واچاوه. نوموړي په ناسته کې په دې تاکيد وکړ چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې شفافې ټاکنې غواړي.
نوموړي وویل چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې د ټاکنو د څارلو مسوليت په غاړه لري او په افغانستان کې د خپلواکه او عادلانه ټاکنو طرفداره ده.
په ناسته کې میرویس یاسيني د اروپايي ټولنې څخه خوښي څرګنده کړه او د شفافو ټاکنو په اړه یې د دې ټولنې هڅې وستايلې. ياسيني زياته کړه چې د ټاکنو شفافيت یوه جدي اندېښنه ده او هيله مند دی چې له ټاکنيز بهير څخه د اروپايي ټولنې څارنه به د دې اندېښنو په لرې کولو کې مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده چې سره د دې چې افغانان او نړيواله ټولنه د ټاکنو د شفافيت په اړه اندېښنې لري، د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ د افغان دولت چارواکي په مختلفو سيمو کې له قوانينو سرغړونه کوي، حامد کرزي ته کمپاين کوي او د هغه د کمپاين په ګټه دولتي وسايل کاروي.
دا ډول کارونه د ټاکنو د شفافيت په اړه زموږ جدي اندېښنې راولاړوي او د ټاکنو د پايلو مشروعيت د پوښتنو سره مخامخ کوي چې د هر ډول اندېښنو مسوليت يې یواځې د ښاغلي حامد کرزي په غاړه دی.


دمېرويس ياسيني دکمپاين مرکزي دفتر

دميرويس ياسيني دانتخاباتي کمپاين په مرکزي دفتر کې دولسمشرۍ دنوماند حاجى ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه. غونډه دقرآن پاک په تلاوت اوددې مرکز دمسوولۍ شيما خروټې په پرانستونکې وينا پيل شوه. ورپسي دياسينې دويم مرستيال عبدالقيوم سجادي ويناوکړه او دکرزي په فاسده اداره ئي نيوکې وکړې. په نوموړي پسې دولسمشرۍ نوماند حاجى ميرويس ياسيني ويناوکړه چى د گډونوالو په چکچکو بدرگه شوه. نوموړي د برياليتوب په صورت کې په اجتماعي عدالت او کار اهل کار ته په سپارلو او د فقرپر خلاف د مبارزې ژمنه وکړه. ورپسې دعلى احمد جلالي دکمپاين مسؤلينو ويناوي وکړې او دميرويس ياسيني څخه ئي دملاتړ اعلان وکړ. دنوموړي کمپاين دوومشرانو مولوي عبدالقيوم او جنرال شريف دخپلو نورو لسگونو ملگرو په استازيتوب حاجى ميرويس ياسيني دولسمشرۍ لپاره مناسب شخصيت وبللو. غونډه دشيما خروټې په دعائيه وينا په دولس نيمو بجو پايي ته ورسيده.


د ننګرهار د یوسفزو قومي مشرانو د ميرويس ياسيني سره وليدل

دوشنبه د چنګاښ
نن د دوشنبې په ورځ د ننګرهار د یوسفزو قومي مشرانو د حاجي ميرويس ياسيني سره په کابل کې د نوموړي په کور کې وکتل. دوی د ميرويس ياسيني سره په داسې حال کې ګوري چې پرون په یوه لويه غونډه کې د یوسفزو د سرتاسري شورا مشرانو له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ او ویې ويل چې د افغانستان ټول یوسفزي به د زمري د ۲۹ په ټاکنو کې ياسيني ته رایه ورکوي.
د یوسفزو د سرتاسري شورا د مشرانو د ملاتړ په تاييد د بېلابېلو ولایتونو د یوسفزو قومي مشران د ميرويس ياسيني کتلو ته رامات شوي دي.
د ننګرهار د یوسفزو په قومي مشرانو کې حاجي ولي جان، مدیر فاروق خان، او محمد نعیم خان شامل وو.
دوی وویل چې ننګرهاریان بايد ميرويس ياسيني ته رایه ورکړي او ژمنه یې وکړه چې په ننګرهار کې به خلک د ميرويس ياسيني ملاتړ ته هڅوي.
سبا ته په کابل کې د ميرويس ياسيني کتلو ته د زابل او ارزګان د یوسفزو قومي مشران هم راځي.


