pxl
Logo

Special Reports
Afghan Election Coverage

Home
News
Articles (New)
AfghanPedia
Contact Us

 


pixl

 

بيلابېلي ليکنې او مقالي


زما مشورې اوبیلګې خوند ورکړ
ډاکتر درویزه اڅکزي له دې فاني کنډر نه سترګې پټې کړی

لیکوال ډاکتر رحمت ربی زیرکیار


د سولې مشال فلم او په سيمه کې د سولې هيلې


خطر نا ک قد رت، ٩١١ او افغانستان


کرزی : ملا عمر هم باید خبرو ته کیني


ایا د کندهار د برید عاملین د امریکایانو ساتونکې وو؟


شمالي ډالرواله وپېژنئ!؟


حضرت صبغت الله مجددې ډالرپه استخارولټوې


توکل پر امریکا


کرزي ولې له جګړه مارانو سره ایتلاف وکړ؟


له ناکراريو سره به انتخابات څنګه ترسره شي؟


افغانستان کې د معلوماتو جنگ


د ايران ولسمشر څومره واک لري؟


د احمدي نژاد سيالان د ټاکنو پايله نه مني

 

 
 


د خدای بښلي اجمل خټک په ياد او درنښت په کليفورنيا ايالت کې
د لوی افغان د ټولنې خبرتيا

انالله و اناالله راجعون


په ډېرې خواشينۍ او تاثر سره مو د خدای بښلي لوی افغان اجمل خټک د مړينې خبر د رسنېؤ څخه واوريد٠


مونږ د لوی افغان د ټولنې مشر تابه او ټول غړي پداسې حال کې چې د خدای بښلي پاک روح ته د دعا لاسونه پورته کوو، د ده د کورنۍ ټولو غړو ،د ده سياسي ، وګړنيځ او د خپلي ژوندانه ټولو خپلوانو او ملګرو ته خپلې ژورې اندېښنې او دوی ته د زړه صبر او تصليت وړاندې کوو او پدې وير او غم کې د دوی سره ځان شريک ګڼو ٠ د يادونې وړ ده چې د لوی افغان ټولنې د خدای بښلي اجمل خټک د

بي سارو خدماتو په وياړ د نوموړي په ياد د پاک کلام د ختم او درنښت يوۀ غونډه د فبرورۍ د ميااشتې په ٢٠ مه نېټه د ستاکتن په ښار کې رابللې ، پدې توګه ټولو افغانانو ته بلنه او خبر ورکول کېږي چې پدې درنه غونډه کې برخه واخلي او د اجمل بابا په ياد دا غونډه لا خکلې او بختوره کړي٠


د درنښت او يادونې دا غونډه د شنبې د ورځې د ماسپښين په دوه بجو پيل او د ماځيګر په پنخه بجو په ټاکلي وخت پای ته رسيږي٠

 

:پته

Arnold Rue community ceter
5758Lorrain ave
Stockton CA 95210
209 937-7350


د لا معلوماتو لپاره د محمد حامد الوتاند سره په لاندې نمبر اړيکه ونيسئ       9211-473 209


 

اجمل خټک په اکوړي کې خاورو ته اوسپارل شو


ډیوه ر یډیو
نوميالى پښتون سياستمدار،اديب،شاعراؤصحافي اجمل خټک نن دگل په ورځ دصوبه سرحد دنوښار ضلعې په اکوړه خټک یا کوړي کلې کې خاورو ته اوسپارل شو.
د پښتویوستر لیکوال، شاعر، سیاسي مشر او مفکر اجمل خټک د فات ورسته نن د صوبه سرحد اکوړي نومې کلې کې خاورو ته اوسپارلی شو

