pxl
Logo

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us

pixl

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
ولي الله ملکزی

په افغا نستان کي د فو ځي اډو شتون او ضرورت

افغان ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د افغان خبريال سلطان محمد منادي وژنه په کلکه وغندله .

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي

د فکر ټال

د خلق او پرچم کمونستانو لخوا د وژل شوو بې ګناه افغانانو د نومونو لړی

 

 
 
هغه څه چی ټول باید ورباندی پوه شی!
     

د کورونا ویروس په اړه د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز پیغام

د کور به د ننه دهغه ناروغانو باملرنه ا و تجرید چی د تنفسی لاری په حاد انتان به داسی حال کی اخته وی چی د کرونا ویروس د خپریدو به حال کی وی

دا چی په بیړنی حالاتوکی د ټولو هغه ناروغانو چی به حاد تنفسی انتاناتو اخته وی په روغتونونو کی بستر کول یی شونی نه دی نو له همدی کبله ټولو هیوادوالو ته لازم دی چی په حاد تنفسی انتان د اخته ناروغانو د پاملرنی لپاره لاندی ټکی په نظر کی ونیسی ترڅوپه حاد تنفسی انتان اخته ناروغان تجرید او نوروته د ناروغی له خپریدو نه مخنیوی وشی. اوس وخت به نړی کی د کرونا ویروس په چټکی سره په خپریدو ده ، که څه هم تر اوسه پوری په افغانستان کی د کومی پیښی راپور نده ورکړای شوی خو اکثره واقعات په هغه کسانو کی لیدل شوی چی چین ته یی سفر کړی او یا هلته ژوند کوی.

د تنفسی لاری انتانات: هر کس چی پزه یی بهیږی (ریزش)، زکام، د ستونی درد، تبه او یا نفس تنګی ولری

هم دارنګه: داچی اوسنی وخت کی د کروناویروس له چین څخه ټولی نړی ته د خپریدو په حال کی ده، د معلوماتو له مخی هغه کسان چی ویروس نیولی وی حتی مخکی له دی چی د تنفسی انتان نښی نښانی پکی پيدا شی (تر ۱۴ ورځو پوری) کولای شی چی ناروغی نورو ته انتقال کړی. له همدی امله لاندنی پاملرنی ټولو هغه کسانولپاره چی لس ورځی مخکی د چین هیواد ته یی سفر کړی وی او یا له هغه ناروغ سره یی تماس نیولی وی چی له چین څخه راغلی وی باید به پام کی ونیس

د ناروغ او نورو ټولو لباره د ناروغی د خپریدو د مخنیوی بنسټیزی لارښونی

له مخ او لاس ښکلولونه پهعموی دول ځان وساتی ځکه چی تاسی نه پوهیږی هغه څوک چی تاسی ورسره لاس او یا مخ ښکلول کوی د مرض د تفریخ په دوره کی وی یعنی تر اوسه په هغه کی ناروغی نده ښکاره شوی مګر ویروس لری او هغه ویروس نورو ته انتقالوی.
ناروغ باید په بیله خونه کی وساتل شی. په هغه صورت که چی دا ممکن نه وی د امکان تر حده پوری له ناروغ سړی نه فاصله وساتل شی ( لږ تر لږه یو میټر) او ناروغ سړی باید په بیله بستره کی استراحت وکړی. ناروغ سړی په غونډو کی له برخه اخیستلو نه خپل ځان وساتی. د امکان تر حده پوری ناروغ باید له عامه بسونو، د ګڼی ګوڼی له ځایونو، محفلونو او حتی دندی ته له تللو ځان وساتی. که چیری له موټر نه استفاده کوی نو د موټر کړکی د وازی پریږدی . کوښښ د ی وکړی چی له ټولو خلکو نه یو میتر فاصله وساتی او خپله خوله او پزه اوپیچی. روغتیایی پاملرنی ته د اړتیا په وخت کی مسول سړی ته له ورتګ نه مخکی اړیکه ونیسی او خپل وضعیت ورته له تشریح کولو وروسته ورسره اوګوری. روغتیایی مرکز ته د ورتللو په وخت کی پورته ټکی په پآم کی ولری. له ناروغ سره د تماس د امکان تر حده کم وساتل شی.
ځانونه مطمین کړی چی ګډ ځایونه لکه تشناب، پخلنځی (آشپز خانه) او دهلیز ښه تهویه شوی وی (ازاده هوا ولری) او کړکی خلاصی وی.
د ناروغ د پاملرنی په وخت کی، مریض سړی باید خپله خوله او پزه په یو دسمال، ماسک او یا هر هغه شی چی موجود وی پواسطه اوو پیچی. هغه څوک چی د ناروغ پاملرنه کوی باید خپله خوله او پزه اوپيچی او د مراقبت/پاملرنی نه وروسته ژر ترژره خپل لاسونه په اوبو او صابون سره پری مینځی (لږ تر لږه د شلو ثانیو لپاره او یا د یو نه تر شلو پوری د حساب ویلو پوری).
هغه شیان چی په مستقیمه توګه د ناروغ له خولی او پوزی سره په تماس کی شوی وی د امکان په صورت کی باید وسوزول شی او له مینځه یو وړل شی او یا هم ښه پاک شی. د ناروغ ګیلاس، قاشقه او پنجه، پیشقاب، د مخ وچولو دسمال او ټول نور شخصی شیان باید جدا او د یوازی د مریض لپاره وی. دغه شیان او وسایل باید په اوبو او صابن ( د لوښو مینځلو مایع او یا هر بل د منځلو مواد) ښه اومینځل شی او د امکان په صورت کی د نیم ساعت لپاره د لمر مستقیمی شعاع ته کیښودل شی.
په صابن او اوبو باندی د لاسونو پریمنځل مه هیروی. همدارنګه هغه سطحی او ځآیونه چی له هغوی سره په معمول ډول تماس نیول کیږی د پاکولو په مایع او اوبو سره پاک او اومینڅی.
پام وکړی هغه څوک چی پخپله اسیب پذیره (نارغه کیدو امکان یی ډیر وی) وی له ناروغ سره تماس کی نشی او پاملرنه یی ونکړی. اسیب پذیره خلک هغه دی چی د زړه، سږو ، پښتورګو، د شکری ناروغی ، د وینی ناروغی او یا په داسی ناروغیو اخته وی چی د بدن د مقاومت د ټیټیدو سبب کیږی اخته وی. همدارنګه حامله میندی، هغه خلک چی عمر یی تر ۶۰ کالو زیات وی او تر دوه کالو کم عمره کوچنیان هم د اسیب پذیره وګړو په ډله کی شامل دی. د انتان څخه د مخنیوی لپاره له ناروغ سره هیڅ شی په ګډه مه استعمالوی. د غاښونو برس، سګرټ، قاشقه او پنجه، پیشقاب، دست پآک و روی پاک، روجایی وغیره په ګډه مه کاروی.
هغه څوک چی د ناروغ نه پاملرنه کوی د امکان تر حده پوری خپل تماس له ناروغ سره لنډ او کم وساتی. ښه داده چی یو نفر چی خپله اسیب پذیره نه وی د ناروغ پاملرنه ترسره کړی او ټول له ناروغ سره تماس ونلری.
چیری په ناروغ کی دکرونا ویروس ثبیت شی, ناروغ باید تر کامل روغتیا پوری په کور کی د تجرید په حال کی وساتل شی او د کورنی ټول وګړی د روغتیا له نظره ارزیابی شی. هر وخت په یاد ولری چی د ناروغی مخنیوی له درملنی نه په مراتبو اسانه او ارزانه دی

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.