ميرويس ياسيني د الجزيرې عربي تلويزيون سره په مرکه کې


۲۸ چنګاښ ۱۳۸۸
۱۹ جولای ۲۰۰۹

بېګا شپه ولسمشرۍ ته خپلواک کانديد ميرويس ياسيني د الجزيرې عربي تلويزيون د (ماوراء الخبر) د پروګرام ميلمه و.
د ناستې ډېری برخه په هلمند کې د روانې جګړې په اړه وه. ميرويس ياسيني او په پروګرام کې نورو ميلمنو په یوه خوله په هلمند کې روانه جګړه د حامد کرزي د حکومت ناکامي وبلله.
ميرويس ياسيني چې په عربي خبرې کولې وویل چې د دې جګړې ډېری برخه په خپلو افغانانو پورې اړه لري. که په تېرو اوو کلونو کې افغان دولت خپل ځواکونه روزلي وو او د حامد کرزي د خپلې بقا دپاره د ورانکارو او جنګسالارانو سره دسيسې نه وې کړې نو اوس به په هلمند کې امان و او جګړو ته به اړتيا نه ليدل کېدله.
نوموړي وويل چې په هلمند کې د افغان دولت موقف ښه نه دی. حکومت نه غواړي چې په هلمند کې امنيت راشي ځکه بيا ټاکنې کېږي او حامد کرزی په ټاکنو کې ماته خوري. حامد کرزی په دې ارمان دی چې ټاکنې ونه شي.
ياسيني په دې اړه چې ایا په کار نه وه چې د بهرنیانو پر ځای افغان ځواکونو په دې جګړه کې پراخه برخه اخيستې وه وویل چې زموږ ځواکونه دومره پياوړي نه دي چې د طالبانو په مقابل کې په جګړو کې پراخه ونډه واخلي. دا ځواکونه بايد په تېرو اوو کلونو کې پياوړي شوي واي خو بدبختانه دا کار نه دی شوی. هغه وويل چې په راتلونکي کې بايد د افغان ځواکونو په پياوړتيا کار وشي.
د دولت د مخالفینو سره د مذاکراتو په اړه ياسيني وويل چې د افغانستان په جګړه کې پوځي بری ممکن نه دی او باید چې د طالبانو سره خبرې وشي خو دا خبرې شرطونه لری، افغان دولت وايي چې د طالبانو ادرس نه پيژني، له دې څخه معلومېږي چې افغان دولت طالبانو سره د خبرو نيت  نه لري.افغان دولت چې کله کله د مذاکراتو خبره کوي دا يواځې د رسنيو او ډيپلوماتانو دپاره کوي. غواړي هسې خلک وغولوي. زما په اند بايد د طالبانو او نورو مخالفينو سره جدی خبري وشي. د مذاکراتو دپاره بايد نيت موجود وي که افغان دولت جدي نيت او قناعت ونه لري نو مذاکرات بې ګټې دي.
د بهرنيو ځواکونو د شتون په اړه ميرويس ياسيني وویل چې بهرني ځواکونه موږ نه دي راغوښتي، بهرني ځواکونه د ملګرو ملتونو او د امنيت د شورا د قوانينو او غوښتنو په رڼا کې راغلي دي.

په پای کې د الجزيرې نطاق علي الظفيري ميرويس ياسيني ته وويل چې سره د دې چې نوموړي ته ويل شوي و چې ياسيني ډېره موده په عربي خبرې نه دي کړي، خو بايد ووایم چې ((ستاسو عربي خبرې له عربانو هم روانې وې)).

 


Yusufzay and Miralikheel Tribes Voices Support for Mirwais Yasini
Press Release
For Immediate Release
19 July, 2009-07-19
More than three thousands Yusufzay, Miralikheel and Gadaikheel tribesmen attend a gathering at the Marco-polo Hotel in Kabul and voiced support for the Independent Candidate for presidency Mirwais Yasini in the presidential election.
Haji Akbar and Engineer Mohammad Qasim spoke on behalf of Yusufzai tribes. They spoke in front of the entire Yusufzay Tribe Council who were present at the gathering and announced supporting Yasini on their behalf in the presidential election. Haji Akbar said that one million members of the Yusufzay tribe will be voting for Mirwais Yasini on 20 August, 2009.
Haji Babrak Miralikheel spoke on behalf of Miralikheel tribe and said they will also vote for Yasini.
The well-known Afghan scholar Mohammad Yaqub Gadaikheel also spoke at the event praising Yasini’s plan for promote Islamic banking in the country.
Mirwais Yasini has also spoke at the event. Explaining his vision for the future of country, he said the lack of effective governance has undermined our national security and it is imperative to promote good governance, eliminate corruption and nepotism and establish a reward and punishment system. Political and civil service appointments will be based on merit in his administration.
Yasini insisted that the role and presence of women in the government shall not be symbolic; rather it should be real presence representing half of the society. He said his administration will focus on refining the fundamentals of the educational system to allow women and youth to enhance their educational background and their civil rights.
Yasini added that in order to establish peace and stability, I will spare no efforts to reach out to all Afghans and those members of the opposition who can be integrated and who would play a constructive role in the future of Afghanistan.
For more information please contact Campaign spokesperson Emal Yusufzai


د کابل په مارکوپولو هوټل کې د يوسفزو او ميرعلي خېلو قومي مشرانو له ميرويس ياسيني ملاتړ اعلان کړ

چنګاښ ۲۹، ۱۳۸۸
۱۹ جولای ۲۰۰۹

نن په پلازمېنه کابل کې د مارکوپولو په هوټل کې یوه لویه غونډه وشوه. په غونډه کې د یوسفزو او میرعلي خېلو قومونو مشرانو او د دې قومونو برسېره د ګدایي خېلو قوم خلکو هم برخه اخيستې وه.
 د یوسفزو د قوم د سرتاسري شورا،  د معلولينو، ښځو او ځوانانو شوراګانو استازو په  په غونډه کې برخه اخيستي وه.
په غونډه کې د برخوالو شمېر ىرې زرګونو کسانو ته رسېده.
غونډې ته له ميرويس ياسيني برسېره د یوسفزو قوم په استازيتوب حاجي اکبر یوسفزي، انجنیر محمد قاسم یوسفزي، او د ميرعلي خېلو قوم په استازيتوب حاجي ببرک ميرعلي خېل،ځوانانو او ښځو خبرې وکړې.
غونډې ته ميرويس ياسيني په خپله تګلاره رڼا واچوله. د خبرو په ترڅ کې یې د قانون د حکمرانۍ په تطبيقولو او په دولتي ارګانونو کې د واسطه بازۍ او خپلولۍ پاللو په ختمولو تاکيد وکړ. ياسيني وویل چې د سمې حکومتدارۍ نشتوالي زموږ ملي ګټې او امنيت د خطر سره مخ کړي دي. خورا مهمه ده چې د ښې حکومتداري په رامنځ ته کولو سمدستي لاس پورې کړو، اداري فساد او خپلولي پالنه او واسطه بازي له منځه یوسو، او یو داسې سيستم رامنځ ته کړو چې د ښه کردار څښتن ته جايزه او د بد کردار څښتن ته سزا ورکړي. سياسي او مدني دندې بايد خلکو ته د کفايت او اهليت په اساس ورکړل شي.
د یوسفزو او ميرعلي خېلو قومونو مشرانو او حاضور غړو له ميرويس ياسيني څخه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ملاتړ اعلان کړ او ویې ويل چې خپل قومونه هڅوي چې ميرويس ياسيني ته رایه ورکړي. حاجي اکبر یوسفزي په خپلو خبرو کې وویل چې د دوی د شورا یو مليون غړي له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ کوي.
غونډې ته د ګدايي خېلو د قوم یو مشر او پياوړي عالم مولانا محمد یعقوب ګدایي خېل هم خبرې وکړې او د ميرويس ياسيني دا تګلاره یې وستایله چې غواړي په هېواد کې اسلامي اقتصادي سيستم تطبيق کړي او په دې لړ کې اسلامي بانکداري مروجه کړي.
غونډې ته ميرويس ياسيني په خپلو خبرو کې وویل چې د ځوانانو او ښځو ونډه بايد په حکومت کې ډېره وي او ژمنه یې وکړه چې د ځوانانو د مشکلاتو د حل کولو دپاره به ځانګړی وزارت جوړوي. د ښځو د ونډې په اړه یې وویل چې ښځې بايد په حکومت کې سمبوليک نه بلکه حقيقي ونډه ولري. د ښځو زده کړه بايد عامه شي او ظرفيتونه یې لوړ شي تر څو وکړای شي په دولت کې حقيقي ونډه واخلي او دهېواد په پرمختګ کې برخه واخلي. هغه وویل په دې موخه بايد تعليمي بنسټونه ورغول شي.
ميرويس ياسيني وویل چې د ښځو له ونډې پرته د هېواد پرمختګ سخت دی.

