pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
د وارخطايې لوبې
     
ډاکټرعبدالقيوم مومند

د پاکستان جابر حکومت او پوځي ترهګرو واکمانانو فکر کولو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو مشرتابه غړو علي وزير او محسن داوړ په بندې کولو سره به دوی دا غورځنګ کمزوری او مات کړي او د پښتنو ژوند، وجود، بشري حقونه، ثبات او اساسي پرمختګ به نور هم زیانمن کړي. له دې کبله د پاکستان جابر حکومت او پوځي ترهګرو واکمانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا دوه مخکښ مشران غړي، علي وزیر او محسن داوړ چې د پاکستان په ملي شورا کې د ولس استازي هم وو، بندیان کړل. پر دوی يې د ترهګرۍ بې اساسه تورونه ولګول. حقایقو نړۍ ته وښوده چې د پاکستان ترهګر پوځ په خړ کمر کې د یوې سوله ییزې غونډې پر وړاندې ترهګریزه عمليات ترسره کړل او غټ شمير بيګناه پښتانه يې شهيدان کړل او د علي وزير او محسن داوړ په ګډون يې ګڼ شمير پښتانه زندانونو کې واچول.
د علي وزیر او محسن داوړ بندی کولو دې غورځنګ ته لا ډیر قوت او غښتلتيا ورکړه. د لنډې مودې د پالیسیو او فکري تنظیم څخه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ سوله ييزې غونډې پيل کړې او د علي وزير، محسن داوړ او غورځنګ د نورو غړو د خوشې کیدو غږ يې پورته کړ. دا غږ، ځواک او ملاتړ سيمه ييزو نه و، بلکې په ټوله نړۍ کې ټولو افغانانو/پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غږ او غوښتنو سره خپل غږ او غوښتنې يو کړې.

د څو مياشتو شکنجو او ظلمونو څخه وروسته د پاکستان جابر حکومت او پوځي ترهګرو واکمانانو د دوی د خوشې کولو پرته بله کومه لار نه درلوده، ځکه چې پر دوی ټول لګول شوي تورونه بې بنسټه وو او د پاکستان د شکنجې ماشین د دې وړتیا نه درلوده چې علي وزیر او محسن داوړ دې ته مجبور کړي چې داسې څه ومني او اقرار وکړي چې دوی ورسره هیڅ تړاو نه هم درلود.

نن يو ځل بيا د پاکستان جابر حکومت او پوځي ترهګرو واکمانانو د خپلې وارخطايې بل عمل ترسره کړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين يې ونيو. منظور پښتين يواځې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نه دی، بلکې په ټوله نړۍ کې د ټولو افغانانو/پښتنو مشر دی. منظور پښتين اعلان وکړ چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د فبروري په دويمه (۲) نيټه به ټول افغانان/پښتانه د شهيد ارمان لوڼي د شهادت تلين د نړۍ په سطحه نمانځي. شهيد ارمان لوڼي هغه وخت په شهادت ورسول شو کله چې دی د خپلو ملګرو سرو ناست و او خبرې اترې يې کولې. د پاکستان جابر حکومت او پوځي ترهګر واکمانان دا ويره لري چې د شهيد ارمان لوڼې د تلين د نمانځنې په ورځ به د پاکستان جابر حکومت او پوځي ترهګرو واکمانانو رښتينې څيره يوځل بيا نړيوالو ته ښکاره شي او د دوی د ظلمونو، وژنو او ترهګريو رښتياوې به يوځل بيا رابرسيره شي

د پاکستان جابر حکومت او پوځي ترهګر واکمانان فکر کوي چې د منظور پښتين په بندي کولو سره به منظور پښتين مات کړي او غورځنګ به کمزوری کړي. تاريخ دا خبره غلطه ثابته کړې ده. کله به هم چې د پاکستان جابر حکومت او پوځي ترهګرو واکمانانو فخرافغان پاچا خان بندي کړ، هغه به نور هم غښتلی شو، په خپلو غوښتنو کې به نور هم جدي شو او د خدايي خدمتګارو غورځنګ به نور هم قوت واخست. اوس دا کیسه يوځل بيا تکراريږي. منظور پښتين به نور هم غښتلی کيږي، نورې لوړې حوصلې په پيداکوي او غورځنګ به لا نور هم ځواکمن کيږي.

ای د پاکستان جابر حکومته او پوځي ترهګرو واکمانانو!

موږ په ۲۰۲۰ کال ژوند کوو. دا د ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ لسیزو کلونه نه دي. زموږ اواز په زندانونو او جيلونو کې نشي غلی کيدای. د افغان/پښتون اواز تا پخوا هم غلی نکړای شو او اوس يې هم نشې غلی کولای. زموږ وخت پای ته نه دی رسيدلی. دا ستا هسې فکر او خيال دی. زموږ وخت اوس رارسيدلی او پيل شوی دی.

څومره به رانه بنديان کړې؟

څومره به رانه مړه کړې؟

په څومره خلکو به مې ظلمونه او شکنجې تيرې کړې؟

څومره خلک به مې ورک او بيدرکه کړې؟

او نور څومره، څومره؟

اوس د دې وخت رارسيدلی دی چې ستا ظلمونو، وحشت او بيعدالتۍ ته د پای ټکی کيښودل شي. موږ به ستا دا تور د مکر، شيطانت او منافقت څخه ډک مخ، ستا جبر، ستا ترهګري، ستا د پښتون نسل وژنه، او ستا جنګي جرمونه نړيوالو ته په ډاګه کوو. اوس ستا وخت پای ته رسيدلی دی. دا د افغان/پښتون ملت دی او دا افغان/پښتون خاوره ده. دې ملت او دې خاورې ډير زبرځواک په ګونډو کړي. ته لا څوک يې. ستا وخت نور پای ته رسيدلی. په پای کې به درته د شهيد موسی شفيق يوه څلوريځه واورم:

دبستان کې د ايشيا چې زه استاد وم

تا لوستله هغه وخت کې سپاره

اوس راپاڅيدې زما د سر دعوه کړې

ته او خدای نو په همدغه قواره

ډاکټرعبدالقيوم مومند

د ۲۰۲۰ زيږديز کال ۲۷

د ۳۶۰۰۰ فيټه جګې هوا څخه

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.