پيدا کړې به خداې نۀ وه دا دنيا
محمد (ص) دى دتمام جهان آبا
نشته پس له محمده(ص) انبيا
چې بوى نۀ ؤ د آدم اودحوا
په معنى کښې اولين دى ترهر چا
نور ئې کول واړه صفات دى په رښتيا
محمددى دهمه واړو پيشوا
جنتى دى کۀ فاسق دى، کۀ پارسا
کۀ مې نۀ کاخداې له دې دره جدا |
|
کۀ صورت دمحمد(ص) نۀ وى پيدا
کل جهان دمحمد(ص) په مخ پيدا شو
نبوت په محمد(ص) باندې تمام شو
نور هاله دمحمد (ص) ؤ پيدا شوى
کۀ صورت ئې پيدا شوى آخرين دى
خداې ئې مۀ ګڼه بې شکه چې بنده دى
کۀ نبى دى، کۀ ولى دى کۀ عاصى دى
چې ئې دين دمحمد(ص) دى قبول کړى
زۀ رحمن دمحمد(ص) ددرخاک روب يم |