pxl
bismellah

pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


رحمن بابا

ګل پاچا الفت

قيام الدين خادم

امير حمزه شينواري

 الحاج امين الله زمريالی


pixl


استاد ګل پاچا الفت

هـمــدردي

سرپاڼه

 


 

استاد ګل پاچا الفت   >   د ارواښاد استاد الفت لنډه پېژندنه

استاد حبيب الله رفيع
د کابل ننګرهار پر لويه لاره، د لغمان په کښتنۍ برخه کې يو زوړ کلى راځي چې عزيزخان کڅ يې بولي، کڅ يې ځکه بولي چې د کابل سيند پرغاړه ودان دى. هو شمال اړخ ته يې کابل سيند روان دى خو جنوب ته يې بيا هغه لاره تېره ده چې له وريښمين تنګي نه راوتلې ده.
زاړه روايات څرګند وي چې زرګونه کاله مخکې د کابل د غرونو کاسه د اوبو يو لوى ډنډړ چې ورو ? ورو دې پستو او نرمو اوبو د ماهيپر د غره په سخت زړه کې لاره وکړه، تيږې يې ويلې کړې او په غورځنګونو پرې ورواوښت، په وريښمين تڼي راتېر شو او د لغمان خاورينې غونډۍ يې داسې وسولولې چې لاتراوسه يې هم په لوړوسرونو کې د اوبو لارې تېرې دي.
همدا راز وريښمين تنګى يوه ډبرينه لاره ده خوڅه د باندې دوه زره کاله وړاندې دا ډبرينه لار د پستو وريښمو د تجارت لاره وه چې له چين نه به بلخ ته او له بلخ نه به هند ته په دې لويه لاره وړل کيدل چې دا لاره د عزيزخان کڅ جنوبي اړخ ته تېره ده.
هو! په يوه داسې کلي کې چې يوې خواته يې د کابل سيند رڼې اوبه بهيږي او بلې خواته يې د وريښمو پسته لاره تېره ده، د سيدانو يوه کورنۍ اباده ده چې پښتانه يې د خپل خاص اخلاص او خپل سپيڅلي پيغمبر ته د ځانګړي عقيدت له مخې پاچايان بولي، له دې پاچايانو نه د ميرسيدپاچا په کور کې له نن نه ٩٠ کاله مخکې د ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي په وينا: ? يو ښکلى ګل زرغون شو او هغه يې ګل پاچا وباله. دا ګل د فطرت په لمن کې لوى شو، د طبيعت روزنه او پالنه يې وليده او لکه د کابل د سيند د غاړې غاټول د لغمان اوبو او هوا لوى کړ. د لغمان د نرمو اوبو، پستې هوا او شنې ورشو په غيږه کې لوى شوى ماشوم مهربان پلار د وخت له دود سره سم د کلي ملا ته د ديني درسونو زده کړي ته کښېناوه، که څه هم د ? ضربا ضربوا ? قهر آميز ګردانونه يې ډيرو کړل خو د نرمو اوبو، شنو شنيليو، نازکو ګلونو ترڅنګ لويېدونکى او د وريښمو په پسته لار تلونکى ماشوم د نرم طبيعت، زړه سواند زړه، عاطفې او الفت په غيږه کې وده کوله، د درس د محدودو کتابونو ترڅنګ يې د طبيعت ويړکتاب مخې ته پرانستل شو، د فطرت له کرشمونه يې زده کړه وکړه، د خپلې هسکيرلې ټولنې د څيرې ويرې کتاب په پاڼو کې يې د بېوزلو او مظلومو انسانانو اصلي او خوارخواکې څيرې وليدې. هر څه ته ځير شو او هر څه ته يې په ځير وکتل.
دې مطالعې نوى اثرپرې وکړ، د زاړه منطق له صغرى او کبرى نه يې راويوست، په سر کې يې لوړخيالونه او ژورفکرونه په غزونو شول، کتاب يې ونغښت قلم يې راواخيست د کابل سيند تر اوبو نه يې روڼه او روان شعرونه پيل کړل او د وريښمو په لاره تللو پستو ورېښمو نه يې نرم نثرونه رامنځ ته کړل.
ماشوم ګل پاچا ځوان شو، شاعر شو، ليکوال شو، مفکر شو، د شعرونو او نثرونو په رګونو کې يې هنري ښکلا، منطقي پختابه او فلسقي استدلال غزونې وکړې، نوى سبک او نوى ادب يې رامنځ ته کړ، عالي او خيالي افکار يې ترسيم کړل، د پسرلي نغمې يې وغږولې، بلې ډېوې يې د تيارو په زړه کې بلې کړې، پښتو سندرې يې ازانګه کړې، ادبي بحثونه يې راونښلول، د آزادۍ پيغام يې راووړ، غوره اشعار يې وليکل، غوره نثرونه يې وپنځول، د زړه وينا يې واوروله، اجتماعي نظريات يې وړاندې کړل، نوى څرک يې ويوست، ملي قهرمان يې راوپيژانده، ښه لمسون ته يې ولمسولو او د الفت خبرې يې راته وکړې.
دا د ارواښاد استاد الفت د اثارو يو څو نومونه وو چې ما واخيستل ده ډير څه وليکل او ډير څه يې پښتو او پښتانه ته پريښودل چې ټول له مينې ډک دي، له الفته ډک دي، له ورورۍ ډک دي او له انساني غوښتنو او پندونو ډک دي.
دى الفت ړ کينه او نفرت يې نه پيژندل: افغاني فکر يې کاوه، اسلامي فکر يې کاوه او انساني فکر يې کاوه، په خوله يې ډېر څه نه ويل خو په قلم کې ډېر زړوراو زورورړ، قلم يې پوست ړ، د الفاظو په انتخاب کې يې ډير فکر کاوه خو انتقاديې سخت ړ چې تر ايرو لاندې د سکروټې بڼه يې درلوده او خپل قلمي هدفونه يې ژور او دقيق په نخښه کول.
ده د استبداد په چوپه چوپتيا کې د آزادۍ او ديموکراسۍ اذانونه کول او زلميان يې ويښتابه ته رابلل. دى په دولتي رتبوکې د وزارت تر څوکۍ هم ورسيد خو له خوارانو او فقيرانو نه يې ځان بيل نه کړ او فقيري او درويشي يې په اميري ور نه کړه.
ده ويلي دي:

