pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

د پښتو بازار

 

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی
 

 

 
 
د طالبانو او امريکا ترمينځ تړون
     

ډاکټر عبدالقيوم مومند


سره لۀ دې چې د طالبانو او امريکا ترمينځ خبرې اوږدې او د بیلابيلو ستونزو او کړکيچونو څخه ډکې وې مګر دا هيله کيده چې د دواړو خواوو ترمينځ لومړنۍ هوکړه به يوې پراخې هوکړې او تلپاتې سولې ته لار پيدا کړي. د تړون محتوی ته پۀ ليدو سره او پۀ افغانستان کې عيني حالاتو ته پۀ کتو سره داسې بريښې چې پۀ افغانستان کې به جګړه دوام ومومي او ډير احتمال شته چې د مجاهدينو د اسلامي حکومت د شر او فساد دوره دې يوځل تکرارشي.
پۀ تړون کې طالبانو ډير څۀ منلي دي او لږه لاسته راوړنه لري. پۀ تړون کې تر ټولو لوی جنجال د لومړۍ برخې د (ج) پۀ بند کې دی. پۀ پښتو متن کې راغلي دي:
متحده ايالتونه د اعتماد جوړولو د يوه اقدام پۀ توګه ژمن دي چې د ټولو اړوندو طرفونو پۀ هماهنګۍ او تائيد، سملاسي لۀ ټولو طرفونو سره پر يوه سملاسي کار پيل کړي چې جنګي او سیاسي بنديان پۀ چټکۍ خوشې شي.
پۀ انګريزي متن کې راغلي دي:
The United States is committed to start immediately to work with all relevant sides on a plan to expeditiously release combatant and political prisoners as a confident building measure with the coordination and approval of all relevant sides.
د انګريزي ژبې  او پښتو ژبې پۀ متن کې توپير شته حال دا چې د تړون پۀ پای کې ليکل شوي چې د انګريزي، پښتو او دري ژبو متن يوشان قانونيت لري. لۀ دې څخه به تيرشم او پۀ حقوقي برخو باندې به خبري وکړم. پۀ پښتو ليکل شوي چې (د ټولو اړوندو طرفونو پۀ هماهنګۍ او تائيد) او پۀ انګريري ليکل شوي چې
with the coordination and approval of all relevant sides…
 کۀ د انګريزي لغت approval صحيح ژباړه وشي او د حقوقي اړخ نه ورته وکتل شي نو عملي ستونزې رامينځته کوي. د approval صحيح ژباړه منل، قبول او تصويب دي. د فارسي ژبې د تائيد لغت ته پۀ  انګريزي کې confirmation وايي.
سره لۀ دې چې پۀ ښکاره توګه نۀ دي ليکل شوي مګر پۀ تطبيقي لحاظ پۀ تړون کې طالبانو د افغانستان حکومت د کړکيچ د يو طرف پۀ توګه منلی دی. دا چې طالبان د افغانستان حکومت پۀ رسميت پيژنې او کۀ نۀ، د تړون پر حقوقي صلاحيتونو کومه اغيزه نۀ لري. کۀ د رسميت پيژندلو او نۀ پيژندلو خبره وي، امريکا هم د افغانستان اسلامي امارت پۀ رسميت نۀ پيژني او پۀ تړونه کې دا ليکل شوي هم دي، مګر امريکا لۀ طالبانو سره بيا هم تړون لاسليک کړ. هغه څۀ چې پۀ دې تړون کې منل شوي دي، هغه د افغانستان د حکومت د منلو خبره چې آیا طالبان بنديان به خوشې کوي او کۀ نۀ. کله چې تړون د افغانستان د حکومت ته د بنديانو د خوشې کولو او نۀ خوشې کولو واک ورکوي نو طالبان بيا مجبور کيږي چې د افغانستان حکومت سره خبرو ته کښيني. طالبانو بايد د تړون د لاسليک څخه وړاندې دې باريکۍ ته پام کړی وای.
د تړون پراساس دا اوس د افغانستان د حکومت خوښه ده چې بنديان خوشې کوي او کۀ نۀ او کۀ خوشې کوي يې نو کله او پۀ کومو شرايطو یې خوشې کوي. ښايي طالبانو به داسې فکر کاوه چې کۀ خليلزاد او امريکا د افغانستان پر واکمنانو امر وکړي چې بنديان خوشې کړي، نو هرومرو به یې خوشې کړي، مګر داسې ونۀ شول. د افغانستان حکومت د خپل پلان پر اساس پرمخ ځي. طالبان به بلاخره مجبوره شي چې د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښيني او د بنديانو د خلاصون لپاره د حل لار پيداکړي.
د تړون د پيلامې پۀ څلورم ټکي کې ليکل شوي دي چې تلپاتې او هراړخيزه اوربند به د افغانانو د خپلمنځيو خبرو اترو يوه برخه وي. د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو ګډون کوونکي به د تلپاتې او هراړخيز اوربند نيټه او څرنګوالی وټاکي…