اؤ عوامي نيشنل گوند دهغه په مړينه ټول هيوادکې د دريوؤ ورځو دماتم اعلان کړى دى.
اجمل خټک د٨٥ؤ اتياؤ کالو په عمرکې پرون داتوارپه ورځ په حق رسيدلى ؤ.
نوموړى دتيرو څوکالو راهسې دناروغتيا لۀ امله په کټ پروت ؤ.
دهغه دجنازې نمونځ نن ماسپښين درې بجې په اکوړي کې دقاضي انوارالدين په امامت کې اداکړل شوچې پکې دبيلابيلوسياسي گوندونودمشرانوترڅنگ په سوؤنوشاعرانو،ليکوالو،سياسي فعالينواؤد اجمل خټک مئينانو برخه واخسته.
دارواښاد دجنازې په مهال په شيبوباران کې گڼ شميرهغه دتيرعمرمشران هم په سروجامو کې ملبوس وليدل شول چې داجمل خټک سره دخدايي خدمت گارپه تحريک اؤ دهغه په سياسي مبارزه کې ملگري پاتې شوي وؤ.
اجمل خټک چې يو وخت کې دعوامي نيشنل گوندصدراؤ سترسکترهم پاتې شوى ؤعوامي نيشنل گوند دهغه په مړينه د دريوؤ ورځو دماتم اعلان کړى دى .
دعوامي نيشنل پارټۍ لۀ لوري داجمل خټک دمړينې په اړه جاري کړل شوي دغمرازۍ بيان کې ددغه گوندمشراسفنديار ولي خان اؤ نورو مشرانودهغه په مړينه ژوره خواخوږي ښودلې ده اؤ ويلي دي دپښتون قام دښيگړې دپاره ښاغلي خټک دسياست ،ادب او صحافت لۀ لارې کوم خدمات ترسره کړي دي هغه به ترپيړو پيړو ياد ساتلى شي.
دلوړې پايې سياست مدار، اديب ، شاعر او صحافي اجمل خټک په 15م ستمبر1925م کې اکوړي کې زيږيدلى ؤ او په 17 کلنۍ کې دباچاخان دخدايي خدمتگار تحريک سره ملگرى شوى ؤ.
په 1942ء کې هغه دهندوستان پريږدئ په تحريک کې کوټلى رول ترسره کړى ؤ.
نوموړي دپيښور پوهنتون څخه په فارسۍ کې دماسټر ډگري اخستې وه.
په کال 1972ء کې په صوبه سرحد کې دجي يو ايي او نيب دگډحکومت په مهال دسرحد اسمبلۍ غړى هم پاتې شوى ؤ.
دبيلا بيلو تورونو په اساس هغه 11 کاله بند او نظارت کې تير کړي او 18 کاله يې دجلاوطنۍ عمر تير کړى ؤ.
په عوامي نيشنل پارټۍ کې نوموړى دصدر او ستر سکتر په مهمو چوکيو پاتې شوى ؤ او څو کرته دسينيټ غړى هم ټاکل شوى ؤ.
دپاکستان دپخواني پوځي جمهوررئيس پرويز مشرف سره له ليدنې وروستو په اجمل خټک سختې نيوکې وشوې او هغه ددغو نيوکو له امله دخپل گوند څخه لارې بيلې کړې او دنيشنل عوامي پارټۍ په نوم يې خپل يو سياسي گوند جوړ کړو.
خو وروستو دخان عبدالولي خان په وينا بيرته اى اين پي کې ورگډ شو.
اجمل خټک په پښتو او اردو ژبو کې ديارلس کتابونه هم ليکلي چې په دغو کتابونو کې دپښتو شعري مجموعې دغيرت چغه او دهغه دخاطرو مجموعې دا زۀ پاگل ؤم زيات شهرت موندلى ؤ.
همدغه راز نوموړي دخپلو کالمونو يوه مجموعه هم دکچکول په نوم چاپ کړې وه چې ليکونکى يې هغه په فرضي نوم سره ملنگ ؤ او دغه کالمونه هم تر ننه دپښتنو په زړونو او ذهنونو نقش دي.


پښتون سياستوال او شاعر اجمل خټک ومړ
بي بي سي

نامتو پښتون سياستوال او د پاکستان د نېشنل عوامي پارټي پخوانی مشر اجمل خټک تر يو کال رنځ وروسته په يوه سيمه يير روغتون کې ومړ .

نوموړی د 1925 کال د سپتمبر پر 15 مه پيدا او د 2010 د فبرورۍ پر اوومه د 85 کلونو په عمر سترګې پټې کړې .

د نوموړي جنازه نن دوشنبه (د فبرورۍ اتمه) په اکوړه خټک کې کېږي او همالته به خاورو ته وسپارل شي .

هغه نه يوازې د پاچاخان د خدايي خدمتګارانو په غورځنګ کې خپل سياسي ژوند پيل کړی و، خو وروسته نه يوازې د سرحد صوبې د مهمو سياستوالو له ډلې و، بلکې د ټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده .

هغه پر سياستوال سربېره د پښتو ژبې نامتو شاعر و .

هغه د نېشنل پارټي يو فعال غړی غړی و، چې بيا وروسته يې د دغې پارټۍ مشري پر غاړه واخيسته .

اجمل خټک په خپلو شعرونو، ادب او سياست کې د پښتنو د حقونو چيغې وهلې او د ژوند تر وروستۍ شېبې يې کلکه مبارزه کوله .

له نوموړي د (غيرت چيغه) په نامه يو شعري ټولګه پاتې ده، چې د پښتونخوا ځوانانو ته يې پکې له خپلې خاورې د دفاع او ازادۍ هڅوونکي شعرونه ويلي دي .

ارواښاد خټک له کوچنيوالي د خان عبدالغفار خان له شخصيته اغېزمنه و .

دی پر پښتو مورنۍ ژبې سربېره په عربي، او فارسي هم پوهېده .

 

The articles and letters are the opinion of the writers and are not representing the view of Sabawoon Online.
Copyright © 1996 - 2010 Sabawoon. All rights reserved.