زړه يې مه بوله تـورکـاڼـى د صحـرا دى
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي

همدې زړه سواندۍ د زړه ناروغي ورته پېښه کړه او له نن نه ٢٦ کاله وړاندې د ٦٩ کلنۍ په عمر وفات شو او هم هلته په عزيزخان کڅ کې د کابل سيند د ګلکڅونو او د وريښمو د لارې په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو.
اروايې ښاده اوسه!
لنډ ژوند ليک:
> په ١٢٨٨ هـ ش ( ١٩٠٩ ) کال د لغمان د عزيزخان په کڅ کې زيږيدلى چې د پلار نوم يې ميرسيدپاچا او نيکه يې سيدفقيرپاچا دى.
> په ١٣١٤ کال د انيس په جريده کې کاتب وټاکل شو.
> په ١٣١٥ کال د کابل د ادبي انجمن غړى شو.
> په ١٣١٦ کال د پښتو ټولنې له غړيتوب سره د زيري مسوول مدير شو.
> په ١٣١٨ کال کې د پښتو ټولنې د صحافت د مدير مرستيال شو.
> په ١٣١٩ کال کې د پښتو ټولنې د لغاتو او د قواعدو د څانګې مديرشو.
> په ١٣٢٠ کال کې د اصلاح د ورځپاڼې مشاور او بيا د پښتو ټولنې عمومي مبصر او د کابل مجلې چلوونکى شو.
> په ١٣٢٥ کال کې د اتحاد مشرقي مديرشو.
> ١٣٢٧ کال په ننګرهار کې د قبايلو عمومي مدير شو.
> په ١٣٢٨ کال کې د جلال آباد د خلکو له خوا د ملى شورى په اوومه دوره کې وکيل وټاکل شو او په ملي شورى کې د دوهم مرستيال دنده ورته وسپارله شوه.
> په ١٣٣١ کال کې د لغمان د قرغيو خلکو د شورى اتمې دورې ته وکيل وټاکه.
> په ١٣٣٤ کال کې د جلال آباد د خلکو له خوا د لويې جرګې وکيل وټاکل شو.
> په ١٣٣٥ کال کې په لومړۍ رتبه د پښتو ټولنې رئيس وټاکل شو او هم د پوهنې وزارت د عالي شورى په غړيتوب ومنل شو او ورسره د حقوقو د پوهنځي او د ادبياتو د پوهنځي د پښتو استادي هم ور په غاړه شوه.
> په ١٣٣٨ کال د افغان ? شوروي د دوستۍ د ټولنې رئيس هم شو.
> په همدې ترڅ کې د ١٣٣٠ کال له غبرګولي څخه د ١٣٣٢ کال د لړم تر پايه د اولس د ملي جريدې د امتياز خاوند هم ړ.
> د ١٣٤٣ کال په لويه جرګه کې چې د نوي اساسي قانون د تصويب له پاره جوړه شې وه غړى ړ.
> په ١٣٤٤کال کې د قبايلو مستقل ريئس وو.
> د ١٣٤٨ کال د اولسي جرګې په ١٣ دوره کې منتخب استازى ړ.
استاد الفت تر وکالت وروسته په کور کښېناست او د زړه مزمنه ناروغي ورته پېښه شوه چې د همدې ناروغۍ له کبله د ١٣٥٦ کال د لندۍ په ٢٧ نيټه د مرګ د ليندۍ نخښه او له دې فاني دنيا څخه يې سترګې پټې کړې او د عزيزخان په کڅ کې په يوه وړه غونډۍ کې خاوروته وسپارل شو چې زيارت يې له ليرې سترګو ته راځي.
له ارواښاد استاد الفت نه تر دېرشو ټوکو زيات چاپ او ناچاپ ځانګړي اثار راپاتې دي او په سوونو مقالې يې د هېواد په مطبوعاتو کې خپرې شوي دي نو ځکه الفت نه مري او الفت به تل ژوندى وي، خلکو که قصرونه جوړکړي ده د شعر دنګې ماڼۍ درولي او د علم او عرفان بلې ډيوې يې راپرې ايښې دي. ده شهرت نه غوښت خو دده آثارو د ده شهرت آفاقي کړى دى سره له دې چې ده وصيت کړى
له نښتر مجلې څخه

سل پتنګان سوزي د يوې شمعې ژړا سره
څه ژړا ملګرې ده د ژوند يوې بريښنا سره
ډير لکه لاله داغلي زړونه شته صحرا سره
لويه بدبختي ده که څوک نه ژاړي له چا سره
يو کور کښې چـې وير وي او بـل خـانـدي لــه ليـلا سره

 

 

ژاړي په غمـونـو کـې خـواخــوږي لـه هـرچــا ســـره
ډک زړګی له اوښکوګرځي وريځې په اسمان کې بيا
ټول باغ ژړيدلی ځکه اوښکې دي د ګل په مخ
نه ښايي انسان ته چې د بل په غم غمجن نه شي
داسې بيغمي دې خدای په هيڅ کور کښې پيدا نکړي
 

 

سرپاڼه

 

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.