دا وينا مې ده له ننګه        | 
  
  
    ګـوره حـق د استعـمـار سره په جـنګ دی 
  قوي تل د استعمار په نشه منګ دی  | 
      | 
    ای پـښـتونـه په عالم کـې څه غورځنګ دی 
  د ضعـيـف قـوه د ده عـزم او فـرهنګ دی   | 
  
  
    ضعيف ځي په خپله لار د مقصد لور ته  
  قوي ځي په  خپل غرور  ګندلي ګور ته        
  | 
  
  
    ضعيف نه دی چې دی مل د خپل احباب وي 
  په سختيو د حيات کښې تل کامياب وي  | 
    
  | 
    قـوي نه دی چـې غـره په   خپـل اسباب وي  
  هـر ټـبـر چـې د ثبـات او عزم اصحاب وي  | 
  
  
    فلسفه د ژوند که غواړې زما ګرانه 
  آزاد اوسه آزاد ولاړ شه له جهـانه        
  | 
  
  
    عـزم نـه دی چـې د ژوند دار او مـدار کړي 
پروا نه کـړي که ژوندون که سر په دار کړي       | 
    
  | 
    ثبات نه دی چې په خوله باندې ګـفـتـار کړي 
هغه څوک چې ومـطـلـب ته عزم اختيار کړي      | 
  
  
    د شيرشاه غوندې همت کړه شيرافګن شه 
  د فرهاد په څير عمل کړه او کوهکـن شه        
  | 
  
  
    ها څـو کـســه سـره ټول شي نو لښکر شي 
کـه لښـکـر سره فرد فرد شي مات ابتر شي       | 
    
  | 
    ها څو څـاڅـکـي سـره يو شـي سمندر شي  
هـره ډلـه چـې يو يو شـي در پـه در شي      | 
  
  
    ته  پښتون يې ضعيف نه  يې سره ټول شه 
  د قوم ګټـې ته بيدار او يـو کـهـول شه        
  | 
  
  
    نـوم يـې  پـاتـه لا  تراوسـه په لاهـور دی 
کـه وطـن درڅـخـه ولاړ دا لوې پيغور دی       | 
    
  | 
    ته پسـر يـې د شهـاب چـې ځای يې غور دی  
غـيـرت وکـړه پر وطـن درباندې پور دی      | 
  
  
    د غيرت خاوند په ګور کې صفـتيـږي 
  بې غيرته په خپل کور کې تل شرميږي       
  | 
  
  
    کـه دانـا شـي ټـول پښتون نو به هوس کړم 
چـې دښـمـن د پښـتـانه د نغري خس کړم      | 
    
  | 
    ډيـر ويل رنځ او زحمت دی اوس به بس کړم  
هـم بـه هـلـتـه بيانونه خپـل په وس کړم      | 
  
  
    زمريالی يم دا ويل مې دي له ننګـه 
    ای پښتونه چې پيداکړې ځانته پنګه        
  |