pxl
bismellah

pixl

Home
Articles
AfghanPedia
Contact Us


رحمن بابا

ګل پاچا الفت

قيام الدين خادم

امير حمزه شينواري

 الحاج امين الله زمريالی


pixl


 


 

ېټ نيکه

د افغانستان نوميالي
ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا

 

بيټ نيکه چي د بيټني او بټن په نومونو هم ياد شوی دی د پښتنو د ډېرو طايفو يو ستر او نوميالی نيکه تېر شوی دی چې د پښتانه شعرا‌ء د لومړي ټوک په ۴۵ مخ کې د دې لوی نيکه په باب داسې ليکل شوي دي چې:
«د پښتنو د علم الانساب پوهانو او هغو مورخينو چې اسماالرجال يې ليکلي دي، شېخ بېټنی د پښتو د ډېرو طايفو لوی نيکه بللی دی، او وايي چې دا بېټنی د غرغښت او سړبن ورور و پخپله د پښتنو ملي عنعنات هم ددې تصديق کوي.[1] خو په مورخينو کې لومړی ددې ملي عنني تصديق ابوالفضل د ګورګاني پاچا اکير د عصر مورخ کړې، چې د پښتنو دغه درې پلاره مشهور دي[2] مګر ددې نيکه نوم مورخينو مختلف راوړي، ځينې يې «بېټ» او ځينې يې «بېټنی» او ځينې يې «بټن» ليکي.
نعمت الله هروي او خانجهان خان لودي هم په مخزن افغاني کې د شېخ بېټني اولاد او ددې قوم مشاهير او اولياء مفصلاً راوړي. څنګه چې آيين اکبري په ۱۰۰۶ هـ او مخزن په ۱۰۱۸ هـ کې ليکل شوی دی نو دا ويلای شو چې د پښتنو د ملي عنعناتو او د رجالو د تاريخ لومړی ليکونکی هم دوی دي. نعمت الله په دې سلسلو کې مجمع الانساب او اخباری احمدي کتابو ته هم حواله ورکوي، چې تر ده دمخه ليکل شوي، او د پښتنو د انسابو ذکر يې کړی دی، په دغه کې اخوند دروېزه ننګرهاری هم چې تر ۱۰۴۸ هـ پورې ژوندی و [3] ده هم د پښتنو انساب راوړی دی [4] دغو ټولو مورخينو د شېخ بېټني ذکر مفصلاً يا ضمناً کړی دی.

د بېټ نيکه په اړه په پښتنو کې يو متل هم دود دی چې داسې دی.

چې خدای يې ورکوي، بټن يې يار شي

همدا پورتنی متل پخپله د بېټ نيکه د سخاوت او پېرزوينې هغه کيسه راڅرګندوي چې ده خپل زوی اسماعيل سړبنی خپل ورور سړبني ته ورکړ.

مګر تر دغو ټولو يو پخواني او زوړ اثر چې د شېخ بېټني ذکر او اشعار پکې راغلي دي، د سلېمان ماکو د بارک خان د زوی «تذکرة الاولياء» ده چې پس له ۶۱۲ هـ ليکل شوې ده. ددې کتاب هغه يو څو پاڼې چې شته د شېخ بېټني ذکر داسې کوي:
«نقل هسې کاندي يارانو چې په روزګار د شېخ بېټني کې د ده ورور چې سړبن نومېده، او پر شېخ بېټني هم خورا ګران و؛ سړبن نه درلود زامن، او هرکله به يې وييل خپل ورور ته؛ بيټنی خپل زوی اسماعيل ورکاوه او لوی سو د سړبن په کاله، خدای مهربان د اسماعيل په برکت سړبن ته نصيب کړه، دومره زامن چې اوس تر وس تېر شو ګڼون د هغو؛ د اسماعيل مرقد واقع دی د کسې پر غره چې زه هلته تللی وم» [5]
له دې روايته ښه ښکارېږي چې په پخوانو پښتنو کې د شېخ بېټني کرامات مشهور وه، او ددې کتاب ليکونکی لکه چې پخپله وايي د کسې غره [6] ته تللی او ددغه اسماعيل زيارت يې کړی دی.
بېټ نيکه

د سلېمان ماکو دغه روايت نعمت الله کټ مټ په مخزن کې تاييد کوي او داسې ليکي:

«نقل است سړبنی برادر کلان بتنی مفلس بود، و از هېچ چيز دستګاهی نداشت، باوجود آن از سعادت فرزند هم محروم بود، روزې سړبنی به خانه برادر خود که شېخ بټنی باشد آمده عرض کرد که ای برادر! دعای تو در باب جميع خلايق مستجاب الدعوات است، در باب من توجه نمی فرمايي، که در طلب فرزند و فراخي معاش کوشش بسيار دارم، حضرت شېخ بېټ فرمود که يک پسر مرا ببر و پرورش نما، که بقدم او هم دهم اسباط، و مال و منال و مواشي که لوازم دولت است ميسر آيد، آخرالامر شيخ پسر خود اسماعيل را ببرادر خود سربنی داد، و سربني برادر زاده خود را به خانه آورده پرورش مې نمود، از برکت قدم او دولت و اولاد چندان بظهور آمد که تا قيام قيامت کم نخواهد شد. چون اسماعيل بسن رشد رسيد از رياضات شاقه بمراتب ولايت رسيد، و از اين شيخ اسماعيل که مقبره و ګنبد ايشان بر کوه سليمان واقع است همان شيخ اسماعيل سړبنی پسر بېټ است...[7]»
پدې ډول د سلېمان ماکو قول که څه هم تر نعمت الله څلور سوه کاله دمخه دی، مګر يو د بل سره پوره ربط او نډدېوالی لري او دا ښکاره کوي چې تر اتم هجري کاله هم د شېخ بېټني لوی نيکه په باب کې پښتو معنعن کلک او مستند روايات درلوده چې له هغو څخه په دغو دوو کتابونو کې لږ پاتې دي. متاسفانه د شېخ بېټ نيکه نور احوال مونږ ته نه دی پاتې، او نه دده د ژوندون وخت مورخونو تصريح کړي دي، فقط ځينې له دغو مورخونو څخه دا هم ليکي، چې د غور د پاچاهانو معاصرو، او د غور د مشهورې کورنۍ څخه شاه حسين نومی دده په کور کې و[8]، نو په دې حساب که بېټ نيکه له يوه سره د لومړيو غوري مشرانو معاصر وي نو دده د ژوند وخت موږ له ۳۰۰ هـ څخه تر ۴۰۰ هـ پورې تخمين کولای شو. سلېمان ماکو په خپله تذکرة الاوليا کې د بېټ نيکه له خولې يو شعر هم رانقل کړی دی چې د پښتو ژبې د ادب په تاريخ کې خورا مهم ګڼل شوی دی. سلېمان ماکو دده شعر داسې يادوونه کوي:
«نقل کاندي چې شېخ بېټنی سپين ږيری شو نو ده به هر کله څېښتن ستايه او رب ته به يې درخواست کاوه چې زما کهول او د سړبن او غرغښت په کهول کې برکت کښېږده، بادار قبول کړ د ده درخواست او ډکه شوه ځمکه د پښتونخوا دده په هکله نقل کاوه شي چې حضرت شېخ بېټني به ډېره ډېره دا سندرې لولولې او د کسې غره کې به ګرځېده په شپې»

او بيا نو د بېټ نيکه هغه شعر داسې راوړي:
لويه خدايه لويه خدايه ستا په مېنه په هر ځايه
غر ولاړ دی درناوۍ کې ټوله ژوي په زارۍ کې
دلته دي د غرو لمنې زموږ کږدۍ دي پکې پلنې
دا وګړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه
دلته لږ زموږ اوربل دی ووړ کورګی دی ووړ بورجل دی
مېنه ستا کې موږ مېشته يو بل د چا په مله تله نه يو
هسک او زمکه نغښته ستا ده د مړو وده له تا ده
دا پالنه ستا د ه خدايه لويه خدايه لويه خدايه

که د بېټ نيکه دغه لوړ شعر د آريايانو د زاړه کتاب رېګويدا (Rigvida) سره پرتله کړای شي نو دا به ښکاره شي چې دا شعر د فکر او مضمون له مخې لرغونيو آريايي افکارو ته څومره ورته دی. د ريګويدا يو مناجات داسې دی:

« لوی خدای د ژوندون واکمن دی، مالک الملک دی، دی ښاغلې کورنۍ وګړو ته ورکوي، خدايه موږ ستا مريي يو، بې اولاده بې ښېګڼې مو مه وژنې[9].»

د بېټ نيکه په هکله دا پورتنۍ ليکه د ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا د کتاب د افغانستان نوميالي نه اخيستل شوې.

پايڅوړ


1. ↑ دا خبره چې بېټ نيکه او غرغښت او سړبن سره وروڼه دي زياته څېړنه غواړي.
2. ↑ آيين اکبري - ۲، ۱۹۱ مخ.
3. ↑ تذکره علمای هند - ۵۹ مخ
4. ↑ تذکرة الابرار والاشرار، او پښتو مخزن.
5. ↑ د سلېمان ماکو پښتو تذکرة الاولياء.
6. ↑ پښتانه د سلېمان غره ته د کسې غر هم وايي.
7. ↑ مخزن افغاني - ليکوال: نعمت الله هروي.
8. ↑ مجمع الانساب، تاريخ سلطاني حيات افغاني - خورشيد جهان.
9. ↑ ريګويدا- باب ۶ - فصل ۶ - ۷ فقرې.

سرپاڼه

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2024 Sabawoon. All rights reserved.