ميرويس ياسيني د دولت د مخالفینو سره په خبرو کولو زور واچاوه او ویې ویل چې د سولې او ثبات لپاره اړينه ده چې د دولت ټول هغه مخالفين چې په دولت کې د شاملولو وړتيا ولري او د افغانستان په راتلونکي کې مثبت رول لوبولای شي پخلا کړای شي. هغه وویل چې زما حکومت به په دې لړ کې نه ستړي کېدونکي خواري کوي.

ننګرهارکې ځوانانو دميرويس ياسيني ملاتړوکړ.

نن دننګرهارولايت څخه د دولس ولسواليو د ځوانانو داتحاديې ټولنې په يوه خوله دولسمشرۍ ته د نوماند کانديد ميرويس ياسيني ملاتړاعلان کړ.

يادشوى غونډه چې دښاغلې ياسيني د کپاين په دفترکې جوړه شوى وه نږدې شپږسوه ځوانانو پکې ګډون کړى وو اوخپل ملاتړيې په داسې وخت کې له ښاغلي ياسيني اعلان کړ چې له دې يوه ورځ وړاندې دحامدکرزي دکمپاين غوڼده جوړه شوي وه چې ډېرى خلک يې دپيسوپه مقابل کې دغې غونډې ته رابللې وه .

غونډوالو ته په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسيني دکمپاين مسؤل سيدعبدالغفارپاچا خبرې وکړي اوله ځوانانوسره يې ژمنه وکړه که چيرته ميرويس ياسيني کامياب شي نوپه نظرکې لري چې دځوانانوچارو ځآنګړى وزارت جوړکړى ترڅودځوانانولپاره دتيرې دورې نيمګړتياوي لمنځه ولاړې شي  .

په پاى کې يوځلې بيا هم ځوانانوپه نمايندګۍ تيمورشاه جمالزي ښاغلي پاچاته ډاډ ورکړ چې ځوانان نور نه غوليږي اوپه يوهوډ په يو اواز خپل ملاتړ درياست جمهوري لپاره دنوماندکانديد ميرويس ياسيني اعلانوي.

ديادونې وړده تيره ورځ هم ددولس بيراغونو لاندې قومي مشرانوهم په ننګرهارکې خپل ملاتړدميرويس ياسيني څخه اعلان کړ.

 


 

د ارزان قيمت خلکو نن د يوې غونډې په جوړولو ولسمشرۍ ته نوماند له ميرويس ياسيني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

غونډې ته د څرخې پله مشران سپين ږيري، ځوانان،ښځې او ديني عالمان  راټول شوي ول.
په دغه غونډه کې چې د دريو سو څخه زياتو خلکو برخه اخيستي وه،لومړى دميرويس ياسيني په شخصيت رڼا واچول شوه،او د نوموړي تېر کارونه  د قدر وړ وبلل شوه،همدا راز د ميرويس ياسيني د کمپاين لخوا شيما خروټي او زيرک احمدي په خپل وار خبرې وکړې ،دوى د کرزي اداره يوه ناکامه او له فساده ډکه اداره وبلله او زياته يي کړه ،چې په تيرو اوو کلونو کې د نړيوالي ټولني د شتون سره سره او د ملياردونو ډالرو په مصرفولو سره په هيواد کې هيڅ يو اساسي کار ندى شوى،د خلکو او دولت تر ميځ فاصله ورځ په ورځ زياتيږي،خلک د فقر او بد بختيو سره مخ کيږي،د افغانستان د نفوس نيمايي برخه  اوس هم لا په ولږې ګيډه ويده کيږي،په داسې حال کې چې د ښاغلي کرزي د ادارې غړي او ترينه راتاوه مافيا د ملت ويني څخي،ملي او نړيوال بانکونه د دوى له بانکې حسابونو نه ډک دي،اداري فساد لکه د ويني سرطان د افغانانو هډونه زبيښي ،ميرمن خروټي په خلکو غږ وکړ چې اوس وخت ددې رارسيدلى دى چې تيرې تجربې تکرار نکړو، په يوه غږ په کلک عزم خپل راتلونکى وټاکو،نور نو دغه اوسنى اداره د زغملو نده،او هيواد يوه نوي بدلون او اساسي ژغورني ته اړتيا لري ، او ددغو کارونو جوګه يواځې او يواځې د افغانستان خلک او ددوى سره مل ،ملي شخصيت ښاغلي ميرويس ياسيني دى.