دلته خبره نۀ ده څرګنده شوې چې د افغانانو د خپلمنځي خبرواترو ګډون کوونکي به څنګه ټاکل کيږي او څوک به یې ټاکي. آیا د افغانستان د خلکو نه چا پوښتنه کړې چې څۀ غواړي؟ نۀ طالبان د افغانستان د ټولو خلکو استازيتوب کوي او نۀ هم د افغانستان حکومت. دا خبره به پرځای پريږدو. پۀ تړون کې هم پۀ غيرمستقيمه توګه داسې انګيرل شوې ده او عملي هم ثابته شوه چې د افغانانو د خپلمنځي خبرواترو ګډون کوونکي به د افغانستان د حکومت لخوا ټاکل کيږي. کله چې طالبانو پۀ غيرمستقيمه توګه واک د افغانستان حکومت ته ورکړی چې څوک د افغانانو خپلمنځي خبرواترو ته د استازو پۀ توګه وليږي، نو بيا طالبان بايد پۀ دې هکله کوم دريځ ونۀ نيسي. دا به د محمداشرف غني او د افغانستان د حکومت د نورو مسوولينو کمزورتيا او سولې ته نۀ ژمنتوب وي چې د سولې خبرو اترو ته ناوړه کسان ليږي.
کۀ تړون پۀ غور سره ولوستل شي نو دا احتمال شته چې د افغانستان پۀ ځينو سيمو کې د طالبانو د جنګې پرمختګ لۀ کبله ښايي طالبانو فکر کړی وي چې د امريکا سره د اوربند نه وروسته به دوی ډير ژر د افغانستان حکومت رانسکور کړي او د قدرت واګې به ونيسي، مګر دازار فکر ستونزې لري او افغانستان به يوي نوي جګړې ته ورداخل کړي.
د طالبانو او امريکايانو ترمينځه د تړون څخه يو کال وړاندې زما څخه د يو سياسي نظر خاوند پۀ توګه پوښتنه وشوه چې آیا طالبان د افغانستان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او کۀ نه. زما مشوره هاغه وخت داسې وه: ((پۀ افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره وړانديز کيږي چې کله طالبان او امريکايان د اوسنيو خبرو لومړنيو پايلې ته ورسيدل او خپلمنځي ستونزې یې حل کړې، پۀ دويم پړاو کې دې د امريکا، طالبانو او افغان حکومت ترمينځ مخامخ خبرې وشي، پاتې ستونزې دې حل شي او د راتلونکې دولت او حکومت پۀ جوړښت دې خبرې وشي. امريکايان به دې ته چمتو نشي او دا انتظار هم بايد ونشي چې امريکايان به د کابل حکومت او دولت پۀ مکمله توګه لۀ نظر نۀ وغورځوي او د هغوی غوښتنو ته به ارزښت ورنکړي. امريکايانو پۀ دې حکومت پانګونه کړې، خپلې ځينې ګټې د دې حکومت پۀ وجود او بقا کې خوندي ګوري. سره لۀ دې چې نۀ يواځې طالبان، بلکې ځينې افغانان هم د دې حکومت قانونيت او رسميت نۀ مني، مګر دا هم پۀ عين وخت کې يو واقيعت دی چې د کابل حکومت د افغانستان د يوې لويې پرګنې ملاتړ لري او ترڅنګه یې ولاړ دی. دا به ډيره ستونزمنه خبره وي او عملي اړخ به هم ونلري کۀ طالبان د دې خلکو شتون او فکر پۀ نظر کې ونه نيسي. لۀ بل پلوه طالبان به د خپل ولس د انتقاد سره هم مخ شي.))
د طالبانو او افغانستان حکومت ترمينځ د جنګ لۀ شدت څخه داسې څرګنديږي چې د متخاضمو ډلو ترمينځ فاصلې نورې هم ډيرې شوي دي او دا هيواد د يو نوي ناورين پر لور روان دی. تراوسه داسې بيلګې پۀ لاس کې نشته چې د اوربند او سولې پۀ برخه کې دې کوم عملي ګام پورته شوی وي. د اتلسو کلونو د جګړې، مرګ او ژوبلې څخه وروسته داسې یوه موقع پۀ لاس راغلې ده چې دې زوريدلي او کړيدلي ملت ته د سولې او ارامتيا اميدونه ورکوي. د امريکا او طالبانو ترمينځ تړون پۀ افغانستان کې د سولې د رامينځته کيدو لومړنی ستر ګام دی چې نورو پړاونو ته لار خلاصوي. افغان ولس، نړيوال، د افغانستان حکومت او طالبان پۀ دې پوهيږي چې سوله يواځې د خبرواترو لۀ لارې رامينځته کيدای شي او دا هغه وخت امکان لري چې متخاصمې خواوې پۀ دې پوه شي چې د چا سره څنګه خبرې وکړي او خپل مسئوليتونه او محدوديتونه وپيژني. د اوږودمهاله او تلپاتې سولې دپاره بايد افغانستان حکومت، طالبان او امريکايان د خپلو غيروعملي غوښتنو او دريځونو څخه تيرشي. طالبان او د افغانستان حکومت بايد پۀ خپلو دريځونو او پوځي پاليسيو کې لۀ سره فکر وکړي.
لوی څښتن عالم او لارښود دی
ډاکټر عبدالقيوم مومند
سالت ليک سيټي، يوټا
د ۲۰۲۰ زيږديز کال د اپريل ۳

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2020 Sabawoon. All rights reserved.