| |
د ۲۰۱۰ کال دجنوری د۳۰ په شپه امریکایانو هلته څه وکړه ؟
|
| |
|
|
بېنوا |
احمدضیا |
ارزګان ولایت دخاص ارزګان ولسوالی د ۲۰۱۰ کال دجنوری د۳۰ شپی زړه بنګونکی پیښه
دارزکان ولایت دخاص ارزګان دولسوالی دلویدیځ طرفته دولسوالی په ۲ کیلومتری کښی په ګرماب نومی کلی کښي دحاجی قاسم په کورکښی چی دنده یی د خپلی شخصی لاری یعنی خپل شخصی کامازموټر چلول او دنورو دریو وروڼو هریولکه حاجی حکمت الله ددوی مشرورور او حاجی امین الله ددوی دوهم ورور اوهم محمدعثمان چی ددوی کشرورور و اودهغوی دنده دخاص ارزګان دولسوالی په بازار کښی د خوراکی اوزراعتی موادو پلورل وو کوم چی حاجی قاسم به ورته دکندهار ښارنه په خپل موټر کښی انتقالول په پورته ذکرشوی نیټه دوی ټول مازدیګر مهال دبازارنه کورته لاړل او کله چی دشپی یولس نیمی (۱۱:۳۰) بجی شوی نو په نوموړی ولسوالی کښی میشت امریکایی ځواکونه او دهغوی افغانی ساتونکی چی هزاره ګان دی دحاجی قاسم کورته ورغلل او دکوردوازه یی ماته کړل او لومړی یی دکورپه منځ کښی عسکردهراطاق دروازه اوکړکی ته ودریدل اوژباړن یی وویل چی ونه خوځیږی وروسته څونور امریکایی عسکراو دهغوی ژباړن لومړی دمحمد عثمان اطاق ته چی دحاجی قاسم کشروروردی ورننوتل او هغه یی دخپلی ښځی په وړاندی بیله څه ویلو په ډزو سره وواژه اوبیا د حاجی امین الله اطاق ته ورننوتل او هغه یی هم پرته له څه ویلو په اطاق کښی په ډزو سره وواژی او بیاورغلل ددوی دمشر ورور حاجی حکمت الله داوسیدو اطاق ته او هغه یی راوویست داطاق نه او صرف دومره یی ژباړونکی ته وویل چی څه خبره ده چی تاسی مونږ وژنی ؟ خو صرف همدایی وویل او ورسته امریکایی عسکر په سرباند په ډزو وویشت او سمدستی ورغلل دحاجی قاسم داوسیدو اطاق ته او دهغه مخی ته دهغه میرمن ولاړه وه او امریکایی عسکروته یی چیغواوژړاسره ویل چی زماخاوند مه وژنی خو ددی سره سره امریکایی عسکراطاق ددروازی نه په هغه ډزی وکړی او هغه یی هم وواژه اوهم دهغه په کوچنی زوی چی دتیر شوی لوی اخترنه دوه ورځي وړاندی زیږیدلی وواو موریی په مخ کښی ورته ونیوی ترڅو دماشوم له وجی نه یی خاوند باندی ډزی ونکړی خو بیا هم امریکایانو په هغه ډزی وکړی او دمور په غیږ کی یی وواژه او ورسره یی مور هم په لاس او پښه باندی ولګیده او بیا ژباړن ورته وویل چی ځانونه ونه خوځوی که نه نو تاسی به هم ووژنواو بیا یی څو شیبی وروسته امروته وکړچی ټول کوچنیان او ښځي دکورنه بهرشی نو په همدی ترتیب ښځی او کوچنیان چی دوه ښځی پکښی ژوبل هم وی دباندی راوایستل او وروسته امریکایانو ددوی کورهم انفجارکړچی ټولی کړکی او دروازی ماتی شوی او دځینو دیوالونه یی چپه شول او دشپی تریوبجی اودیرشو دقیقو وروسته لاړل او په سبا یی دبازاردټولو هټیوالو په وړاندی ددوی ددکانونه مات کړل او مالونه یی ورلوټ کړل البته هغه افغانی عساکرو کوم چی ددوی سره په کمپ کښی دی او ددوی محافظین دی لوټ کړل . یاده دی وی چی ژوبل ښځه د کلیوالو په مرسته دارزګان ولایت مرکزته مازدیګر راورسول شوه او اوس هم دترینکوټ په ولایتی روغتون کښی بستر ده .
نوټ: پورته ټوله لیکل شوی واقعه دهغه ژوبل شوی ښځی دخولی بیان دی کوم چی دواقعی شاهده وه او دحاجی قاسم نومی وژل شوی کس میرمن ده او خپل کوچنی ددوه نیمو میاشتو زوی اوخاوند یی هم امریکایانو په هغه شپه وروژلی دی که خبریالان او رسنی په دی هکله نور معلومات وغواړی نو کولی شی چی د نووموړی میرمینی نه چه اوس هم په ترنکوټ کښی په دولتی روغتون کښی بستر ده معلومات تر لاسه کړی .