همداراز د ارزان قيمت خلکو د( ژوندى دې وي ياسيني ) شعارونو په ورکولو سره،له ميرويس ياسيني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، او دى يي  يو ښه او مناسب نوماند وباله،

 

 

په هرات کې د ولسمشرۍ د خپلواک کانديد ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه

د عاجلې خپرونې دپاره - مطبوعاتي اعلاميه - د چنګاښ ۲۱، ۱۳۸۸
د هرات په ښار کې په سلګونو خلکو د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ له خپلواک کانديد څخه نن د يکشنبې په ورځ ملاتړ اعلان کړ.
په غونډه کې ځوانانو، ښځو او قومي مشرانو برخه اخيستي وه. غونډې ته د قومي مشرانو او دځوانانو د استازو برسېره په هرات کې د ميرويس ياسيني د کمپاين مشر صفي الله مجددي هم خبرې وکړې.
صفي الله مجددي دولتي رسنۍ تورنې کړې او ویې ويل چې د ولسمشرۍ د کانديد حامد کرزي په ګټه کمپاين کوي.
صفي الله مجددي د هرات تلويزيون د نمونې په توګه یاد کړ او ويې ویل چې له ايماندارۍ کار نه اخلي، په ټاکنو کې يې ناپييلتوب له لاسه ورکړی او په غير قانوني توګه حامد کرزي ته کمپاين کوي. نوموړي وویل چې همدا خبرې یې رسنيو ته په جلا مطبوعاتي کانفرانس کې هم رسولي دي.
مجددي دا هم وويل چې د حامد کرزي کمپاين غواړي خلک له رایو اچولو څخه منع کړي.
په غونډه کې ويناوالو د ميرويس ياسيني په لرليد او تګلاره رڼا واچوله. د کمپاين مسولينو غونډه والو ته وويل چې ميرويس ياسيني د ازاد بازار د اقتصاد پلوی دی خو په دې شرط چې بندوباره نه وي او دولت یې د خلکو په ګټه وکاروي، داسې اقتصاد چې د اسلام اصولو ته ژمن او د یو څو چپاولګرو او غلو په ګټه ونه کارول شوي. غونډه والو ته د ميرويس ياسيني دا پيغام هم وروسول شو چې د بري په صورت کې په هېواد کې اسلامي بانکداري مروجوي.


