| |
م.م له تور ليسته د ? طالب مشرانو نومونه و ويستل |
| |
|
|
|
بي بي سي |
ملګرو ملتونو له خپل تور ليست څخه د طالبانو د پخواني حکومت د پېنځو چارواکو نومونه و ويستل .
ددغه کسانو نومونو له القاعده سره د تړاو په شک د هغو کسانو په نوملړ کې داخل شوي و چې له ترهګرۍ سره تړلي بلل کېږي .
دغه پېنځه تنه چې په 2001 کال کې يې نومونه د ملګرو ملتونو په تور ليست کې داخل شوي و، تر دې وروسته به هر هېواد ته سفر کولای شي او شتمنۍ به يي کنګل نه وي .
په دغو کسانو کې د بهرنيو چارو پخوانی وزير مولوي وکيل احمد متوکل، د سوداګرۍ پخوانی مرستيال وزير فيض محمد فيض، د بهرنيو چارو وزارت يو پخوانی چارواکی شمس الصفا، د پلان پخوانی مرستيال وزير محمد موسی، او د سرحدونو او قبايلو د چارو پخوانی مرستيال وزير عبدالحکيم دی .
ملګروملتونو د افغان ولسمشر حامد کرزي له غوښتنې وروسته ددغو کسانو نومونه له تور ليست څخه په دې موخه و وېستل چې له طالبانو سره احتمالي خبرو اترو ته لاره هواره شي .
ښاغلي کرزي د لندن د کنفرانس په درشل کې چې سبا به جوړېږي ټينګار کړی دی چې د خبرو اترو لپاره د طالبانو د هڅولو او د امنيت د ټينګښت يوه لاره له تور ليست څخه د طالبانو د ځينو غړو د نومونو ويستل دي .
ښاغلي کرزي په دې وروستيو کې ويلي چې د لندن د کنفرانس په ترڅ کې به له تور ليست څخه د طالبانو د نومونو د ويستلو غوښتنه وکړي او هيله يي ښوولې چې لوېديز هېوادونو به ددغه ګام ملاتړ وکړي .
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې په افغانستان کې له طالبانو سره دخبرو اترو ملاتړ کړی و او ويلي يې و چې د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره يوه غښتلي سياسي جوړجاړي ته اړتيا ده .