د اريانا تلويزيون سره زما د دويمې مناظرې مهم ټکي
ميرويس ياسيني
بسم الله الرحمن الرحيم
پتمنو افغانانو!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
د اريانا تلويزیون د تګلارې له مخې د دې تلويزيون په ټاکنيزه مناظره کې چې هر دوه کانديدان تر نورو ښې رایې واخلي کولای شي چې په ورپسې اونۍ کې د یو ساعت لپاره سره بيا کېنې او مناظره وکړي.د اريانا په تلويزيون کې زما لومړۍ مناظره ستاسو خوښه شوې وه چې په نتيجه کې تاسو زما په ملاتړ د ګرځنده تيلي فون له لارې پيغامونه ورولېږل او زه مو د دې جوګه کړم چې یو ځل بيا بېګا شپه د اريانا د تلويزيون ميلمه شم او د ځينو موضوعاتو په اړه خپل اند څرګند کړم. زه له تاسو مننه کوم چې زما ملاتړ مو وکړ او په لومړۍ مناظره کې مو بريالی وبللم.
که تاسو دا مناظره نه وي ليدلي نو دلته یې ستاسو درانه حضور ته مهم ټکي د لږ ډېر تفصيل سره وړاندې کوم:
زه یو ځل بيا د هېواد دپاره د مناسب اقتصادي سيستم په اړه وپوښتل شوم.
ما په تېره مناظره کې هم وويل چې زه د ازاد بازار په اصولو ولاړ اقتصاد سره چې کنترول وي او د خلکو په ګټه وي پلوی یم. دا په دې مانا چې په دې اقتصاد کې بايد هر څه د دولت په ملکيت کې نه وي، بلکه ولس بايد د ملکيت حق ولري خو هغه قوانين او لايحې چې بازار تقنينوي، بايد د اسلامي اقتصاد په اصولو ولاړ وي.
د دې دپاره چې دا خبره نوره هم روښانه کړم وايم چې په دنيا کې څلور اقتصادي سیستمونه دي: سوسياليست، کاپيتاليست ، د دې دواړو مختلط سيستم، او اسلامي سيستم.
 سوسياليستي يا اشتراکي سيستم موږ وليد چې د شوروي اتحاد په نړيدو له منځه لاړو او بېرته یې مخ قدرې هم راونه ګرځاوه. سوسياليستي سيستم د انسان د فطرت مخالف و. دې نظام د هر څه ملکيت له انسانه اخيسته او دولت ته یې ورکاوه، په داسې حال کې چې انسان فطرتا د ملکيت لېواله دی، غواړي چې خپل کور ولري، فابريکه ولري، جايداد ولري، سوداګري وکړي، شرکتونه ولري.
په نړۍ کې اوسني مالي بحران په هر انسان منفي اغېزه کړي ده او د کاپيتاليست سيستم په مخ یې ډېر خالونه نه دي پرېښي، د کاپيتاليست سيستم خونده هغه وخت لاړه چې د ازاد بازار په اساس یې بې بندوباره اقتصاد رامنځته کړ او هر څه یې د افرادو لاس ته ورکړل. کله چې هم دا سيستم د خرابو افرادو په لاس کې وغورځېد، په څو ورځو کې دا ډول اقتصادونه يا ونړېدل او يا هم دومره کمزوري شول چې د امريکا په شان هېواد کې د دې بحران په نتيجه کې دا مهال ۱۴ مليونه بې کاره خلک لري.
ځيني هيوادونه چې اوسني مالي بحران وځپل داسې هم و چې سوسياليستي او کاپيتاليستي اقتصادي سيستمونه یې سره ګډ کړي و او مختلط سيستم یې پر مخ بيولو. اوسني مالي بحران دا ثابته کړه چې دا درې واړه اقتصادي سيستمونه ناکام سيستمونه دي.
زه غواړم  په اسلامي اقتصادي نظرياتو ولاړ سيستم رامنځ ته کړم. کله چې په اسلام کې اقتصادي سيستم وي او د یادو شوو درې سيستمونو څخه ښه هم وي، کله چې موږ الهي سيستم ولرو، نو د انسان په لاس جوړ شوي ناقص سيستم ته څه اړتيا ده!
اسلامي اقتصادي سيستم لکه د ازاد بازار خلکو ته د سوداګرۍ او ملکيت حق ورکوي، خلک فابريکې او جايداد لرلی شي، د بازار فعاليت د توکو بيې ټاکي، خو دا کړنې بې بندوباره نه وي. دولت هم مکلف دی ځينې اساسي خدمتونه ولس ته وړاندې کړي او اقتصاد د ولس په ګټه کنترول کړي. دا یو داسې سيستم دی چې په سود نه بلکه په حقيقي اقتصادي فعاليت ولاړ دی. په دې سيستم کې بايد دا خبره روښانه وي چې (و احل الله البيع و حرم الربا – سورت بقرة). الله پاک سوداګري روا کړې ده او سود یې ناروا کړی دی. اقتصادي سيستم بايد په سود نه بلکې په حقيقي فعاليت ولاړ وي.
زه به د اسلامي اقتصادي سيستم دپلي کولو په موخه تر هرڅه دمخه په هېواد کې اسلامي بانکداري مروجه کړم. دا به زما د اقتصادي سيستم د پلي کولو پيل وي.
زما سره په مناظره کې ناست کانديد زما دې وړانديز ته ((تخيلي يا خيالي)) وړانديز ووايه. دا ماته ډېره دردونکي خبره وه. اسلام هيڅکله تخيلي دين نه شي کېدلای. اسلامي اقتصادي سيستم الهي سيستم دی چې د بشريت د پرمختګ او هوساينې په موخه انسانانو ته ښودل شوی دی.
د اسلام د اقتصادي سيستم د عملي کېدو د ثبوت لپاره همدا بس دی چې اوس د نړۍ د کاتوليکو عيسايانو مرکز واتيکان هم د نړۍ له اقتصادياتو غواړي چې له اسلامي اقتصادي سيستم څخه ګټه پورته کړي او په اخلاقو ولاړ اقتصادي سيستم جوړ کړي.
په همدې موخه امريکا هم اوس خپل قوانين بدلوي. که اسلامي اقتصادي سيستم عملي سیستم نه وای نو اوس به  اسلامي بانکونو او مالي ارګانونو د یو تريليون (زر مليارده) امريکايي ډالرو په بيه اصول نه لرل. اسلامي بانکونو او مالي ارګانونو د لسو کالو په موده کې دومره اوږد مزل وواهه. هر کال د ۲۰٪ په سرعت پرمختګ کوي.
همدا وجه ده چې برتانيا غواړي د اسلامي اقتصاد مرکز شي او په همدې موخه یې خپل قوانين بدل کړل. فرانسه غواړي چې د برتانيا سره په دې موخه مقابله وکړي، لګيا ده خپل مالي قوانين بدلوي. سنګاپور خپل قوانين بدل کړي دي او هېواد په هېواد ګرځي او له مالي ارګانونو او بانکونو غواړي چې د شريعت سره سم په دې هېواد کې فعاليت وکړي.
سعودي عربستان، ماليزيا، عربي متحده اماراتو، بحرين، قطر، اندونيزيا، پاکستان، او ايران د اسلامي بانکدارۍ په موخه پرمختللي قوانين وضع کړي دي او پرمختللي اسلامي بانکداري لري. دا د شرم ځای دی چې په تېرو اوو کلونو کې په افغانستان کې د دې مهم اقتصادي فعاليت دپاره قوانين تر اوسه نه دي ايښودل شوي.
دا اسلامي بانکدارۍ پيلول او تشويقول به زما د حکومت له لومړيتوبونو څخه وي.
ماسره په مناظره کې ناست کانديد په دې نيوکه وکړه چې د ((بانک)) ټکی اسلامي ټکی نه دي. دا خبره سمه نه ده. ټکي چې د قران او حديثو او د اسلام د احکامو مخالف نه وي، اسلامي دي. په اسلامي فقه کې قاعده ده چې (الأصل في الأشياء الإباحة)). په اصل کې ټول شيان روا دي، مګر په هغه صورت کې چې اسلام ناروا کړي وي. اصطلاحات هم د همدې قاعدې په اساس روا دي، مګر په هغه صورت کې چې اسلام ناروا کړي وي.
د پېغمبر عليه الصلاة والسلام په وخت کې د پوهنتون په نامه څه نه و، خو مثلا موږ اوس وايو چې د ننګرهار اسلامي پوهنتون. که داسې وي چې اسلام په لومړيو کلونو کې د پوهنتون ټکی نه پېژانده نو اوس به پوهنتونونو ته موږ اسلامي نه شو ويلای. اسلام د اجتهاد لاره پرانيستې پرېښې ده او تل متجدد دين دی. له همدې کبله د ژوند ټولې چارې بايد د اسلام سره برابرې وي.
 زه د د کوپراتيف يا تعاوني پروګرامونو په اړه و پوښتل شوم:
زما په اند اسلامي اقتصادي سيستم تعاوني يا کوپراتيفي اړخ ته ډېره پاملرنه کړې ده. په دې اړه زما وړانديز دا دی چې افغان دولت بايد لکه د ابوبکر الصديق رضی الله عنه او نورو خلفای راشدينو او د عمر بن عبدالعزیز رحمت الله عليه د واکمنۍ د مهال په شان د زکات د راغونډولو سيستم بېرته راژوندی کړي.
د زکات راغونډونه ډېر ګټور سيستم دی. زه به په دې موخه د زکات صندوق جوړوم. هر څوک چې زکات ورکوي یو معينه اندازه ټکس ورکولو څخه به معاف کېږي. زه به په دې اړه په نږدې راتلونکي کې یو مفصل پلان اعلان کړم.
همدا راز عدالت تامينول د عادلو مالياتو له لارې کېږي. افغانستان بايد په مالياتو يا ټکسونو کې د بين المللي معيارونو او سيمه يزو هېوادونو سره - د خپلو خلکو د هوساينې په نظر کې نيول سره - برابر وي تر څو د بهرنيو هيوادونو پانګونه راجلب کړو. او خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
زه د هغه مامورينو په اړه چې کم معاشونه اخلي وپوښتل شوم:
زه وايم چې زموږ د بدبختيو یو لوی لامل اداري فساد دی چې د ښاغلي حامد کرزي حکومت یې په ختمولو کې ناکام شوی دي. که ووايو چې اداري فساد د نوموړي په حکومت کې رامنځ ته شوی او افغانستان یې د نړۍ په کچه په مخکښو فاسدو هېوادونو کې ودرولی، مبالغه نه ده. دا مهال افغانستان د ناکامه هېوادونو په ليست کې اووم نمره دی. زموږ په هېواد کې له نايجيريا، پاکستان، او بورما څخه هم اداري فساد زيات دی.
موږ اقتصاد له حقوقو نه شو بېلولی. که مامورين ښه معاشونه نه اخلي نو دا ځکه چې دولت پيسې نه لري. د دولت پيسې په دولت کې ناست داړه ماران غلا کوي.
په مالياتي سيستم او ګمرکاتو کې چې موږ کومه سروی کړې ده د نړیوال بانک او ای ايم ایف سروی ته ورته ده چې يواځې د ګمرکاتو په برخه کې په افغانستان کې دوه بليونه ډالره اختلاس کېږي.
مامورين په ښه حال کې نه دي او معاشونه یې کم دي. افغانستان کولای شي د اختلاس پيسې بچت کړي او د بې چارو مامورينو معاش پرې لوړ کړي. زه چې په ولسي جرګه کې وم د مامورينو او ښوونکو د معاشونو د لوړولو دپاره مې غوښتنې کولې او دې غوښتنو ته اوس هم ژمن یم. زه چې ولسمشر شم، زه به یو ښه کاري ډله ولرم چې دا دوه بليونه ډالره بچت کړم. موږ کولای شو چې دا دوه بليونه ډالره د افغانستان د مامورينو د معاشونو په لوړولو کې وکاروو. زما حکومت به د مامورينو معاشونو ته پام وکړي. زه به اختلاس په پوره توګه له منځه وړم. زه به قانون واکمن کوم تر څو حقدارو ته حق ورسېږي.
 زه چې ولسمشر شم، زما په حکومت کې به ګمرکاتو کې خپلوان نه وي مقرر، زه به مخلص کسان مقرروم چې تر هر څه د مخه په مالي سيستم کې اختلاس او اداري فساد له منځه یوسي.
 زه د حکومتي سيستم په اړه بيا وپوښتل شوم:
زما تګلاره دا ده چې بايد د اساسي قانون او بالاخره د اسلام د قوانينو سره برابر سيستم ولرو. داسې یو سيستم بايد ولرو چې خلکو ته ځواب ورکونکی وي. خلک په کې په حکومت کې شريک وي.
رياستي سيستم زموږ د ملي وحدت دپاره ضروري دی.په هغه هيوادونو کې چې توکميز،ژبنيز توپيرونه زيات وي، مرکزي حکومت هم کمزورى وي فدرالي نِظام  په کې  د تجزيي اواختلافاتو ځمکې اواروي، د افغانستان غوندي هيواد  ته چې مرکزي حکومت په کې کمزورى دى، د افغانستان د دښمنانو لاسوهنې ډيرې دي رياستي نظام وړ او مناسب نظام دى ، موږ لا يو هم نه دى تجربه کړى، دغه اوسنى نظام نه رياستي دى او نه فدرالي، د سيستم د بدلولو په اړه بايد ډېر محتاط اوسو. موږ همدا رياستي سيستم غواړو خو بايد په دې سيستم کې نورو شوراګانو ته (لکه ولسي جرګه، مشرانو جرګه، د ولسواليو جرګو او نورو جرګو ته چې د نافذه قوانينو له مخې جوړي شوي) احترام وشي او بايد هغوی ته په هېواد کې د مشارکت فرصت ورکړل شي. موږ ښه سيستم د اساسي قانون له مخې منلی دی خو دا سيستم ښه خلک غواړي، ښه کاري ډله غواړي. زه به ښه کاري ډله جوړوم او خلک به په واک کې شريکوم او د هغوی ارادې ته به احترام لرم. دنظام بدلول د ولسمشر صلاحيت نه دى ، دا د خلکو کار دى ،که چيرته د افغانستان خلک وغواړي چې نظام تبديل کړي،لومړى به زه خلکو ته مراجعه وکړم ،يوه ټولپوښتنه به تر سره کړم وروسته له هغې به لويه جرګه راوغواړم،او هر کله چې خلکو په غوڅ اکثريت سره ومنله نو هغه وخت به نظام بدل کړم.
زه بيا د بهرني سياست په اړه وپوښتل شوم:
د افغانستان بهرنی سياست بايد  ناپييلى، فعال، او عملی سياست وي، خيالي او په احساساتو ولاړ سياست نه وي. موږ بايد په رښتيا ناپييله هېواد اوسو. نه د چا په کور کې ګوتې ووهو او نه نور پرېږدو چې زموږ په کور کې ګوتې ووهي.
زموږ بهرنی سياست باید په اسلامي نړۍ کې نقش ولري، په سارک غړو هيوادونو په سيمه کې نقش ولري، د روسيې او چين سره بايد ښې اړيکې ولرو، د سيمې په سياست کې بايد نقش ولرو.
نړيوال ځواکونه افغانستان ته بې زموږ له پوښتنې راغلي دي، او په نتيجه کې اوس موږ په یو نړيوال ایتلاف کې شامل شوي یو، بايد په دې کې افغانستان رول ولري. زه نه غواړم چې افغانستان د نورو هيوادونو په منځ کې لوبغاړی شي، خوبايد خپل ځانګړی او په ملي ګټو ولاړ سياست ولري.
په تېرو اوو کلونو کې د ښاغلي حامد کرزي حکومت د اسلامي هېوادونو سره اړيکې تودې نه کړې. موږ بايد د اسلامي هيوادونو سره تودې اړيکي ولرو. دا به زما د بهرني سياست عمده ټکی وي چې د اسلامي هيوادونو سره اړيکې سمې او د اسلامي هيوادونو پانګه راجلبه کړو.
په مينه او ايماندارۍ
ستاسو خادم ميرويس ياسيني
د ولسشمرۍ نوماند - ۱۳۸۸


میرویس یاسیني د اروپايي ټولنې دسفیر سره وکتل

ولسمشرۍ ته نوماند میرویس یاسیني نن دجمعې په ورځ په افغانستان کې داروپا دټولنې سفیر ایتوري فرانسسکو سیکیا   Ettorefrancesco secui     سره په خپل کور کې لیدنه وکړه.
داروپايي ټولنې سفیر په افغانستان کې د راتلونکو ټولټاکنو په اړه هراړخیزې خبری وکړې،او په دی یې ټینګار کاوه چې ټاکنې باید په کره او روښانه توګه تر سره شي،او تر ډیره حده باید هڅه وشي چې د هر ډول درغلیو مخه ونیول شي.
سفیر وعده وکړه چې نړیواله به خپله هڅه وکړي چې دټاکنو د پروسې څخه په سم ډول نظارت وکړي.
په همدې کتنه  کې میرویس یا سینی هم خبرې وکړې او داورپايي ټولنې له ناپییلی پالیسی څخه یې خوښی څرګنده کړه،او زیاته یی کړه که چیرته دی بریالۍ شي نو په اسلامي او افغاني ارزښتونو ولاوړ د نړیوالې ټولنې سره په متقابل باوریوه سالمه اداره رامینځته کړي.


دولسمشرۍ لپاره خپلواک نوماند میرویس یاسیني نن له غرمې وروسته په خپل کور کې دانګلستان له سفیر ښاغلي سیډلر  سره کتنه وکړه.

په دغه کتنه کې دانګلستان سفیر  په افغانستان کې د راتلونکیو ټولټاکنو په اړه دمیرویس یاسینی سره هر اړخیزې خبرې وکړې او په ټاکنو کې د شفافیت او کره والي په ترسره کیدو یې ټینګار وکړ.

 دانګلستان سفیر وویل: د ده هیواد په افغانستان کی دکره ټاکنو غوښتونکی دی او په ځانګړي ډول به له هیڅ نوماند څخه ملاتړ ونکړي.
سفیر زیاته کړه: هر هغه څوک چی دافغانانو لخوا ولسمشرۍ ته ونومول شي دوی به یې ملاتړ وکړي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.

میرویس یاسینی په دی کتنه کې دانګلستان سفیر ته خپله پنځه کلنه تګلاره بیان کړه.
یاسینی وویل که دولسمشرۍ څوکۍ ته دخلکو لخوا وټاکل شونو د یوژمن ټیم په جوړولو سره به یو سالمه ادراه رامنځته کړي، چی د قانون پلي کول به   یې د کارونو په لومړیتوبونو کې وي، خلکو ته به د کار موندلو زمینه برابره کړي، د خلکو په ملاتړ به په هیواد کې امنیت راولي، هغه ناراضي افغانان چې له اوسنۍ ادارې سره په وسله واله مخالفت بوخت  دي، دخبرو اترو بلنه ورکړي.

یاسیني دښځو د حقوقو په اړه وویل چې دده اداره به ښځو ته په مساوي ډول د دولت په ټولو برخو کې ونډه ورکوي.


د کارتي نو او بګرامي  خلکو، سپينږيرو او ځوانانود يوې غونډې په ترڅ کي نن سهار خپل ملا تړ د ولسمشرۍ له نوماند ميرويس ياسيني څخه اعلان کړ.
ګډونوال چي په دريمه کارته کې راغونډ شوى وو.د افغانستان  له اوسنۍ ادارې څخه سر ټکاوه.او د کرزي حکومت يي  يو ناکام نظام  وباله او زياته يى کړه چې ولس له اوسني حکومت څخه په تنګ شوى دى.هغه وعدې چى ښاغلي کرزي له خلکو سره کړې وې سرته يى ونه رسولي .خلک ورځ په ورځ له فقر او بدبختيو سره مخ کېږي.حکومتي دستګاه له فساده ډکه ده حکومت يواځى په يو څو ښارونو کي حاکميت لري  او ولس له خونديتوب څخه بى برخې دى .
نور نوبايد دغې غميزې ته د پاى ټکى کيښودل شي. همدا شان سپينږيرو په دى ټينګار کاوه چى اولس يو نوي بدلون ته اړتيا لري ،چى هيواد له موجوده بحرانه د پرمختګ او سوکالۍ خواته يوسي .دوى وويل   يواځينى کس چې کولاى شي د هيواد سالمه رهبري وکړي هغه ښاغلى ميرويس ياسيني دى.
ګډونوال چې د سلګونو کسانوپه شاوخوا راټول شوي وو، په يوه غږ يي له ميرويس ياسيني څخه ملا تړ اعلان کړ او ډاډ يي ورکړ.چې دوى په دې برخه کي هر ډول مرستى ته چمتو دي .مشرانو، د غونډى په ترځ کي خپلې غوښتنې ښاغلي ميرويس ياسيني ته  وړاندې کړې چې د برياليتوب په  ترڅ کي به ددوى روا غوښتنې پوره کوي .
همداراز ښاغلى ميرويس ياسينى هم خپله وينا واوروله او زياته يى کړه، چي زه د ملت بچۍ يم.د خلکو له مينځه راوتلى يم ، اوه کاله کيږى چي ستاسي د زوريدلى ملت استازيتوب کوم.اوسنۍ اداره يو ناکامه، له فساد او مافيا ډکه ده. زه که چيرته د خداى په توکل او ستاسي د پاک اولس په ملا تړ کامياب شوم، نوانشاالله يوه سالمه اداره، چې په اسلامي او افغاني ارزښتونو ولاړه وي را مينځته کړم .
ياسيني وويل:چى دى په نظر کي لري .چي دهيواد په ميليونونو هکتاره،هغه ځمکې چې وچې پاتي دي د هغو سيندونو  له اوبو څخه  چي بى ځايه ګاونډيو هيوادونو ته روانې  دي خړوبې کړي، چې په ترڅ کې به يې هم خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به له اقتصادي او زراعتي پرمختګ سره مرسته وکړي .ده وويل :چى د افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ  يواځينۍ لاره دا ده ،چى زموږد خلکو يوه لويه سلنه  لوستي شي. ده ژمنه وکړه ،چې  ښوونيز بنسټونه به  پياوړي کړي . ښځو ته به په مساوي ډول  په حکومت کې فعاله ونډه ورکړي د امنيت په راوستلو کې به له خلکو څخه ملاتړ وغواړي، هغه افغانانو ته چې له اوسنۍ ادارې څخه ناراضه دي د خبرو بلنه ورکړي ،چې د هيواد په ابادولو کې په ګډه  کار وکړي.
همدا شان د جلال اباد په ښار کې هم په زرګونو کسانو د يوې لويي غونډې په جوړولو سره  له ميرويس ياسيني څخه  خپل ملاتړ اعلان کړو، د ننګرهار خلکو ميرويس ياسيني غوره نوماند وباله او ويي وويل چې يواځينى نوماند چې ټول ملت پرې اعتماد کولاى شي  ښاغلى ياسيني دى.
ايمل يوسفزى - د ياسيني کمپاين وياند


د ولسمشرۍ خپواک کانديد ميرويس ياسيني د ناټو غړو هيوداونو د استازو سره وليدل

د ميرويس ياسيني کمپاين
د عاجلې خپرونې دپاره

ميرويس ياسيني د ناټو غړو هيوادونو سفيرانو سره په کابل کې وليدل. په کتنه کې د ولسمشرۍ خپلواک کانديد ميرويس ياسيني او د نوموړي کاري ډلې سفيرانو ته د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل پروګرام په اړه توضيحات ورکړل.
د ميرويس ياسيني وياند ايمل یوسفزي رسنيو ته وويل چې ياسيني د سفيرانو سره په کتنه کې په دې تاکيد وکړ چې ټاکنې باید په افغانستان کې دوامداره سوله او ثبات رامنځ ته کړي، او د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پرمختګ په موخه ډیموکراسۍ، سالمې حکومتدارۍ او د قانون واکمنۍ ته وده ورکړي.
ياسيني سفيرانو ته دا هم وويل چې په هېواد کې د اوسنيو ننګونو له منځه وړلو، د روښانه راتلونکې او ډيموکراسۍ خوا ته د تللو، له نشه يي توکو څخه د پاک پرمختللي افغانستان د جوړولو په موخه ځانګړې تګلاره لري چې د یوې مسلکې، ماهرې،او ایمانداره کاري ډلې په واسطه به یې پلي کوي.
یوسفزي زياته کړه چې په کابل کې د ناټو غړو سفيرانو د ټاکنو په شفافيت ټينګار وکړ او ويې ويل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګولو ته ژمن دي.


د نورو معلوماتو دپاره:
ايمل یوسفزی
د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين وياند
ايمل يوسفزى

تيليفون:0786272451
پته:کارتې سه اتم سرک د ياسيني کمپاين ساحوي دفتر.
برېښناليک: yasini.compaign@gmail.com

 

Intersting Readings
Probe launched over $500M spent on Afghanistan planes now sitting idle
Controversy Over Afghan-US Deal
A Proposal for Peace in Afghanistan
What The 'Zero Option' Would Look Like In Afghanistan
Obama’s Afghanistan Specialists Stumped on Basic Facts
Why the U.S. Paid Karzai's Top Aid
نو په مړو او معدومو به شميريږو
که دا يو چې په همدې شانې اوسيږو
ګورئ دا سيلاب چې راغی لاهو کيږو
 
راځئ هلئ چې لاسونه سره ورکړو

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.